Jump to content

مطیع لله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مسلمانانو واکمن او خلیفه ابو القاسم الفضل المطیع الله بن جعفر المقتدر بن احمد المعتضد بن طلحة الموفق بن جعفر المتوکل العباسي الهاشمي القرشي ( ۳۰۱-۳۶۳هـ س) ۹۱۴ – ۹۷۴ ز) چي په عامه توګه د مطیع لله په نامه یاديږي، په بغداد کي د بني عباس کورنۍ درویشتم خلیفه وو. نوموړی په ۳۰۱ هجري سپوږمیز کال کي زېږېدلی وو، او په ۳۳۴ هجري کي د مخکني خلیفه مستکفي باللہ له پرځېدو وروسته واک ته ورسېدی.

مطیع لله
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۹۱۴ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۲ اکتوبر ۰۹۷۴ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې

د مطیع لله واکمني په عباسي خلافت کي د مخکنیو عباسیانو په څېر یوه تش په نوم واکمني وه، چي د واک ساحه یې تر عراق دباندي نه وتل، او د حکومت سیاسي او فوځي چاري ټولي د عزالدوله په نوم یو شخص چي له دیلمي شیعه ګانو سره یې اړه درلوده په لاس کي وې. مطیع لله ددې لپاره چي د یاد شخص له نفوذ څخه ځان وژغوري د افغان واکمن سبکتکین سره یې اړیکه ونیول او هغه یې عراق ته راوباله، خو دا چي سبکتکین او خپله خلیفه دواړه ناروغان وه په لاره کي یې خپل روحونه حق ته وسپارل او جنازه یې بغداد ته راوړل سوه. د مطیع لله د مرګ نېټه 364 هجري سپوږمیز کال وو، او تر مرګ وروسته یې زوی طائع لله واک ته ورسېدی.