مرکزي آسیا - سویلي آسیا د برېښنا پروژه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مرکزي آسیا - سویلي آسیا د برېښنا پروژه یا CASA-1000 هغه پروژه ده چې په هغې کې د مرکزي آسیا هېوادونو تاجکستان او قرغزستان د جمهوريتونو بريښنا افغانستان او پاکستان ته به صادر شي دغه پروژه د « مرکزي آسيا ـ جنوبي آسيا پروژې د سيمه ييزې بريښنا بازار » (CASAREM) په نوم چمتو شوی دی. دغه پروژه (CASA-1000) دوه عمده برخې لري:

  • الف. د قرغزستان ۴۲۵ کيلومټره او تاجکستان ۲۵ کيلومټره جمهوريتونو له لارې د ۴۵۰ کيلومټره لوړ تناژ لروونکې بريښنا (HVDC) لين تمديد؛
  • ب. د تاجکستان ۱۱۷ کيلومټره ، افغانستان ۵۶۲ کيلومټره او پاکستان ۷۱ کيلومټره هېوادونو له لارو د ۷۵۰ کيلومټره لوړ تناژ لروونکي بريښنالين (HVAC) تمديد، شامل دي.

سرچينې[سمول]