مورې راثبارډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مورې راثبارډ
(انګلیسي: Murray Rothbard د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورې راثبارډ
مورې راثبارډ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Murray Newton Rothbard د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲ مارچ ۱۹۲۶[۱][۲]
نيويارک   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 7 جنوري 1995 (69 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک [۳][۴][۵]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
ڈاکٹری مشیر لوډیګ وون مېزس   د (P184) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فیلسوف
ليکوال [۶][۷][۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه آزادي پالنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
مورې راثبارډ
مورې راثبارډ

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مورې نیوټن راثبارډ (د ۱۹۲۶ کال د مارچ له ۲ – د ۱۹۹۵ جنوري تر ۷) د اتریشي ښوونځۍ یو امریکایی اقتصاد پوه، اقتصادي تاریخ پوه او سیاسي نظرخاوند ؤ. راثبارډ د انارکو – پانګوالۍ بنسټګر او مخکښ نظریه پوه او په شلمه پېړۍ کې د امریکا د آزادۍ غورځنګ مهمه څېره ؤ. هغه د سیاسي تیورۍ، تاریخ، اقتصاد او نورو موضوعاتو په هکله څه باندې شل کتابونه لیکلي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

راثبارډ څرګنده کړه چې د "ګډ دولت د انحصاري نظام" له خوا ټول برابر شوي خدمتونه، د خصوصي سکتور له لوري په ډېر اغېزمن ډول وړاندې کېدای شي او لیکلي یې دي چې دولت " د سیستماتیکې غلا ښکاره سازمان " دی. هغه د کسري زیرمو بانکداري د درغلۍ یوه بڼه وبله او د مرکزي بانکدارۍ مخالفت یې وکړ. هغه د نورو هېوادونو په چارو کې د هر ډول نظامي، سیاسي او اقتصادي مداخلې کلک مخالفت وکړ. د هغه د شاګرد، هانس-هرمن هوپ په وینا، " له راثبارډ پرته به هېڅ انارکو - پانګواله غورځنګ نه وي."[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

آزادي غوښتونکی اقتصاد پوه جیفري هربینر، چې راثبارډ خپل ملګری او "فکري لارښود" بولي، لیکلي چې راثبارډ د اصلي بهیر علمي چاپېریال څخه "یوازې محرومیت" درک کړ. راثبارډ د اصلي بهیر اقتصادي میتودپېژندنې رد کړې او پرځای یې د خپل زیات مهم فکري مخکښ، لودویګ وون میزس چلندپېژندنه (praxeology) ومنله. راثبارډ د خپلو اقتصادي او سیاسي نظریاتو د ودې لپاره د لیو راکویل او برټون بلومرټ سره په ۱۹۸۲ کال کې یوځای شو، ترڅو په آلاباما کې د میزس انسټیټیوټ رامنځته کړي.[۲۷]

ژوند او کار  [سمول]

تعلیم [سمول]

د راثبارډ مور او پلار ډېوېډ او رې راثبارډ وو، چې په ترتیب سره له پولنډ او روسیې څخه متحده ایالاتو ته یهودي کډوال وو. ډېوېډ یو کیمیا پوه ؤ. مورې د نیویارک ښار په یوه خصوصي ښوونځۍ، برچ واټېن لینوکس ښوونځۍ (Birch Wathen Lenox School) کې تحصیل وکړ. هغه وروسته وویل چې هغه د " دولتي ښوونځۍ بدنامه او برابرپاله نظام" په پرتله چې هغه په ​​برونکس کې په کې برخه اخیستې وه، برچ واټېن ته ډېر ترجیح ورکوي.[۲۸][۲۹][۳۰]

راثبارډ لیکلي چې د "کمونیست یا د حزب ملاتړو"  ملګرو او ګاونډیانو په منځ کې "ښی اړخه" (د "زاړه ښي" یا "Old Right" پیرو) په توګه لوی شوی دی. هغه په ځوانۍ کې د نیویارک ځوان جمهوريت غوښتونکي ټولنې (The New York Young Republican Club) غړی ؤ. راثبارډ خپل مهاجر پلار د یوه فردپاله کس په توګه توصیف کړ، چې د امریکا  د اقلیت حکومت، آزاد اقتصاد، شخصي ملکیت او "د خپلو وړتیاوو له مخې د لوړېدو هوډ ..." ارزښتونه یې منل. ټول سوسیالیزم ماته زیات جابر او کرکجن ښکاري."[۳۱]

راثبارډ په کولمبیا پوهنتون کې زده کړې وکړې او په ۱۹۴۵ کال کې یې په ریاضیاتو کې د لیسانس سند او په ۱۹۵۶ کال کې یې په اقتصاد کې د ډوکتورا سند ترلاسه کړل. د هغه د ډوکتورا سند په ترلاسه کولو کې ځنډ تر یوه حده د خپل مشاور، جوزف ډرفمن سره د شخړې له امله او تر یوه حده د آرتور بورنز له خوا د هغه د مقالې د رد له امله ؤ. بورنز د راثبارډ کورنۍ پخوانی ملګری او په ماناهاټان کې د دوی په آپارتمان کې یې ګاونډی ؤ. همدا چې  د بورنز کورنۍ د کولمبیا له پوهنځۍ څخه په رخصتۍ لاړه، ترڅو د ولسمشر آیزنهاور د اقتصادي سلاکارانو شورا مشري وکړي، د راثبارډ مقاله ومنل شوه او د ډوکتورا خپل سند یې ترلاسه کړ. راثبارډ وروسته وویل چې د هغه ټول زده کونکي افراطي کین پاله وو او هغه مهال په ​​کولمبیا کې یو له یوازې دوو جمهوريت غوښتونکو څخه ؤ.[۳۲]

راثبارډ د ۱۹۴۰ کال لسیزې په اوږدو کې د فرانک چودوروف سره آشنا شو او د البرټ جې ناک، ګرېټ ګارېټ، ایزابل پانټرسون، اچ. ال. مینکن او د اتریشي اقتصاد پوه، لودویګ وون میزس آزادي پاله آثار يې زیات ولوستل. د ۱۹۵۰ کال لسیزې په لومړیو کې، کله چې میزس د نیویارک پوهنتون د سوداګرۍ سټرن مکتب (New York University Stern School of Business) د وال سټریټ څانګه کې تدریس کاوه، راثبارډ د هغه غیر رسمي سیمینار کې ګډون وکړ. راثبارډ د میزس د انساني عمل (Human Action) کتاب تر ډېرې زیات اغېزې لاندې راغی. هغه د ویلیام ولکر بسپنې پام ځانته راواړوه، هغه ډله چې د ۱۹۵۰ کال لسیزه او ۱۹۶۰ کال لسیزې په لومړیو کې د ښي اړخه آیډیالوژیو د ودې لپاره یې مالي ملاتړ برابر کړ. د ولکر بسپنې راثبارډ ته پیسې ورکړې چې یو کتاب ولیکي، ترڅو انساني عمل په داسې بڼه تشریح کړي چې د میزس نظرونو سره د کالج فارغان آشنا کړی شي، نمونه یي څپرکی چې هغه د پیسو او کریډیټ په اړه لیکلی ؤ، د میزس تائید وړ وګرځېد. د ولکر بسپنې هغه ته لس کاله د "لوړ رتبه شنونکي" په توګه د وکالت معاش ورکړ. لکه څنګه چې راثبارډ خپل کار ته دوام ورکړ، نو پروژه یې پراخه کړه. پایله یې د هغه د انسان، اقتصاد او دولت کتاب ؤ، چې په ۱۹۶۲ کال کې خپور شو. د خپرېدو وروسته، میزس د راثبارډ کار زیات وستایه.[۳۳][۳۴]

واده، دنده او عمل پالنه  [سمول]

راثبارډ په ۱۹۵۳ کال کې د جوآن بیټریس شوماخر (د ۱۹۲۸ کال د سپټمبر ۱۷ – د ۱۹۹۹ کال د اوکټوبر ۲۹) سره په نیویارک ښار کې واده وکړ، چې هغه یې جوی بله. جوآن یوه تاریخ پوهه، د راثبارډ شخصي اډېټره او نږدې سلاکاره همدارنګه د راثبارډ سالون کوربه وه. دوی د مینه ناک واده څخه خوند اخیست او راثبارډ اکثراً هغې ته د خپل ژوند او لاسته راوړنو "اړین جوړښت" بله. د جوی په وینا، د ولکر بسپنې ملاتړ راثبارډ ته امکان ورکړ چې د خپل واده په لومړیو ۱۵ کلونو کې د آزاد نظرخاوند او کارپوه په توګه له کور څخه کار وکړي. د ولکر بسپنه په ۱۹۶۲ کال کې ړنګه شوه او له امله یې راثبارډ د نیویارک په بېلابېلو علمي مؤسیسو کې د کار موندلو په لټه کې شو. هغه ته په ۱۹۶۶ کال کې په ۴۰ کلنۍ کې په بروکلین پولی تخنیک انسټیټیوټ کې د انجینرۍ زده کونکو ته د اقتصاد د تدریس لپاره نیمه ورځنۍ وظیفه وړاندیز شوه. دې انسټيټیوټ د اقتصاد څانګه یا د اقتصاد رشته نه درلوده او راثبارډ یې د ټولنیز ساینس څانګه د "مارکس پاله" په توګه مسخره کړه، خو جاسټین ریمونډو لیکي چې راثبارډ په بروکلین پولی تخنیک کې تدریس خوښېده، ځکه چې په اونۍ کې یوازې دوې ورځې کار هغه پرېښود چې د آزادي پاله سیاست په پرمختګ کې مرسته وکړي.[۳۵][۳۶][۳۷]

راثبارډ تر ۱۹۸۶ کال پورې دې دندې ته دوام ورکړ. بیا په ۶۰ کلنۍ کې یې په نیواډا، لاس ویګاس پوهنتون ( University of Nevada, Las Vegas) یا (UNLV) کې د لي سوداګریز مکتب (Lee Business School) په موخه د بروکلین پولی تخنیک انسټیټیوټ پرېښود، هلته یې د اقتصاد اس. جې. هال ممتاز پروفیسور (S.J. Hall Distinguished Professor of Economics) لقب درلود، هغه څوکۍ چې د یوه آزادي پاله سوداګر له پلوه ورکړل شوې وه. د راثبارډ د ملګري، همکار او د میزسي اقتصاد پوه، هانس هرمن هوپ په وینا، راثبارډ په علمي چاپېریال کې د " فرعي شتون" مشري وکړه، خو هغه وکړی شو د خپلو لیکنو له لارې زیات شمېر  "زده کوونکی او شاګردان" جلب کړي، په دې توګه د " آزادي پاله معاصر غورځنګ جوړونکی او یو له اصلي عاملینو څخه " شو. هغه له  ۱۹۸۶ کال څخه تر مړینې پورې په نیواډا، لاس ویګاس پوهنتون کې خپله دنده وساته. راثبارډ په ۱۹۷۶ کال کې د آزادي پاله مطالعاتو مرکز (Center for Libertarian Studies) او په ۱۹۷۷ کال کې د آزادي پاله مطالعاتو جورنال (Journal of Libertarian Studies) رامنځته کړل. په ۱۹۸۲ کال کې د آلاباما په ​​​​آبورن کې د لودویګ وون میزس انسټیټیوټ (Ludwig von Mises Institute) رامنځته کړ او تر ۱۹۹۵ کال پورې د علمي چارو مرستیال ؤ. راثبارډ د انیټيټیوټ د اتریشي اقتصاد بیاکتنه (Review of Austrian Economics)، د هیټروډوکسي اقتصاد جورنال رامنځته کړ چې وروسته یې نوم په ۱۹۸۷ کال کې د اتریشي اقتصاد د درې میاشتني جورنال (Quarterly Journal of Austrian Economics) ته نوم بدل شو.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د راثبارډ له مړینې وروسته، جوی د هغه د خوښۍ او روښانه روحیې په اړه څنګدونې وکړې، ویې ویل، "هغه د ۴۰ کلونو لپاره پرته له دې چې له غرمې مخکې ویښ شي، نفقه برابروله. دا کار هغه ته مهم ؤ." راثبارډ د "شپه وېښ" کس په نوم پېژندل کیده. هغې یادونه وکړه چې راثبارډ به څنګه هره ورځ د خپل همکار، لیو راکوېل سره په تلیفوني خبرو پیل کوه: " کله به چژ دوی یو بل سره کتل، لوړې خندا به کور یا آپارتمان ولړزاوه. مورې فکر کاوه چې دا کار د ورځ پیلولو لپاره ترټولو غوره لاره ده." راثبارډ خدای ته بې دینه او تجاهل پاله ؤ، ځان یې " ګډ تجاهل پاله او اصلاح پاله یهودي" باله. سره له دې چې تجاهل پاله او ملحد پېژندل شوی، هغه د "دین سره د کیڼ-آزادي پاله په دښمنۍ" باندې نیوکه کوله. د راثبارډ په وروستیو کلونو کې زیاتره ملګرو یې تمه درلوده چې هغه به کاتولیکیزم ته واړوي، خو هغه هېڅکله داسې ونه کړل. د نیویارک ټایمز د مړینې په خبرتبا کې راثبارډ داسې "یو اقتصاد پوه او ټولنیز فیلسوف بلل شوی، چې د دولتي مداخلې په وړاندې یې د فردي آزادۍ څخه په کلکه دفاع وکړه".[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

د میزس انسټيټیوټ جوړونه  [سمول]

د مورې راثبارډ، هانس-هرمن هوپ، لودویګ وون میزس او نورو اتریشي اقتصاد پوهانو د اقتصادي کارونو په پایله کې او د کاټو انسټیټیوټ او راثبارډ تر منځ چې د کاټو انسټیټیوټ یو له بنسټګرو څخه ؤ، د وېش وروسته،  د میزس انسټیټیوټ په ۱۹۸۲ کال کې د لیو راکویېل، برټون بلومیرټ او مورې راثبارډ له خوا رامنځته شو.[۵۱][۵۲]

د آین رنډ سره شخړه  [سمول]

راثبارډ د میزس د سیمینار یو شمېر نورو ګډونوالو تر څنګ په ۱۹۵۴ کال کې د ناول لیکونکې اواعتراض پالنې بنسټګرې، آین رنډ په حلقه کې برخه واخیسته. دی ډېر ژر له هغې څخه جلا شو، د نورو شیانو په منځ کې یې لیکلي چې د هغې نظرونه هغومره یې چې اعلان کړل، اصلي نه وو، خو د ارسطو، توماس آکویناس او هربرټ سپینسر نظرونو ته ورته وو. د رنډ د اتلس شوریډ (Atlas Shrugged) ناول له خپرېدو وروسته، راثبارډ په ۱۹۵۸ کال کې هغې ته یو "ملاټر لیک" ولیکه او کتاب یې " بې پایه خزانه" او "نه یوازې تر اوس پورې ترټولو غوره لیکل شوی ناول، [بلکې] یو له زیات غوره لیکل شوو افسانوي یا غیر افسانوي کتابونو څخه " وباله . همدارنګه هغه لیکلي: " تاسو ما ته د طبیعي حقونو او طبیعي قانون فلسفې ټوله ساحه معرفي کړه" او هغه یې وهڅاوه چې "د طبیعي حقونو شانداره دود" زده کړي. راثبارډ د څو میاشتو لپاره د رنډ له حلقې سره یو ځای شو، خو ډېر ژر یې د خپل انارشیزم تفسیر څخه د خپلې دفاع په ګډون، د بېلابېلو توپیرونو له امله د رنډ سره اړیکې پرې کړې.[۵۳][۵۴]

راثبارډ وروسته بیا په خپله ناخپره شوې Mozart Was a Red  نمایشنامه او "د آین رنډ فرقې ټولنپوهنې" خپله مقاله کې د رنډ په حلقه ملنډې ووهلې. هغه د رنډ حلقه د "توکمپاله شخصیت فرقه" توصیف کړه. د هغه په ډرامه کې د رنډ (د کرکټر کارسن سانډ له لوري) او د هغې د ملګرو تمثیل کیږي او دا ډرامه د کیث هکلي، د سانډ ناول The Brow of Zeus (چې په اتلس شرویډ کې یوه لوبه ده) د یوه مینه وال څخه د لیدنې په جریان کې جوړه شوه.[۵۵][۵۶][۵۷]

مړینه  [سمول]

راثبارډ د ۱۹۹۵ کال د جنورۍ په ۷ د زړه د حملې له امله د ۶۸ کلونو په عمر مړ شو. هغه د ورجینیا ایالت په اوک ووډ هدیره کې د خپلې مېرمنې د ځمکې ټوټه کې خاورو ته وسپارل شو. 

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13769929d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6dv2k0z — subject named as: Murray Rothbard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. http://www.lewrockwell.com/2014/12/murray-n-rothbard/radical-candor/
  4. http://www.ihr.org/jhr/v15/v15n3p33_Weber.html
  5. http://codoh.com/library/document/2596/
  6. https://litigation-essentials.lexisnexis.com/webcd/app?action=DocumentDisplay&crawlid=1&doctype=cite&docid=16+Chap.+L.+Rev.+255&srctype=smi&srcid=3B15&key=91baa89eeb1ec14046a033dbd4dfc54d
  7. http://www.researchgate.net/publication/5156691_Economic_Calculation_and_the_Limits_of_Organization/file/e0b49522776a1dfd0f.pdf
  8. http://www.tandfonline.com/doi/pdf/10.1080/08913819008459625
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13769929d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. (په January 11, 1995 باندې). Murray N. Rothbard, Economist and Free-Market Exponent, 68.
  11. Lewis, David Charles (2006). "Rothbard, Murray Newton (1926–1995)". In Ross Emmett (المحرر). Biographical Dictionary of American Economists. Thoemmes. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84371112-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. David Boaz, April 25, 2007, Libertarianism – The Struggle Ahead Archived November 4, 2013, at the Wayback Machine., Encyclopædia Britannica blog; reprinted at the Cato Institute: "a professional economist and also a movement builder".
  13. F. Eugene Heathe, 2007. Encyclopedia of Business Ethics and Society, SAGE, 89 Archived October 16, 2019, at the Wayback Machine.: "an economist of the Austrian school".
  14. Ronald Hamowy, ed., 2008, The Encyclopedia of Libertarianism, Cato Institute, SAGE, کينډۍ:ISBN, p. 62: "a leading economist of the Austrian school"; pp. 11, 365, 458: "Austrian economist".
  15. Bessner, Daniel (December 8, 2014). "Murray Rothbard, political strategy, and the making of modern libertarianism". Intellectual History Review. 24 (4): 441–456. doi:10.1080/17496977.2014.970371. S2CID 143391240. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Matthews, Peter Hans; Ortmann, Andreas (July 2002). "An Austrian (Mis)Reads Adam Smith: A critique of Rothbard as intellectual historian". Review of Political Economy. 14 (3): 379–392. CiteSeerX = 10.1.1.535.510 10.1.1.535.510. doi:10.1080/09538250220147895. S2CID 39872371. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Raimondo, Justin (2000). An Enemy of the State: The Life of Murray N. Rothbard. Amherst, NY: Prometheus Books. OCLC 43541222. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61592-239-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Doherty, Brian (2008). "Rothbard, Murray (1926–1995)". In Hamowy, Ronald (المحرر). The Encyclopedia of Libertarianism. Thousand Oaks, Calif.: Sage Publications. د کتاب پاڼي 10, 441–43. OCLC 233969448. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1412965804. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Rothbard, Murray. The Great Society: A Libertarian Critique Archived June 18, 2015, at the Wayback Machine., Lew Rockwell.
  20. Rothbard, Murray (1997). "The Myth of Neutral Taxation". The Logic of Action Two: Applications and Criticism from the Austrian School. Cheltenham, UK: Edward Elgar. د کتاب پاڼې 67. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1858985701. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) First published in The Cato Journal, Fall 1981.
  21. Hoppe, Hans-Hermann (1998). "Introduction". The Ethics of Liberty. Ludwig von Mises Institute. مؤرشف من الأصل في September 14, 2014. د لاسرسي‌نېټه September 13, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Rothbard, Murray (2002) [1982]. "The Nature of the State". The Ethics of Liberty. New York: New York University Press. د کتاب پاڼي 167–68. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0814775066. مؤرشف من الأصل في September 14, 2014. د لاسرسي‌نېټه September 13, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Rothbard, Murray (2008) [1983]. The Mystery of Banking (الطبعة 2nd). Auburn, Ala.: Ludwig von Mises Institute. د کتاب پاڼي 111–13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1933550282. مؤرشف من الأصل في September 14, 2014. د لاسرسي‌نېټه September 13, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Casey, Gerard (2010). Meadowcroft, John (المحرر). Murray Rothbard. 15. London: Continuum. د کتاب پاڼي 4–5, 129. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1441142092. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Klausner, Manuel S. (Feb. 1973). "The New Isolationism." An Interview with Murray Rothbard and Leonard Liggio. Reason. Full issue.
  26. Hoppe, Hans-Hermann (December 31, 2001). "Anarcho-Capitalism: An Annotated Bibliography". مؤرشف من الأصل في January 11, 2014. د لاسرسي‌نېټه June 2, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Herbener, J. (1995). L. Rockwell (ed.), Murray Rothbard, In Memoriam Archived December 20, 2014, at the Wayback Machine.. Auburn, Ala.: Ludwig von Mises Institute. p. 87
  28. Hoppe, Hans-Hermann (1999). "Murray N. Rothbard: Economics, Science, and Liberty". The Ludwig von Mises Institute. مؤرشف من الأصل في November 2, 2014. د لاسرسي‌نېټه September 13, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Reprinted from 15 Great Austrian Economists, edited by Randall G. Holcombe.
  29. Raimondo, Justin (2000). An Enemy of the State: The Life of Murray N. Rothbard. Prometheus Books, Publishers. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61592-239-0. مؤرشف من الأصل في October 16, 2019. د لاسرسي‌نېټه June 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Rothbard, Murray. "Life in the Old Right". Lew Rockwell. مؤرشف من الأصل في September 6, 2017. د لاسرسي‌نېټه March 16, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "History". NYYRC. مؤرشف من الأصل في October 12, 2019. د لاسرسي‌نېټه October 15, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Raimondo, Justin (2000). An Enemy of the State: The Life of Murray N. Rothbard. Amherst, NY: Prometheus Books. OCLC 43541222. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61592-239-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. David Gordon, 2010, ed., Confidential: The Private Volker Fund Memos of Murray N. Rothbard Archived September 14, 2014, at the Wayback Machine. Quote from Rothbard: "The Volker Fund concept was to find and grant research funds to hosts of libertarian and right-wing scholars and to draw these scholars together via seminars, conferences, etc."
  34. Gordon, David (2007). The Essential Rothbard (PDF). Auburn, Alabama: Ludwig von Mises Institute. OCLC 123960448. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-933550-10-7. مؤرشف (PDF) من الأصل في May 22, 2021. د لاسرسي‌نېټه July 7, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Gordon, David (2007). The Essential Rothbard (PDF). Auburn, Alabama: Ludwig von Mises Institute. OCLC 123960448. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-933550-10-7. مؤرشف (PDF) من الأصل في May 22, 2021. د لاسرسي‌نېټه July 7, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Scott Sublett, "Libertarians' Storied Guru," Washington Times, July 30, 1987
  37. "JoAnn Beatrice Schumacher Rothbard (1928-1999)". October 30, 1999. مؤرشف من الأصل في August 4, 2020. د لاسرسي‌نېټه July 20, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. David Stout, Obituary: Murray N. Rothbard, Economist And Free-Market Exponent, 68 Archived September 5, 2019, at the Wayback Machine., The New York Times, January 11, 1995.
  39. Peter G. Klein, ed., F. A. Hayek, The Fortunes of Liberalism: Essays on Austrian Economics and the Ideal of Freedom, University of Chicago Press, 2012, p. 54 Archived October 16, 2019, at the Wayback Machine., کينډۍ:ISBN
  40. Hoppe, Hans-Hermann (1999). "Murray N. Rothbard: Economics, Science, and Liberty." Archived February 24, 2014, at the Wayback Machine. Mises.org
  41. Frohnen, Bruce; Beer, Jeremy; Nelson, Jeffrey O., المحررون (2006). "Rothbard, Murray (1926–95)". American Conservatism: An Encyclopedia. Wilmington, DE: ISI Books. د کتاب پاڼې 750. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-932236-43-9. Only after several decades of teaching at the Polytechnic Institute of New York did Rothbard obtain an endowed chair, and like that of Mises at NYU, his own at the University of Nevada at Las Vegas was established by an admiring benefactor. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Rockwell, Llewellyn H (May 31, 2007). "Three National Treasures." Archived September 14, 2014, at the Wayback Machine. Mises.org
  43. Lee, Frederic S., and Cronin, Bruce C. (2010). "Research Quality Rankings of Heterodox Economic Journals in a Contested Discipline." Archived March 11, 2018, at the Wayback Machine. American Journal of Economics and Sociology. 69(5): 1428
  44. Gordon, David. "Biography of Murray N. Rothbard (1926–1995)". Ludwig von Mises Institute. مؤرشف من الأصل في February 2, 2012. د لاسرسي‌نېټه August 13, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Sciabarra, Chris (2000). Total Freedom: Toward a Dialectical Libertarianism, Penn State Press, 2000. p. 358, کينډۍ:ISBN
  46. Vance, Laurence M (March 15, 2011). "Is Libertarianism Compatible with Religion?" Lew Rockwell.
  47. Rothbard, JoAnn. Murray Rothbard, In Memoriam (PDF). Auburn, AL: von Mises Institute. د کتاب پاڼې vii–ix. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر December 20, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 16, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Raimondo, Justin (2000). An Enemy of the State: The Life of Murray N. Rothbard. Prometheus Books. د کتاب پاڼې 67. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61592-239-0. مؤرشف من الأصل في October 16, 2019. د لاسرسي‌نېټه June 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Raimondo, Justin (2000). An Enemy of the State: the Life of Murray N. Rothbard. Prometheus Books. د کتاب پاڼې 326. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57392809-0. In the same letter, he reiterates his atheism: "On the religion question, we paleolibertarians are not theocrats," he writes. "Obviously, I could not be myself, both as a libertarian and as an atheist." However, he continued, "the left-libertarian hostility to religion, based as it is on ignorance and the bitterness of "aging adolescent rebels against bourgeois America", is "monstrous." الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Casey, Gerard (2010). Meadowcroft, John (المحرر). Murray Rothbard. 15. London: Continuum. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4411-4209-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "The Story of the Mises Institute". Ludwig von Mises Institute. 19 September 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. "Think Tanks and Liberty". Ludwig von Mises Institute. 27 April 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. "Mises and Rothbard Letters to Ayn Rand" Archived July 11, 2014, at the Wayback Machine., Journal of Libertarian Studies, Volume 21, No. 4 (Winter 2007): 11–16.
  54. Burns, Jennifer (2009). Goddess of the Market: Ayn Rand and the American Right. Oxford Univ. Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-532487-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. Chris Matthew Sciabarra, Total Freedom: Toward a Dialectical Libertarianism Archived May 19, 2016, at the Wayback Machine., Penn State Press, 2000. p. 165, کينډۍ:ISBN
  56. Mozart Was a Red: A Morality Play in One Act Archived September 14, 2015, at the Wayback Machine., Lew Rockwell, by Murray N. Rothbard, early 1960s, with an introduction by Justin Raimondo
  57. Rothbard, Murray (1972). "The Sociology of the Ayn Rand Cult." Archived December 2, 2016, at the Wayback Machine., Lew Rockwell.