Jump to content

مکتفي بالله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو محمد علي المکتفي بالله بن احمد المعتضد بن طلحه الموفق بن جعفر المتوکل بن محمد المعتصم عباسي الهاشمي القرشي (۲۶۴-۲۹۵هـ س) چي په عامه توګه د مکتفي بالله په نوم پېژندل کیږي، په بغداد کي د بني عباس کورنۍ اوولسم خلیفه وو. نوموړي په پیل کي د شام په رقه ښار کي اوسېدی خو وروسته له هغه چي پلار یې وفات سو، د بغداد په لوري ولاړی او هلته یې د عباسي خلافت واکمني لاسته راوړه. [۱] [۲]

مکتفي بالله
أبو أحمد علي المكتفي بالله (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۸۷۵ (Gregorian) — ۰۸۷۷ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۱ اگسټ ۰۹۰۸ — ۰۹۰۷[۳] — ۰۹۰۸[۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

واکمني او مړینه

[سمول]

مکتفي بالله د لسمي زیږدیزي پېړۍ په پیل کي هغه مهال واک ته ورسېدی کله چي عباسي خلافت تازه له کړکېچونو بهر او د عراق سربېره یې شاوخوا سیمو ته هم نفوذ کړی وو. د نوموړي پلار معتضد بالله هغه څوک وو چي د خپل تند خوی او ځواکمن هوډ په مټ یې د عباسي خلافت لوی شمېر دښمنان تیت او پرک کړه او مکتفي بالله ته یې له ځانه وروسته ډېره ځواکمنه واکمني په میراث پرېښودل.

مکتفي بالله چي څنګه واک ته ورسېدی ترټولو مخکي یې د پلار له لوري یو شمېر هغه جوړ سوي ځایونه چي د بندخونو په نوم جوړ سوي وه، بیرته مات او لوی شمېر زندانیان یې له دولتي سزاوو څخه وبخښل، ورپسې یې د مکې او مدینې په لاره کي هغه غله او لارشکوونکي چي د قرمطیانو په نوم له کلونو راهیسي فعاله او بې شمېره حاجیان او عام مسافر یې لوټلي وه، تر برید لاندي راوسته او د خونړیو نښتو په ترڅ کي یې ټول مړه یا تیښتي ته اړ ایستل. مکتفي بالله د خپلي واکمنۍ په اوږدو کي د ختیځ روم انطاکیه ولایت هم د یو برید په پایله کي فتحه کړ، او هلته بندي مسلمانان یې له زندانونو را ایله کړه. نوموړي تر شپږ کاله او شپږ میاشتي خلافت وروسته په 908 زیږدیز کال کي له فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې، او خپل دیارلس کلن ورور جعفر یې د مقتدر بالله په نوم ځایناستۍ وټاکی.

  1. كتاب تاريخ الخلفاء - جلال الدين السيوطي
  2. خير الدين الزركلي (2002م). الأعلام (PDF). Vol. 4 (15 ed.). دار العلم للملايين. p. 253.
  3. Abdel Rahman Badawi (۱۹۷۲). "History of philosophy in Islam" (په فرانسوي ژبه). Librairie philosophique J. Vrin. p. 578.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  4. various authors (۱۹۱۳). "Encyclopaedia of Islam" (په فرانسوي ژبه).{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)