منځپانگې ته ورتلل

مستکفي بالله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مستکفي بالله
عبد الله المستكفي بالله (عربي

)
عبد الله المستكفي بالله بن علي المكتفي بن المعتضد (عربي

)
[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۱ نومبر ۰۹۰۸ — ۰۹۰۴ (Gregorian)[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
سېپتمبر ۰۹۴۹ — ۰۹۴۹ (Gregorian)[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې ځای
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو القاسم عبدالله المستکفي بالله بن علي المتکفي بن احمد المعتضد بن طلحة الموفق بن جعفر المتوکل العباسي الهاشمي القرشي ( ۲۹۲-۳۳۸هـ ق ) چي په عامه توګه د مستکفي بالله په نوم یاديږي، په بغداد کي د بني عباس کورنۍ دوه ویشتم خلیفه وو.

مستکفي بالله په ۲۹۲ هجري کال کي وزېږېدی، او په ۳۳۳ هجري سپوږمیز کي یې د مخکني عباسي واکمن متقي بالله تر پرځېدو وروسته واک په لاس کي واخیست.

واکمني او مړینه

[سمول]

مستکفي بالله د عباسي خلافت د مخکنیو مشرانو په څېر یو کاواکه خلیفه وو، چي د نفوذ ساحه یې نه یوازي تر عراق پوري تړلې وه، بلکي په دربار کي دننه یې هم چنداني سیاسي او فوځي واک نه درلود، او پریکړي ټولي د امیر الامراء په نوم چارواکي ترسره کولې. د نوموړي د واکمنۍ پر مهال له پارس څخه د دیلمیانو په نوم یوه شیعه ډله چي په ډېر لنډ وخت کي یې تر عراق او عباسي دربار پوري نفوذ غځولۍ وو، راپورته سوه او په پای کي یې مستکفي بالله تر یو لنډمهاله حکومت وروسته لمړئ له واکه لیري او بیا پسي ړوند کړ. تر ړندېدو وروسته نوموړی د معزالدوله دیلمي له لوري بندخوني ته واچول سو، او د خلافت چاري د دیلمیانو په خوښه نوي عباسي واکمن مطیع بالله ته وسپارل سوې. مستکفي بالله په یاده بندخونه کي نژدې څلور کاله زندان تېر کړ او په 338 هجري کي د 42 کلونو په عمر باندي وفات سو.

  1. 1 2 3 ويل شوي په: al-Aʻlām (Dār al-ʻIlm, 2002). Page(s): 104. Volume: 4. خپروونکی: Dar El-Ilm Lilmalayin. اثر ژبه: عربي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۲. ليکوال: Khayr al-Din al-Zirikli.