مهوش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
استاد مهوش

شاليد
زېږون نوم فريده مهوش
زېږېدنه اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۰"., اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱".(۱۳۲۶-اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۰".-0۰)
کابل, افغانستان
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 2004– تر اوسه

فريده مهوش (۱۳۲۶ ل (۱۹۴۷) ز کال، کابل) د افغانستان پخوانۍ اماتوره سندرغاړې ده، چې وروسته یې په مسلکي ډول سندرو ته مخه کړه. فريده مهوش په پښتو، دري او هندي ژبو سندرې ويلې او کورنۍ او بهرنۍ ستاينيزې يې ترلاسه کړې دي.

مخينه[سمول]

فريده مهوش په ۱۳۲۶ ل (۱۹۴۷) ز کال کې په کابل کې زېږېدلې ده. د هغې پلار په خټه د کشمير وو چې محمد ايوب نومېد او کابل ته د سوداگرۍ لپاره راکډه شوی وو. پلار يې د سوداگرۍ چارې پر مخ وړلې او مور يې د کندهار پاړسي وانه وه، چې په کابل کې د ديني زده کړو او پاړسي ژبې ښوونکې وه. استاد مهوش په يوه مذهبي كورنۍ كې راټوكېدلې. په كورنۍ كې يې يومذهبي محيط واكمن و او هيچاهم دا تصور نه كاوه، چې مهوش به يوه ورځ د سندرو استاده بلل كيږي.18 كلنه وه، چې له " فاروق نقشبندي" سره يې واده وكړ. ډېرو خلكو داسې انگيرله، چې د مهوش په هنري هلوځلو سره به دغه نكاح وشليږي،ځكه خُسر، لېورونو اواندرورگانو يې دهنري چارو مخالفت كاوه او دايې خپل ټبر او كورنۍ ته ننگ او پيغورباله، خو "نقشبند" يوازينى كس و چې مهوش يې خپلو هنري چارو ته نوره هم وهڅوله. مهوش نن د افغانستان دموسيقۍ يوه ځلانده او درنده څېره ده، د استادې فريده مهوش هنري ودې د افغانستان پر ډېرى ښځينه سندرغاړو او په ټوليز ډول د افغانستان پر اوسمهالې موسيقۍ يو ستر اغيز وكړ. د آغلې مهوش د غږ او سندرو تر ټولو غوره راز د هغې د کابل په دري لهجه كې رابرسېره كيږي چې ورته کابلي پاړسي هم وایي. په پاړسي ژبې کې د دري تر ټولو غوره گړدود د کابل سيمې پاړسي گړدود دی. مهوش يوازې په دري ژبه نه بلکه پر خپلې ملي ژبې (پښتو) هم سندرې وايي. " مستې منگى بر وړى دى" او "راشه په مينه مينه " د استاد فريده مهوش نوموتې پښتو سندرې دي.

استاد فريده مهوش اوسمهال د امريکا د متحده ايالاتو د کلفورنيا لوی ښار کې مېشته ده.

زده کړې[سمول]

لومړنۍ زده کړې يې د زرغونې انا لېسې کې پیل کړې او وروسته يې د بکولريا يا دولسم ټولگي کچې پورې د رابعيه بلخي ښوونځۍ څخه راووته .

دندې[سمول]

آغلې خپلې دندې د ټولنيزو گټو وزارت کې د يوې مامورې په توگه رسمي دنده پیل کړه او بيا يې د معادن وزارت يا زېرمو چارو وزرات کې د ټايپستې په توگه کار پيل کړ چې وروسته د څه مودې د هغې د هنري کارونو د بوختيا له کبله له اړوند وزارت څخه گوښه کړی شوه.

هنري فعاليت او سندريزې ټولگې[سمول]

آغلې غږ د اماتورې په توگه راووېست او وروسته د ډېرې ستاينې يې مخه دوديزې هندي سندارا زده کړې ته د دود له مخې د غزلبولانو لکه استاد نبی گل، حفیظ الله خیال، نینواز او محمدحسین سرآهنگ سره د گوړې ايښودو سره پیل کړ.

ستاينيزې[سمول]

فريده مهوش په خپلو هنري برياليتوبونو كې ځيني لقبونه او ستاينيزې هم ترلاسه كړيدي. آغلې مهوش ته په 1356.ل كال د هندي كلاسيكې سندارا پر بنسټ د وخت اطلاعاتو او كولتور وزارت د استادۍ رسمي لقب وركړ.

سرچينې[سمول]

http://en.wikipedia.org/wiki/Mahwash