Jump to content

میلارد فیلمور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
میلارد فیلمور
میلارد فیلمور

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد 175 سانتي متره   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
د متحده ایالاتو ولسمشر (13  )   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۹ جولای ۱۸۵۰  – ۴ مارچ ۱۸۵۳ 
زاکاري ټایلر  
فرانکلین پییرس  
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
لاسليک
میلارد فیلمور

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

میلارد فیلمور ( د جنوری ۷ مه، ۱۸۰۰ – د مارچ ۸ مه ، ۱۸۷۴ ز) د امریکا دیارلسم ولسمشر و، چې د ۱۸۵۰ ز څخه یې تر ۱۸۵۳ ز پورې خدمت وکړ او د وېګ ګوند غړیتوب لرونکی وروستی ولسمشر و. دی د امریکا د استازو په جرګه کې د اپسټېټ نیویارک د خلکو استازی و. فیلمور په ۱۸۴۸ز کال کې د امریکا د ولسمشرۍ ۱۲ مرستیال وټاکل شو او د ۱۸۵۰ز کال په جولای میاشت کې يې د امریکا د ولسمشر زاکاري ټایلر له مړینې څخه وروسته ولسمشري  ترلاسه کړه. فیلمور د ۱۸۵۰ز کال د روغې جوړې په تصویب کې ډېر ګټور و، چې د غلامۍ د پراختیا پر سر جګړې کې د لنډمهالي اوربند لامل شو. هغه په ۱۸۵۲ز کال کې د وېګ ګوند څخه د ولسمشرۍ نوماندي ترلاسه نه کړه، خو څلور کاله وروسته یې د Know Nothing په نامه د نوي راټوکېدلي ګوند ملاتړ ترلاسه کړ او د ۱۸۵۶ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې يې درېیم مقام خپل کړ.

فیلمور د نیویارک ایالت په فېنګرلېکس سیمه کې په یوه بېوزله کورنۍ کې وزېږېد او مور او پلار يې بزګران وو. که څه هم هغه لږ رسمي زده کړې درلودې، خوهغه سخت درس ووایه او په کې یو بریالی مدافع وکیل شو او په دې توګه، له بېوزلۍ راووت. هغه د یوه وکیل او سیاستوال په توګه په بوفالو سیمه کې ډېر مخکښ و او په ۱۸۲۸زکال کې د نیویارک اسمبلۍ او بیا په ۱۸۳۲ز کال کې د استازو جرګې ته وټاکل شو. په لومړۍ سر کې هغه د ماسوني ضد ګوند پورې تړلی و، خو وروسته د ۱۸۳۰مو کلونو په نیمايي کې د وېګ ګوند غړی شو. هغه د ګوند د ایالتی مشرتابه پر سر د تورلو ویډ او د ویډ له لوري حمایه کېدونکي ویلیام اېچ سیوارډ سره سیالي لرله. د هغه د کاري ژوند په بهیر کې، فیلمور له غلامي سره ښکاره دښمني درلوده او له فدرالي حکومت څخه يې غوښتنه کوله، چې د غلامي په پای ته رسولو کې ونډه واخلي. فیلمور د امریکا د استازو جرګې مشري ونه ګټله، ځکه هغه مهال په ۱۸۴۱ز کال کې وېګ کنټرول په لاس کې درلود، خو بیا هم دی د پانګې د تامین د لارو چارو (Ways and Means) کمېټې رئیس وټاکل شو. په ۱۸۴۴ز کال د ولسشمر د مرستیال او همدا ډول د نیویارک ایالت والي کېدو لپاره يې، له وېګ ګوند څخه نوماندي وانه خیستلی شوه، خو په ۱۸۴۷ز کال کې، د لومړي ځل لپاره د مستقیمو رایو په پایله کې د نیویارک ایالت محاسب وټاکل شو.

د ولسمشرۍ د مرستیال په توګه، ټایلر تر ډېره فیلمور له پامه غورځاوه او ان د نیویارک ایالت د مشرۍ په برخه کې له ويډ او سیوارډ سره سلامشوره وکړه. د سنا د رئیس په توګه، فیلمور د سنا د قهرجنو بحثونو ریاست کاوه او د کانګرس په ۳۱مه دوره کې دا پریکړه وشوه چې، ایا د مکسیکو څخه په پېرل شوې خاوره غلامي ته اجازه ورکړل شي که نه. د ټایلر برعکس، فیلمور د هېنري کلې د اومنیبوس له لایحې ملاتړ وکړ، چې همدا لایحه د ۱۸۵۰ز کال د روغې جوړې بنسټ شوه. د ۱۸۵۰ز کال په جولای میاشت کې له ولسشمر کېدو سره سم، فیلمور د ټایلر کابینه لغوه کړه او پر کانګرس یې ټینګتیا وکړه، چې پخلاینه تصویب کړي. د دې روغې جوړې یوه جنجالي برخه، د تښتېدلو غلامانو قانون و، چې له مخې يې تښتېدلي غلامان بېرته خپلو څښتنانو(بادارانو) ته ورستنول کېدل. فیلمور احساس کاوه چې، دا یې دنده ده، تر څو د خپل ځان او خپل وېګ ګوند، چې په شمالي او جنوبي ډلو وېشل شوی و، د اعتبار د زیانمنېدو په بیه، دغه روغه جوړه نافذه کړي. په بهرني سیاست کې، فیلمور له جاپان سره د سوداګرۍ د پرانیستو په موخه، د امریکا د سمندري ځواک له پراختیا څخه ملاتړ وکړ، په هاوايي کې يې د فرانسې د طرحو مخالفت وکړاو پر کیوبا د لښکرکښۍ پر مهال یې د نارسیسو لوپېز په وسیله په شرمونو وشرمېد. فیلمور په ۱۸۵۲ز کال کې د ولسمشرۍ د بشپړې دورې لپاره د وېګ ګوند څخه نوماندي ترلاسه نکړه او پرځای یې وینفیلډ سکاټ ونومول شو.

د فیلمور له ولسمشرۍ وروسته، د وېګ ګوند له منځه ولاړ او د ګوند څخه د هغه ډېری محافظه کار همکاران، له Know Nothings سره یوځای شول او وروسته يې امریکايي ګوند جوړ کړ. فیلمور په ۱۸۵۶ز کال کې له خپل ګوند څخه نوماند شو، د مهاجرت او کډوالۍ په اړه يې د ویلو لپاره لږ څه لرل، خو پام يې د اتحاد په ساتنې ورټول و او یوازې په ماریلنډ ایالت کې یې ټاکنې وګټلې. د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال، فیلمور د جلاوالي مخالف و، ویل یې چې: که اړتیا وه، د زور له لارې باید اتحاد وساتل شي، خو سره له دې هم د ابراهام لینکلن د جنګي سیاستونو منتقد و. له هغه وروسته چې سوله راغله، هغه د ولسمشر انډریو جانسن د بیارغونې له پالیسیو ملاتړ وکړ. فیلمور د تقاعد په برخه کې په مدني فعالیتونو کې ښکېل پاتې شو، هغه د بوفالو پوهنتون رئیس هم پاتې شوی دی. فیلمور په ۱۸۴۶ز کال کې د یاد پوهنتون په بنسټ اېښودلو او جوړولو کې مرسته کړې وه.

ماشومتوب، ځواني او کاري ژوند

[سمول]

میلارډ فیلمور د ۱۸۰۰ ز کال د جنورۍ میاشتې په ۷مه نېټه، د نیویارک ایالت د فېنګرلېکس سیمې په اوسنۍ موراویا کایوګا کاونټۍ کې د بزرګرانو په یوه کوډله(ګوډخه) کې وزېږېد. د هغه مور او پلار فویب میلارډ او ناتنیال فیلمور نومېدل او هغه د خپل پلار په اتو بچیانوکې دویم او همدا ډول مشر زوی و. [۲]

ناتانیل فیلمور د مشر ناتانیل فیلمور (۱۷۳۹-۱۸۱۴ ز) زوی و، چې د کنېکټیکټ ایالت د فرانکلین سیمې اصلي اوسېدونکی او د وېرمانټ د بېنېنګټون سیمې له لومړیو مېشتېدونکو څخه دی. دا وطن وروسته د نیوهمپشایر ګرانټس په نامه ونومول شو. [۳]

ناتانیل فیلمور او فویب میلارډ، په ۱۷۹۹ز کال کې له وېرمونټ څخه کډه شول، تر څو د ناتانیل د تېږو لرونکو ځمکو څخه ښې موکې ورته برابرې شي، خو د کایوګا کاونټۍ په ځمکو کې يې نصیب نه و، نو ځکه د فیلمور کورنۍ لنډ سیمپرونیوز ته کډه شوه او هلته يې ځمکه په دهقانۍ اجاره کړه او ناتانیل به کله ناکله په ښوونځي کې درس ورکاوه. تاریخپوه ټایلر انبېنډر وایي چې: د فیلمور ماشومتوب له "سخت کار، مکرر محرومیت او کابو(نژدې) له ښوونځي نه لوستلو" ډک و. [۴][۲][۵]

Historical marker at the site of Fillmore's birth
د نیویارک ایالت په کایوګا کاونټۍ کې د فیلمور د زوکړې په ځای کې تاریخي نښه


د وخت په تېرېدو سره، ناتانیل په سیمپرونیوس کې ډېر بریالی شو، خو د میلارډ د ماشومتوب او ځوانۍ پرمهال د دوی کورنۍ ډېرې بېوزلۍ تېرې کړې. ناتانیل د سولې عدالت په ګډون په ګڼو ځايي ادارو کې د کار کولو له امله له پوره درناوي څخه برخمن و. لکه څرنګه يې چې پلار هیله درلوده، چې میلارد به سوداګر شي، نو په ۱۴ کلنۍ کې يې هغه ته قناعت ورکړ، چې د ۱۸۱۲ ز کال په جګړه کې له برخې اخیستو ډډه وکړي او په سپارتا سیمه کې د جامو جوړوونکۍ بېنجامین هنګرفورډ سره شاګرد شو. فیلمور ته به کوچني کارونه ورسپار کېدل او لکه څرنګه چې د اصلي مهارتونو د زده کړې څخه خوشحاله نه و، نو ځکه يې د هنګرفورډ کار پرېښود. [۶][۷][۸][۹]

پلار یې بیا په ورته شکل په نیوهوپ سیمه کې په یوه کارخانه کې ورشامل کړ. میلارډ چې فکر يې کاوه، باید غوره واوسي، نو په ګرځنده کتابتون کې یې یو سهم واخیست او څومره کتابونه يې چې لوستی شوی، مطالعه یې کړل. په ۱۸۱۹ز کال کې، هغه د کارخونې د بېکاره وخت څخه ګټه واخیسته. په ښار کې يې په یوه نوې اکاډمۍ کې داخله واخیسته، چې هلته بیا له خپلې یوې ټولګیوالې ابیګېل پاورز سره مخامخ شو او پرې ميين شو. [۱۰][۱۱]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11895458X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ American National Biography.
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Rayback، 191–197.
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Scarry، 19.
  9. Scarry، 18.
  10. Rayback، 224–258.
  11. Scarry، 20.