موريل ماټرز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
موريل ماټرز
موريل ماټرز
موريل ماټرز

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۲ نومبر ۱۸۷۷[۱]
ایډلایډ [۱]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 17 نومبر 1969 (92 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل [۱]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال
د رای حق غوښتونکی (سفراګېټ)
لوبگر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

موريل ليلاه ماټرز (۱۲ نومبر، ۱۸۷۷ ز کال -۱۷ نومبر، ز کال) يوه استراليايي الاصله ښوونکې، ژورنالسته، استاده، لوبغاړې، د بيان د فن (خطابت/ويناوالۍ هنر) ماهره او د ښځو د رايې ورکولو د حق پلوۍ وه. له ۱۹۰۵ز کال راهيسې تر مرګه په بریتانيا کې مېشته وه، هغه په انګلستان کې ښځو ته د رايې ورکولو د حق د تر لاسه کولو لپاره د سخت دريځو مبارزو د عروج پر مهال د ښځو د ازادۍ د ټولنې په استازولۍ د خپلو کارونو له امله مشهوره ده.[۲]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

موريل مارټرز د سويلي استراليا په «ايډيليډ» کې د «باوډن» د داخلي ښار د کلیوالې سيمې په يوه لويه «ماتوديسته» (د مسيحي مذهب يوه ډله ده) کورنۍ کې زېږېدلې وه، د هغې مور «ايما الما ماټرز» (née Warburton) پنځه لوڼې او پنځه زامن درلودل چې موريل يې په درېیمه شمېره کې وه. د پلار نوم يې «جان لیونارډ ماټرز» و، هغه د الماريو جوړوونکی او وروسته د اسهامو صراف و.

ماټرز خپله ډېره ځواني په سويلي استراليا کې تېره کړه. په ۱۸۹۴ز کال کې دې مستعمرې ته له دې امله پام واوښت، چې د «کينګسټن» د حکومت پر مهال د يوه قانون په تصويب سره لومړۍ خپل واکه سيمه شوه، چې ښځو ته د نارينه وو له شرايطو سره سم د رايې ورکولو برابر حق ورکړي.

د ماټرز د روزنې پر مهال د نولسمې پېړۍ له دوو ادبي څېرو سره پېژندنه وشوه چې د هغې په سياسي شعور کې يې خپل اغېز ثابت کړ. دا دواړه يو امريکاي شاعر «والټ وايټ مين» او د «ډولز هاوس» لیکوال نارويژني ډرامه ليکونکی «هينرک ابسن» وو. په ماشومتوب کې د خطابت ټولګيو ته د حاضرېدو پر مهال، د دې دواړو لیکوالانو آثار ډېر څرګند وو.[۳]

ماټريز د «اډيلايډ» په پوهنتون کې موسيقي ولوسته او د ۱۸۹۰ز لسيزې په پای کې يې په تمثیل او ویناوالۍ پيل وکړ، په لومړي سر کې يې دا فعاليتونه په «اډيلايډ» کې تر سره کول، خو وروسته يې د «رابرټ براټ» له شرکت سره په سيډني او ميلبورن کې هم کار وکړ.[۴]

په ۱۹۰۱ز کال کې د استراليا د فدراسیون پر مهال، ماټريز اډيلايډ ته راستنه شوه او د ويناوالۍ هنر په تدريس يې پیل وکړ، په داسې حال کې چې د دې ايالت په ډېرو سالونونو او صحنو کې يې د ليدونکو په وړاندې په یو وخت کې تمثیل هم کاوه. په ۱۹۰۴ز کال کې، هغې يو ځل بيا اډيلايډ پرېښود، تر څو له خپلې کورنۍ سره يو ځای شي، کومه چې په لويديځه استراليا کې د «پرت» سيمې ته کوچېدلې وه. په «پرت» کې هغې د تمثیل هنر ته دوام ورکړ او د تمثیل په صنعت کې خپلو ملګرو وهڅوله، چې خپل مسلک په لندن کې پر مخ يوسي. ډېر ژر يې د هغوی په سلا عمل وکړ او د ۱۹۰۵ز کال په وروستيو کې اته وېشت کلنه ماټرز د (Persic) په نامه مسافروړونکې بېړۍ کې سپره شوه، څو د انګلستان لندن ښار ته سفر وکړي.[۵][۶][۷]

د رايې حق اخستلو پلويانو پر لور لېږدېدل[سمول]

لندن ته په رسېدو سره ماټريز وخت وخت په موسيقۍ غږولو پيل وکړ او په پايله کې يې په «بيچسټين هال» کې تمثیل وکړ (چې اوس يې نوم ويګمور هال دی)، خو په لندن کې د هنرمندانو د زياتوالي له امله د موسيقۍ په برخه کې کار تر لاسه کول ستونزمن و او هغې د عايد لپاره کله ناکله د ژورنالستې په توګه هم کار وکړ. د يوې ژورنالستې په توګه هغه له «جورج برنارډ شا» او له تبعید شوي انارشست شهزاده «پيټر کروپوټکن» سره د مرکې کولو له امله شهرت پیدا کړ. په پايله کې ماټرز د «کروپوټکن» په کور کې تمثیل وکړ او له موسيقۍ وروسته یې هغه وهڅوله، چې له خپلو وړتياوو څخه د يوه غوره څه لپاره کار واخلي، هغه وويل: «هنر د ژوند پای نه دی، بلکې د ژوند يوه وسیله ده». ماټرز د هغه له ارزونې سره موافقه وکړه او د ښځو د آزادۍ له ټولنې (WFL) سره ښکېله شوه، څو د ښځو قضيه پر مخ يوسي. وروسته هغې وليکل چې: له «کروپوټکن» سره د هغې لیدنې «ثابته کړه چې په يوه شېبه کې يې ټول ژوند کړی دی – زما ټول ذهني لرليد بدلون وموند». «شارلټ ډيسپارډ» د WFL مشري کوله او دا ټولنه د دې لپاره جوړه شوې وه چې د «Pankhursts» په مشرۍ د ښځو د ټولنيز او سياسي اتحاد (WSPU) رايه ورکوونکو په پرتله زیات جمهوري وي. ماټرز له «ماډ ارنکلف سينيټ» سره يو ځای په يوه غونډه کې ګډون وکړ، چېرې چې «مليسنټ فاوسيټ» د ښځو د مخالفت پر موضوع بحث کاوه، «ارنکلف سينيټ» په رسنیو کې وليکل چې: ماټرز په چوپتيا مجبوره کړای شوې نه وه.[۸][۹][۱۰]

د ښځو د ازادۍ له ټولنې سره کار[سمول]

د ۱۹۰۸ز کال د کاروان سفر[سمول]

د ۱۹۰۸ز کال د مۍ له لومړيو څخه د اکتوبر تر نيماي پورې، ماټرز د انګلستان د سويل ختيځو سيمو څخه لېدنه کوونکي لومړي «د ښځو لپاره رايه» کاروان «تنظيموونکې مشره» وه. د کاروان سفر (دوره) له «اکس شاټ» څخه پيل شو او له «سري، سسيکس، ايسټ انګليا او کينت» څخه تېر شو. د دې دورې موخه ښځو ته د رايې ورکولو د حق په اړوند خبرې کول او په سيمه کې د WFL د نويو څانګو رامنځ ته کول و. د کله ناکله ناوړه چلند سره سره، ماټرز او نورو برخه والو، لکه «شارلټ ډيسپارډ» او «ايمي هکس» د دې موخې په تر لاسه کولو کې بريالي شول او ګڼې څانګې يې جوړې کړې. د دې سفر پر مهال ماټرز په «ټنبريج ويلز» کې د يو ځوان کواکر «وايلټ ټلارډ» سره وليدل، په ۱۹۲۲ز کال کې د «ټلارډ» تر مرګه پورې د دواړو نژدې پېژندګلو پاتې شوه، هغه د روسيې د قحط ځپلو سره د مرستې پر مهال په «تيفوس» ناروغۍ اخته شوی و.[۱۱]

د ګريل (وسپنيزې پنجرې) پېښه[سمول]

د ۱۹۰۸ز کال د اکتوبر په اته ويشتمه شپه، WFL د بریتانيې د پارلمان په خونو کې په يو مهال اعتراضونه تر سره شول. دا اعتراضونه د «سينټ سټيفن» په داخلي دروازه، د زاړه زندان په غولي او  په ولسي جرګه کې وشول. د دې اعتراض موخه دا وه چې د ښځو هلو ځلو لور ته توجه جلب کړي او په پارلمان کې د ښځو د برخې په مخ کې ايښودل شوی «ګريل» د اوسپنې يوه پنجره لرې کړي، کومې پنجرې چې د پارلمان د غونډو د لیدلو په وړاندې د ښځو لپاره خنډ وې. ماټرز د ښځو د ځپلو د دې رمزي اعتراض په منځ کې ځای درلود. هغې او يوې ملګرې يې «هيلن فاکس» دواړو، د ښځينه دالان د پنجرې پورې ځانونه وتړل اوماټرز د پارلمان ټاکل شويو غړيو ته د رايې ورکولو د حق ګټې په لوړ غږ اعلانول پيل کړل.[۱۲][۱۳]

که څه هم د ولسي جرګې په رسمي صورت جلسه «هانسارډ» کې نه ده ثبت شوې، د ماټرز اعلانونه په تخنيکي ډول د بریتانيې په پارلمان کې د يوې ښځې لومړۍ وينا وه. [۱۴]

په ورته وخت کې، «وايلټ ټلارډ» د سيمانو د ټوټو په کارولو سره، يوه اعلاميه ښکته سياستوالو پورې ورسوله او د باندنيو مېلمنو د کېناستلو له ځای څخه يو کس د پارلمان پر غولي کوچنی لیکلی اعلان وغورځاوه. پوليسو ډېر ژر په دې اعتراض کې ښکېل خلک ونيول، خو ويې نه شول کولای چې ماټرز او فاکس له دې اوسپينيزې پنجرې څخه لرې کړي. په پايله کې د هغو ښځو په مټ دا پنجره په بشپړ ډول لرې کړای شوه او د يوې نژدې کميټې خونې ته له تګ وروسته يو پښ (اهنګر) راوستل شو، تر څو ښځې له دې اوسپنيزې پنجرې څخه لرې کړي. د دې پېښې په تړاو په هيچا هم محکمه ونه شوه، ماټرز او په دې پېښه کې نورې شاملې ښځې ډېر ژر د «سينټ سټيفن» له داخلي دروازې سره نژدې خوشې کړای شوې، چېرې چې دوی د WFL له نورو غړيو سره بېرته يو ځای شوې، څوک چې لا هم په اعتراض بوخت وو. په همدې ځای کې ماټرز د پارلمان سالون ته د ننوتلو د هڅې «د خنډونو په تور ونيول شوه». له دې يوه ورځ وروسته (د ماټرز په ګډون» څوارلس ښځې او يو سړی، د «ويسټ منسټر» پوليسو په محکمه کې محاکمه شول. ماټرز د لندن د پوليسو په وړاندې په قصدي ډول د خنډونو د پیدا کولو له امله مجرمه وبلل شوه او په «هولوی ګاول» کې ورته د يوې مياشتې بند سزا ورکړل شوه.[۱۵][۱۶]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/63878 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  2. Awcock, Hannah (2018-03-08). "Turbulent Londoners: Muriel Matters, 1877-1969". Turbulent London (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Awcock, Hannah (2018-03-08). "Turbulent Londoners: Muriel Matters, 1877-1969". Turbulent London (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. The Critic, 9 August 1905, p. 7.
  5. "Public Notices", The Advertiser, 8 June 1901, p, 2.
  6. "Miss Muriel Matters Recital", The Advertiser, 30 August 1902, p. 8.
  7. The Critic, 9 August 1905, p. 7.
  8. "Bechstein Hall – Miss Muriel Matters", The Times, 9 March 1907.
  9. Mrs. Leonard W. Matters 1913, Australasians Who Count in London and Who Counts in Western Australia, Jas. Truscott & Son, Ltd., London, p. 163.
  10. "Mary Kingsley Review". British Newspaper Archive. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Women's Freedom League 1908, Report for the Year 1908, London, p 13, held in the Suffragette Fellowship Collection, Museum of London.
  12. Women's Freedom League 1908, Report for the Year 1908, London, p 10, held in the Suffragette Fellowship Collection, Museum of London.
  13. Awcock, Hannah (2018-03-08). "Turbulent Londoners: Muriel Matters, 1877-1969". Turbulent London (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Society, Muriel Matters (2017-08-15). "The Muriel Matters Society Inc. AGM 2017". The Muriel Matters Society Inc. (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Mrs. Leonard W. Matters 1913, Australasians Who Count in London and Who Counts in Western Australia, Jas. Truscott & Son, Ltd., London, p. 164.
  16. "Woman Suffrage – The Disorder at Westminster", The Times, 30 October 1908, p. 9.