فرانکلین پییرس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرانکلین پییرس
(انګلیسي: Franklin Pierce د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرانکلین پییرس
فرانکلین پییرس

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۳ نومبر ۱۸۰۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 8 اکتوبر 1869 (65 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د مکسیکو او امریکا جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
فرانکلین پییرس
فرانکلین پییرس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فرانکلین پییرس (نومبر ۲۳، ۱۸۰۴ – اکتوبر ۸، ۱۸۶۹ ز) د امریکا متحده ایالتونو څوارلسم ولسمشر و، چې له ۱۸۵۳ څخه ۱۸۵۷ ز کال پورې یې خدمت کړی دی. دې شمالي وال ډېموکراټ باور درلود، چې د غلامۍ له منځه وړلو غورځنګ د ولس د یووالي لپاره یو اساسي ګواښ دی، نو ځکه د غلامۍ ضد ډلې په دې له ځانه وشړلې ،چې د کنساس-نبراسکا قانون يې حمایه او لاسلیک کړ او د تښتېدلو غلامانو قانون يې نافذ کړ، خو دې هڅو بیا هم د شمال او جنوب تر منځ د شخړې مخه ونه نیوله. بپه پای کې جنوب خپله لاره بېله کړه او په دې توګه، په ۱۸۶۱ز کال کې د امریکا کورنۍ جګړه پیل شوه.

پییرس د امریکا په نیوهمپشایر ایالت کې وزېږېد. هغه په ۱۸۴۲ز کال تر استعفا پورې د امریکا د استازو او مشرانو په جرګو کې خدمت وکړ. د خصوصي حقوقو وکالت ښه په ګټه کې روان و او هغه په ۱۸۴۵زکال کې د امریکا د نیوهمپشایر ایالت لوی څارنوال وټاکل شو. هغه د امریکا-مکسیکو په جګړه کې برخه واخیسته او په پوځ کې يې ډګرجنرال و. دموکراتانو هغه ته د یوه منځګړي نوماند په سترګه کتل، چې د شمال او جنوب ګټې یې سره یوځای کولې او په ۱۸۵۲ز کال کې د دموکرات ګوند ملي غونډه کې د ولسمشرۍ د ۴۹م ځل ټاکنو لپاره د یاد ګوند نوماند وټاکل شو. هغه او مرستیال يې ویلیام آر کېنګ د ۱۸۵۲ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د وېګ ګوند د وینفیلډ سکاټ او ویلیام اې ګراهام ټکټ ته په اسانۍ ماتې ورکړه.

د ولسمشر په توګه پییرس هممهاله هڅه وکړه، چې د ملکي خدمتونو ناپلوي معیارپلې کړي او همدا ډول، د ګوندبازۍ له لارې د خپل دموکراټ ګوند بېلابېل عناصر راضي وساتي، چې دا هڅه يې سخته ناکامه شوه او د دې لامل شوه، چې ډېری خلک يې په خپل ګوند کې لاس ترې واخلي. هغه د ځوانې امریکا پراختیاپال (expansionist) سیاست درلود او په دې توګه يې له مکسیکو څخه د ځمکې د پېرلو لپاره د ګډسټېن تړون لاسلیک کړ، خو له هسپانیې څخه د کیوبا پېرلو معامله ناکامه شوه. هغه له بریتانیې او جاپان سره د سوداګرۍ تړونونه لاسلیک کړل او د هغه کابینې، خپلې ادارې اصلاح او ځواب ورکوونه لاښه کړه، خو د هغه د ولسمشرۍ په دوره کې د سیاسي کشمکش له امله، دغه بریاوې له سترګو پناه پاتې شوې. په شمالي ایالتونو کې د هغه محبوبیت، هغه مهال بېخي راکم شو، چې د کنساس-نبراسکا قانون يې لاسلیک کړ، چې له مخې يې د میسوري پخلاینه لغوه شوه، خو بیا هم په جنوب کې ډېرو سپین پوستو د هغه ملاتړ کاوه. د دې قانون تصویب، د امریکا په لویدیځ کې د غلامۍ د پراختیا پر سر د تاوجنو شخړو لامل شو. د پییرس اداره هغه مهال ډېره تخریب شوه چې، ګڼو دیپلوماتانو يې د اوسټېند بیان لیک خپور کړ او په هغې کې يې د کیوبا د ضمیمه کولو غوښتنه کړې وه، چې بیا وروسته په دغه سند توندې نیوکې وشوې. هغه د ۱۸۵۶ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې، د بیا نوماند کېدو بشپړه تمه درلوده، خو د هغه ګوند لاس ترې واخیست او په دې توګه یې کار ونه شو. د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال، په شمال کې د ده اعتبار هغه مهال بېخې ډېر زیانمن شو، چې په ولسمشر ابراهام لینکلن پسې يې ټوله ورځ د نیوکو خوله خلاصه کړې وه.

پییرس ډېر نومیالی او د ښو اخلاقو څښتن و، خو کورنی ژوند يې له ستونزو ډک و. د هغه مېرمن "جېن" به ټول عمر ناروغه او غم لړلې وه او د دوی درې زامن هم په تنکۍ ځوانۍ کې مړه شوي وو. د هغو د وروستي ژوند پاتې شوی زوی هم، د رېل ګاډي په یوه پېښه کې هغه مهال مړ شو، چې کورنۍ یې سفر درلود. دا پېښه د پییرس د ولسمشرۍ د پرانیستې مراسمو څخه څه موده وړاندې رامنځته شوه. پییرس سخت شرابي و او په بډوګو(پښتورګو) کې د سیروز ناروغۍ له امله، په کال ۱۸۶۹ ز کې وفات شو. تاریخ پوهان او علما د امریکا د ولسمشرانو تر منځ پییرس د یوه تر ټولو ناوړه او لږ یادېدونکي ولسمشر په توګه راپېژني. [۱۱]

Photograph of a white house.
د نیوهمپشایر ایالت په هېلسبوروګ سیمه کې د فرانکلین پییرس وطني کور. پییرس په همدې کور کې راستر شوی و، چې اوس ملي تاریخي ځای دی. د دې کور د جوړېدو کار د بشپړېدو پر مهال پییرس په همدې نږدې ګوډخه( ګوډله) کې نړۍ ته سترګې پرانیسې. [۱۲]

ماشومتوب، ځواني او کورنۍ[سمول]

ماشومتوب او زده کړې[سمول]

فرانکلین پییرس د ۱۸۰۴ز کال د نومبر میاشتې په ۲۳مه نېټه، د نیوهمپشایر ایالت د هېلسبورګ په یوه ګوډخه(کوډله) کې وزېږېد. هغه د توماس پییرس شپږم نسل اولاده ده ،چې نژدې په ۱۶۳۴ز کال کې يې د انګلستان د نورفالک ایالت د نورویچ سیمې څخه د امریکا ماساچوسټ بې مستعمرې ته کډه کړې وه. د هغه پلار بېنجامین د امریکا په انقلابي جګړه کې دویم بریدمن و، چې له جګړې وروسته يې د ماساچوسټ ایالت د کېلمزفورډ سیمې څخه د هېلسبوروغ سیمې ته کډه وکړه او هلته يې ۵۰ ایکړه (۲۰ هکټاره) ځمکه وپېرله. پییرس د بېنجامین په اتو اولادونو کې پنځم او د دویمې ښځې انا کېنډرېک دویم زوی و. د بېنجامین لومړۍ ښځه الیزابیت انډریوز د لور د زوکړې پر مهال مړه شوه. بېنجامین د دموکراټ-جمهوري غوښتونکي ګوند یو وتلی ایالتي قانون جوړوونکی، ځمکوال او شراب خانې څښتن و. کله چې پییرس ماشوم و، پلار يې په ایالتي سیاست کې پوره ښکېل و او د هغه دوو غټانو وروڼو د ۱۸۱۲ز کال په جګړه کې برخه درلوده. عامه چارو او پوځي فعالیتونو، په ماشومتوب کې پر هغه ستر اغېز پرېښود. [۱۳][۱۴]

Portrait of Nathaniel Hawthorne
ناول لیکونکی ناتانیل هاوترون، تر پایه پورې د پییرس ملګری پاتې شوی دی. هغه د ۱۸۵۲ز کال ولسمشریزو ټاکنو کمپاین پر مهال د پییرس د ملاتړ په موخه "د فرانکلین پییرس ژوند" په نامه د هغه یو له صفتونو ډک ژوندلیک ولیکه. [۱۵]

د پییرس پلار يې په زامنو ډېر کوښښ کاوه، چې تعلیم یافته شي او هماغه و چې، پییرس يې په ماشومتوب کې هېلسبوروغ په مرکز کې یوه ښوونځي ته واستاوه او چې کله ۱۲ کلن شو، نو بیا يې په هان کاک کې د ښار ښوونځي ته ولیږه. پییرس له ښوونځي سره مینه نه درلوده او په هان کاک کې به تل په کور پسې خپه و او هره یکشنبه به ۱۲ مایله (۱۹ کیلومټره) په پلې توګه کور ته روان و. پلار يې د شپې ډوډۍ ورکړه او په موټر کې يې تر یوه ځایه راورساوه او بیا د ګاډي څخه کوز کړ او ورته ویې ویل چې: اوس په همدې تالنده او برېښنا کې په پښو بېرته ښوونځي ته ځان ورسوه. پییرس وروسته وايي چې: دغه پېښه يې "د بدلون ټکی" و. وروسته په همدې کال، هغه د فیلیپ اېکسټر اکاډمۍ ته ولېږدول شو، تر څو د کالج لپاره چمتووالی ونیسي. هغه مهال، دی یو ډېر جذاب زده کوونکی بلل کېده، چې ځینې مهال به یې ناوړه چلند هم کاوه.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د ۱۸۲۰ز کال په مني کې، پییرس یو له هغه ۱۹ زده کوونکو څخه و چې، د مېن د برونسویک په باوډاین کالج کې شامل شو. هغه د اتېنان ادبي ټولنې سره یوځای شو او هلته يې له جانتان سېلې (چې وروسته کانګرس ته وټاکل شو) او ناتانیل هاوترون سره تلپاتې ملګرتیا شوه. هغه دوه کاله وروسته د خپل ټولګي اخر نمره و، خو وروسته يې زیار ویوست، نومرې يې ښې شوې او بیا بیا په  (۹)۱۸۲۴ز کال ۱۴مه دوره کې په پنځمه نمره فارغ شو. جان پي هېل د پییرس په لومړي کال په باوډاین کې شامل شو او لومړی د پییرس سیاسي ملګری او بیا وروسته مخالف شو. پییرس په خپل لومړي کال د باوډاین افسرانو په نامه د ملېشو یو نارسمي شرکت جوړ کړ، چې سېلي او هاوترون هم ورسره په کې وو. د کالج په محوطه د رئیس د کور په مخ کې به دوی تمرینات کول، خو بیا وروسته د ډېر شورماشور له امله له دوی څخه وغوښتل شول، چې نور دا کار پرېږدي، خو زده کوونکو سرغړونه وکړه او اعتصاب يې پیل کړ. پییرس د دې پېښې په مشرۍ تورن و. په باوډاین کې په وروستي کال، پییرس څو میاشتې د مېن د هېبرون کلیوالي سیمې په هېبرون اکاډمۍ کې تدریس وکړ او خپل لومړنی معاش یې هم هلته ترلاسه کړ او په شاګردانو کې يې جان جې پېري هم و، چې وروسته د امریکا کانګرس غړی شو. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118792091  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12273487z — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Franklin-Pierce — subject named as: Franklin Pierce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ms3sj5 — subject named as: Franklin Pierce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/814 — subject named as: Franklin Pierce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32332.htm#i323313 — subject named as: Franklin Pierce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/pierce-franklin — subject named as: Franklin Pierce
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=franklinpiercef — subject named as: Franklin Pierce
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=franklin;n=pierce — subject named as: Franklin Pierce
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=48159 — subject named as: Franklin Pierce — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  11. Jeffrey W. Coker (2002). Presidents from Taylor Through Grant, 1849–1877: Debating the Issues in Pro and Con Primary Documents. Greenwood. د کتاب پاڼې 54. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-31551-0. Attractive, polished, and outgoing, he was remembered by classmates more for his social skills than his scholarship... he married Jane Means Appleton, the daughter of Bowdoin College's president... Jane was a frail, somewhat sickly, and erratic woman who suffered from bouts of tuberculosis and deep depression... the two enjoyed a successful, if at time difficult, marriage. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Pierce, Franklin, Homestead". National Park Service. د اصلي آرشيف څخه پر March 9, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 29, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. See Wallner 2004, pp. 1–8.
  14. See Wallner 2004, pp. 10–15.
  15. See Gara 1991, pp. 35–36.
  16. See Wallner 2004, pp. 16–21.
  17. See Holt 2010, loc. 229.
  18. Wallner, Peter A. (Spring 2005). "Franklin Pierce and Bowdoin College Associates Hawthorne and Hale" (PDF). Historical New Hampshire. New Hampshire Historical Society: 24. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر August 17, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 2, 2021. Within the student body, Pierce's influence was widespread. Besides heading the Athenean Society, he also formed the only military company in the history of the college. "Captain" Pierce, in an attempt to provide recreation and instruction for his fellow students, led the Bowdoin Cadets in their daily drills on the grounds in front of the President's house. The Reverend William Allen, the college's president, objected to the noise and ordered a halt to the activity. When Pierce refused to comply with Allen's order, animosity grew between the students and the college authorities resulting in the junior class going on strike. Pierce was accused of leading the rebellion, but the college records do not acknowledge the event. Pierce's father took note of his son's role, however, and in a rare letter, admonished him about his behavior. In later years, classmates fondly recalled the strike and Pierce's key role. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  19. See Boulard 2006, p. 23.
  20. Waterman, Charles E. (March 7, 1918). "The Red Schoolhouse in Action". The Journal of Education. New England Publishing Company. 87–88 (10): 265. doi:10.1177/002205741808701007. S2CID 188507307. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. See Holt 2010, loc. 230.
  22. See Boulard 2006, p. 23.
  23. Waterman, Charles E. (March 7, 1918). "The Red Schoolhouse in Action". The Journal of Education. New England Publishing Company. 87–88 (10): 265. doi:10.1177/002205741808701007. S2CID 188507307. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Wallner, Peter A. (Spring 2005). "Franklin Pierce and Bowdoin College Associates Hawthorne and Hale" (PDF). Historical New Hampshire. New Hampshire Historical Society: 24. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر August 17, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 2, 2021. Within the student body, Pierce's influence was widespread. Besides heading the Athenean Society, he also formed the only military company in the history of the college. "Captain" Pierce, in an attempt to provide recreation and instruction for his fellow students, led the Bowdoin Cadets in their daily drills on the grounds in front of the President's house. The Reverend William Allen, the college's president, objected to the noise and ordered a halt to the activity. When Pierce refused to comply with Allen's order, animosity grew between the students and the college authorities resulting in the junior class going on strike. Pierce was accused of leading the rebellion, but the college records do not acknowledge the event. Pierce's father took note of his son's role, however, and in a rare letter, admonished him about his behavior. In later years, classmates fondly recalled the strike and Pierce's key role. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  25. See Holt 2010, loc. 229.
  26. See Wallner 2004, pp. 16–21.