مسلم بن حجاج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مسلم بن حجاج
(اراگونېسي: مسلم بن الحجاج‎‎ د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مسلم بن حجاج
مسلم بن حجاج

د شخص معلومات
پيدايښت ۰۸۲۱[۱][۲][۳]
مړینه 6 مې 875 (53–54 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت عباسي خلافت  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاد امام بخاری
امام احمد بن حنبل  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نامتو زده کونکي ابو عيسى محمد الترمذي  د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عربي[۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فقه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ځانګړي کړنې صحيح مسلم  د (P800) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د صحيح مسلم د مؤلف کنيت ابو الحسين دئ نوم او نسب يې مسلم بن الحجاج بن مسلم بن ورد بن كوشاذ دئ.


امام مسلم ته د نسب له کبله القشيري او د وطن لکبله النيسابوري ويل کيږي . قشير د قاف په پېښ او د سين په زور د عربو مشهوره قبيلة ده او نيساپور د خراسان د ښارونو څخه يو ښار دئ. امام مسلم د حديثو د علم په ډګر کي د ډېر لوړ شان او مقام څښتن و و د خپل عصر پر خلکو باندي يې په علمي مهارتونو کي وړانديتوب ټولو ته منل سوئ و و آن تردې چي د مسلم رحمة الله عليه  د زمانې دوو سترو امامانو او د حديثو حافظانو ابو الزرعة او ابو حاتم د مسلم پر ستر علمي مقام شاهدي ورکړې او دى يې د خپل عصر تر ټولو ستر عالم بللى دئ .  


امام مسلم رحمة الله عليه په ٢٠٢ هجري کال کي زېږېدلى دئ ځيني وايي چي په ٢٠٤ هجري قمري کال کي  او ځيني بيا وايي په ٢٠٦ هجري قمري سنه کي زېږېدلى دئ .


امام مسلم رحمة الله عليه   د ٥٥ کلونو په عمر د نيساپور څخه بهر په نصرآباد کي د يکشنبې په ورځ پر ٢٥ د رجب په ٢٦١ هجري سنه کي وفات سوئ دئ .


امام مسلم د يحيى بن يحيى النيسابوري ، أحمد بن حنبل ، إسحاق بن راهويه ، عبدالله بن مسلمة القعنبي  رحمة الله عليهه او نورو سترو مشايخو څخه احاديث اورېدلي دي .


د امام مسلم رحمة الله عليه  څخه د خپلي زمانې غټو امامانو او د احاديثو حافظانو روايات کړي دي چي د هغو د ډلي څخه ابو حاتم الرازي ، موسى بن هارون ، احمد بن سلمة ، ابو عيسى الترمذي ، ابو بكر بن خزيمة ، يحيى بن صاعد ، ابو عوانة الاسفرائيني  رحمة الله عليه هم دي . امام مسلم رحمة الله عليه  ډېر ستر او گټور کتابونه تاليف کړي دي لکه جامع الكبير على الأبواب ، مسند الكبير على أسماء الرجال ، الأسماء والكنى ، كتاب العلل ، كتاب الوحدان ، كتاب التمييز ، كتاب حديث عمرو بن شعيب ، كتاب مشايخ مالك ، كتاب مشايخ الثوري ، كتاب أوهام المحدثين ، كتاب من ليس له إلا راو واحد ، كتاب طبقات التابعين ، كتاب المخضرمين او داسي نور خو د امام مسلم تر ټولو ستر او مقبول کتاب صحيح مسلم دئ او دا کتاب د الله  جل جلاله  لخوا پر دې مسلمان امت باندي يوه لويه پيرزوينه او احسان دئ .



صحيح مسلم د امام مسلم رحمة الله عليه  پر اخلاص او علمي مهارتونو يو ستر شاهد دئ ، ځکه صحيح مسلم د حديثو د فن د عجائبو يوه لويه خزانه ده په ځانگړي ډول د احاديثو سندونه او متونه يې په داسي ښکلي ډول وډلي او بيان کړي دي چي د احاديثو په کتابونو کي يې هيڅ سارى نه ليدل کيږي آن تر دې چي د سند او متن د وډني او بيان له مخي صحيح مسلم پر صحيح البخاري لا هم فوقيت او لوړتيا لري . که څه هم صحيح البخاري د راويانو د وثوق او اعتماد او نورو وجوهاتو لکبله د صحيح مسلم څخه مخته او لوړ دئ او د ټول امت په اتفاق د قرآنکريم څخه وروسته صحيح البخاري اصح د کتابونو دئ .


امام مسلم رحمة الله عليه  د نبوي احاديثو سره دونه زياته علاقه لرل چي وايي يوه ورځ د حديثو د مذاکرې په مجلس کي چا د يو حديث يادونه ورته وکړه خو د لره په ذهن کي هغه حديث نه ورياد ېدئ د همدې حديث د تلاښ د پاره کور ته ننوتئ د خرما ټوکرۍ ورته را وړل سوه ، امام مسلم د حديث په فکر کي ووتر سهاره يې د حديث تلاښ کاوه او يوه يوه خرما به يې وخولې ته اچول او خړل به يې.  سهار يې حديث پيدا کړئ خو د حديث د تلاښ په فکر کي خوراک ته متوجه نه وو د ټوکرۍ ټوله خرما يې خوړلې وه او د همدې ډېر خوراک لکبله وفات سو .


وايي : أبو حاتم الرازي امام مسلم رحمة الله عليه په خوب کي وليدئ او پوښتنه يې ځني وکړه چي څه حال دي دئ ؟ هغه ورته وويل : الله تبارک و تعالي زما سره دونه احسان وکړئ چي د جنت په ۲هر ځاى کي يې د اوسېدو او تلو راتلو اجازه را ته کړې ده .

سرچينې[سمول]

تعليم الاسلام ويبپاڼه

g<ref>googleweblight.com/i?u=http://www.taleemulislam-radio.com/bashpar.php%3Fid%3D9643&hl=ps-AF&tg=160&pt=8&grqid=obmpYgB9&tk=7658715884427975195[مړه لينکونه]<ref>5

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنه: Aydın Əlizadə — سرليک: Исламский энциклопедический словарь — خپرونکی: Ansar — ISBN 978-5-98443-025-8
  2. دوتنه: various authors — سرليک: Encyclopaedia of Islam او Encyclopédie de l’Islam
  3. GND ID: https://d-nb.info/gnd/119196824 — د نشر نېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۱۱ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur