نارا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بودها لویه مجسمه د نارا په ښار کې
جاپاني هنر د نارا په وخت کې
تاریخي کتاب کوجيکي

نارا (په جاپاني: 奈良時代) د ۷۱۰ کال څخه تر ۷۹۴ کال پورې د جاپاني تاريخ یوه برخه وه چې د یاماتو تر وخت وروسته پېل شوه. ددې دورې په پیل کې مملکه گمه‌ای د امپراتوري مقر د فوجيواراد ښار څخه د هی‌ جوکیو ښار (په اوس وخت کې نارا) ته نقل کړه. په دې وخت کې بوديزم رسمي دین شو او د امپراتور شومو د حکومت په وخت کې ددې دین لویه پراختيا پېل شوه. سره له دې چې جاپانيانو بوديزم ومنلو خو لرغوني مذهب (شینټو) یې هم تر پاللو. تر ۷۵۲ کال پورې د جاپان په هر ولايت کې د نارینو او ښځينو صومعې جوړې شوې وی. په ۷۵۲ کال کې د تودای‌جی په صومعې کې د بودا لویه مجسمه جوړه شوه چې په اوس وخت کې د جاپان تر ټولو لویه مجسمه ده. [۱]

ثقافت د نارا په وخت کې[سمول]

په ۸ پېړی کې لومړني تاريخي کتابونه لکه کوجيکي (۷۱۲) او نیهون شوکي (۷۲۰) وليکل شول. څرنگه چې په دې وخت کې مامورانو چينايي لیکدود کارولو نو ځگه نوموړي کتابونه په چينايي ژبې وليکل شول. په ۷۶۰ کال کې د شعرونو جونگ چې د مان یوشو په نوم پېژندل کېږي او ۴۵۰۰ شعره لري, وليکل شو. [۲]

سرچينې[سمول]

  1. http://www.japonsko.info/nara.php
  2. https://cs.wikipedia.org/wiki/Obdob%C3%AD_Nara