محمد ابراهیم خواخوږی
استاد محمد ابراهیم خواخوږی د دُرمحمد خان بلوچ (د کلات د خان میرمحمد نصیر خان اول لمسي) زوی په ۱۹۲۰ ز کال د جنوري په ۲۸مه د کندهار په ماله جات ولسوالۍ کې زیږیدلی دی. د هغه زوی، غرزی خواخوږی د افغانستان په حکومت کې یو فعال سیاستوال و د هغه لسمی، غرنی خواخوږی د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزارت کې د بهرنیو خدماتو د مدیر په توګه دنده تر سره کړې ده. د ماشومتوب کلونه[سمول]محمد ابراهیم خواخوږی په ۶ کلنۍ کې ښوونځي ته ولاړ او په ۱۹۳۶ ز کال کې د بکلوریا د دورې په پای ته رسولو سره د ښوونکي د روزنې مرکز ته بریالی شو او په ۱۹۳۸ز کال کې له هغه ځایه فارغ شو. نوموړي وکولای شول چې په ۱۹۴۲ ز کال کې په ښوونې او روزنې او ادبیاتو کې ډپیلوم واخلي او له هغه وروسته خپل لیسانس د خبریالۍ په مسلک کې په ۱۹۶۲ ز کال کې تر لاسه کړي. نوموړی کله چې له پوهنتون څخه فارغ شو، خپل د تدریس مسلک یې په کندهار کې د احمدشاه بابا په ښوونځي کې د مدیر په توګه پیل کړ. څه موده وروسته بیا د کابل په حبیبیې عالي لېسه کې د ادبیاتو د ښوونکې په توګه وګومارل شو. د نوموړي لومړنی شعر په ۱۹۴۳ ز کال کې (کله چې ۱۴ کلن و) د طلوع افغان په ورځپاڼه کې خپور شو. سیاسي ژوند[سمول]محمد ابراهیم خواخوږي په ۱۹۴۷ ز کال کې د وېښ زلمیانو د خوځښت په پیلیدو سره د سیاست ډګر ته را ودانګل. نوموړی له کندهار ولایت څخه د همدې خوځښت یو له بنسټګرو څخه و. ښاغلی زرملوال په خپله یوه مقاله کې د هغه په اړه داسې لیکلي دي:د وېښ زلمیانو خوځښت چې په ۱۹۵۰ ز کال کې د ازادي غوښتونکو غوښتنو او عصري کېدو په خاطر رامنځته شوی وی د وخت د حکومت له خوا تر تعقیب لاندې و او محمد ابراهیم خواخوږی چې په هغه وخت کې د کندهار د پوهنې مدیر و د دې خوځښت لومړنی کس و چې د حکومت له خوا ونیول شو. غلام ګیلاني خان د محمد علم بڅرکي تر نوم لاندې کتاب «وېښ زلمیانو» کې په یوه بحث کې داسې لیکي: نوموړی وروسته د ۶۰ ز لسیزې په نیمايي کې د محمد هاشم میوندوال په مشرۍ د افغانستان د دیموکراتیک مترقي ګوند سره یو ځای شو. عامه خدمتونه[سمول]له زندان څخه تر خلاصون وروسته، خواخوږی اړ شو تر څو کندهار ولایت پریږدي. له همدې امله نوموړی له کندهار څخه کابل ته راغی او د افغانستان په حکومت کې یې دولتي دنده پیل کړه. د افغانستان په حکومت کې د نوموړي دندې په لاندې ډول دي: په ۱۹۵۶ز کال کې، د پښتو اکاډمۍ د لوړپوړي/ماهر غړي په توګه ګومارنه. په ۱۹۵۷ ز کال کې، د راډیو افغانستان پر خپرونو د څارنې رئیس په ۱۹۵۹ ز کال کې، د راډیو افغانستان مرستیال په ۱۹۶۰ ز کال کې، د افغانستان د تیاتر مرستیال (پوهنه نندارې) او همداشان د حبیبې په عالي لېسه کې د تاریخ ښوونکی په ۱۹۶۱ ز کال کې، د افغانستان او چین د ملګرتیا د ټولنې غړی په ۱۹۶۳ ز کال کې، د هغه وخت د انتشاراتو په وزارت کې د ادبیاتو عمومي مشر په ۱۹۶۶ ز کال کې، د کلتور په وزارت کې د کتاب د خپرونو عمومي رئیس په ۱۹۶۷ ز کال کې، د افغانستان د عامه کتابتونونو مشر په ۱۹۶۹ ز کال کې، د یونیسکو لپاره د افغانستان ملي کمېټې غړی په ۱۹۷۱ ز کال کې، د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کې د پښتو ژبې د پرمختګ عمومي مشر په ۱۹۷۳ ز کال کې، د پاچا فیصل له خوا بلنه ورکړل شوه تر څو سعودي عربستان ته ورشي نوموړي د همدې سفر په ترڅ کې د حج مناسک هم تر سره کړل. په همغه کال کې چې رژیم بدل شو او داوودخان واک تر لاسه کړ، نو خواخوږی هم اړ شو تر څو له خپلو دولتي دندو څخه لاس په سر سي. له تقاعد وروسته او مړینه یې[سمول]خواخوږي له تقاعد کېدو وروسته پر شعر لیکلو او تدریس باندې بوخت شو، له هغې ډلې د کابل په قلعه فتح الله جومات کې به یې د قران کریم د تفسیر تدریس ورکاوه. نوموړی په ۱۹۹۲ ز کال د اکټوبر په ۲۴مه د شکر او زړه ناروغۍ له امله په کابل کې مړ شو او د کابل د شهدای صالحین په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. ویاړونه[سمول]محمد ابراهیم خواخوږي د خپل ژوند په اوږدو کې د افغانستان د حکومت له خوا د خپلو تر سره کړو خدمتونو په وړاندې بېلابېلې جایزې تر لاسه کړي دي:
ادبي آثار[سمول]نوموړي د شعرونو، داستانونو او فلسفې په ګډون ۹ ټوکه کتابونه لیکلي دي.
سرچینۍ[سمول] |