مروری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Matricaria recutita
مروری
مملکه نباتونه
شاخه گل لرونکي نباتونه
طایفه یو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ د ستوریانو نباتونه (Asteraceace)
جينس مروری (Matricaria)

مروری (په لاتين: Matricaria recutita) د یو کلن زينتي نباتاتونو څخه یو شفا بخښونکي بوټي دی چی په شمالي آمريکا، آسيا، اروپا او آسټراليا کی شنه کېږي.

توصيف[سمول]

د مروری نبات د ستوریانو د کورنۍ څخه دی چی اوږدوالي یی ۵۰ سانتيمترو ته رسېدلای سی، پانې یی نری دی. نوموړي بوټي ژېړ نهنج او سپين گلپوښ لري. مروری د یونیو څخه تر اغسطس پورې گل کوي. د مروری بوتي په ځانگړي ډول اسانسونه لري. هر پوټي ۱ – ۳ ٪ د اسانسونو توکو محتوي درلودلای سی. د اسانسونو توکې په ځانگړي ډول په طب کی د التهاب عضلې شخی د علاج لپاره کارېږي. نوموړي توکې د هېړپس سیمپلکس پر ضد آغېره هم لري.