محمد حنيف بکتاش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حنيف بکتاش

دوکتور محمد حنيف بکتاش (زوکړه د ۱۹۶۱ زېږدي کال د مې ۹، د وردگ ولايت - مړینه د ۲۰۱۲ ز کال د اکتوبر ۴، لندن) (په انگرېزي:Hanif Baktash) يو افغان تاريخپوه، شاعر، ليکوال او ژورناليست وو.

مخينه

محمد حنيف بکتاش د ۱۹۶۱ ز کال د مۍ مياشتې پر ۹ د وردک ولايت مرکز ميدان ښار کې زېږېدلی وو. هغه په خټه پښتون وو. حنيف بکتاش خپلې لومړنۍ زده کړې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې ترسره کړې. لومړی په مزار شريف کې بيا وروسته په ميدان ښار کې، بيا کندهار، هلمند او دولسم ټولگی يې پر ۱۹۷۸ ز کال د کابل ښار په حبيبيه ليسه کې پای ته رسولی وو. لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د پېداگوژۍ په انستيتيوت کې کړې وې. تر دې وروسته يې پخواني شوروي اتحاد ته سفر وکړ او هلته يې پر ۱۹۹۳ ز کال د تاريخ په څانگه کې خپله دوکتورا واخيسته. د هماغه کال په دوبي کې انگلستان کې مهاجر شو. [۱] او پر ۲۰۰۲ ز. کال يې برتانوي تابعيت هم ترلاسه کړ. په انگلستان کې تر مېشتېدو وروسته يې د بي بي سي راډيو له پښتو څانگې سره کار پيل کړ؛ پر ۱۹۹۸ ز او ۱۹۹۹ ز کالونو يې د وياندۍ تر څنگ د خبريالۍ دنده هم پر مخ بيوله. له ۲۰۰۹ ز. کاله راهيسې يې په هامبورگ کې د افغانستان په قونسلگرۍ کې د سلاکار په توگه دنده ترسره کوله. هغه په پښتو، دري، انگرېزي او روسي ژبو پوهېده.[۲]

د شعر بېلگې يې

زه د تیارې او سپیدې تر منځه - د نښت پر ټکي لکه سات پاتې یم

پر شاوخوا مې دي د غم لښکرې - لکه بې وسه باچا مات پاتې یم

هره خوا گورم دیوالونه ښکاري - لکه چې گور کې کرایي ناست یم

روح رانه تښتي، زړه یاري نه کوي - آسمان ته لاس په گدایي ناست یم

          * * * 

شړلې مسکا وطن مې،

لکه د وینو غوټۍ

لکه د اوښکو څپه

لکه له شونډو پر شا شوې مسکا

لکه له زړه نه راوتلې سلگۍ

د ویر پر پاڼه باندې ورژېده

وطن مې،

لکه زړه سندره

لکه د کلي چنار

لکه سرکښه مجنون

لکه عیسی غوندې د مینې مفهوم

لکه بودا غوندې ترتله مضمون

پر هره کاڼه، کاڼه

د یاد پر پاڼه، پاڼه

ولیکل شو.

مدني اکر

محمد جنيف بکتاش د مينه بکتاش، چې د بي بي سي د دري څانگې ويانده او خبرياله ده، خاوند وو او دوه زامن ترې پاتې دي.

ستاينې او وياړنې

بکتاش پر ۱۹۷۶ ز. کال په پښتو شاعرۍ کې يوه جايزه وگټله چې په پښتو شعر کې يې ځانگړی سبک جوړ کړ.[۳]

ليکلي او چاپ شوي نښيرونه يې

۱- يادداشت هاو نوشته ها، يادښتونه او ليکنې (په دري ژبه شننيز اثر)، د ۱۹۸۴ ز کال کابل چاپ.

۲- د ځنگله سترگو کې (د پښتو شعرونو ټولگه)، د ۱۹۸۷ ز کال کابل چاپ.

[۴] 

۳- کله چې لمر د خدای ايتونه لولي (د پښتو شعرونو ټولگه)، د ۲۰۰۹ ز کال کابل چاپ.

[۵] 

۴- شعرې که خنجر است، هغه شعر چې خنجر دی (د پښتو او دري شعرونو ټولگه )، د ۱۹۸۳ ز کال کابل چاپ.

۵- صدا: غږ (د بکتاش او نورو ځوانو شاعرانو د شعرونو گډه ټولگه، په پښتو او دري ژبو)، د ۱۹۸۴ ز کال کابل چاب.

سرچينې

۱- https://www.samsoor.com/article/1631

۲- http://www.afghan-german.com/acc/Lists/AccWriting/DispForm_1.aspx?List=693b22e0-abc3-4265-9962-d61ecbc84e79&ID=318#.X6j-rNSF5kg

۳-