مشال راډيو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مشال راډيو د آزادي اروپا آزادۍ راډيو لخوا د ۲۰۱۰م کال د جنوري پر ۱۵مه نېټه له پراگ چېک جمهوريت څخه په پښتو ژبه په خپلو خپروونو پېل وکړ. دا خپروني د پاکستان او افغانستان د سرحدي سيمو په گډون د پاکستان د قبايلي سيمو او پښتونخوا ايالت لپاره پېل شوې. مشال راډيو خپروني په لومړي سر کي دوه ساعته، بيا څلور، وروسته شپږ او اوسمهال هره ورځ نهه ساعته پښتو خپروني لري چي د پښتونخوا په وخت د سهار له نهو بجو څخه پېليږي او د ماښام پر ښپږو بجو پای ته رسيږي. مشال راډيو په پاکستان او افغانستان کي د ۲۰ خبريالانو سربېره په پراگ کي ۱۷ خبريالان لري چي د سيمي او نړۍ په هکله د خبرونو او راپورونو تر څنگ د مذهب، اقتصاد، ژبي او ادب، روغتيا، زده کړي، ښځو او ځوانانو سربېره پر يو شمېر موضوعاتو ځانگړي اونيزي خپروني هم لري.

دمشال راډيو تگلاره

مشال راډیو د ولسواکۍ یا ډېموکراسۍ او د بشري حقونو ملاتړ کوي چې په ډېموکراټیکو هېوادونو کې عام دی. خو د دې سربېره مشال راډیو د کومې ځانگړې تگلارې یا پالیسۍ او یا هم د قانون ملاتړ نه کوي او نه هم کوم مقام ته د چا د انتخابېدو یا انتصابېدو ملاتړ کوي . مشال راډیو، لکه څنگه چې په هیلسنکي کې د اروپا د امنیت اوهمکارۍ د غونډې (کنفرانس) په وروستي سند کې ویل شوي د خپل برخلیک په باب د خلکو د حقوقو ملاتړ کوي.خو له دې سره سره د مشال راډیو خپرونې اومطالب باید د بېلتون غوښتونکیو یا تجزیه غوښتونکیو تایید او ملاتړ و نه کړي. مشال راډیوله نړیوالو منل شویو اصولو او نورمونو سره سم د ټولو خلکو د سفر او مهاجرت د ازادۍ ملاتړ کوي.خو له دې سره سره به مشال راډیو په خپلو خپرونو او مطالبو کې خلک مهاجرت ته و نه هڅوي .

اخلاقي اصول

د مشال راډیو کارکوونکي او د دې راډیو د خپرونو همکاران باید په خپل سلوک او چلند کې لوړ اخلاقي اصول رعایت کړي. دوی باید له افرادو، ډلو، د دې راډیو د خپرونو د ساحې په داخل یا ورڅخه دباندې له سیاسي یا تجارتي موسسو سره په خپلو اړیکو کې د شخصي گټو له شاملولو څخه په ځانگړي ډول ځان وساتي . د مشال راډیو کارکوونکي او همکاران باید په هیڅ ډول د دې راډیو له نوم او اعتباره د شخصي گټو ا و شهرت لپاره کار وانخلي

د مشال راډيو کاري اصول

د مشال راډیو ټول خبریالان یا د دې راډیو کارکوونکي باید دا اصول په پام کې ونیسي :

کره والی

د مشال راډیو خبریالان به تر وسه وسه هڅه کوي چې دانټرنېت له لارې د خپرېدونکیو مطالبو په شمول یې ټول راپورونه اوخبرونه دقیق اوکره وي.که په کوم مشخص مورد کې شک یا اختلاف موجود وي ،خبري مالومات باید لږ تر لږه د دوو خپلواکو سرچینو پر بنسټ برابر شي . د مشال راډیو خبریالان او ژورنالیستان داسې مطالب نه خپروي چې د آوازو یا نا تایید شویو مالوماتو پر اساس وي. که په کوم خبر یا رپورټ کې تېروتنه وشي ، نو ژر تر ژره به یې سموي.

بې پریوالی او انډول ساتنه

ټول مالومات له واقعیتونوسره سم وړاندې کېږي چې د پېښو اومسایلو په اړه د خلکود پوهېدو سطحه لوړه شي اوکوم لور ته له تمایل او تحریفه پرته وضاحت په منځ کې وي . د مشال راډیوخبریالان به په دقت سره مخالف یا متفاوت نظرونه په داسي ډول وړاندې کوي چې په ټولومسلو کې یې انډول ساتلی وی .که د راپور د اڼدول ساتلو لپاره د یوې ډلې یا شخص نظرمهم وي اوهغه له څه ویلو ډډه کوي ، مناسبه ده چې په راپورکې یې یادونه وشي . مشال راډیو د واکمنې یا مخالفې ډلې، تنظیم، تجارتي یا نورو سازمانونو یا کوم مذهبي شخصیت په شمول ،که هغه په داخل کې وي یا بهر، د هیڅ سیاسي گوند ملاتړ نه کوي.او نه د کومې سیاسي ،قومي یا مذهبي نظریې تبلیغ، تایید یا سپارښتنه کوي .

شننې، تبصره او سر مقاله

ټول راپورونه او نور مطالب باید دموضوع دسابقې په باب ضروري مالومات اوتوضیحات ولري چې له اورېدونکي سره دموضوع په ښه پوهېدو او د وړاندې شویو مالوماتو د پایلو په رسولو کې مرسته وکړي. خبریالان باید خپل شخصي قضاوت یا نظر په راپورونو کې ورگډ نه کړي . په ټولیز ډول، باید له تبصروډډه وشي. مشال راډیو غوره بولي چې شخصي نظریې وڅېړل شي . د مشال راډیوکارکوونکي یوازې په استثنايي مواردو کې په دې شرط تبصرې لیکلی شي چې مخکې ترمخکې د خپرونو رييس یا مرستیال ورسره موافقه کړې وي. هغه تبصرې ،چې له راډیو دباندې یې نورکارپوهان لیکي، باید دمشال راډیوپرمسلکي معیارونو برابرې وي .

د درناوي اصل، نرمه اومعتدله ژبه

د خپرونو وړاندې کوونکي اود مطالبو لیکونکي باید تل له نرمې او منځلارې ژبې کار واخلي چې ټولو انساني حقونو ته د درناوي د اصل د رعایتولو او د منطقي دلایلو پر اساس د متمدن سلوک ښکارندوی وي. په خپرونو اومطالبو کې باید داسي مواد شامل نه وي چې د کوم چا یا ډلې مذهبي،قومي، ټولنیز ، اقتصادي یا کلتوري باورونو ته سپکاوی گڼل کېږي اوباید په ټولومطالبو کې د درناوي او ادب معیارونه په نظر کې وساتل شي. په مطالبواوخپرونو کې باید داسي مواد شامل نه وي چې لمسوونکي وي یا تاوتریخوالي ته د خلکو احساسات پاروي .د ناکراریو یا د کړکېچن حالت په اړه خپرونې باید انډولې او د حقیقت پراساس وي .

مرکزي دفتر

د مشال راډيو مرکزي دفتر د چېک جمهوريت هېواد په پلازمېنه پراگ کې دی چې پته يې په لاندې ډول ده:

Mashaal Radio RFE/RL, Vinohradska 159A Praha 10, 100 00 Prague Czech Republic