محمد شريف بهاند
محمد شريف بهاند (په انگرېزي:Mohammad Shareef Bahand) په اقتصاد او نورو برخو کې يې د پام وړ هڅې کړي ، د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد وو. افغان لیکوال او شاعر ډاکټر لطيف بهاند، شاعر او لیکوال پوهندوی محمد آصف بهاند يې وروڼه دي .
مخينه
اراواښاد محمد شريف بهاند د محمد عمر زوی ، د ۱۹۵۲ ز کال د فبروري پر اتمه نېټه د کابل په بریکوټ کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د کابل دعلاوالدین په تجربوي ښوونځي او منځنۍ هغه يې د کابل د نجات په لېسه کې پای ته ورسولې . ( ۱۹۶۱ - ۱۹۷۳ کلونه ) لوړې زده کړې يې پر ( ۱۹۷۶ - ۱۹۷۹ ) ز کلونو د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د پلان جوړولو دیپارتمنت په څانگه کې پای ته رسولې دی . پر ( ۱۹۸۳ - ۱۹۸۵ ) ز کلونو يې د برلین د همبولت پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي نه په لوړه درجه د ماسترۍ دیپلوم ترلاسه کړ.
دندې
له هېواده مهاجرت
مړينه
محمد شریف بهاند د ۱۳۹۰ لمریز کال د چنگاښ د میاشتې د ۲۶ نېټې پر سهار د جرمني په يوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ لامله په حق ورسېد .