Jump to content

متقي لله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
متقي لله
إبراهيم المتقي لله (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۹۰۸ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
جولای ۰۹۶۸ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ژبې
دنده
Caliph (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې

د مسلمانانو واکمن او خلیفه ابو اسحاق ابراهیم بن جعفر المقتدر بن احمد المعتضد بن طلحه الموفق بن جعفر المقتدر بن متوکل العباسي الهاشمي القرشي ( ۲۹۵-۳۵۷هـ س) چي په عامه توګه د متقي لله په نامه پېژندل کیږي، په بغداد کي د عباسي خلیفه ګانو یوویشتم واکمن وو. نوموړی په ۳۲۹ هـ س / ۹۴۰ زیږدیز کال کي د خپل ورور راضي بالله له مړیني وروسته د واک ګدۍ ته ورسېدی او په ۳۳۳ هـ س / ۹۴۴ زیږدیز کال کي له دندي ګوښه سو.

واکمني او مړینه

[سمول]

متقي لله د عباسي خلافت مشرتوب هغه وخت لاسته راوړ کله چي ددغه واکمنۍ نفوذ د اسلامي نړۍ له لویي برخي څخه په بشپړه توګه راټول سوی وو، او خپله عباسي دربار هم د امیر الامراء په نوم د یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي له لوري اداره کېدی. امیر الامراء په عباسي دربار کي هغه رتبه وه چي تر متقي مخکي واکمنانو رامنځ ته کړې وه، او هغه کسان به یې ورباندي ټاکل چي ددوی په فکر به د نفوذ او ځواک څښتنان وه او عباسي واکمني یې له ګواښونو څخه ژغورلای سوای، خو د وخت په تېرېدو سره د یادي رتبې څښتنانو دومره واک ترلاسه کړی وو چي خلیفه ګان به یې بدلول رابدلول او هر هغه څوک چي به یې نه وو خوښ، له واکه یې غورځاوه.

د متقي لله په واکمني کي د عباسي خلافت امیر الامراء توزون نومېدی چي له آره ترک او په 331 هجري کي یې دغه دنده لاسته راوړې وه. نوموړی د وخت په تېرېدو سره د نورو چارواکو په څېر ډېر ژر زورواکيو ته لاس واچاوه او په 333 هجري کي یې خلیفه لمړئ له واکه لیري او بیا په سترګو ړوند کړ. تر ړندېدو وروسته متقي لله د توزون په امر بندخوني ته واچول سو او تر 24 کاله زندان تېرولو وروسته یې په 357 هجري سپوږمیز کي خپل روح د شپېتو کالو په عمر حق ته وسپاری.