Jump to content

ميري سټوپس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ميري سټوپس
ميري سټوپس
ميري سټوپس

د شخص معلومات
پيدايښت
ایدینبرګ   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه
تابعیت
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر [۲]  د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه لرغونې ژوند پوهنه [۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ميري سټوپس
ميري سټوپس

ميري شارلوټ کارمايکل سټوپس (۱۵ اکتوبر ۱۸۸۰ – ۲ اکتوبر ۱۹۵۸ز کال) يوه بریتانوۍ ليکواله، د حياتياتو پوهانده، د نسل د اصلاح او ښځو د حقوقو مبارزه وه. هغې د بوټو د پېژندنې او ډبرو سکرو په ډلبندۍ کې د پام وړ ونډه درلوده او د مانچيسټر پوهنتون په پوهنځي کې لومړۍ ښځينه اکاډميکه وه. سټوپي له خپل دويم مېړه «همفري وردون رو» سره يو ځای په بریتانيا کې د زېږون د مديريت لومړی روغتيايي مرکز جوړ کړ. سټوپس د «د زېږون د مديريت خبرونه» ورځپاڼې مديريت وکړ، کومې چې څرګندې عملي سپارښتنې وړاندې کولې. د هغې «له واده شوي سره جنسي اړيکې لارښود» (۱۹۱۸ز کال) د دې تر څنګ چې لانجمن اثر و، پوره اغېز يې هم درلود او ويې کولای شول، چې د زېږون مديريت موضوع په پراخو عمومي بحثونو کې شامله کړي. سټوپس په عام ډول د حمل د ضايع کولو مخالفت وکړ او استدلال يې کاوه چې د حمل مخنيوی ټول هغه څه دي چې اړتيا ورته لېدل کېږي، خو په شخصي ژوند کې د هغې کارونه د هغې د عمومي څرګندونو سره په مخالفت کې وو.[۳][۴]

د نسل د اصلاح د پلوې په توګه د هغې يوه څرګنده موخه دا وه چې :«هغه څوک چې په توکميز ډول ناروغه دي، هغوی  ته بايد له حمل څخه خونديتوب ورکړل شي». د همدې چلند په غبرګون کې، ميري سټوپس انټرنيشل په ۲۰۲۰ز کال کې خپل نوم بدل کړ او « MSI Reproductive Choices» نوم يې غوره کړ، نور يې هېڅ بدلون رانه وست.[۵]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]

سټوپس په ايډنبرا کې زېږېدلې وه. د هغې پلار هينري سټوپيس د بير (شرابو) جوړوونکی، انجنير، مهندس او د حياتياتو ماهر د کولچيسر اوسېدونکی و. د هغې مور شارلوټ کارمايکل سټوپي د ايډنبرا اوسېدونکې د شکسپير د آثارو څېړونکې او د ښځو د حقوقو مبارزه وه. کله چې د هغې عمر يواځې شپږ اونۍ و، مور او پلار يې هغه له سکاټلينډ څخه بوتله، دا کورنۍ د لنډ وخت لپاره په «کولچيسټر» کې و اوسېده او بيا لندن ته ولاړه، دلته په ۱۸۸۰ز کال کې د هغې پلار په «اپر ناروډ» «۲۸ سينټرا پارک» وپيرله. د هغې مور او پلار دواړه د علومو د ودې لپاره د بریتانوي ټولنې غړي وو، همدلته سره د دوی ليدنه هم شوې وه. د عمر په لومړيو کې، هغه له ساينس سره بلده شوې وه او غونډو ته به بوتلل کېده، په دې غونډو کې هغې د هغه وخت له مشهورو پوهانو سره ولیدل. په لومړي سر کې هغې په کور کې زده کړې وکړې، خو له ۱۸۹۲ز کال راهيسې هغه په ايډنبرا کې د نجونو لپاره د سينټ جورج ښوونځي ته تله. سټوپس وروسته د شمالي لندن کالج ښوونځي ته واستول شوه او هلته يې له «اولګا فروبي کاپټين» سر نژدې ملګرتيا شوه.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

سټوپس د خپل عمر په شل کلنۍ او دېرش کلنۍ کې په لومړي سر کې د ساينس په زده کړو تمرکز کاوه. هغه په ۱۹۰۰ز کال کې د لندن پوهنتون ته تله، همدا راز د لندن کالج پوهنتون ته په مالي تمويل ولاړه، چېرې چې هغې د بوټو پېژندلو او ځمکپېژندنې علم ووايه، هغه په لومړۍ درجه له لېسانس څخه فارغه شوه. په ۱۹۰۲ز کال کې، د شپې او ورځې ښوونځي ته د لندن په بريک بيک پوهنتون کې حاضرېده.[۱۱]

د سټوپيس پلار په ۱۹۰۲ز کال کې مړ شو او کورنۍ يې له مالي ستونزو سره مخامخ پاتې شوه. د نباتاتو د لرغونتيا په پېژندلو کې د هغې پروفيسر «ډاکټر فرانسس وليور» هغه په خپل څنګ کې ونيوله او د ۱۹۰۳ز کال په لومړيو کې يې هغه د څېړونکې مرستيالې په توګه وګومارله. په همدې ځای کې د بوټو له لرغونتيا پېژندنې سره د هغې لېوالتيا وځلېده او د خپل مسلک لپاره يې يو بنسټ جوړ کړ.

کله چې ډاکټر «اوليور» سټوپس د خپلې څېړونکې مرستيالې په توګه وګومارله، نو هغه د نباتاتو د لرغون پېژندنې په برخه کې د يو له سترو موندنو د بحث په څنډه ولاړ و. په لومړي سر کې فکر کېده چې «کاربونفيريس» د ډبرو سکرو کې پيدا کيدونکي د بوټو تر ټولو زيات پاتې شوني بندکي دي (هغه بوټي چې ګل او تخم نه لري او بند بند ډنډر لري)، ميري ته دنده سپارل شوې وه چې داسې بېلګې پیدا کړي چې د بندوکو د تخم او پاڼو سره ډېرې غوره اړيکې ولري. «د ډنډوکي تخم» د ډنډوکي او غوټه لرونکو ونو تر منځ د ورکې اړيکې په توګه وپېژندل شول. وروسته دوی د «پتريدوسپرم» په نوم وپېژندل شول. ميري ته موکه برابره شوې وه چې د هغه وخت له مخکښو نباتات پېژندونکو سره کار وکړي. په همدې کال کې د ډاکټر اوليور او د هغې د ځمکپېژندنې د پروفيسر «ايډمونډ ګاروډ» په مرسته ميري د لندن کالج پوهنتون څخه د «ګيلکريسټ» تعليمي بورسيه تر لاسه کړه، په دې برخه کې ايډمونډ ګاروډ مهمې مرستې برابرې کړې.[۹]

له دې وروسته سټوپيس د لندن کالج پوهنتون څخه په ساينس کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ او په دې ډول په انګلستان کې د دې سند تر لاسه کوونکی تر ټولو ځوان کس شو. په ۱۹۰۳ز کال کې هغې د «ابسفليت» د سيند د بوټو پېژندنې په اړه يوه څېړنه خپره کړه چې په دې وروستيو کې وچ شوی و. په شاهي باغونو، کيو او د لندن کالج پوهنتون کې د «کاربونيفر» د بوټو په اړه له څېړنو څخه وروسته، نوموړې هغه پيسې چې د «ګيلکريسټ» له تحصيلي بورسيې څخه يې تر لاسه کړې وې، د مونيخ په پوهنتون کې د «سايکډس» (خرما ته ورته یوه ونه ده) د مثل د توليد لپاره په يو کال کې په خپلو څېړنو ولګولې. په دې ځای کې هغې د «کارل ګيوبل» سره کار وکړ، څوک چې د «ساييکډس» په اړه مخکښ نباتات پېژندونکی و. سټوپس دا څېړنه د خپلې دوکتورا د رسالې په توګه وکاروله، هغې خپله رساله په الماني ژبه کې وړاندې کړه او په ۱۹۰۴ز کال کې يې د دوکتورا سند تر لاسه کړ. په ۱۹۰۴ز کال کې هغه يوه له هغو لومړيو ښځو څخه وه چې د لندن په «لنين» ټولنه کې د ملګرې په توګه غوره شوه او زده کوونکو ته د درسونو ورکولو لپاره د لومړۍ څارونکې په توګه وګومارل شوه. هغه تر ۱۹۲۰ز کال پورې په لندن کالج پوهنتون کې د نباتات پېژندونکې په برخه کې د همکارې او کله ناکله د استادې په توګه هم کار کاوه.[۹][۱۲][۱۳][۱۴]

ساينسي څېړنې[سمول]

په دروېشت کلنۍ کې، سټوپس په اکاډميکه نړۍ کې خپله لومړۍ دنده تر لاسه کړه، له ۱۹۰۴ څخه تر ۱۹۱۰ز کال پورې يې د مانچيسټر په ویکټوريا پوهنتون کې د نباتات پېژندنې د استادې په توګه کار وکړ. په دې برخه کې هغه د دې پوهنتون لومړۍ ښځينه اکاډميکه وه. همدا مهال نوموړې له «وليام بويانډ ډاوکينز» او «فريډريک ارنسټ ويس» سره وليدل. «ډاوکينز» د هغې د پلار ملګری او د پوهنتون پلاوي غړی و، کله چې د سنا مجلس غړيو له دې سره مخالفت وکړ، چې يوه ښځه دې ځوانو نارينه وو ته درس وکړي، ډاوکينز د هغې د استادۍ له دندې څخه پلوی وکړه. سټوپيس د پوهنتون په چاپېريال کې د غونډو جوړوونکې په توګه شهرت موندلی و: هغه په ازادانه ډول له کارکوونکو، همکارانو او يو شمېر زده کوونکو سره بلدېده يا به يې هغوی ځان ته راجلبول.[۱۵]

په مانچيسټر کې هغې د ډبرو سکرو او ډبرو سکرو د غونډارو په اړه مطالعه وکړه او د «ګلوسوپيټريس» (د پرمين ډنډکي پړاو تخم) په اړه يې څېړنه وکړه. دا د «ايډوارډ سويس» دنظر د ثابتولو يوه هڅه وه، کوم چې د «ګونډوانا» يا «پانګايا» (دا دواړه د لرغونو کلونو پخوانيو مادو نومونه دي) د شتون په اړوند و. په ۱۹۰۴ز کال کې د بسپنې راټولولو د درسونو پر مهال په تصادفي ډول د انترکتيکا د لوڅاو «رابرټ فالکون سکاټ» سره د ليدنې موکه د «سوس» د نظريې د ثابتولو شونتيا پیدا کړه.  د «سوس» د نظريې د ثابتولو لپاره د سټوپس لېوالتيا هغه اړ کړه چې له «سکاټ» سره د سويلي قطب پر لور د بل سفر د ملګرتيا په اړوند بحث وکړي. هغه له دې سفر سره يو ځای نه شوه، خو سکاټ ژمنه وکړه چې هغه به د پاتې شونو بېلګې له ځانه سره راوړي، تر څو یې د دې نظريې لپاره شواهد برابر کړ. سکاټ په ۱۹۱۲ز کال کې د «تيرا نوا» دندې پر مهال مړ شو، خو د «کوين ماوډ» د غرونو د نباتاتو پاتې شوني د سکاټ او د هغه د ملګرو له جسدونو سره نژدې وموندل شول چې دا شواهد يې برابر کړل.[۱۶][۱۷]

په لندن کالج پوهنتون کې له ډاکټر فرانسس اوليور سره د «کاربونيفيرس» د ډبرو سکرو د غونډارو په اړه د هغې څېړنه ډېره مهمه ثابته شوه او د مانچيسټر په ویکټوريا پوهنتون کې د «ډاوکينز» او «ويس» د اغېز سره يو ځای له يو خوا او له بلې خوا د انګلستان په شمال کې د ډبرو سکرو له ليکې سره د هغې نژدېوالي له بله اړخه د څېړنې په دې برخه کې د سټوپس تجسس ځلولو سره مرسته وکړه. د ډبرو سکرو په دې خطونو کې «کيلکيري» غوټې وې، کومو چې د ډبرو سکرو د غونډارو جوړونکې نابشپړو ډبرو سکرو تشرېحي جوړښت ساتلی و. د دې څېړنې تر شا د هغې محرک تر يو بريده د بریتانوي سترواکۍ لپاره د سون توکو د اصلي سرچينې په توګه د ډبرو سکرو اهميت و. د ډبرو سکرو د غونډارو دا کانونه، له مانچيستر سره نژدې وو او سټوپس نېغ په نېغه دې کانونو ته په تګ او په سيمه کې د شته ډبرو سکرو په کتنې سره له نورو نباتات پېژندنو څخه لرې شوه.[۱۸]

سرچینې[سمول]

  1. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/121726940 — د نشر نېټه: ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ https://www.linnean.org/news/2020/03/27/celebrating-the-first-women-fellows — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۲
  3. Maude, Aylmer (1933). Marie Stopes: Her Work and Play. John Bale & Sons and Danielsson. مخونه 42. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Brand, Pauline. Birth Control Nursing in the Marie Stopes Mothers' Clinics 1921–1931. De Montfort University Leicester. مخونه 243. لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. (په 17 November 2020 باندې). Abortion provider changes name over Marie Stopes eugenics link.
  6. Briant, Keith (1962). Passionate Paradox: The Life of Marie Stopes. New York: W.W. Norton & Co. مخونه 14. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Stephanie Green (2013). The Public Lives of Charlotte and Marie Stopes. London: Pickering & Chatto. مخونه 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781848932388. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Hall, Ruth (1977). Passionate Crusader. Harcourt, Brace, Jovanovich. مخونه 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780151712885. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Hall, Ruth (1977). Passionate Crusader. Harcourt, Brace, Jovanovich. مخونه 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780151712885. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Fraser, H. E. & C. J. Cleal, "The contribution of British women to Carboniferous palaeobotany during the first half of the 20th century", in Burek, C. V.; Higgs, B., سمونګران (2007). The Role of Women in the History of Geology. Geological Society, London. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) p.56.
  12. The Linnean (2005) Vol. 21(2), p. 25
  13. Beharrell, Will; Douglas, Gina. "New Exhibition: Celebrating the Linnean Society's First Women Fellows". The Linnean Society of London. لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Falcon-Lang, Howard J. (April 2008). "Marie Stopes and the Jurassic floras of Brora, NE Scotland". Scottish Journal of Geology. 44 (1): 65–73. doi:10.1144/sjg44010065. ISSN 0036-9276. S2CID 129802917. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. The interior of Antarctica, being perpetually below 0 °C, is not suitable for life, so the presence of fossils provides evidence of major changes in biological conditions there during geologic time.
  17. Morgan, Nina (6 June 2008). "Cold Comfort". Geological Society. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ نومبر ۲۰۰۸ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).