Jump to content

محمد بن عبدالوهاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد بن عبدالوهاب
مُحمَّد بن عبد الوهَّاب (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
'Uyayna (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زېږون نېټه
۱۷۰۳[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۲ جون ۱۷۹۲[۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
Diriyah (en) ژباړل[۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
نامتو زده‌کوونکی
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

محمد بن عبدالوهاب بن سلیمان التمیمي (محمد د عبدالوهاب زوی د سلیمان التمیمي لمسی، زوکړه ۱۷۰۳ز کال ـــ مړینه ۱۷۹۲ز کال.) یو عرب مسلمان عالم، فقیه، دعوتګر، فعال، مذهبي مشر، اصلاح کوونکی، او د جزیرة العرب په مرکز نجد کې یو فقیه و، چې د وهابي خوځښت بنسټ ایښودونکی ګڼل کیږي. د هغه نامتو زده کوونکي د هغه زامن حسین، عبدالله، علي او ابراهیم، د هغه لمسی عبدالرحمن بن حسن، د هغه زوم عبدالعزیز بن محمد بن سعود په ګډون حماد ابن ناصر ابن معمّر او حسین الغنّام وو.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د "وهابي" لقب د هغه لارویانو لخوا نه دی غوره شوی بلکې ډېری د لودیځوالو پوهانو او همدارنګه د ده نیوکوالو لخوا کارول شوی دی. محمد بن عبدالوهاب د فقیهانو په یوه کورنۍ کې زيږېدلی، د ده لومړنۍ زده کړې د یو ښه او منظم نصاب پر بنسټ د حنبلي مذهب له فقهې څخه عبارت وې چې د ده په ټاټوبي کې تر ټولو غوره او مروج د زده کړو سېسټم و. هغه د اصیلو اسلامي قوانینو په کلکه رعایت ته خلک را وبلل، د منځنیو پیړیو نظریو او شرحو باندې د تکیه کولو پر ځای د قرآن او حدیثو نصوصو ته راستنیدل یې اړین وبلل، او ټینګار یې وکړ چې هر مسلمان - نارینه او ښځینه – باید په خپله د قرآن لوستنه او مطالعه وکړي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۱۸][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۲]

هغه د تقليد (پټو سترګو منلو) مخالفت وکړ او اجتهاد (د نصوصو د څېړنې له لارې د خپلواک صحیح استدلال) کول یې اړین وبلل. ابن عبدالوهاب د سني مذهب لومړنۍ دودیزې زده کړې درلودې، هغه په تدریجي ډول د ډیرو مشهورو، لا تر اوسه جنجالي، مذهبي کړنو سره مخالفت ښکاره کړ لکه د مسلمانو اولیاوو د زیارتونو او مقبرو څخه لیدنه او مقدس ګڼل، چې هغه یې بدعت یا ان تر دې چې له بت پرستۍ سره یې برابر بلل. د ټولنیز سمون او اصلاح لپاره په ټولنه کې د هغه دعوت د توحید (د خدای وحدانیت) اصل پر بنسټ ولاړه و.

سره له دې چې د هغه ښوونې او نظریې د هغه پلار او ورور (سلیمان بن عبدالوهاب) په ګډون د وخت د ډیرو سني عالمانو لخوا رد او مخالفت ورسره وشو، ده له محمد بن سعود سره د دیني او سیاسي معاهدې له لارې د الدرعیة د امارت یعنې د سعودي لومړني حکومت په جوړولو کې مرسته وکړه او د دوی کورنیو تر منځ یې د خانداني یووالي او د واک ویش پیل کړ چې تر نن ورځې پورې د سعودي عربستان په پاچاهۍ کې هماغه لړۍ دوام لري. آل الشیخ، د سعودي عربستان مخکښه مذهبي کورنۍ، د ابن عبد الوهاب اولاده ده، او په تاریخي لحاظ یې د سعودي په دولت کې د دیني عالمانو مشري کړې او د دولت دیني ادارې په لاس کې لري.[۲۷][۲۸][۲۶][۲۹][۲۷][۳۰][۲۶][۳۱][۱۶][۱۳][۳۲][۳۳]

د ژوند لومړني کلونه

[سمول]

شالید

[سمول]

ویل کیږي چې محمد بن عبد الوهاب په 1703 ز کال کې په مرکزي عربستان، نجد سیمه کې د عیینه په کلي کې د بنو تمیم په ځایي او بې وزله عربه قبیله کې زیږیدلی و. د وهابي خوځښت تر ظهور وړاندې په سيمه کې د اسلامي زده کړو تاريخ ډېر محدود و. له همدې امله ابن عبدالوهاب په ځوانۍ کې اسلامي زده کړو ته لږ لاس رسی درلود. خو بیا هم په دغه سیمه کې د سني فقهې د حنبلي مذهب یو شمیر د پام وړ فقیهانو شتون درلود، هغه فقهي مذهب چې په دې سیمه کې په پراخه کچه عمل پرې کېدو. په حقیقت کې د ابن عبدالوهاب خپله کورنۍ کې هم زیات شمیر دیني عالمان شته وو چې د ده پلار عبدالوهاب د نجد یو حنبلي مذهبه مفتي و او د ده نیکه سلیمان د حنبلي مذهب قاضي و.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

لومړنۍ زده کړې

[سمول]

ابن عبدالوهاب لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه کړې، چې د قرآن  له زده کړې او حفظ او د حنبلي فقهې او د عقایدو له ټیټې کچې زده کړو څخه لکه څرنګه چې د ابن قدامة المقدسي (مړینه: ۱۲۲۳ز کال) په اثارو کې راغلي دي، عبارت وې، ابن قدامه د منځنیو پېړیو د حنبلي مذهب یو مخکښ عالم و چې آثار یې په نجد کې "زیات معتبر او ارزښتمن" بلل کېدل. په اولیاوو باندې عقیده او د خدای په فضل سره د معجزو (کرامت) په ترسره کولو کې د اولیاوو وړتیا په ټوله اسلامي نړۍ کې د سني مسلمانانو د عقیدې یو لوی اړخ ګرځیدلی و چې د ډیری پخوانيو عالمانو لخوا منل شوی هم و. ابن عبدالوهاب په خپله سیمه کې د خلکو له خوا د اولیاوو د تقدیس او پرستښ اړونده بېلابېلو افراطي عقیدو او کړنو سره مخ و. په هغه زمانه کې ګڼ شمېر عقیدو او دودونو چې له کوډو، خرافاتو، غیب ویلو، د اعدادو له مخې بخت کتنې او نورو رواجونو پورې یې اړه درلوده، د جزیرة العرب په زیات شمېر ښارونو او کلیو کې په پراخه کچه شتون درلود. ویل کېږي چې دی له نجد څخه د دې لپاره ووت تر څو څېړنه وکړي چې ایا دا ډول عقیدې او دودونه د اسلامي نړۍ په نږدې او ګاونډیو ځایونو کې هم شتون لري او که د ده پلرنی مېنه کې د صحیح او پوره زدکړو د نه شتون له کبله را منځته شوي دي. خو لا تر اوسه هم د هغه له لوري د نجد د پرېښودلو لامل روښانه نه دی.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

سفرونه

[سمول]

په مکه کې د حج مراسم تر سره کول

[سمول]

ابن عبدالوهاب د شلو کلونو په عمر کې له عُیینې څخه له وتلو وروسته، په مکه مکرمه کې د حج فريضه ادا کړه، چې د هغه ځای د عالمانو نظریې او ښوونې ده ته په زړه پورې نه وې. له دې وروسته مدینې ته ولاړ، او داسې ښکاري چې هلته پاتې کېدل "د هغه د فکر د وروستي لوري په جوړولو کې ټاکونکی رول درلود." په مدینه منوره کې یې د نجد له یوه حنبلي فقیه عبدالله بن ابراهیم النجدي سره ولیدل چې د ابن تیمیه (مړینه: ۱۳۲۸ز کال)  د وروستیو حنبلي اثارو او نظریو ملاتړی و، څوک چې تر هغه نېټې پورې د منځنیو پېړیو یو لانجمن عالم او ښوونې یې د ګڼ شمېر مهمو موضوعاتو په اړه د سني مسلمانو د غوڅ اکثریت عالمانو له نظره د تېرو سره په مخالفت کې او غلطې ګڼل کېدې. [۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

د السندي سره زده کړې

[سمول]

د ابن عبدالوهاب ښوونکي عبدالله ابن ابراهیم بن سیف دغه ځوان په مدینه کې محمد حیات السندي ته چې د تصوف نقشبندیه طریقې پورې یې تړاو درلود ولېږه او د زده کوونکي په توګه یې وروپېژاند. محمد ابن عبد الوهاب او السندي ډېر سره نږدې شول او ابن عبد الوهاب د څه مودې لپاره ورسره پاتې شو. محمد حيات السندي محمد ابن عبد الوهاب ته دا ښوونه وکړه چې د وليانو او د هغوی د قبرونو سره تړلي مشهور مذهبي دودونه رد کړي. هغه دی دې ته هم وهڅاوه چې د منځنيو پېړيو د فقهي آراوو او نظریو تقليد رد کړي او د نصوصو څېړنه (اجتهاد) وکړي. ابن عبد الوهاب د السندي له لارښوونو څخه اغېزمن شو او شته مذهبي سېستم یې رد کړ او هغه یې دې ته وهڅاوه چې په خپل فکري طریقه کې د فقهې اصول په پام کې و نه نیسي. ابن عبدالوهاب په خپلو لیکنو کې ډېر کم له فقهې او نورو بېلابېلو نظریو څخه کار اخیستی او د ده نظریې په ټوله کې له نصوصو څخه د مستقیم درک او پوهې پر بنسټ ولاړې دي.[۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹]

سرچينې

[سمول]
  1. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 119152169. Retrieved: ۱۴ اگسټ ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6rv4s5j. Subject named as: Muhammad ibn Abd al-Wahhab. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  4. ذکر کېدنه: عربي ويکيپېډيا. اثر ژبه: Modern Standard Arabic.
  5. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  6. Mouline, Nabil (2014). The Clerics of Islam: Religious Authority and Political Power in Saudi Arabia. London: Yale University Press. p. 62. ISBN 978-0-300-17890-6. He was not a great intellectual like Ibn Qudama, Ibn Taymiyya, or Ibn al-Qayyim but rather an activist.
  7. "Ibn Abd al-Wahhab, Muhammad (d. 1791 )". Oxford Islamic Studies Online. Archived from the original on 12 July 2016.
  8. L. Esposito, John (2003). The Oxford Dictionary of Islam. New York: Oxford University Press. p. 123. ISBN 0-19-512558-4. lbn Abd al-Wahhab, Muhammad (d.1791) Saudi fuabian conservative theologian, Hanbali jurist, reformer, and ideologue of the Wahhabi movement. Prodaimed the necessity of returning directly to the Quran and hadith, rather than relying on medieval interpretations.
  9. Richard Netton, Ian (2008). "IBN 'ABD AL-WAHHAB, MUHAMMAD (1703–92)". Encyclopedia of Islamic Civilisation and Religion. New York: Routledge. p. 246. ISBN 978-0-7007-1588-6.
  10. "The Encyclopaedia of Islam". The Encyclopaedia of Islam: New Edition III. (1986). Ed. Schacht, J. Leiden, The Netherlands: E.J. Brill. 677–679. ISBN 90-04-08118-6. 
  11. E. Campo, Juan (2009). Encyclopedia of Islam. New York: Facts on File Inc. pp. 324–325. ISBN 978-0-8160-5454-1. Ibn Abd al-Wahhab, Muhammad (1703–1791) conservative religious reformer who launched the Wahhabi movement.
  12. Laoust, H. (2012). "Ibn ʿAbd al-Wahhāb". Encyclopaedia of Islam, Second Edition 11. Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_islam_SIM_3033. ISBN 978-9004161214. 
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Haykel 2013، مم. 231–32.
  14. Commins 2015، م. 151.
  15. Silverstein 2010، مم. 112–13.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Esposito 2004، م. 123.
  17. Laoust, H. (2012). "Ibn ʿAbd al-Wahhāb". Encyclopaedia of Islam, Second Edition 11. Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_islam_SIM_3033. ISBN 978-9004161214. 
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Ágoston او Masters 2009، م. 260.
  19. Crooke, Alastair (30 March 2017) [First published 27 August 2014]. "You Can't Understand ISIS If You Don't Know the History of Wahhabism in Saudi Arabia". The Huffington Post. New York. Archived from the original on 28 August 2014. نه اخيستل شوی 10 September 2020.
  20. Laoust, H. (2012). "Ibn ʿAbd al-Wahhāb". Encyclopaedia of Islam, Second Edition 11. Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_islam_SIM_3033. ISBN 978-9004161214. 
  21. Crooke, Alastair (30 March 2017) [First published 27 August 2014]. "You Can't Understand ISIS If You Don't Know the History of Wahhabism in Saudi Arabia". The Huffington Post. New York. Archived from the original on 28 August 2014. نه اخيستل شوی 10 September 2020.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Bokhari او Senzai 2013، مم. 82-3.
  23. "Ibn Abd al-Wahhab, Muhammad (d. 1791 )". Oxford Islamic Studies Online. Archived from the original on 12 July 2016. Plans for socioreligious reform in society were based on the key doctrine of tawhid (oneness of God)
  24. J. Delong-Bass, Natana (2004). Wahhabi Islam: From Revival and Reform to Global Jihad. New York: Oxford University Press. p. 13. ISBN 0195169913.
  25. Weismann, Itzchak (2001). "7: Local Renaissance under the Centralizing Regimes (1883-1918)". Taste of Modernity: Sufism, Salafiyya, and Arabism in Late Ottoman Damascus. Koninklijke Brill nv, Leiden, The Netherlands: Brill. p. 268. ISBN 90-04-11908-6.
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ ۲۶٫۲ Khatab 2011، مم. 56–76.
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ Brown 2009، م. 245.
  28. Laoust, H. (2012). "Ibn ʿAbd al-Wahhāb". Encyclopaedia of Islam, Second Edition 11. Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_islam_SIM_3033. ISBN 978-9004161214. 
  29. Traboulsi, Samer (January 2002). Brunner, Rainer (ed.). "An Early Refutation of Muḥammad ibn ʿAbd al-Wahhāb's Reformist Views". Die Welt des Islams. Leiden: Brill Publishers. 42 (3: Arabic Literature and Islamic Scholarship in the 17th/18th Century: Topics and Biographies): 373–415. doi:10.1163/15700600260435038. eISSN 1570-0607. ISSN 0043-2539. JSTOR 1571420.
  30. Laoust, H. (2012). "Ibn ʿAbd al-Wahhāb". Encyclopaedia of Islam, Second Edition 11. Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_islam_SIM_3033. ISBN 978-9004161214. 
  31. Traboulsi, Samer (January 2002). Brunner, Rainer (ed.). "An Early Refutation of Muḥammad ibn ʿAbd al-Wahhāb's Reformist Views". Die Welt des Islams. Leiden: Brill Publishers. 42 (3: Arabic Literature and Islamic Scholarship in the 17th/18th Century: Topics and Biographies): 373–415. doi:10.1163/15700600260435038. eISSN 1570-0607. ISSN 0043-2539. JSTOR 1571420.
  32. Nawaf E. Obaid (September 1999). "The Power of Saudi Arabia's Islamic Leaders". Middle East Quarterly. Middle East Forum. 6 (3): 51–58. Archived from the original on 6 August 2011. نه اخيستل شوی 8 September 2020.
  33. Gaye 2021، م. 212.
  34. Laoust, H. (2012). "Ibn ʿAbd al-Wahhāb". Encyclopaedia of Islam, Second Edition 11. Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_islam_SIM_3033. ISBN 978-9004161214. 
  35. Philby 1930: 8
  36. Glassé 2003: 470
  37. Shahi, Afshin (2013). The Politics of Truth Management in Saudi Arabia. Routledge. p. 46. ISBN 978-1134653195.
  38. EI1: 1086
  39. Navalk Post Graduate School Thesis, September 2009, Michael R. Dillon: Wahhabism: Is it a factor in the spread of global terrorism?, p. 13 Archived 7 April 2014 at the Wayback Machine. Linked 3 March 2015
  40. ibn Ghannam: 75–76
  41. Hopwood 1972: 55
  42. EI2: 677–78
  43. Al-Ashʿarī, al-Ibāna ʿan uṣūl al-diyāna, ed. Fawqiyya Ḥusayn Maḥmūd (Cairo: Dār al-Anṣār, 1397/1977), 31, 33: "It is possible for God to single out the righteous (ṣāliḥīn) by making signs (āyāt) appear at their hands."
  44. Al-Ṭaḥāwī, Matn al-ʿaqīda al-ṭaḥāwiyya, ed. Muḥammad Nāṣir al-Dīn al-Albānī (Beirut: al-Maktab al-Islāmī, 1398/1978), 59: "[W]e believe in what has come via sound transmission through trustworthy narrators (ṣaḥḥa ʿan al-thiqāt min ruwātihim) from among their [the saints'] miracles."
  45. Ibn Qudamah, cited in Ahmet T. Karamustafa, Sufism: The Formative Period (Edinburgh: Edinburgh University Press, 2007, p. 132).
  46. "Walī". Encyclopaedia of Islam, Second Edition 11. (2012). Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_islam_COM_1335. ISBN 978-9004161214. 
  47. Samin, Nadav (18 February 2022). "Poetry, Magic, and the Formation of Wahhabism". Journal of the Economic and Social History of the Orient. 65 (1–2): 1–26. doi:10.1163/15685209-12341561. S2CID 247162037 – via Brill.
  48. Laoust, H. (2012). "Ibn ʿAbd al-Wahhāb". Encyclopaedia of Islam, Second Edition 11. Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_islam_SIM_3033. ISBN 978-9004161214. 
  49. Rapoport, Yossef; Ahmed, Shahab (1 January 2010). Ibn Taymiyya and His Times. Oxford University Press. p. 305.
  50. Ibn Hajar al-Haytami, in Rapoport, Yossef; Ahmed, Shahab (1 January 2010). Ibn Taymiyya and His Times. Oxford University Press. p. 274.
  51. Ibn Hajar al-Haytami: "Ibn Taymiyya is a servant whom God has forsaken, led astray, made blind and deaf, and degraded. Such is the explicit verdict of the leading scholars who have exposed the rottenness of his ways and the errors of his statements" (in Rapoport, Yossef; Ahmed, Shahab (1 January 2010). Ibn Taymiyya and His Times. Oxford University Press. p. 271.
  52. Taqi al-Din al-Hisni referred to Ibn Taymiyyah as a "heretic from Harran"; see Rapoport, Yossef; Ahmed, Shahab (1 January 2010). Ibn Taymiyya and His Times. Oxford University Press. p. 271
  53. Laoust, H. (2012). "Ibn ʿAbd al-Wahhāb". Encyclopaedia of Islam, Second Edition 11. Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_islam_SIM_3033. ISBN 978-9004161214. 
  54. Voll 1975: 32–39 "Scholars have described Muhammad Hayya as having an important influence on Ibn 'Abd al-Wahhab, encouraging him in his developing determination to denounce rigid imitation of medieval commentaries and to utilize informed individual analysis (ijtihad). Muhammad Hayya also taught Ibn 'Abd al-Wahhab a rejection of popular religious practices associated with 'saints' and their tombs that is similar to later Wahhdbi teachings."
  55. ibn 'Hajar: 17–19
  56. Official sources on Ibn ʿAbd al-Wahhab's life put his visits to these cities in different chronological orders, and the full extent of such travels remains disputed among historians. As well, dates are missing in a great many cases, making it difficult to reconstruct a chronology of his life up until his return to 'Uyayna in 1740.
  57. John L. Esposito (ed.), The Oxford Dictionary of Islam, Oxford University Press (2004), p. 296
  58. Islamic Law and Society (په انګليسي). E.J. Brill. 2006. p. 216.
  59. M. Naf'i, Basheer (2006). "A Teacher of Ibn 'Abd al-Wahhāb: Muḥammad Ḥayāt al-Sindī and the Revival of Asḥāb al-Ḥadīth's Methodology". Islamic Law and Society. Brill Publishers. 13 (2): 208, 240. doi:10.1163/156851906776917552. JSTOR 40377907.