محمد علم بڅرکی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد علم بڅرکی

محمد علم بڅرکی (زوکړه ۱۹۲۱ زېږدي کال-مړینه ۲۰۰۳ زېږدي کال، هالېنډ) (په انگرېزي: Muhammad Alam Bacarkai) د ويښ زلميانو د غورځنگ يو بنسټ اېښودونکی، ليکوال او شاعر وو.

مخينه

محمد علم بڅرکی د حاجي محمد انور خان زوی پر ۱۹۲۱ ز کال د سويلي پښتونخوا په گلستان کلي کې زېږېدلی دی. دده پلرونه او نيکونه د هغې سيمې مخور مشران او خانان ول. دی د حاجي سعادت خان لمسی، د يار محمد خان کړوسی او د روشندل خان کودی دی. روشندل خان د لوی احمد شاه بابا په دربار کې د دفتر مشر وو او له همدې لامله د عرض بېگي په نامه یادېده. د بڅرکي صاحب کورنۍ د اڅکريو يوه روښانده او مترقي کورنۍ وه، چې تل يې د خپلو خلکو په روزنيزو او ښوونيزو چارو کې کارنده ونډه درلودلې ده. دوی د مخکښو او مېړنيو شخصيتونو په توگه په علمي، ټولنيز، سیاسي، ملي ادبي چارو او بیا سوداگريزو برخو کې ډېر اغېزمن رول لوبولی دی.

د بڅرکي صاحب مور بي بي امينه نومېده او د عبدالواحد خان پوپلزي لور وه. عبدالواحد خان په ارغستان کې اوسېده او پر خپل وخت د پوهې او نامه څښتن وو، چې له امير عبدالرحمان خان سره د اختلاف پر بنسټونو د کوټې ښار ته شړونی (تبعيد) شوی وو. د تكړه ليکوال او شاعر ننگيالي بڅرکي د لاسوندونو له مخې بڅرکی صاحب پر ۱۹۲۳ ز کال په يونیم کلنۍ کې خپله مور له لاسه ورکړه، نو هغه وو چې پالنه او روزنه يې د انا او نيکه له خوا کېده. خوله بده مرغه انا يې د ۱۹۳۶ ز کال د کوټې په ستره زلزله کې وفات شوه. بيا بڅرکی صاحب د خپل پلار او مشر ورور محمد افضل خان په سپارښت له کوټې څخه گلستان ته ولاړ او هلته دده په ژوند کې يو نوی بدلون راغی. دده مشر ورور چې يو روښاندی، ملي، ټولنيز او سیاسي مخکښ بلل کېده، د خپلې روزنې او پالنې تر اغېز لاندې راوست او دا لاره يې وربرابره کړه چې د گلستان په ښوونځي کې خپلې زده کړې پرمخ يوسي.

ددوی د کورنۍ يو شمېر غړي لکه عبدالصمد خان اڅکزی او محمد ايوب خان اڅکزی نامتو سياسي او ملي شخصيتونه تېر شوي دي چې د کانگرس گوند غړي هم ول. دوی د خپلو سياسي او ملي موخو د دودونې او څرگنداوي لپاره سياسي غونډې جوړولې او د خلکو په راويښولو کې يې لوی اغېز درلود. هغه وو چې بڅرکي صاحب يې هم ل تنکۍ ځوانۍ راهيسې تر اغېز لاندې راغلی او سیاسي لاره يې ورخپله کړې وه.

دا چې محمد علم بڅرکي ته تر لومړني ښوونځي وروسته په گلستان کې د نورو زده کړو شرايط مساعد نه ول، نو د خپل پلار په غوښتنه کندهار ته ولاړ او د شالمار په لېسه کې يې د زده کړو کابو تر لاسه کړه.

پر ۱۳۱۷ لمريز کال بڅرکی د يوه ښه او بريالي زده کوونکي په توگه حربي ښوونځي ته واستول شو او هلته دده د ښه استعداد په پام کې نیولو سره د پيلوټۍ په څانگه کې د ايټاليا بورس ته ونومول شو، خو داسې پېښ شول چۍ دده پر څای بل څوک واستول شو.

محمد علم بڅرکی پر ۱۳۱۸ لېږديز لمريز کال طب پوهنڅي ته وروپېژندل شو او هلته يې ۴ کاله زده کړې وکړې. لکه ځنگه چې دی په ټولنيز او سياسي ډگر کې د خپلواک اند و واند څښتن وو، نو ډېره ورته ستونزمنه وه چې له پوځي شرايطو سره ځان عيار کړي. ده هېڅکله نه شو کولای چې د انساني او ټولنيزو نيمگړتياوو په وړاندې بې توپیره پاتې شي او نيوکو گوته به يې ورته نيوله. له همدې لامله د پوڅيانو په تېره بیا د پوڅي زورواکانو نه خوښېده او دې ته يې اړايست چې په پوڅي اډانه کې خپلې زده کړې نيمگړې پرېږدي. په پایله کې د ژوند د ناخوالو له لامله هند ته ولاړ. له هغه ځايه بیا کوټې ته ولاړ او هلته يې د خپل مشر ورور محمد افضل خان تر سیوري لاندې څه ناڅه ارام ژوند غوره کړ.

بڅرکی صاحب د خپل زوندپه اوږدو کې په ادبي پلټنو، ليکنو او څېړنو باندې بوخت وو، له پوهنې او ادب سره ډېره مينه او لېوالتيا درلوده. ده خپله مطالعه لومړی د ناولونو له لوست څخه پيل کړه؛ د نامتو هندي شاعر او لیکوال رابند راناټ ټاگور، اقبال لاهوري او نورو اثار يې ولوستل. عبدالصمد خان اڅکزي او محمد ايوب خان اڅکزي د مولانا ابوالکلام ازاد د ثارو لوست ته وهڅاوه. په دې لړ کې يې د نياز فتحپوري د نگار رسنيو لوست پر ذهني او رواني حالاتو دومره اغېز وکړ چې «مذهب» نومی کتاب يې پښتو ته وژباړه.

د بڅرکي صاحب اثار، ليکنې او ژباړې د هېواد په دننه او بهر کې په طلوع افغان، په کندهار او هېلمند ورځپاڼو، مهالنيو، همدا راز په کوټې مجله، امو جريده، د احمد شاه بابا د علمي ادبي ټولنې خپرنيز ارگان ملي هېنداره او نورو رسنيو کې خبرې شوې دي.

مدني اکر

مړينه

د افغانستان دغه نوميالی ليکوال پر ۲۰۰۳ ز کال د ۸۳ کالو په عمر د خپل پاک او سپېڅلي زړه په درېدو سره په هالېنډ کې په حق ورسېد.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- د ښځو تاريخ ته يوه کتنه.

۲- روسی يرغل پر افغانستان باندې.

۳- افغانستان مين حکمران پارټي (په اردو ژبه).

۴- ويښ ځلميان.

۵- د خان محمد ايوب خان سوانح.

۶- تاج، د رابند راناټ ټاگور د مکټ څخه ژباړه.

۷- طلسم عمل، ژباړه، دا اثر په طلوع افغان کې خپور شوی دی.

۸- د هيگل فلسفه، ژباړه، دا اثر په طلوع افغان کې خپور شوی دی.

ناچاپ نښيرونه يې

۱- د سوچه پښتو نژدې ۲۰۰۰ هغه وييونه چې فارسي او عربي ژبو د ښارونو څخه و صحراو ته فراره کړي دي. (په ځانگړي توگه په «توبه» کې).

۲- ساينټفيک ژوند.

۳- د حاجي محمد انور خان اڅکزي سوانح.

۴- The Cold and Dark - د Carl Sagan او Paul R. Ehrlich اثر - ژباړه - پر ژونپوهنيزو مسايلو باندې دايمي قواو.

۵- مذهب، د نياز فتحپوري اثر، ژباړه.

۶- نړيوال وير.

۷- مترقي مضامين.

۸- پښتو متلونه.

۹- ولسي ټوکې.

۱۰- د شعرونو ټولگه.

۱۱- ياداشتونه، د بېبليوگرافي په توگه.

۱۲- ياداشتونه، د کرونولوژي په توگه.

۱۳- پند و عبرت، د غربي فېلسوفانو د افکارو ټولونه.

اخځليک

  1. https://wasiweb.com/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D8%B9%D9%84%D9%85-%D8%A8%DA%85%D8%B1%DA%A9%DB%8C-%D9%BE%DB%8C%D8%A7%D9%88%DA%93%DB%8C-%D9%85%D9%84%D9%8A%D8%8C-%D9%BC%D9%88%D9%84%D9%86%DB%8C%D8%B2%D8%8C%D8%A7%D9%88-%D9%81/