ميخائيل دميترېويچ سكوبېلېف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جنرال ميخائيل دميتريويچ سكوبېلېف ( ۱۸۴۳ – ۱۸۸۲ ) يو نامتو روسى جنرال وو ، چې په روسي پوځ كې د سپين جنرال په نامه هم يادېده . ده په ۱۹ پېړۍ كې د روسيې له خوا د منځنۍ اسيا په اېلولو كې كارنده برخه درلوده ، پر خوقند باندې يې د روسي پوځ په يرغل كې گډون درلود او ددغې سيمې والي هم وو ، همدا راز په ۱۸۸۰ – ۱۸۸۱ كلونو كې د توركمن تكې د نيولو د يرغل مشر وو . پردې ټولو سربېره ، دى يو له هغو روسي جنرالانو څخه وو ، چې د افغانستان له لارې يې هند ته له لښكركشۍ سره ډېره لېوالتيا درلوده .