ميری ډينيټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ميری ډينيټ
ميری ډينيټ
ميری ډينيټ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Mary Coffin Ware د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۴ اپرېل ۱۸۷۲[۱][۲]
د مړينې نېټه 25 جولای 1947 (75 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نيويارک  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ارواپوه[۳]
ټولنیز فعال[۳]
ليکوال[۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ميری کافي وير ډينيټ (۱۸۷۲ز کال، د اپريل ۴ – ۱۹۴۷ز کال، د جولای ۲۵) د ښځو د حقوقو، سوله پاله، د هوميوپيتيک وکيله او د زېږون د مديريت، جنسي زده کړې او ښځو د رايې د حق پلوې امریکايۍ فعاله وه. هغې له «جيسي اشلي» او «کلارا ګروننګ سټيل مین» سره په شریکه په ۱۹۱۵ز کال کې د زيږون د مديريت د ملي ټولنې بنسټ کېښود. نوموړې د رضاکارانه موروالي/پلاروالي د ټولنې بنسټ هم ايښی و، د امریکايي ښځو د رايې حق په ټولنه کې يې خدمت کړی و، د «ټويلايټ سليپ» (د ټول بدن بې کمه بې هوښي) ټولنې شریکه بنسټګره وه او د جنسي زده کړې او زيږون د مديريت په اړه يې يوه مشهوره رساله لیکلې وه. د هغې پر ضد يوه مشهوره قانوني قضيه د «کام سټاک» قوانينو د لغوه کولو لامل وګرځېد.[۵][۶]

ژوند لیک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

«ميري کوفين وير» د «جورج» او «ووني وير» د څلورو بچيانو په منځ کې دويم اولاد و. ميري ژر سترېدونکې، زیاته خبرې کوونکې او پياوړی ماشوم و، پر هغې د بريد له امله يې خپل مشر ورور ته ستغې سپورې ويلې او ډېر ځله به يې د بايبل  حواله ورکوله. په لس کلنۍ کې د هغې پلار د سرطان (چینګاښ) له ناروغۍ مړ شو. د هغې مور ځوانو مېرمنو ته د اروپايي چکرونو په تنظیمولو سره د خپلې کورنۍ پالنه کوله. کله به چې د هغې مور د کوم سفر له امله نه وه، «ميری» او د هغې خوېندې وروڼه به د دوی له ترور «لوسي اميس مياډ» سره اوسېدل، څوک چې يوه پياوړې سمونپاله وه. ميري په ۱۸۹۱ز کال کې د بوسټن ميوزيون د فاين ارټ د هنر او ډيزاين (زينتي طراحي) په ښوونځي کې داخله شوه او له لومړي شرف سره فارغه شوه، له دې وروسته يې په ۱۸۹۴ز کال کې د فلاډيلفيا د «ډريکس» هنر په انستيتيوت کې د ښوونکې دنده واخسته.[۷][۸][۹]

واده او ماشومان[سمول]

ميري کوفين وير له وليام هارټلي ډينيټ سره په ۱۹۰۰ز کال کې واده وکړ، مېړه يې یو مهندس و. د هنر او لاسي کار په اړه د دوی ارمانونه يو شان و او ډېر ژر يې د ماساچوسيټ په فرامينګام کې کرونده او کور واخيست. دوی د مهندسۍ او داخلي ډيزاين (کورني زينتي طراحي) شرکت جوړ کړ. د داخلي ډيزاينرې او ګواډاميسال (guadamacile د څرمنې د جوړولو يوه ځانګړې هنري طريقه ده) د جوړولو په برخه کې د هغې پر کار سربېره، «ميري ډينيټ» د هنرونو او لاسي کارونو د خوښټ په اړه هم لیکل کول او هم يې درسونه وړاندې کول.[۱۰][۱۱]

د «ډينيټ» لومړی ماشوم د ۱۹۰۰ز کال د ديسمبر په مياشت کې وزېږېد، زيږون دومره ستونزمن و چې نژدې وه ډينیټ مړه شي. د دویم ماشوم زیږون يې هم خورا سخت و چې په ۱۹۰۳ز کال کې وزېږېد، خو درې اونۍ وروسته مړ شو. درېیم ماشوم يې په ۱۹۰۵ز کال کې وزېږېد او نوموړې بیا د زېږون له سخت حالت سره مخامخ شوه. دا ځل ډينيټ ته ډاکټر وويل چې بايد بل ماشوم ونه زېږوی، خو دوی ته يې د زيږون د مديريت په اړه هېڅ معلومات ورنه کړل. وروسته ډينيټ د زيږون د مديريت په اړه د دوی د معلوماتو د کمښت په اړوند وليکل:[۱۲]

زه د زيږون د مديريت د مفهوم په اړه بالکل نه پوهېدم او نه زما مېړه پوهېده. موږ خپلو ماشومانو ته د وخت ورکولو په هڅه کې نږدې په بشپړ ډول ځان ساتلی و او هېڅکله مو د عادي اړيکو په څېر څه ته دوام نه و ورکړی.

طلاق او بدنامي[سمول]

په ۱۹۰۴ز کال کې، د ميري مېړه «هرټلي ډينيټ» د ډاکټر «هيمن لینکلن چاز» او د هغه د مېرمنې «مارګريټ» پر کور کار پيل کړ. هرټلي ډينيټ او مارګريټ چاز پر دې مهال ډېرې نژدې اړيکې جوړې کړې چې په پايله کې يې هرټلي ډينيټ له خپل او د ميري له کور څخه په ۱۹۰۹ز کال کې ووت. ميري د هغه اغېز په اړه اندېښمنه وه چې هرټلي د دوی په ماشومانو درلود، ميري په ۱۹۱۲ز کال کې د واده لپاره عريضه وکړه چې هغه مهال دا کار غیر عادي او له سپکاوي ډک و. د ډينيټ د طلاق محاکمه په سيمه ييزو ورځپاڼو کې يوه مشهوره موضوع وه چې د ميري او ډينيټ لپاره يو ستر سردردی وګرځېد.[۱۳][۱۴][۱۵]

د ښځو د حقوقو د مدافعې وکيلې په توګه[سمول]

د خپل ژوند له ناخوښه اړيکو څخه د تېښتې د هيلې تر څنګ د هرټلي ډينيټ د دې انکار څخه چې نه يې غوښتل د خپلو ماشومانو مالي ملاتړ وکړ، ميري ډينيټ له کوره بهر کار کول ته ستنه شوه، خو دا کار يې د هنرمندې او داخلي ډيزاينرې په توګه په خپل پخواني مسلک کې نه کاوه. په ۱۹۰۸ز کال کې هغې د ماساچوسټس د ښځو د رايې حق ټولنې  کې ساوحوي منشي دنده ومنله او په دې توګه يې د ښځو د حقوقو څخه د عامې دفاع په برخه کې اوږده دنده پيل کړه.[۱۶]

ډينيټ له ۱۹۱۰ څخه تر ۱۹۱۴ز کال پورې د ښځو د رايې حق د موخو لپاره کار وکړ، دا هغه پړاو و چې د ښځو د رايې حق خوځښت په کې بيا راژوندی شو، کوم چې په تېره لسيزه کې د جمود ښکار شوی و. د امريکايي ښځو د رايې حق د ملي ټولنې لپاره له څو کاله کار کولو وروسته، نوموړې د دې سازمان څخه ناهيلي او له خپلې دندې مستعفي شوه.[۱۷]

ډينيټ د « Twilight Sleep Association» (۱۹۱۳ز کال) شريکه بنسټګره وه، کوم چې د ماشوم د زيږون پر مهال د درد د کمولو لپاره د «سکوپولامين» او «مورفين» (دواړه يو ډول مخدره مواد دي) د کارولو ملاتړ وکړ. شمېرې ښيي چې « Twilight Sleep » د زيږون پر مهال د عملياتو د کمښت له امله، د ماشومانو مرګ او د زخمي کېدو او عفونت کچه راکمه کړه. هغې تر ۱۹۱۴ز کال پورې د سرپرستې مشرې او بيا د مرستيالې مشرې په توګه کار وکړ.[۱۸]

کله چې په ۱۹۱۴ز کال کې اروپايي جګړه پیل شوه، ډينيټ د ښځو سولې ګوند سره يو ځای شوه، کوم چې د جګړې ضد خوځښت و. په ۱۹۱۶ز کال کې، هغې د وسله والۍ پر ضد د امريکايي اتحاديې د ساحوي منشۍ په توګه کار وکړ چې په ډېرو ښارونو کې به يې غونډې تنظيمولې. د «ووډرو ولسن»  د بيا ټاکنې په برخه کې د «ډينيټ» کار (په دې باور چې هغه به جګړه اعلان نه کړي) هغې ته يو له درناوي ډک کار فرصت ورکړ چې دا کار د پرمختګيزې ډيموکراسۍ د ټولنې لپاره د اجرائيه منشي دنده وه. کله چې په ۱۹۱۷ز کال کې ويلسن متحده ايالات په جګړه کې داخل کړل، هغې له خپلې دندې استفعا ورکړه. هغې وروسته په شریکه سره د امريکا د خلکو شورا جګړه او په همدې کې په کار وګومارل شوه، دا يو سوله ييز ټولنيز خوځښت و چې له «بلشويک» څخه اغېزمن شوی و.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په ۱۹۱۵ز کال کې، د «ډینټ» نوم يو ځل بيا د هغې د هيلې په خلاف  په ورځپاڼو کې راڅرګند شو. د يوې ورځپاڼې په وينا: د هغې پخواني ميړه هرټلي ډينيټ، د هغه ملګرې مارګريټ چاز او د هغې مېړه ډاکټر چاز ميري ډينټ ته يوه عامه بلنه واستوله چې «د منظمې مينې عقيده خپله کړي او له دې درېواړو سره په څلور اړخيز جوړښت کې يو ځای شي». ډينټ له هغو منفي اغېزو وېره درلوده چې د هغې د خوښې خلاف شهرت به يې هغو سازمانونو ته ورسوي، له کومو سره چې هغې کارکاوه او له « Twilight Sleep Association » څخه يې د استعفا پرېکړه وکړه.[۲۴]

په ۱۹۱۴ز کال کې، ډينيټ له «مارګريټ سانجر» سره وکتل، څوک چې د زيږون د مديريت مدافعه وه. ډينيټ ليوالتيا لرله، خو هغې په مالي ډول د هومره خونديتابه احساس نه کاوه چې د زيږون د مديريت له خوځښت سره په اوسمهال کې يو ځای شي. په ۱۹۱۵ز کال کې، ډينيټ د ماشومانو لپاره د جنسي زده کړې یوه رساله وليکله، ځکه چې داسې زده کړه ييز مواد  کم وو چې د هغې له معيارونو سره سم وي، په دې رساله کې علمي سمونې، جنسي مثبتيت او د جنسي اړيکو په عاطفي اړخ بحثونه شامل وو. په ۱۹۱۵ز کال کې د مارګريټ سنجر د زيږون د مديريت د رسالو د وېشلو له امله وليام سينجر نيول کېدو په متحده ايالاتو کې د زيږون د مديريت خوځښت تېز کړ او دا مهال ډينيټ پرېکړه وکړه چې په دې تحریک کې ښکېله شي.[۲۵][۲۶][۲۷]

ډينيټ له «جيسي اشلي» او «کلارا جرونين سټيلمين» سره په شریکه په ۱۹۱۵ز کال کې د زيږون د مديريت ملي ټولنه جوړه کړه. په ۱۹۱۸ز کال کې، نوموړې د همدې ټولنې جرائيه منشي شوه او د دې لپاره يې په مبارزه پيل وکړ چې د زيږون د مديريت معلومات قانوني کړي، ويناوې يې کولې او ايالتي قانون جوړوونکي يې هڅول چې قوانين بدل کړي. دا مهال «د ژوند جنسي اړخ» په نوم د جنسي زده کړې په اړه د هغې رساله خپره شوې وه. وروسته کله چې دا ټولنه په کمزوري کېدو شوه، هغې له خپلې دندې استعفا ورکړه او د «د خپلې خوښې پلار/مور کېدلو ټولنه» په نوم يې نوی سازمان جوړ کړ، کوم سازمان چې په فدرالي کچه د زيږون د مديريت پر ضد قوانينو پر لغوه کولو تمرکز درلود.[۲۸][۲۵]

سرچینې[سمول]

==
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6db8jpm — subject named as: Mary Dennett — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Mary-Coffin-Ware-Dennett — subject named as: Mary Coffin Ware Dennett — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. دوتنه: Marilyn Bailey Ogilvie — سرليک: The Biographical Dictionary of Women in Science — ورځپاڼه: 1 — پاڼه: 347 — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-135-96342-2
  4. سرليک: American Women Writers
  5. Sharon Spaulding (30 September 2021). "The Sex Education Pamphlet that Sparked A Landmark Censorship Case". د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۱ – عبر Smithsonian Magazine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Chen 1996، ص. 241.
  7. Chen 1998، صص. 19, 23.
  8. Chen 1998، صص. 16-17.
  9. Chen 1998، ص. 16.
  10. "Guadamacile". د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۱ – عبر The Museums of Catalonia. Guadamacile is an artistic technique of fine rendering of leather . . الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Chen 1998، صص. 45-51.
  12. Chen 1998، صص. 49-56.
  13. Chen 1998، ص. 112.
  14. Chen 1998، ص. 93.
  15. Chen 1998، ص. 57.
  16. Chen 1998، ص. 130.
  17. Chen 1998، صص. 139-140, 147-148.
  18. Chen 1998، ص. 150.
  19. L. Malladi (22 June 2016). "MaryCoffin Ware Dennett (1872-1947)". د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۱ – عبر The Embryo Project Encyclopedia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Chen 1998، صص. 200-201.
  21. Chen 1998، صص. 195-199.
  22. Chen 1998، ص. 189.
  23. Chen 1998، ص. 168.
  24. Chen 1998، صص. 177-178.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Chen 1998، صص. 180-181.
  26. Chen 1998، ص. 166.
  27. Chen 1998، ص. 171.
  28. Chen 1998، ص. 212.
==