Jump to content

ميخايل لومونوسوف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ميخايل لومونوسوف
Михаил Васильевич Ломоносов (روسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۸ نومبر ۱۷۱۱ (Julian)[۱][۲][۳] — ۱۹ نومبر ۱۷۱۱[۴][۳] — ۱۹ سپټمبر ۱۷۱۱[۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۴ اپرېل ۱۷۶۵ (Julian)[۱][۲][۳] — ۱۵ اپرېل ۱۷۶۵[۶][۷][۸] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
دنده
نامتو زده‌کوونکی
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د

ميخايل واسيليوچ لومونوسوف (19 نومبر 1711 – 15 اپريل 1765) يو روسی ټولپوهاند، ساينسپوه او ليکوال و، چې په ادب، پوهنه، او ساينس کې يې مهمه ونډه درلودلې ده. د زهره سيارې د اتموسفير او په کيميايي غبرګون کې د کتلې د خونديتوب قانون د هغه په کشفياتو کې شامل دي. طبيعي علوم، کيميا، فيزيک، کانپوهنه، تاريخ، هنر، ژبپوهنه، بصري وسايل او نور د نوموړي د پوهې په څانګو کې شامل وو. لومونوسوف چې د عصري ځمکپوهنې بنسټګر و، يو شاعر هم و، او په نوې روسي ادبي ژبه يې اغېز درلود.[۳۱][۳۲][۳۳]

د ژوند لومړي کلونه او کورنۍ

[سمول]

لومونوسوف د «ميسانينسکای» په کلي زېږېدلی و، وروسته دې کلي ته د نوموړي په وياړ د لومونوسوف نوم ورکړل شو، دا کلی د روسيې په لېرې شمال، د «ارچانجیلوګوراډ» په سيمه کې په يو ټاپو موقعيت لري، چې له «خولموګوري» څخه ډېر لرې نه دی. د نوموړي پلار «واسيلي ډوروفايووچ لومونوسوف»، يو شتمن کروندګر کب نيونکی و، چې د بېړۍ څښتن شو، چا چې له «ارخنګيلسک» څخه «پستوزيورسک، سولوکي، کولا» او «ليپلينډ» پورې د توکو د لېږدولو لپاره يوه کمه اندازه شتمني جمعه کړې وه. د لومونوسوف مور د «واسيلي» لومړۍ مېرمن وه، د يو پادري لور وه او «ايلينا ايانوونا سيوکوفا» نومېده.[۳۴]

نوموړی تر لس کلنۍ پورې په «ډينيسوکا» کې پاتې شو، کله چې د هغه پلار پرېکړه وکړه چې نور د زړښت له امله په خپلو سوداګريزو کارونو کې برخه نه شي اخيستلا، او همدا مهال و چې لومونوسوف له «واسيلي» سره په سوداګريزو ماموريتونو کې تګ پيل کړ. [۳۵]

ځوان لومونوسوف له زده کړې سره بې پايه مينه درلوده، نه له سوداګرۍ سره. د دې هلک د زده کړې تنده نه خړوبېدونکې وه. لومونوسوف ته په ماشومتوب کې د هغه يو ګانډي «ايون شوبني» لوستل ورزده کړي و، او هغه به هره وزګاره شيبه له خپلو کتابونو سره تېروله. نوموړي د کلي له پادري «ايس. اين سبيلنکوف» سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، خو د کلونو لپاره يوازيني کتابونه چې هغه ورته لاسرسی درلود، د مذهبي متونونو کتابونه وو. په څوارلس کلنۍ کې، «لومونوسوف» ته د «ميليشيس سموټريټسکي» د Modern Church Slavonic (چې د ګرامر يو کتاب و) او د «ليوانټي ميګنټسکي» د رياضي د کتابونو کاپيانې ورکړل شوې. «لومونوسوف» د ژوند تر پایه يو روسی ارتودوکس مذهبی و، خو په ابتدايي ځوانۍ يې د پخوانيو مؤمنانو له ډلې سره نږدې لیدنې لرلې، او وروسته هغه بيا يو موحد شو. [۳۵][۳۶]

په 1724ز کال کې، د هغه پلار درېیم او وروستی واده وکړ. «لومونوسوف» له خپلې ميرنۍ مور «ارينا» سره سختې اړيکې درلودلې. نوموړی چې په کور کې خفه و، او د لوړو زده کړو نيت يې درلود، کومې زده کړې چې «لومونوسوف» په «ميسانينسکايا» کې نه شوې تر لاسه کولې، نوموړي پرېکړه کړې وه چې له کلي ولاړ شي.[۳۷]

زده کړه

[سمول]

په 1730ز کال کې، نوموړي د ساينس د زده کړې پرېکړه وکړه، نولس کلن «لومونوسوف» تر ماسکو پورې پلی ولاړ. له رسېدو ژر وروسته، نوموړي د دې ناسمې ادعا پر اساس چې د «خولمګوري» د يو مخور زوی دی، په سلاوی يوناني لاتيني اکاډمۍ کې داخل کړای شو. په 1734ز کال کې، د دې ابتدايي درواغو تر څنګ يو بل درواغ و چې نوموړی د يو پادري زوی دی، نږدې وه چې له اکاډمۍ څخه وايستل شي، خو دا څېړنې له کومو سختو پايلو پرته پای ته ورسېدل.[۳۷][۳۸][۳۹]

«لومونوسوف» په ورځ کې په درې کوپکو (د هغه مهال روسي پيسو واحد) ژوند کاوه، يوازې توره ډوډۍ يې خوړله او «کواس» (یو ډول څښاک دی) يې څښل، خو له پوهنيز اړخه هغه چټکه وده وکړه. باور کېږي چې په 1735ز کال کې، په ماسکو کې له درې کاله ژوند وروسته، نوموړی «کيف» ته استول شوی و، تر څو د «کيف-موهايلا» په اکاډمۍ کې د لنډ وخت لپاره زده کړه وکړي. نوموړی په دې ځای له زده کړې څخه خوښ نه و، او بېرته ماسکو ته ستون شو. په پنځو کلونو کې، لومونوسوف د دولسو کلونو د زده کړې تعليمي دوره بشپړه کړه، او په 1736ز کال کې، د نورو دولسو غوره فارغانو له منځه، نوموړی ته د سينټ پيټرزبرګ په اکاډمۍ کې بورسيه ورکړل شوه. نوموړی په خپلو زده کړو کې ډوب شو او هغه ته په المان کې، لومړی په «ماربرګ» پوهنتون او بيا په «فريبرګ» کې له هېواده د باندې د زده کړې لپاره څلور کلنې مالي مرستې ورکړل شوې.[۴۰][۴۱][۴۲]

له هېواده دباندې زده کړه

[سمول]

د اتلسمې پېړۍ په نيمايي کې، د المان د روښانفکرۍ د نوميالي شخص، فيلسوف «کرسچن وولف» د شتون له امله، د «ماربرګ» پوهنتون د اروپا په تر ټولو مهمو پوهنتونو کې شامل و. د 1736ز کال د نومبر له مياشتې څخه د 1739ز کال د جولای تر مياشتې پورې، په «ماربرګ» کې «لومونوسوف» د «وولف» له محلصينو څخه وګرځېد. هم له فلسفي اړخه، او هم د مدير په توګه، دا اړيکه د «لومونوسوف» په ژوند کې تر ټولو اغېزناکه اړيکه وه. په 1739-1740 کلونو کې، نوموړي د «ګوټنګن» په پوهنتون کې کانپوهنه او فلسفه ولوستل؛ په دې ځای کې نوموړي د الماني ادب زده کړه هم چټکه کړه.[۴۳]

«لومونوسوف» په الماني ژبه کې په چټکۍ سره پوهه تر لاسه کړه، او پر فلسفې سربېره يې کيميا ولوسته، د اولسمې پېړۍ د ايرلنډي دينپوه او طبيعي فيلسوف «رابرټ بويل» اثار يې وموندل، او ان په شاعرۍ يې پيل وکړ. نوموړي همدا راز په الماني ادبياتو کې لېوالتيا پيدا کړه. ويل کېږي چې هغه په ځانګړي ډول د «ګونتر» ستاينه کوله. په 1739ز کال کې ليکل شوې، له ترکانو څخه د «خوتن» د اخيستلو اړوند د هغه قصيدې، په سينټ پيټرزبرګ کې د ډېرې پاملرنې وړ وګرځېدې.[۴۳]

له «وولف» څخه د هغه د ستاينې په خلاف، په «فري برګ» کې د روزنيزو او تعلیمي دورو پر سر «لومونوسوف» له «هينکل» سره سختې شخړې درلودې، کومې تعليمي دورې چې هغه او د هغه دوه هېوادوالو محصلينو تر سره کولې، د دې تر څنګ د ډېر محدود مالي ملاتړ پر سر اختلاف موجود و، کوم چې «هينکل» په «ماربرګ» کې پر دوی د جمع شويو ډېرو پورونو څخه وروسته روسانو ته د ورکولو لارښونه کړې وه. د دې په پايله کې، «لومونوسوف» له اجازې پرته له «فريبرګ» څخه ووت، او د اوږدې مودې لپاره په المان او هالنډ کې ګرځېدو، او سينټ پيټرزبرګ اکاډمۍ ته د بېرته تګ په موخه يې د روسيې استازو د اجازې تر لاسه کولو ناکامې هڅې کولې.

په «ماربرګ» کې د استوګنې پر مهال، «لومونوسوف» د وربشو د يو زوښه ايستونکي د کونډې «کاترينا زلچ» سره واړول. نوموړی د «کاترينا» په لور «اليزابت کرسټين زلچ» مين شو. دوی د 1740ز کال د جون په مياشت کې واده وکړ. «لومونوسوف» ته د روسيې د ساينس اکاډمۍ له خوا ورکول کېدونکې کمه او غېر منظمه مرسته د خپلې مخ پر زياتېدونکې کورنۍ د پالنې لپاره بسنه نه کوله. په داسې حال کې چې د هغه حالات خرابه شول، نو هغه ته اجازه وشوه چې بېرته سينټ پيټرزبرګ ته ولاړ شي.[۴۴][۴۵][۴۳]

روسيې ته ستنېدل

[سمول]

«لومونوسوف» له هېواده بهر د څلورو کلونو او اتو مياشتو له تېرولو وروسته د 1741ز کال د جون په مياشت کې بېرته روسيې ته ستون شو. يو کال وروسته نوموړی د روسيې د ساينس په پوهنتون کې د فيزيک د څانګې مرستيال وټاکل شو. د 1743ز کال د مۍ په مياشت کې، وروسته له دې چې د اټکل تر مخې نوموړي له دې اکاډمۍ سره د تړاو لرونکو ګڼو خلکو سپکاوی وکړ، نو «لومونوسوف» تورن شو، ونيول شو او د اتو مياشتو لپاره په کور کې نظر بند شو. د 1744ز کال د جنورۍ په مياشت کې، وروسته له دې چې هغه له ټولو ښکېلو خلکو بښنه وغوښته، خوشې او وبښل شو.[۴۳]

«لومونوسوف» د اکاډمۍ بشپړ غړی وټاکل شو، او په 1745ز کال کې د کيميا د پروفيسر په توګه وګومارل شو. نوموړي د دې اکاډمۍ د کيميا لومړی لابراتوار جوړ کړ. په داسې حال کې چې د روسيې د تعليمي سيستم د پرمختګ لېوال و، په 1755ز کال کې، «لومونوسوف» د ماسکو د پوهنتون د بنسټ په اېښودلو کې د خپل ملاتړي « ايون شووالوف» سره يوځای و.[۴۳][۴۶][۴۷]

په 1760ز کال کې، نوموړی د سوډين د علومو شاهي اکاډمۍ بهرنی غړی وټاکل شو. په 1764ز کال کې، هغه د «بولوګنا» د انسټيټيوټ د علومو د اکاډمۍ بهرنی غړی وټاکل شو. په 1764ز کال کې، «لومونوسوف»  دولتي مامور وټاکل شو، کوم چې د روسيې د سترواکۍ د درجې په جدول کې پنځمه رتبه وه. نوموړی د 1765ز کال د اپريل په څلورمه نېټه په سينټ پيټرزبرګ کې مړ شو. هغه په پراخه کچه او د حق پر اساس د روسيې د ساينس پلار بلل کېږي، په داسې حال کې چې د هغه ډېر ساينسي برياليتوبونه د هغه له مړينې اوږده موده وروسته پورې له روسيې څخه دباندې په پرتليز ډول ناڅرګند و، او يوازې د نولسمې پېړۍ په وروستيو، په ځانګړي ډول په شلمه پېړۍ کې يې مناسبه ستاينه وشوه.[۴۸][۴۹]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 13072628j. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ Russian Biographical Dictionary, Volume 10 (په روسي). {{cite journal}}: Missing or empty |title= (help)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ذکر کېدنه: Pedagogues and Psychologists of the World. اثر ژبه: روسي.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ "The Fine Art Archive". نه اخيستل شوی 1 اپرېل 2021.
  5. ذکر کېدنه: Dictionary of Russian Writers of XVIII century. Volume II. Publisher: Nauka. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۹۹.
  6. ذکر کېدنه: Find a Grave. Retrieved: ۲۹ اگسټ ۲۰۱۹. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  7. ذکر کېدنه: Brockhaus Enzyklopädie. Brockhaus Enzyklopädie online ID: lomonossow-michail-wassiljewitsch. Subject named as: Michail Wassiljewitsch Lomonossow. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  8. "Lomonosov, Mikhail". Grove Art Online. ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۷. doi:10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T051651.
  9. سرچينې تړی: http://www.st-petersburg-essentialguide.com/bridges-in-saint-petersburg.html.
  10. ذکر کېدنه: NNDB. NNDB people ID: 437/000042311. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  11. "Fast 500 Jahre international – Ausländische Studierende und Professoren an der Marburger Universität" (په جرمني ژبه). نه اخيستل شوی 30 اپرېل 2024.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  12. ذکر کېدنه: Mathematics Genealogy Project ID. Mathematics Genealogy Project ID: 260114. Subject named as: Mikhail Vasilyevich Lomonosov. Retrieved: ۳۰ اپرېل ۲۰۲۴.
  13. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  14. CONOR.SI ID: 6866275. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
  15. سرچينې تړی: http://escholarship.org/uc/item/66q3s2sp.pdf.
  16. سرچينې تړی: http://www.mnn.com/earth-matters/space/stories/the-transit-of-venus-what-you-need-to-know.
  17. سرچينې تړی: http://link.springer.com/content/pdf/10.1007/978-1-4471-0373-8.pdf.
  18. سرچينې تړی: http://unesdoc.unesco.org/images/0000/000013/001300eo.pdf.
  19. سرچينې تړی: http://surnames.behindthename.com/namesakes/list/scientists/name.
  20. سرچينې تړی: http://geniusrevive.com/en/geniuses.html?pid=72&sid=241:mikhail-lomonosov-the-founder-of-russian-science.
  21. سرچينې تړی: http://todayinsci.com/L/Lomonosov_Mikhail/LomonosovMikhail-Quotations.htm.
  22. سرچينې تړی: http://link.springer.com/chapter/10.1007%2F978-1-4419-8150-9_1.
  23. سرچينې تړی: http://link.springer.com/content/pdf/10.1007%2F978-1-4419-8150-9_1.pdf.
  24. "Russia Famous Natives". WorldAtlas.
  25. "Public festivities and the making of a national poet: a case study of Alexander Pushkin's biography in 1899 and 1937". اکتوبر ۲۰۱۲. pp. 767–788.
  26. ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
  27. سرچينې تړی: http://www.123rf.com/photo_23311559_st-petersburg-monument-to-m-v-lomonosov-1711-1765.html.
  28. سرچينې تړی: http://www.123rf.com/photo_23447085_st-petersburg-monument-to-m-v-lomonosov-1711-1765.html.
  29. سرچينې تړی: http://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S0016706110001254.
  30. ذکر کېدنه: Mathematics Genealogy Project. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  31. "Lomonosov". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  32. Lomonosov, Mikhail (2012). On the Strata of the Earth. Translation and commentary by S.M. Rowland and S. Korolev. The Geological Society of America, Special Paper 485. ISBN 978-0-8137-2485-0.
  33. Vernadsky, V. (1911) Pamyati M.V. Lomonosova. Zaprosy zhizni, 5: 257-262 (in Russian) [In memory of M.V. Lomonosov]
  34. Menshutkin 1952، م. 11.
  35. ۳۵٫۰ ۳۵٫۱ Menshutkin 1952، م. 12.
  36. Menshutkin 1952، م. 13.
  37. ۳۷٫۰ ۳۷٫۱ Menshutkin 1952، م. 15.
  38. Menshutkin 1952، م. 20.
  39. Menshutkin 1952، م. 16.
  40. Menshutkin 1952، م. 24.
  41. Menshutkin 1952، م. 17.
  42. Menshutkin 1952، م. 23.
  43. ۴۳٫۰ ۴۳٫۱ ۴۳٫۲ ۴۳٫۳ ۴۳٫۴ Menshutkin 1952.
  44. Pavlova, Galina E., and Fedorov, Aleksandr S. Mikhail Vasilievich Lomonosov: His Life and Work (English Translation). Mir: Moscow, 1980.
  45. Pavlova, Galina E., and Fedorov, Aleksandr S. Mikhail Vasilievich Lomonosov: His Life and Work (English Translation). Mir: Moscow, 1980. ISBN 0-8285-2895-0, ISBN 978-0-8285-2895-5
  46. Cornwell, Neil and Christian, Nicole. Reference Guide to Russian Literature, p. 514. Taylor & Francis: London, 1998
  47. Cornwell, Neil and Christian, Nicole. Reference Guide to Russian Literature, p. 514. Taylor & Francis: London, 1998
  48. R. Crease and V. Shiltsev, "Mikhail Lomonosov (1711–1765): Scientist in Politically Turbulent Times" in Il Nuovo Saggiatore, vol. 33, issue 5–6 (2017), pp. 43–56 https://www.ilnuovosaggiatore.sif.it/issue/54 Archived 30 January 2018 at the Wayback Machine.
  49. V. Shiltsev, "Mikhail Lomonosov and the dawn of Russian science", Physics Today (February 2012), vol. 65, http://physicstoday.scitation.org/doi/10.1063/PT.3.1438