Jump to content

ميمونه بنت الحارث

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ميمونه بنت الحارث
ميمونه بنت الحارث
ميمونه بنت الحارث

د شخص مالومات
پيدايښت ۰۵۹۲
مکه   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه ډيسمبر 672 (79–80 کاله)  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
مکه ،  اموي خلافت   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
هديره مکه   ويکيډاټا کې (P119) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت عربان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ميړه
وروڼه او خوندې
عملي ژوند

حضرت ميمونه رضي الله عنها چې دپلار نوم يې حارث او دمور نوم يې هند اووتلې ميرمن وه ,ميمونه رضي الله عنها دحضرت عباس رضي الله عنه دميرمني خوروه,او نوري اوه خويندي يې هم دقريشو دسردارانو په نكاح كي وې ,دنبوي عمرې (اووم هجري كال)دعمرې تر اداكولو وروسته دحضرت عباس رضي الله عنه په تشويق دحضرت ميمونې رضي الله عنها نكاح له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره وشوه . پدې نكاح كې له سياسي پلوه لويه موخه داوه څو رسول الله صلى الله عليه وسلم دقريشو له ډيرو كورنيو سره خپل شي په هغوي كي حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه هم وو چې لا يې اسلام نه وو راوړى ,چې خورا ماهرجنگيالى او دحضرت ميمونې رضي الله عنهادوراره توب له امله دهمدې بي بي په لاس روزل شوى وو .ددې نكاح له امله له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دخپلوي په تار وپييل شو چې همدا خپلوي دنوموړي دمسلمانيدو لامل وگرځيدله . حضرت ميمونه رضي الله عنها لومړى مسعود بن عمرو ثقفي ته واده شوه ,كله چې هغه طلاقه كړه نو بياابو درهم بن عبدالعزى ته واده شوه ,دهغه تر مړينې وروسته حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم په نكاح كړه . حضرت ميمونه رضي الله عنها دهجرت په يو پنځوسم كال په سرف نومې ځای كې وفات شوه ,چيري چې يې دنكاح خطبه ويلی شوې وه ,دجنازي لمونځ يې دخپلي خور زوي (خوريي) حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه اداكړاو همهغه قبر ته ښكته كړه . انا لله وانا اليه راجعون . رضي الله عنها وعنهن .

دا هم وگوري