منځپانگې ته ورتلل

صفيه صديقي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
صفيه صديقي

صفيه صديقي (۱۳۴۲ ل. - ) (په انگرېزي:Safia Siddiqi) د پښتو ژبي تکړه شاعره د ښاغلي عبدالرزاق صديقي لور د ننگرهار ولايت د سره رود اولسوالۍ د نظر اباد د کلي په يوې روشنفکري کورنۍ کي پر ١٣٤٢ ل کال زېږېدلې ده .

پر ١٣٦٢ ل کال له خصوصي زده کړي وروسته د کابل ښار د زرغونې لېسې په لسم ټولگي کښي شامله شوه او پر ١٣٦٣ ل کال له نوموړي لېسې څخه فارغه شوه . پر ١٣٦٤ کال د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کي شامله او پر ١٣٦٧ ل کال کښي ترې فارغه شوه .

له هغه وروسته يې د پېښور پوهنتون څخه د پښتو ادبياتو په څانگه کي ماسټري تر لاسه کړه . صفيه صديقي له ١٣٥٨ راهيسي شعرونه ليکي او تر اوسه يې له شعرونو پرته گڼ شمېر علمي او تحليلي مقالې د هيواد په خپرونو او له هيواده بهر په نورو خپرونو کي خپرې شوي دي .

صفيه صديقي په پښتو ، دري ، انگليسي او اوردو ژبو پوهيږي ، خو ليکوالي زياتره په پښتو ژبه ده .

صفيه صِديقي

چاپ شوي آثار

  1. لوپټه (د شعرونو مجموعه) ، د افغانستان د ليکوالو انجمن ١٣٦٧ ل کال ، کابل چاپ .
  2. نالوستی کتاب (د شعرونو مجموعه) خوشال فرهنگي ټولنه ، ١٣٧٥ ل کال ، لاهور چاپ .
  3. نيزوړی - د لنډو کيسو يوه مجموعه
  4. سپينې خبرې - شعري ټولگه
  5. د گلپاڼو پتې

باندنۍ تړنې