معصوم ستانکزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد معصوم ستانکزی (معسوم ستانکزی) د افغانستان د ملي امنیت سرپرست ریس او پخوانی دفاع وزیر دی. نوموړی په جلال آباد ښار کې د ملي امنیت د ځانګړی قطعه له لوري په یولړ عملیاتو کې د زوې کورنۍ د څلورو غړو (ورونو) له وژل کیدو وروسته خپله دنده پریښوده.

معصوم ستانکزی
معصوم ستانکزی
معصوم ستانکزی

د ملي امنیت ریس
د واکمنۍ دوران
۱۸ ثور ۱۳۹۵ – ۱۴سنبله ۱۳۹۸
 
مسعود اندرابی
دفاع وزیر
د واکمنۍ دوران
۳ جوزا ۱۳۹۴ – ۱۸ ثور ۱۳۹۵
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر
د شخص معلومات
زېږېدنه ۱۹۵۸
محمد آغې ولسوالۍ، لوګر ولایت، افغانستان
تابعیت افغانستان
لقب د ملي امنیت پخوانی ری.
عملي ژوند

پیژندنه[سمول]

محمد معصوم ستانکزی (په انگرېزي: Mohammad Masoom Stanekzai) د محمود خان ستانکزی زوی دی چی په کال 1958 زیږیز کی د افغانستان په سویل ختیځ ولایت لوگر کی نړی ته سترگی غړولی.

زدکړی[سمول]

لومړنۍ زده کړې يې د مغل خیلو په ښوونځی کې او دويمې زده کړې يې د محمد آغی په عالي ليسه کي بشپړی کړی. ښاغلي ستانکزی د خپلو لوړو زده کړو پيل د کابل مخابرات انستیوت د مایکرو ویف په څانگه کې کړی،او د انستیتوت له فارغیدو وروسته يې د ليسانس بشپړه دوره د مخابري په برخه کي حربی پوهنتون کې سر ته رسولې. د ليسانس له دوری وروسته يې خپله لومړنۍ ماسټري د مدیریت او اداری علوموڅانگه کي د پریستون پوهنتون کې بشپړه کړې، نوموړي خپله دويمه ماسټري یی (د اوږد محاله پرمختگ او رغونی فلسفی انجینری) کې د برطانیا په کامبریج پوهنتون کې سر ته رسولې همدا راز ښاغلی ستانکزی په ۲۰۰۸ کال کی د امریکا متحده ایالاتو د سولي انستیتوت سره تحقیقی کار کړی دی، چی ددی تحقیق تمرکز په افغانستان کی د امنیت، بیا رغونی او ملی روغې جوړې په هکله ووُ.

کاری شالید[سمول]

ښاغلي ستانکزۍ په بیلابیلو لو‌‌‌‌‌‌ړپوړو دولتی او غیر دولتی ادارو کی رسمي دندې ترسره کړي. ښاغلي ستانکزی د حربی پوهنتون له فراغت وروسته د افغانستان ملی پوځ سره یوځای شو ،او تر ۱۳۷۴ ل کال پوری د هیواد بیلابیلو برخو کی د افغانستان د خپلواکی او ارضی تمامیت نه دفاع کړی. نوموړي د ملي دفاع وزارت د تشکیلاتو او اوپراسیون ریاستونو په چوکاټ کی، د غنډ قوماندان او د فرقې د معاون په توگه دنده ترسره کړې ده. ښاغلی ستانکزی په ۱۳۷۴ ل کال کی په داسی حال کي چی د قرغی فرقه مرستیال قوماندان او د دگروال نظامی رتبي خاوند وُ ،د رژیم د بدلیدو له امله پوځ پریښودو ته اړ شو، او له هغه نه وروسته د مهمو دندو لړليک يې په لاندی ډول دی ː • ۲۰۰۰ - ۲۰۰۲ زېږديز کال په ترڅ کی د افغانستان د بیارغونې او انرژی سمپا د موسسي (اریا) عمومی ریس • ۲۰۰۲ -۲۰۰۴ زېږديز کال په ترڅ کی د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزیر • ۲۰۰۴ -۲۰۰۶ زېږدیز کال په ترڅ کی د ولسمشر امنیتی سلاکار وزیر او د وسلي ټولولو (دی دی آر) د پروسی مشر • ۲۰۰۶ -۲۰۱۰ زېږديز کال په ترڅ کی د ولسمشر امنیتی سلاکار وزیر او د ملکی کولو او بیارغونی د پروسي (ډایاک) مشر • ۲۰۱۰ - ۲۰۱۵ زېږديز کال په ترڅ کی د ولسمشر د کورنیو چارو امنیتی سلاکار او د سولي عالی شورای د دارالانشا ریس • ۲۰۱۵-۲۰۱۶ زېږديز کال په ترڅ کی د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست او د سولي چارو کی د ولسمشر ځانگری استازي

لاسته راوړنی[سمول]

ښاغلی ستانکزی د پوځی چارو برسیره ، د مخابرات، بشری مرستي رسوني، تولنیز پراختیا، د تجدید وړ انرژی اود دولت داری د ډیزاین او مدیریت په برخه کی د پنځه ویشت کالو د تجربي خاوند دی. په مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت کی ښاغلی ستانکزی د تکنالوژی له پلوه د یو غښتلی افغانستان بنسټ کیښود، چی په دی وخت کی د بیلابیلو مخابراتی شرکتونو د فعالیت د پیلیدو برسیره د افغانستان ملی مخابراتی شرکت (افغان تیلی کام) بنسټ کیښودل شوُ. ښاغلی ستانکزی د مخابرات په برخو کی د نوری فایبر د شبکی د پلان بنسټ ایښودونکی بلل کیږی اود لومړی ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کی خلکو ته دا زمینه برابره کړه چی تر څو د انترنت په واسطه تول نړی سره اړیکی تینگې کړی. ښاغلی ستانکزی د خصوصی امنیتی شرکتونو د عملیاتی چارو قانون طراح بلل کیږی، چی د خصوصی امنیتی شرکتونو صلاحیت، عملیات او د قدرت محدوده په کی ټاکل شوی ده. ښاغلي ستانکزي په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د امریکا د سولې په انستیتیوت(USIP) کې، د شپږو میاشتو لپاره، د سر محقق په توگه د سولې او امنیت په برخه کې علمي څیړني ترسره کړي دي او د بیلابیلو موضوعاتو لکه امنیت، پرمختگ او سولې په هکله یې لیکنې او مقالې چاپ او خپرې شوي دي او برسیره په دی ښاغلی ستانکزی د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسون سره هم کار کړی. په ملی دفاع وزارت کی ښاغلی ستانکزی ښی لاسته راوړنی درلودی، چی د مسلح مخالفینو ډيري عملیاتونه ناکام او د مهم او ستراتیژیکو مناطقو د سقوط مخه ونیوله ، ښاغلی ستانکزی د خپل وزارت په موډه کی د افغانستان د نوی هوایی ځواک بنسټ کیښود او برسیره په دی چی افغان هوایی ځواک د مختلفو هلی کوپترو ، جنگی جیټونو سره مجهز کړل ، لومړی ځل افغان ملی پوځ د بی پیلوټو الوتکو سره مجهز شول. ښاغلی ستانکزی په دی ډیره لنډه موده کی د افغانستان هوایی ځواکونو د تنظیم او نوی وسایل د مجهز کولو ورسته د یوه پرتمینه مراسمو په ترڅ کی د افغان هوایی ځواک وړتیاوی افغان ولسمشر او ملت ته وړاندی کړی. ښاغلی ستانکزی د ۲۰۱۶ م کال د می میاشتی په پنځمه د افغانستان ولسمشر لخوا د ملی امنیت اداري د عمومی ریس او د ولسمشرد سلاکاروزیر په توگه وتاکل شو