متيو ارنولډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
متيو ارنولډ
(انګلیسي: Matthew Arnold د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
متيو ارنولډ
متيو ارنولډ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ ډيسمبر ۱۸۲۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 15 اپرېل 1888 (66 کاله)[۱۰][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لیورپول   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر [۱۱]
ليکوال [۱۲][۱۳]
خبريال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۴][۱۵][۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه شعر [۱۷]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

متيو ارنولډ (۱۸۲۲ز د ډسمبر ۲۴ مه – د  ۱۸۸۸ ز کال د اپريل ۱۵ مه) يو انګريز شاعر او کلتوري کره کتونکی و، چې د ښوونځيو د پلټونکي په توګه يې کار وکړ. هغه د توماس ارنولډ زوی و، څوک چې د رګبي ښوونځي ستايل شوی مدير و، هر يو ټام ارنولډ، چې د ادبياتو پروفيسر و او ويليام ډيلفيلډ ارنولډ، چې ناول ليکونکی او د مستعمرو اداره کوونکی و، دواړه د هغه وروڼه وو. متيو ارنولډ، يو ځيرک ليونکی بلل کېږي، داسې يو ليکوال چې ، لوستونکی د معاصرو ټولنيزو مسائلو څخه خبروي او رهبري کوي. هغه د پنځه دېرشو کلونو لپاره، د ښوونځيو پلټونکی و او د حکومت له خوا د اداره کېدونکي منځنۍ زده کړې تصور ملاتړ يې کاوه. [۱۸][۱۹]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

هغه د خپل پلار توماس ارنولډ او د هغه د مېرمنې ميري پينروز ارنولډ (۱۷۹۱-۱۸۷۳ ز) تر ټولو مشر زوی و، چې د ۱۸۲۲ز کال د دسمبر په څلروېشتمه نېټه، د ميډلسيکس په «لاليام ان تيمز» کې زېږېدلی و. جان کيبل د متيو روزونکی و.[۲۰]

په ۱۸۲۸ز کال کې، تاماس ارنولډ د رګبي ښوونځي مدير وټاکل شو، چې ياده کورنۍ هم دا کال، په همدې ځای کې اوسېده. له ۱۸۳۱ز کال څخه ارنولډ ته د هغه مذهبي کاکا جان بوکلانډ په لاليهام کې زده کړې ورکولې. په ۱۸۳۴ز کال کې، د ارنولډ کورنۍ په «ليک» ولسوالۍ کې د فاکس هاو په نوم کور د رخصتۍ لپاره ونيو. په دې ځای کې وليام ورډزورت، د دوی ګاونډی او نژدې ملګری و.

په ۱۸۳۶ز کال کې، ارنولډ وينچيسټر پوهنځي ته واستول شو، خو په ۱۸۳۷ز کال کې هغه بېرته رګبي ښوونځي ته راستون شو. په ۱۸۳۸ز کال کې هغه شپږم ټولګي ته ورسېد او په دې ډول د خپل پلار تر مستقيمې څارنې لاندې راغی. هغه د کورنۍ د يوې مجلې لپاره شعر وليکه او د ښوونځي جايزې يې وګټلې، د هغه جايزه ګټونکی شعر و، «الاريک په روم کې» او په رګبي کې چاپ شو.

د ۱۸۴۰ز کال په نومبر کې، کله چې هغه اولس کلن و، ارنولډ د اکسفورډ په باليول پوهنځي کې داخل شو، دلته يې آزاد تحصيلي بورس تر لاسه کړ او په ۱۸۴۴ز کال کې، د لېسانس په درجه فارغ شو. په اکسفورډ کې د زده کړې په کلونو کې د رګبي له یوه زده کوونکي «ارتور هيو کلاف» سره، د هغه پخه ملګرتيا شوه، څوک چې د ارنولډ د پلار د خوښې وړ زده کوونکی و. هغه د پوهنتون د پېغلې نست مريم په کليسا کې د «هنري نيومن» ويناوو ته حاضرېده، خو کله هم د اکسفورډ له خوځښت سره يو ځای نه شو. په ۱۸۴۲ز کال کې، د هغه پلار په ناڅاپي ډول د زړه له ناروغۍ مړ شو او فاکس هاو د دې کورنۍ همېشنی هستوګنځای شو. د هغه شعر «کرامول»، په ۱۸۴۳ز کال کې د «نيوډيګيټ» د جايزې ګټونکی شو. په ورپسې کال کې، هغه په دویمه درجه کادر، له «ليټريا هومينیروس» څخه فارغ شو.[۲۱][۲۲]

په ۱۸۴۵ز کال کې، په رګبي کې د لنډې مودې لپاره د ښوونکي په توګه له کار کولو وروسته، ارنولډ د اکسفورډ د اوريل پوهنځي د غړي په توګه وټاکل شو. په ۱۸۴۷ز کال کې، هغه د لارډ لانسډاون، لارډ د شورا رئيس خاص منشي شو. په ۱۸۴۹ز کال کې، هغه د «ورک شوي عياش» په نامه، د خپلو شعرونو لومړی کتاب خپور کړ. په ۱۸۵۰ز کال کې ورډزورت مړ شو. ارنولډ د زاړه شاعر په اړه په فريزر مجله کې د يادښت شعرونه خپاره کړل.

واده او مسلک[سمول]

هغه هيله لرله، چې واده وکړي، خو نه يې شول کولای، چې د شخصي منشي په مزد کورنۍ وچلوي، ارنولډ د يوې دندې په لټه کې شو او د ۱۸۵۱ز کال د اپريل په مياشت کې د ملکې له خوا د ښوونځيو پلټونکی وټاکل شو. دوه مياشتې وروسته یې، د ملکې د محکمې د قاضي «وليام وايتمن» له لور فرانسس لوسي سره واده وکړ.

ارنولډ به ډېر ځله د ښوونځي د پلټونکي په توګه خپلې دندې سره ورته بللې، خو کله کله به يې منله، چې دې دندې ورته د منظم کار په توګه ګټه رسولې وه. لږ تر لږه په لومړي وخت کې د پلټونکي دندې هغه اړ کړی و چې، د انګلستان په ډېرو برخو کې پرله پسې سفر وکړي. په پيل کې، ارنولډ د انګلستان د مرکز په پراخه سيمه کې د کليسا د مخالفو ښوونځيو د پلټنو مسئوليت په غاړه درلود. هغه د ۱۸۵۰ز کلونو په اوږدو کې ډېر زړه تنګوونکي ساعتونه، د اورګاډي په تم ځای کې تېرول، چې د خونو او کوچنيو ښارونو د هوټلونو لپاره به يې انتظار یوست او اوږده ساعتونه يې ماشومانو ته په غوږ نيولو تېر کړل، چې هغوی به خپل درسونه لوستل، يا د هغوی پلرونو او میندو ته چې خپلې ناخوښۍ به يې ورته بيانولې، خو د دې دا معنا هم وه چې، نوموړي د اورګاډي د جوړېدو پرمهال، د لومړي نسل د خلکو له منځه په ټول انګلستان کې زيات سفرونه وکړل، چې هومره سفرونه هېڅ ليکوال نه دي کړي. که څه هم، د هغه دندې وروسته تر کوچنۍ سيمې پورې محدودې وې. ارنولډ د هغه مهال د ډېرو لیکوالانو او ښاري سياستمدارانو په پرتله، د انګلستان ولايتي ټولنې ډېرې ښې پېژندې.[۲۳][۲۴]

ادبي مسلک[سمول]

په ۱۸۵۲ز کال کې، ارنولډ د خپلو شعرونو دويم ټوک خپور کړ، چې «ايمپيډوکليس ان ايتنا» او نور شعرونه په کې و. په ۱۸۵۳ز کال کې، هغه دا شعرونه خپاره کړل: يوه نوې نسخه، له «ايمپيډوکليس ان ايتنا» څخه پرته، د هغه د دوو پخوانيو کتابونو غورچاڼ و، خو د سهراب او رستم او «جيپسي» څېړونکي په نوم نور شعرونه يې په کې شامل کړل.په ۱۸۵۴ز کال کې شعرونه: دويمې لړۍ راڅرګندې شوې؛ دا هم غورچاڼ و، چې نوی شعر «بالډر ډيډ» يې په کې شامل کړی و.

په ۱۸۵۷ز کال کې، ارنولډ په اکسفورډ کې د شاعرۍ پروفيسر وټاکل شو او هغه لومړی هغه څوک و، چې په دې دنده يې د لاتيني پرځای په انګليسي ژبه خپل درسونه وړاندې کول. هغه په ۱۸۶۲ز کال کې بيا وټاکل شو. د هومر په ژباړې سره (۱۸۶۱ ز) او په دې اړوند لومړي اندونه، چې د ارنولډ «په کلتور او ګډوډۍ» بدل شول، د اکسفورډ د ويناوو پايلې وې. په ۱۸۵۹ز کال کې، هغه د پارلمان په لارښوونه، له لومړيو درې سفرونو، د لويې وچې لومړی سفر تر سره کړ، تر څو  اروپايي تعليمي لارې چارې مطالعه کړي. هغه په خپله «د فرانسې مشهورې زده کړې » (۱۸۶۱) په نوم کتاب خپور کړ، چې د دې پېژندنه، بيا د «ديموکراسي» په نوم وروسته خپره شوه (۱۸۷۹ز).[۲۵][۲۶]

ارنولډ، په ۱۸۶۵ز کال کې د «لومړۍ لړۍ» په نامه، په کره کتنه کې خپله ليکنه خپره کړه. د ۱۸۸۸ز کال د نومبر تر مياشتې؛ د هغه له ناڅاپي مرګ لږ وروسته وخت پورې، په نقد کې د هغه د مقالو «دويمه لړۍ» راڅرګنده نه شوه. په ۱۸۶۶ز کال کې، هغه «تيريسس» خپور کړ، چې د «کلف» په اړه ويرنه وه، څوک چې په ۱۸۶۱ز کال کې مړ شوی و. په ټولنيزه کره کتنه کې د ارنولډ ستر اثر «کلتور او ګډوډي» په ۱۸۶۹ز کال کې خپور شوی و(دا په نثر کې د هغه له څو آثارو څخه دی، چې اوس هم چاپيږي). په ۱۸۷۳ز کال کې، د ديني نقد په برخه کې د «ادبيات او ديني عقيده» په نوم د ارنولډ اثر مخې ته راغی. په ۱۸۸۳ او ۱۸۸۴ز کلونو کې ارنولډ متحده ايالاتو او کاناډا ته سفرونه وکړل، د زده کړې، ديموکراسۍ او «رالف ولډو امرسن» په اړه به يې ويناوې کولې. هغه په ۱۸۸۳ز کال کې د امريکا د هنر او علومواکاډمۍ بهرنی افتخاری غړی وټاکل شو. په ۱۸۸۶ز کال کې، هغه د ښوونځي د پلټونکي له دندې تقاعد وکړ او امريکا ته يې بل سفر وکړ. په ۱۹۰۰ز کال کې جان لين د متيو ارنولډ د شعرونو يوه ټولګه خپره کړه، چې سريزه پرې «ای. سي. بينسن» ليکلې وه او انځورګري يې هینري اوسپووټ کړې وه. [۲۷][۲۸][۲۹]

مړينه[سمول]

ارنولډ په ۱۸۸۸ز کال کې د زړه د درېدو له امله په ناڅاپي ډول په داسې حال کې مړ شو چې، د اورګاډي د نيولو لپاره په منډه و، تر څو د ليورپول د بېړيو بندرګاه ته ولاړ شي او هلته له امريکا څخه راستنيدونکې خپله لور وويني. لور يې له يوه امريکايي سره واده کړی و اوهلته مېشته وه. له ارنولډ څخه يې مېرمن پاتې شوه، چې هغه هم د ۱۹۰۱ز کال په جون مياشت کې مړه شوه.[۳۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6vx0hgc — subject named as: Matthew Arnold — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6274704 — subject named as: Matthew Arnold — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ subject named as: Matthew Arnold — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Arnold,_Matthew — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?144214 — subject named as: Matthew Arnold — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/647247 — subject named as: Matthew Arnold — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/arnold-matthew — subject named as: Matthew Arnold — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0005294.xml — subject named as: Matthew Arnold — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=arnoldm0 — subject named as: Matthew Arnold
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/8213 — subject named as: Matthew Arnold — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12031515q — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. https://www.nytimes.com/books/99/06/20/reviews/990620.20jenkint.html
  12. پیوستون : 118504282  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  13. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12031515q — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000600424 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  16. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/252968291
  17. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000600424 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  18. Landow, George. Elegant Jeremiahs: The Sage from Carlyle to Mailer. Ithaca, New York: Cornell University Press, 1986.
  19. Oxford illustrated encyclopedia. Judge, Harry George., Toyne, Anthony. Oxford [England]: Oxford University Press. 1985–1993. د کتاب پاڼې 22. OCLC 11814265. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-869129-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  20. کينډۍ:Cite ODNB
  21. کينډۍ:Alox2
  22. Cromwell: A Prize Poem, Recited in the Theatre, Oxford; June 28, 1843 at Google Books
  23. Collini, 1988, p. 21.
  24. Collini, 1988, p. 21
  25. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  26. Super, CPW, II, p. 330.
  27. "Literary Gossip". The Week : A Canadian Journal of Politics, Literature, Science and Arts. 1: 13. 6 December 1883. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Book of Members, 1780–2010: Chapter A" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Poems by Matthew Arnold. London: John Lane. 1900. د کتاب پاڼي xxxiv+375; with an introduction by A. C. Benson; illustrated by Henry Ospovat الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. کينډۍ:Cite newspaper The Times