محمد اعظم دادفر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکټر محمد اعظم دادفر (۶ د دېسمبر، ۱۹۴۶ ز. -) د کډوالو د چارو او د لوړو زده کړو پخوانی وزير دی.

مخينه

هغه په ۱۲/۶/ ۱۹۴۶ کال کي د اندخوي په ولسوالي کي دونيا ته سترگي غړولي دي،

زده کړې

وروسته د ابتدائي دوري د بشپړ کولوڅخه د کابل پوهنتون دطب په رشته کي تحصيل ته ادامه ورکړه، او په ۱۹۷۳ کال کي پوهنتون بشپړ او فارغ شو.

دندې

هغه د ۱۹۷۴ کال څخه تر ۱۹۷۸ کال پوري دطب په پوهنځي کي د استاد په حيث وظيفه اجرا کړه. اود ۱۹۷۶ کال څخه تر ۱۹۹۲ کال پوري په پاکستان کي دافغان مهاجرو دصحي مرکز رئيس وو او په ۱۹۹۲ کال کي په جېنيوا کې دسرې مياشتې د سلاکار په توگه او د ۱۹۹۵ کال څخه تر ۱۹۹۶ کال پورې په هامبورگ کې د افغانستان د پوهانو او د بياجوړونې دکوميټې غړی او د ۱۹۹۹ کال څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې دافغانستان په شمالي صفحاتو کې د طبي څانگې همغږی کوونکي او د ۲۰۰۴ کال د جولای د مياشتې څخه تر ۲۰۰۴ کال د دسمبر پورې دافغانستان دبشري حقونو د کميسيون سره همکار وو او د ۲۰۰۴ کال د اپريل د ۶ نيټې څخه تر ۲۰۰۴ کال د دسمبر پورې د مهاجرينو او بيرته راستنېدونکو د وزارت د وزير په حيث او د ۲۰۰۶ کال د مي مياشتي څخه را وروسته تراوسه پوري دافغانستان دلوړو زده کړو دوزير په حيث اوپه دي حاضر وخت کي په جرمني کي دافغان مهاجرو د طبيبانو د دټولني [انجمن] غړي دي اوفعلاْ دکومکونو او همکاريو يوه جرمني مؤسسه چي په افغانستان کي د افغاني ښوونځيو ملاتړ کوي غړي دي.

او په ضمن کي نوموړی په ۱۹۹۹ کال کي دافغان مهاجرو او د کابل خلکو دصحي مشکلاتو په اړه رسالي ليکلي دي.

دا هم وګورئ

په افغانستان کې لوړې زده کړې

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت

سرچينې