ناتانیل پي. بانکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ناتانیل پي. بانکس
(انګلیسي: Nathaniel P. Banks د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ناتانیل پي. بانکس
ناتانیل پي. بانکس

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۰ جنوري ۱۸۱۶[۱][۲][۳]
مړینه 1 سپټمبر 1894 (78 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای ماساچوست   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند
جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال
پوځي افسر
خبريال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ناتانیل پي. بانکس
ناتانیل پي. بانکس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ناتانیل پرینټیس بانکس (د ۱۸۱۶ کال د جنورۍ ۳۰مه – د ۱۸۹۴ کال د سپټمبر لومړۍ) یو امریکایی سیاستوال و چې د ماساچوسېټ اوسېدونکی او د کورنۍ جګړې په جریان کې د اتحادیې جنرال و. [۴]

بانکس د کارخانې کاریګر و، خو د ځايي بحثونو په ټولنو کې مشهور و او د وینا مهارتونو يې د ډيموکراټیک ګوند پام ور اړولی و. سره له دې، د غلامۍ د ختمولو لپاره یې نظرونه د نوي پیل شوي جمهوري غوښتونکي ګوند لپاره ډېر مناسب وو چې له دې لارې په ۱۸۵۰مه لسیزه کې د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې مشر او د ماساچوسېټ والي شو. بانکس یو چالاک سیاستوال و (چې معاصرانو یې پرې نیوکې کولې)، د دې تر څنګ لومړنی مسلکي سیاستوال و چې د ماساچوسېټ د والي په توګه یې خدمت وکړ. [۵]

د کورنۍ جګړې په پیل کې بانکس د ولسمشر «لېنکلن» له‌خوا د «وېسټ پوینټ پوځي اکاډمۍ» د عادي مشرانو پر سر د لومړني سیاسي جنرال په توګه وګومارل شو چې په لومړي سر کې ترې ناخوښ وو، خو وروسته یې د جګړې په اداره کې د ده نفوذ ومانه. د شینانډو د سیند په دره کې د «سټول وال جېکسن» له لاسه تر یو شمېر ماتو او شاتګونو وروسته بانکس په «نیو اورلینس» کې د بنجامین باټلر پر ځای د خلیج د برخې قومندان وټاکل شو چې د «لوییزیانا» د اداره کولو او د مي‌سي‌سي‌پي سیند د کنترول ترلاسه کولو مسؤلیت یې درلود. بانکس په «ویکسبرګ» کې د «ګرانټ» په پياوړي کولو کې پاتې راغی، د «پورټ هاډسون» محاصره یې په سختۍ اداره کړه او یوازې د ویکسبرګ تر سقوط وروسته تسلیم شو. وروسته یې بیا د سرې بحیرې کمپاین پیل کړ، د شمالي لوییزیانا او ختیځ تګزاس د نیولو ناکامه هڅه یې وکړه چې د اخضارېدو لامل یې شوه. پر بانکس د خپلو کمپاینونو د ناکامېدو له امله په ځانګړې توګه په مهمو تکتیکي کارونو لکه د پوځي معلوماتو په راټولولو کې نیوکه کېږي. ښاغلي بانکس په لوییزیانا کې د بیارغونې په هغو لومړنیو هڅو کې هم مهم رول درلود چې د لېنکلن له‌خوا د نورو فعالیتونو لپاره د نمونې په توګه پیل شوې وې.

بانکس تر جګړې وروسته د ماساچوسېټ سیاسي ډګر ته را وګرځېد او په کانګرېس کې یې خدمت وکړ. په کنګره کې یې د مانیفېسټ ډېسټيني (Manifest Destiny) ملاتړ وکړ، د الاسکا د بیو پر قانون یې اغېز وکړ او د ښځو د رایې د حق ملاتړ یې وکړ. د ژوند په ورستیو کلونو کې د پرمختللو لېبرالو موخو په لټه کې شو او وړاندې له دې چې ذهني وړتیاوې یې کمې شي، د ماساچوسېت لپاره یې د متحدو ایالتونو د مارشال په توګه خدمت وکړ.

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

ناتانیل پرنتیس بانکس د ماساچوسېټ ایالت په والتام سیمه کې وزیږېد، د «ناتانیل پي بانکس» او «ریبیکا ګرین ووډ بانکس» لومړی بچی و چې د ۱۸۱۶ کال د جنورۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه وزیږېد. پلار یې د بوسټون تولیدي شرکت د ټوکر اوبدلو په کارخانه کې کار کاوه او په پای کې مشر کاریګر شو. بانکس تر څوارلس کلنۍ پورې په ځايي ښوونځيو کې زده‌کړې وکړې، په دغه وخت کې د کورنۍ مالي غوښتنې دې ته اړ کړ چې په کارخانه کې کار وکړي. هلته یې د تار د ګوټکو د مسؤل په توګه کار پیل کړ چې له تاره ډک ګوټک به یې د خالي ګوټکو پر ځای اېښودل او د «والتام» او «لوویل» په کارخانو کې یې کار کاوه. د دغه کار له امله د بوبین (ګوټک بدلوونکي) په نامه مشهور شو، داسې مستعار نوم چې د ژوند تر پایه پرې یادېده. د دې تر څنګ یو وخت د خپل تره له زوی «الیاس هاو» سره د میخانیک په توګه هم شاګرد و چې هغه بیا د خیاطۍ د ځنځيري ماشین د اختراع حق‌الثبت ترلاسه کړ.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

بانکس د زده‌کړو اهمیت درک کړی و، زده‌کړو ته یې دوام ورکړ او کله کله به یې د خپلو رخصتیو په ورځو کې د «اتینیم کتابتون» د لیدنې لپاره بوسټون ته پلی ورته. ده به د شرکت له‌خوا په مالي مرسته په هغو جوړو شویو درسونو کې هم ګډون کاوه چې «ډانیل وېبسټر» او نورو ویناوالو به په کې ویناوې کولې. ښاغلي بانکس د خپلو ویناییزو مهارتونو د پیاوړي کولو لپاره د کارخانې له نورو کاریګرو سره یوځای د مناظرې کلب جوړ کړ او تمثیل یې پیل کړ. د محلي اعتدال په غورځنګ کې یې هم ګډون وکړ. د دغه غورځنګ په غونډو کې وینا کولو یې د ډیموکراټیک ګوند د مشرانو پام را واړاوه، دوی ترې وغوښتل چې د ۱۸۴۰ کال د ټاکنیزو مبارزو په غونډو کې ویناوې وکړي. د وینا او سیاست مهارتونه یې د ډیموکراټیک کانګرس له غړي «رابرټ رانټول» څخه په پیروۍ پیاوړي کړل چې هغه به هم په متواضع ډول خبرې پیلولې. د ده شخصي ظاهري ښه بڼه، غږ او د وړاندې کولو وړتیا ټولې هغه شتمنۍ وې چې په سیاسي برخه کې یې د ګټې ترلاسه کولو لپاره کارولې او قصداً یې هڅه کوله چې خپل ځان تر هغه ډېر په ارېسټوکراټيک ډول کې وښيي چې د کار مخینه یې وه.[۱۱][۱۲]

بانکس د ویناوال په توګه بریالیتوب دې ته قانع کړ چې کارخانه او کار پرېږدي. په لومړي سر کې د دوو لنډمهالو سیاسي ورځپاڼو اېډېټر شو. د دغو ورځپاڼو تر ماتې وروسته په ۱۸۴۴ کال کې د ولایتي قانون جوړونې په جرګه کې د یوې څوکۍ لپاره نوماند شو، خو بریالی نه شو. وروسته یې بیا له رانټول څخه چې د بوسټون د بندر راټولوونکی ټاکل شوی و، د ندې غوښتنه وکړه. د بانکس دنده چې تر ۱۸۴۹ کال پورې په کې و، په سیاسي بدلونونو پورې تړلې وه چې دی یې ایستلو ته اړ کړ او په دې موده کې یې پوره امنیت ورکړی و، ده له «مریم ټیوډوسیا پالمر» سره واده وکړ چې د کارخانې پخوانۍ کارکوونکې وه او له ده سره یې مینه وه. بانکس یو ځل بیا په ۱۸۴۷ کال کې د قانون جوړونې ولایتې جرګې ته نوماند شو خو بریالی نه شو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تر جګړې وړاندې سیاسي مخینه[سمول]

کانګرېس[سمول]

بانکس په ۱۸۵۲ کال کې د متحدو ایالتونو په کانګرېس کې د څوکۍ لپاره د ډيموکراتانو د نوماندۍ په لټه کې و. که څه هم په لومړي سر کې دا څوکۍ دوی ته ورکړل شوې وه، خو د غلامۍ ضد دریځونو له ردولو څخه د ده انکار په دې معنا و چې د ګوند محافظه کاران یې ملاتړ پرېږدي. په پایله کې یې د ازادې خاورې (فري سویل) د ګوند په ملاتړ یوه کوچنۍ بریا خپله کړه. په ۱۸۵۳ کال کې د همدغه کال د ایالتي اساسي قانون د کنوانسیون مشر شو. دغه کنوانسیون د اساسي قانون د اصلاح لپاره ځينې وړاندیزونه وکړل چې د نوي اساسي قانون اصلاحات هم په کې شامل وو او د رایې ورکوونکو له‌خوا رد شول. دا ناکامي چې د وېګس او د غلامۍ ضد محافظه کارو ډيموکراټانو له‌خوا رهبري شوې وه، د ډيموکراټيک – ازادې خاورې د اېتلاف پای و.[۱۷][۱۸][۱۹]

د ماساچوېسټ والي کېدل[سمول]

بانکس په ۱۸۵۷ کال کې د برحال والي «ګارډنر» په مقابل کې د ماساچوسېټ د والي کېدو لپاره سیالۍ ته ودرېد. د جمهوري غوښتونکو له‌خوا د ده نوماندي جنجالي وه او مخالفتونه هم تر ډېره د راډیکالو د ګټو د له منځه تللو له امله وو چې په دې موضوع کې د ښاغلي بانکس د نسبتاً معتدل دریځ مخالف وو. تر جنجالي ټاکنیزو مبارزو وروسته بانکس په اسانۍ سره بریا ترلاسه کړه. د غلامۍ ضد غورځنګ په ملاتړ د بانکس یو مهم ګام د قاضي «اډوارډ جي لورینګ» ګوښه کول وو. لورینګ په ۱۸۵۴ کال کې حکم ورکړی و چې تښتېدلی غلام «انتوني برنر» باید د ۱۸۵۰ کال د تښتېدلي غلام د قانون له شرایطو سره سم بېرته غلامۍ ته راستون شي. د عدالت غوښتنې د یوه عمومي کمپاین تر فشار لاندې چې ویلیام لویډ ګاریسون رهبري کاوه، قانون جوړوونکو په ۱۸۵۵ او ۱۸۵۶ کلونو کې دوې لایحې تصویب کړې چې له ایالتي دفتر څخه یې د لورینګ د لرې کېدو غوښتنه کوله، خو ګارډنر په دغو دواړو حالتونو کې د هغه له لرې کېدو څخه انکار وکړ. بانکس په ۱۸۵۸ کال کې درېیمه ورته لایحه لاسلیک کړه. ده ته د غلامۍ ضد د ملاتړ لپاره جایزه ورکړل شوه او په اسانۍ سره د ۱۸۵۸ کال په ټاکنو کې بیاځلي بریالی شو.[۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Nathaniel-P-Banks — subject named as: Nathaniel P. Banks — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6nz880q — subject named as: Nathaniel P. Banks — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/18558 — subject named as: Nathaniel Prentice Banks — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Many short biographical summaries spell his middle name "Prentiss." He is known to have spelled it "Prentice".
  5. Hogarty, p. 29
  6. Hollandsworth, p. 3
  7. Harrington, p. 3
  8. Hollandsworth, p. 4
  9. Reef, p. 327
  10. Rosenberg, p. 41
  11. Hollandsworth, pp. 5–8
  12. Harrington, p. 4
  13. Hollandsworth, pp. 8–9
  14. Harrington, p. 8
  15. Banks, R.H., pp. 9–25
  16. Hollandsworth, p. 10
  17. Hollandsworth, pp. 15–16
  18. Hollandsworth, pp. 16–17
  19. Hollandsworth, pp. 10–11
  20. Harrington, p. 46
  21. Voss-Hubbard (1995), pp. 173–174
  22. Hollandsworth, pp. 34–35