مسافرانه لمونځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

او کله چې تاسي پر ځمکه سفر کوئ په دې کې پر تاسي هیڅ ګناه نسته چې تاسي لمونځ کم کوئ.[۱]

په شریعت کې مسافر هغه څوک دي چې له کوره ۴۸ میله یا ۷۷ کیلو متره لیري ولاړ سي

د سفر کولو په اراده مسافر بلل کیږي او یا د درې ورځو د مزل په اندازه د سفر کولو په اراده سړی مسافر بلل کیږي. د درو ورځو د سفر اندازه د لمر تر زواله پوري ده

د مزل څخه مراد میانه مزل او د ورځو څخه مراد ترټولو کوچنۍ ورځ ده

مسافر به تر هغه پوري لمونځ سفریانه کوي ترڅو چې د ۱۵ ورځو یا زیاتو ورځو د اقامت نیت یې نه وي کړي. چې کله یې د اقامت نیت وکړ یعني چي د مقصد په ځای کي ۱۵ ورځي کوم نو هغه وخت به لمونځ پوره کوي او که چیري د ۶ یا ۸ شپو نیت وکي مګر کار یې خلاص نه سو  بیا یې د یو څو ورځو نیت وکړ او دا سي ډیري ورځي په نن سبا کي پر تیري سوې دا مسافر دئ لمونځ به مسافرانه کوی.

د مسافرانه لمانځه نیت[سمول]

نیت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم دوه رکعته فرض مسافرانه په دې حاضر وخت د ماپښین یا مازدیګر یا ماخستن خاص خدای تعالی لره مخ مي کړ پر لوري د کعبې شریفي الله اکبر د مسافر او کورني سړي په لمانځه کې دا فرق دي چې مسافر به د څلورو فرضو رکعتو پر ځای دوه رکعته فرض کوي. وتر واجب ، د ماښام لمونځ ، د سهار لمونځ به پره کوي. لیکن که چیري یو مسافر د یو کورني مقیم امام تر شا لمونځ کوي نو هغه وخت به څلور رکعته پوره کوي قصر به یې نه کوي.

د سفر د لمانځه یوڅو ضروري مسئلې[سمول]

  • مسافر چې تر څه وخته پوري د خپل کلي د آبادۍ څخه د باندي ووزي تر هغه وخته پوري به مسافرانه لمونځ نه کوي که چيري دیو ښار په آبادي کې دننه و نو تر څو پوري چې د آبادي څخه د باندي ولاړ نه سی مسافر نه ورته ویل کیږي.[۲]
  • که چیري یو مسافر څلور رکعتیز لمونځ پوره وکړي او قصر یې نه کړي نه که یې چیري په دوهم رکعت کي ناسته وکړه نو په آخر کي دي سجده سهوه وکړي چي لمونځ یې صحت و مومي لیکن که یې په قصد څلور رکعته وکړه نو ګنهګاره کیږي او که یې په هیره سره څلوره ر کعته وکړه نو دوه رکعته یې فرض او پاته دوه رکعته یې نفل بلل کیږي. او که چیري یي تر دوهم رکعت وروسته ناسته نه وکړه نو څلور سره نفل کرځي. دوه رکعته فرض به دوهم واري کوي.[۳]
  • که مسافر چیري پر یو ځای باندي په بیغمي او اطمینان سره د ځان ساتني لپاره ودریږي نو ښايي چې سنت موکد هم وکړي او که يې تلوار وي یا موټر یا ریل ګاډي څخه د پاته کېدو خطر وي او یا بله داسي بې اطمیناني وي نو په سنتو پریښودلو کې ګناه نسته . [۴]

مګر د سهار د لمانځه سنت دي نه پریږي ځکه ځینو علماو په ترک د دوی درجه واجب ته نږدې کړیده

  • کوم لمونځ چې په سفر کې قضا سي تر مقیم کیدلو وروسته دی هم د هغه لمامنځه قضايي مسافرانه راوړي.[۵]
  • که چیري امام مسافر و او مقتدیان یې کورني وه امام دي خپل دوه رکعته پوره کړي او سلام دي و ګرځوي او کورني مقتدیان دي سلام نه ګرځوي د امام تر سلام کرځولو وروسته دي دوه رکعته نور وکړي او په هغه دواړو رکعتو کې دي قرائت نه وايي. بلکي د قرائت ویلو په اندازه دي پټه خوله ودریږي.[۶]
  • که چیري مسافر په کورني امام پسي لمونځ کوي په دې صورت کي به مسافر هم پوره څلور رکعته کوي.
  • که څوک پر لمانځه ولاړ و . د پنځلسو ورځو نیت یې وکړ. نو کورنی مقیم سو نو په دغه صورت کې چي نیت یې د اقامت کړی وي هغه لمونځ به هم پوره کوي او قصر به نه کوي. [۷]
  • که يې په ښار یا کوم بل ځای کي تر ۱۵ ورځو کم د اوسیدو نیت و مسافر دئ ده لره ښايي مسافرانه لمونځ وکړي.[۸]
  • که چیري امام مسافر و او مقتدیان يې کورني وه په دې صورت کې به مقتدي د رکعتونو تعداد معلوموی. نیت به داسي تړي:- نیت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم فرض د ماپښین یا مازدیګر یا ماخستن خاص خدای تعالی لره اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسي مخ مي دي پر لوري د کعبې شریفي الله اکبر

یاداښتونه او سرچینې[سمول]

https://rangaarang.wordpress.com/2015/08/30/%d9%85%d8%b3%d8%a7%d9%81%d8%b1%d8%a7%d9%86%d9%87-%d9%84%d9%85%d9%88%d9%86%da%81/

  1. ژباړه
  2. هدایه
  3. درمختار
  4. شامي
  5. عالمګیري
  6. عالمګیري
  7. بهشتي زبور
  8. هدایه