محمد شاکر فاروقي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوهنيار محمد شاکر فاروقي د ارواښاد مولوي عبدالمالک زوى په ١٣٥٩ ل کال د ننگرهار ولايت، په سرخرود ولسوالۍ ککړک کلي کې زېږېدلى دى. پر هیواد د وخت د شوروي اتحاد د يرغل له امله يې کورنۍ د پاکستان کرمه ايجنسي سيمې ته هجرت وکړ.

زده کړې[سمول]

زده کړې یې پر ١٣٦٦ل کال د کرمه ايجنسۍ د مهاجرو د کيمپ په (لومړني او متوسطه ښوونځي) کې پيل کړې. کله يې چې اتم ټولگى هم په دې ښوونځي کې بشپړ کړ، نو په ١٣٧٤ل کال کې يې ځان د صدې بازار (غرغښت عالي لیسې) ته بدل کړ. محمد شاکر فاروقي په ١٣٧٨ل کال کې له نوموړې لیسې فارغ او په کابل کې يې د کانکور په ازموينه کې گډون وکړ. د ازموينې پايله يې د ننگرهار پوهنتون انجينرۍ پوهنځي ته برياليتوب و؛ خو د يو شمیر کورنيو ستونزو له امله ونه توانید چې پوهنتون پيل کړي. ځوان محمد شاکر همداسې وزگار هم پاتې نه شو او له خپل پلار ارواښاد مولوي عبدالمالک څخه يې ديني زده کړو ته پلتۍ ووهله او تر څنگ يې په غرغښت لیسه کې د رياضي، فزيک، هندسې او مثلثات د مضامينو د ښوونکې په توگه مقدسه دنده هم سرته رسوله. کله چې ستونزو ځوان محترم پوهنیارمحمد شاکر فاروقي ساه اخيستو ته پرېښود؛ نو په ١٣٨٢ل کال يې يو ځل بيا د کانکور په ازموينه کې گډون وکړ او دا ځل بيا هم د خپل خداى ورکړي استعداد له مخې د ننگرهار پوهنتون انجينرۍ پوهنځي ته بريالى شو. په ١٣٨٣ل کال يې په ډېره مينه خپلې لوړې زده کړې پيل کړې، د محصلۍ په دوران کې پوره درې نيم کاله د آزادو ټاکنو له لارې د ننگرهار پوهنتون د عمومي ناظم په توگه هم غوره شو چې د ناظميت په ټوله موده کې يې د محصلينو د ستونزو په حل او د هغوى د حقوقو د تامين لپاره هلې ځلې کړي دي. ښاغلى فاروقي په ١٣٨٨ ل کال د ننگرهار پوهنتون له انجينرۍ پوهنځي څخه په کادري نومرو فارغ شو.

دندې[سمول]

فاروقي په ١٣٩٠ ل کال د يوې آزادې سيالۍ له لارې د ننگرهار پوهنتون د انجينرۍ پوهنځي علمي کادر ته د شموليت لپاره په ازموينه کې گډون وکړ او په پايله کې يې د پوهنځي علمي کادر ته شامل شو. پوهنيار محمد شاکر فاروقي له تیرو څلورو کلونو راهيسې د پوهنتون د تدريس او علمي چارو تر څنگ د پوهنتون لپاره په بیلابیلو رغنيزو پروژو کې د ناظر او څارونکي په توگه خپله دنده په پوره ايماندارۍ تر سره کوي. ښه بیلگه يې د انجينرۍ پوهنځي د مخکې د گلانو او چمنونو جوړول دي چې تر ډېره يې خپل شخصي امکانات په کې کارولي دي. د دې تر څنگ د ١٣٩٤ل کال د جوزا له مياشتې راپه دېخوا د ننگرهار پوهنتون د ليليو د عمومي مدير په توگه هم گومارل شوى دى چې خپله پاکي او کاري وړتيا يې د ليليو د چارو په غوره مديريت کولو سره ښودلې ده چې غوره بیلگې يې د مرکزي ليليې لپاره تر اوولس کلونو ځنډ وروسته د محصلينو د خوراک لپاره د عمومي سالون فعالول، د لومړي ځل لپاره د څارويو حلاله د پوهنتون داخل ته راوړل او د ليليو پر ټولو قراردادونو باندې جدي نظارت کولو څخه عبارت دي.

تړلې لیکنې[سمول]

ننگرهار پوهنتون انجینیرۍ پوهنځی ننگرهار ولایت جلالکوټ

سرچینې[سمول]