مولانا بجلی ګهر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له مولانا بجلی گهر نه مخ گرځېدلی)

مولانا بجلی ګهر يا مولانا محمد امیر يو مشهور مذهبي عالم ، او د پښتنو يو ډير تند غبرګونيزه، او ايمانداره ملا وو، هغه د مولانا بجلی گھر په نامه سره ډير مشهوره شو۔ مولانا محمد امیر د پاکستان د جمعیت علماء اسلام يو مهم غړي هم او په ولایتي سطحه د امیر مرستیال هم وټاکل شو، خو د ١٩٧٠ لسیزې وروسته، هغه د ګوند په کار کې ډیر رول و نه درلود. بجلی ګهر دمفتی محمود د نږدي دي دوستانو څخه شمیرل کیږي.


ملا بجلي ګهر

دیني عالم او سیاسي مبارز
د شخص معلومات
اصلي نوم مولانا محمد امیر
پيدايښت ۱۹۳۲ز
دره ادم خیل
مړینه 30 ډيسمبر 2012 (84–85 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پېښور  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت پاکستان  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمعیت علماء اسلام  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار خان میر
عملي ژوند
کار/مسلک عالم  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو، اردو

نور ولولئ[سمول]

مولانا محمد امير بجلي گهر چې عمر يي تقريباً شپږ اتيا کاله وو. مولوي صاحب بجلي گهر چې پخوا يې د بلبل سرحد (پښتونخوا) لقب گټلى و په حقيقت کې د اسلامي نړۍ له حقبينو او نه ډاريدونکو علماوو څخه وو. مولانا بجلي گهر د جنرال ايوب خان په وخت کې د ا ټک په عسکري قلعه کې شپږ مياشتې د فارسي د دې شعر په وجه بندي شوى چې ويلي يې وو: گربه مير و سگ وزير و موش دربانى کند اين همه ارکان خانه ويرانى کند. مولانا صاحب پوره شپږ مياشتې د دغه شعر په وجه د زندان په تورو خونو کې تېرې کړي. د جنرال ايوب خان په اړوند ويل کيږي چې دى په خټه پښتون او د افغانستان د خوست ولايت اوسيدونکى دى. ايوب د خپل وخت يو پوځي حاکم وو چې مارشلايي نظام يې پلي کړى وو. مولانا بجلي گهر د خپل انقلابي خطابت په وجه له اولې ورځې څخه د وخت د پوځي او غير پوځي حکومتونو سره په ټکر کې وو خو مولانا صاحب په دې کې شهرت لري چې دى د خپل وخت يو نه ډاريدونکى با جراته مستغني شخصيت وو، مولانا صاحب ته د وخت حکومتونو وزارتونه پيشنهاد کړي وو خو مولانا صاحب دا پيشنهادونه جملة و تفصيلاً مسترد کړي وه او هغه په دې چې مولانا د يوه بشپړ اسلامي او شرعي نظام د راتللو ارمانجن وو او دا کار هله ممکن وو چې د ملک ټول نظام شرعي او اسلامي شوي واي، مولانا بجلي گهر له هغه فصيحو بليغو علماء کرامو څخه وو چې د ټولو خلکو د سويې، او ذوق سره يې سم خطاب کړى او په خپلو ويناوو او خطابو کې يې تل د عربي، فارسي، پښتو، اردو، پنجابي، هندي ژبو اشعار زمزمه کړي چې په دې بابله مولانا بجلي گهر يو فريد انداز او طريقه درلودله، چې ډېرو نورو علماء کرامو يې هم تقليد کړي وو. په هر صورت مولانا بجلي گهر په اخير وخت کي ډېر سپين ږيري او کمزورى شوى وو خو فکري، عصبي، روحي، معنوي قواوې يې هماغسې په خپل حال وي. مولانا شپيته کاله نصيحتونه کړي دي. هيره دې نه وي مولانا صاحب لا شل کلن نه و چې په خطابت يې شروع کړى او پوره شپيته کاله يې پښتنو او مسلمانانو ته د خطابت دعوت، روښان فکرۍ خدمت کړى.

سرچينې[سمول]