ممنون مقصودي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ممنون مقصودي

ممنون مقصودي (۱۳۴۵ ل. - ) (په انگرېزي: Mamnoon Maqsudi) يو افغان لوبگر دی. دی د افغانستان د يو مشهوره عالم استاد شاه مقصود گرم زوی دی، چې پخپل وخت کې روڼ انده استاد و. مقصودي له آره د ننگرهار لایت، د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، مگر اوس په کابل کې د قصبې په نوم يوې سیمه کې مېشت دی.

زده کړې[سمول]

لومړنۍ زده کړې ېې له عمراخان ښوونځي نه تر اتم ټولگي پورې په کابل کې پیل کړي دي. بیا ېې له اتم ټولگي نه تر دولسم ټولگي پورې ېې په ابن سینا ښوونځي کې زده کړې تر سره کړي ، وروسته بیا د وخت جبري پوځي دندې ته ورغی اوعسکري دنده ېې درې کاله او شپږ میاشتې ترسره کړه. له عسکرۍ څخه وروسته بیا د کابل پوهنتون ته د ښکلو هنرونو پوهنځۍ ته ولاړ. د پوهنځۍ وروستی کال ېې و چې په کابل کې سیاسي وضع خرابه شوه او دی هم لکه د نورو افغانانو په څېر کډې کولو ته اړ شو.ښاغلی ممنون مقصودي يوولس کاله د کډوالۍ ترخې لوړې ژورې په پاکستان کې ولیدې. په کډوالۍ کې ېې شاوخوا په کال ۱۹۹۴ زېږدي کې د بي بي سي په تعليمې پروژې کې ېې د نوي کور او نوي ژوند په راډيويي ډرامه کې کار پیل کړ.

دندې[سمول]

ښاغلی ممنون مقصودي د افغانستان د گوتو په شمار له څو تکړه ؤ ممثلانو ، هنرمندانو او اوپرايئي نندارا جوړوؤنکو څخه شمېرل کېږي. د ښاغلي ممنون مقصودي رسمي دندې په کابل کې د راډيو ډرامونو ، راډيو داستانونو ، فلمونو او د نندارې پر بهیر کې ېې د تمثیلي پارچو او هر اړخیزو سټېج ډرامو څخه پیلېږي. له ۱۹۹۴ څخه راپدې خوا د بي بي سي سره په تعلیمي پروژې کې د فعال ممثل، سناریسټ، او راډيو ډرام ډايرکټر په توگه دنده ترسره کوي.

هنري ژوند[سمول]

د ښاغلی ممنون مقصودي له خولې چې وايي ٫٫ما خو د ډېر ابتدا څخه د تمثیل سره مینه درلوده ، کله چې زه په اووم او اتم ټولگي کې وم نو ما احساس کړه چې زما مشره خور صائیمه مقصودي چې په راډيو ډرامونو کې کار کاوه، اوزما مشر ورور داوود مقصودي، دی هم په راډيو ډرامونو کې هیرو دی ،نو کله چې به ما د خپلو استادانو نه ددوی د ښو کارکردگیو توصیفت اورېده نو خدای شته چې خوند به ېې راکاوه٬٬. او دغه هیله او هیجان په ما کې هم پیدا شو چې بلآخره زه هم خپل استعداد وآزمويم،،. دغه راز د ښاغلي ممنون مقصودي تمثیلي استعداد د لومړنيو زده کړو په دوران کې د ملي ورځو د نمانځلو او د ښوونکي د ورځ په وياړ د پروگرامونو په لړ کې پیل شوی او لړۍ ېې تر د افغانستان د ملي راډيو ټلويزیون او ملي نندارې تر وره پورې رسېدلای. د ښاغلي ممنون مقصودي له قوله ، دده لومړني د تمثیل زده کړه کې د استادانو لکه د ارواښاد فضل محمد فضلي چې په ف ـ فضلي ېې هم شهرت درلود نوم يادولای شو او تر څنگ ېې د استاد رفیق صادق نوم هم يادېږي. ښاغلي ممنون مقصودي که څه هم چې په لس هاؤ تياترنندارې، راډيويي ډرامې، تمثیلي پارچې او لس هاؤ فلمونو کې ونډې لرلې دي او څرگند شوی دی خو تر ټولو هغه ېې شهرت په د (( د کونډې ځوی )) فلم کې ډېر ترلاسه کړ او د خلکو تر منځ د شادگل د کرکټر په نوم مشهوره شو چې تر اوسه ېې دغه هنري کرکټر د خلکو تر منځ بې جوړې بريالی يادېږي .

هنري لاسته راوړنې[سمول]

د کډوالۍ نه د مخه ښاغلي ممنون مقصودي د لومړني افغاني ډرامې ((د کونډې ځوی)) په ټيلويزيوني لړۍ کې راڅرگند او ښه وځلېده همداسې ېې د کډوالۍ په وخت په وروستيو کې په يوهنري فلم کې هم راڅرگند شو . دا فلم (( نیلوفر در باران)) نومېده اود فلم ډائرکټر ېې همايوون کریمپور دی چې په فرانسې کې مېشت دی. نوموړی هنري فلم په فرانسوي ، او فارسي ژبه جوړ شوی او د همايوون کریمپور په نوښت د نړۍ په اتو غټو فيسټيوالونو کې ښودل شوی دی چې يو شمېر جایزې ېې اخیستې دي ، همداراز ښاغلی ممنون مقصودي د بي بي سي د نړېوالې راډيو له طرفه په ښو جايزو ستايل شوی دی او نورې کورني لاسته راوړنې هم لري.

مدني حالت ښاغلی ممنون مقصودي متحل دی او دوه ځامن او يوه لور لري. د ممنون مقصودي مېرمن لينا مقصودي نومېږي او هغه هم د نوي کور نوي ژوند په راډيويی ډرامو کې د عاطفې تر رول لاندې رول لوبوي .

فلمونه[سمول]

ممنون مقصودي تر اوسه پورې د لسو نه زيات هنري فلمونو کې راڅرگند شوی دی . د هغو له کتاره ېې دغه فلمونه ډېر د يادېدو وړ دي .

  1. عزت
  2. پښېماني
  3. زهر
  4. پرانيستې غېږ
  5. د کونډې زوی
  6. نيلوفر در باران
  7. ارمان

سرچينې[سمول]

د بي بي سي سره مرکه