مولانا عبد الحفیظ مکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مولانا عبدالحفیظ مکي یو اویا ۷۱ کاله تر مخه د هندوستان په «امرتسر» ولایت کې زیږېدلی وو، د هندوستان د وېش وروسته د پاکستان په «فیصل اباد» ښار کې مېشت شو، دیني زده کړي يې په سعودي کې بشپړي کړې او بیا یې د هندوستان په سهارنپور کې په جامعه (مظاهر العلوم) کې د شیخ الحدیث مولانا زکریا رحمه الله په ګډون د نورو مشهورو هندي علماو څخه دیني زده کړي تر لاسه کړي. نوموړی په تصوف کې د تبلیغي جماعت د پخواني مخکښ مشر شیخ الحدیث مولانا محمد زکریا کاندهلوي مرید او پیروی خلیفه وو. ده په دیني علمي حلقه کې د نړۍ په سطحه ښه نوم درلود او په عربو او عجمو کې په درنه سترګه ورته کتل کېدل. ټول عمر یي د ختم نبوت عقېدې او د قادیانیت پر ضد د خلکو پوهاوي ته وقف کړی وو، لیکوالي او تصنیف، دیني تبلیغ، دیني مدارس او تصوف سره یې سروکار وو. ده د بخاري شریف یوه لویه شرحه هم لیکلې ده چې نوم یې «کنز المتواري» دی او په ۲۷ جلدونو مشتمله ده.

د اسلامي نړۍ دغه ځلانده ستوری، د ختم نبوت تنظیم مشر، نړیوال دیني او روحاني شخصیت مولانا عبدالحفیظ مکي په جنوبي افریقه کې د زړه د دورې له امله د ۷۰ کالو په عمر تیر کال وفات شو.

تړلې لیکنې[سمول]

مولانا محمد الياس کاندهلوي

مولانا منصور انصاري

مولانا بجلی گهر

مولانا شمس الحق افغاني

سرچینې[سمول]