صفيه صديقي
اوږده ليکنه |
---|
صفيه صديقي (۱۳۴۲ ل. - ) (په انگرېزي:Safia Siddiqi) د پښتو ژبي تکړه شاعره د ښاغلي عبدالرزاق صديقي لور د ننگرهار ولايت د سره رود اولسوالۍ د نظر اباد د کلي په يوې روشنفکري کورنۍ کي پر ١٣٤٢ ل کال زېږېدلې ده . پر ١٣٦٢ ل کال له خصوصي زده کړي وروسته د کابل ښار د زرغونې لېسې په لسم ټولگي کښي شامله شوه او پر ١٣٦٣ ل کال له نوموړي لېسې څخه فارغه شوه . پر ١٣٦٤ کال د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کي شامله او پر ١٣٦٧ ل کال کښي ترې فارغه شوه . له هغه وروسته يې د پېښور پوهنتون څخه د پښتو ادبياتو په څانگه کي ماسټري تر لاسه کړه . صفيه صديقي له ١٣٥٨ راهيسي شعرونه ليکي او تر اوسه يې له شعرونو پرته گڼ شمېر علمي او تحليلي مقالې د هيواد په خپرونو او له هيواده بهر په نورو خپرونو کي خپرې شوي دي . صفيه صديقي په پښتو ، دري ، انگليسي او اوردو ژبو پوهيږي ، خو ليکوالي زياتره په پښتو ژبه ده . چاپ شوي آثار
باندنۍ تړنې
|