مایک پینس
مایک پینس | |
---|---|
(انګلیسي: Mike Pence)[۱][۲] | |
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | (انګلیسي: Michael Richard Pence)[۳][۱][۲] |
پيدايښت | ۷ جون ۱۹۵۹[۳][۱][۴][۲] |
تابعیت | ![]() |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)[۵] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال[۱][۲] |
مورنۍ ژبه | انگليسي |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي[۲] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه (انگليسي) د تاييدولو سرچينه (انگليسي) د تاييدولو سرچينه (انگليسي) د تاييدولو سرچينه (انگليسي) |
![]() | مخ پر IMDB باندې |
![]() |
|
سمول ![]() |
مايکل ريچارډ پنس (د ۱۹۵۹ز کال د جون په اومه زېږېدلی) يو امریکايي سياستوال، د خپرونو چلوونکی او وکيل دی، هغه له ۲۰۱۷ز څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې د امريکا د اته څلوېښتم مرستيال ولسمشر په توګه دنده تر سره کړې. نوموړی د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی چې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۷ز کال پورې يې د انډيانا د پنځوسم والي په توګه کار کړی. پينس له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې د متحده ايالاتو د استازو د مجلس غړی هم و چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۳ پورې يې د انډيانا د دويمې ولسوالۍ استازيتوب کاوه او له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې يې د شپږمې ولسوالۍ استازولي کوله.
پنس په کولمبيا کې زېږېدلی او ستر شوی او د متحده ايالاتو د استازي جورج پنس کشر ورور دی. هغه له هانور کالج فارغ شوی او د انډيانا پوهنتون د رابرټ ايچ. مک کيني د قانون له پوهنځي يې د قانون سند تر لاسه کړی، وروسته يې شخصي دنده پيل کړې. په ۱۹۸۸ او ۱۹۹۰ز کلونو کې د کانګريس چوکۍ ته د دوه ځل نومانديدو له ناکامۍ وروسته، نوموړی له ۱۹۹۴ او ۱۹۹۹ز کلونو کې د راډيو او تلويزيون د دوه پروګرامونو چلوونکی شو. پنس په ۲۰۰۰ز کال کې د متحده ايالاتو د استازو مجلس ته وټاکل شو او له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۳ز کال يې د انډيانا د دويمې او شپږمې کانګريسي حوزو استازولي وکړه. هغه له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۷ز کال پورې د جمهوري غوښتونکو د مطالعاتو د کميټې مشر و او له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۱ز کال پورې د جمهوري غوښتونکو د مجلس د کنفرانس رئيس و، کوم چې د جمهوري غوښتونکو مجلس په مشرتابه کې درېيمه تر ټولو لوړه دنده ده. پنس خپل ځان (اصولي محافظه کار) او د ټي پارټي د خوځښت ملاتړی بولي، نوموړی وايي چې هغه په دې ډول مسيحي، محافظه کار او جمهوري غوښتونکی دی. [۶][۷][۸]
کله چې د لنډې مودې والي «ميچ ډانيالز» تقاعد شو، پينس د ۲۰۱۲ز کال د انډيانا د ايالتي والي په توګه د جمهوري غوښتونکو د نوماند په توګه بريالی شو. هغه په تر ټولو نژدې ټاکنو کې په وروستيو پنځوسو کلونو کې د انډيايانا د مجلس پخواني مشر جان ار. ګريګ ته ماتې ورکړه. د ۲۰۱۳ز کال په جنورۍ کې د والي په توګه له ټاکل کېدو سره سم، پنس د انډيانا په تاریخ کې د مالياتو تر ټولو ستر کمښت پيل کړ او د شخصي تعليمي طرحو لپاره يې د زياتې بوديجې هڅې پيل کړې. پنس په هغه لايحو لاسليک وکړ چې د ماشوم ضايع کول محدودوي، که څه هم د سقط جنين لامل توکم، جنسيت يا معلوليت وي. کله چې پنس د مذهبي ازادۍ بيا پر ځای کولو پر قانون لاسليک وکړ، نوموړی د خپل ګوند د اعتدال خوښوونکو غړيو، سوداګريزو ټولنو او همجنسبازانو د ملاتړو له سخت مقاومت سره مخ شو. د RFRA په وړاندې د سخت غبرګون له امله پنس اړ شو چې د جنسي ميلان، جنسيتي پېژندګلو او نورو برخو پر بنسټ د توپيري چلند په لايحه کې بدلون راولي. [۹][۱۰][۱۱]
د ۲۰۱۶ز کال په جولای کې پنس د والي د دفتر لپاره د بيا ټاکنو له مبارزو په شا شو، ټر څو د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکي نوماند ډونالډ ټرمپ د مرستيال په ټاکنو کې برخه واخلي، چا چې د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشرۍ ټولټاکنې وګټلې. هغه د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ په شلمه نېټه د متحده ايالاتو د مرستيال ولسمشر په توګه په کار پيل وکړ. د ۲۰۱۷ز کال د جون په مياشت کې ملي فضايي شورا بيا پرانيستل شوې وه او د مرستيال ولسمشر په توګه پنس د دې شورا مشري وکړه. د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په مياشت کې، پنس د سپينې ماڼۍ د کروناوايرس د ځانګړې ډلې د مشر په توګه وټاکل شو، کومه چې په متحده ايالاتو کې د کوويډ-۱۹ په غبرګون کې جوړه شوې وه.
پنس او ټرمپ د ۲۰۲۰ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جوبايډن او کاميلا هارس په وړاندې ماتې وخوړه، خو د ټرمپ مبارزاتي ډلې د دې پايلو له منلو انکار وکړ، د ټاکنو د درغلۍ ناسمې ادعاوې يې وکړې او په ډېرو ايالاتونو کې يې شپږ اتيا ناکام قانوني شکايتونه ثبت کړل. که څه هم ټرمپ هڅه وکړه چې د ټاکنو پايلې لغوه کړي، پنس بايډن او هارس د ټاکنو د برياليو په توګه تاييد کړل. د ټاکنو د پايلو د لغوه کولو لپاره د هڅو نه کولو له امله ټرمپ هغه ته بد رد وويل او د ټرمپ د ځينو پلويانو له خوا په تاوتريخوالي وګواښول شو، په ځانګړي ډول د امريکا د ملي شورا پر ماڼۍ د بريد پر مهال.[۱۲][۱۳]
د ژوند لومړي کلونه او زده کړې[سمول]
مايکل ريچارډ پنس د انډيانا په کولمبس کې د ۱۹۵۹ز کال د جون په مياشت کې زېږېدلی دی، د ان جين نانسي کاولي او ايډوارډ جوزف پنس له شپږو بچيانو يو دی، چې پلار يې د تيلو د مرکزونو يوه ټولګه اداره کوله. پلار يې د کوريا د جګړې پر مهال د متحده ايالاتو په پوځ کې دنده تر سره کړې او په ۱۹۵۳ز کال کې يې د برونز ستوری (د ستاينې نښان) تر لاسه کړی چې پنس همدا ستوری د يو ستاينليک په ملتيا او د هرکلي له يو انځور سره په خپل دفتر کې ايښی دی. پلار يې د الماني او ايرلينډي توکم څخه و او مور يې ايرلنډي الاصله وه. پلرنی نيکه يې ايډوارډ جوزف پنس د شيکاګو په زېرمځايونو کې کار کړی دی. د هغه نوم د هغه مورني نيکه ريچارډ مايکل کاولي څخه اخستل شوی، چا چې د ايرلينډ د مايو ولسوالۍ له دوکاسل څخه د ايليس د ټاپو له لارې متحده ايالاتو ته د يوې ترور او د هغه د ورور جيمز په تعقيب کوچ کړی و او د شيکاګو په ايلينوی کې د بس چلوونکی شو. د هغه د مورنۍ نيا مور او پلار د ايرلينډ د کلار د ولسوالۍ د دونبګ اوسېدونکي وو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
پنس په ۱۹۷۷ز کال کې د کولمبس شمالي عالي ليسې څخه فارغ شو. نوموړي په ۱۹۸۱ز کال کې د هانور کالج څخه په تاريخ کې د لسانس سند تر لاسه کړ، د اينډيانا پوهنتون –په انډيانا پولس کې د پروډو اينډيانا پولس پوهنتون د رابرټ ايچ. مک کيني د حقوقو له پوهنځي څخه يې په ۱۹۸۶ز کال کې د حقوقو برخه کې ډاکټري تر لاسه کړه. په هانور کې د زده کړو پر مهال هغه د ګاما ډلټا د وروګلوۍ (يو مسلک څښتانانو) د ټولنې غړيتوب تر لاسه کړ او د دې برخې رئيس وټاکل شو. له هانور څخه تر فراغت وروسته، هغه په همدې کالج کې له ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۸۳ز کال پورې د داخلې سلاکار و. [۲۷][۲۸][۲۹]
په ماشومتوب او نوې ځوانۍ کې، د کورنۍ د نورو غړو په څېر پنس هم رومي کاتوليک او ديموکرات و. هغه په ۱۹۷۶ز کال کې د بارتولوميو ولسوالۍ د ډيموکراتيک ګوند رضاکار و او د ۱۹۸۰ز کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې يې جيمي کارټر ته رايه ورکړه، هغه ويلي چې د جان ايف. کينيډي او مارتر لوتر کينګ په څېر اشخاصو څخه په اغېزمن کېدو سره هغه غوښتل چې به سياست کې ښکېل شي. په پوهنځي کې د زده کړې پر مهال هغه کاتوليکه کليسا پرېښوده او په داسې حال کې چې مور يې ډېره ناهيلي شوې وه انجيلي مسيحيت ته واوښت، يعنې بيا زېږېدلی مسيحي. د ژوند په همدې پړاو کې د هغه سياسي اندونو ښي لور ته بدلون وموند، د کوم لامل چې پنس «د رونالډ ريګن عام فهمه محافظه کاري» بولي او په همدې پېژندل کېدو.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
د مسلک لومړي وختونه او د کانګريس لپاره مبارزه[سمول]
په ۱۹۸۶ز کال کې د حقوقو له پوهنځي څخه تر فراغت وروسته، پنس په خصوصي دنده کې څارنوال شو. په ۱۹۸۸ز کال کې، پنس د برحاله ديموکرات فلپ شارپ په وړاندې د کانګريس په ټاکنو کې ګډون وکړ، خو ناکام شو. هغه په ۱۹۹۰ز کال کې د شارپ په وړاندې بيا په ټاکنو کې ګډون وکړ، خپله دنده يې له دې امله پرېښوده چې سياليو ته بشپړ وخت ورکړي، خو يو ځل بيا بريالی نه شو. د دې سيالیو پر مهال پنس «د کور د ګروۍ د تادياتو، د شخصي اعتباري کارت د صورت حساب، خوراک څښاک، ګالف لوبې سياليو لګښتونو او د هغه د مېرمنې د موټر د تادياتو لپاره سياسي بسپنې وکارولې». په داسې حال چې دا لګښتونه هغه مهال ناقانونه نه و، بيا هم دې چارې د هغه ټاکنيزې مبارزې تر سيوري لاندې راوستې.[۳۵][۳۶][۳۷]
د ۱۹۹۰ز کال په مبارزو کې، پنس يو تلويزيوني تبليغاتي پروګرام پر لار واچاوه، په کوم کې چې يو لوبغاړی په شړۍ او د سر په پوښاک کې لېدل کېدو، د منځني ختيځ په ځيږه لهجه غږېدو او د هغه له مخالف شارپ څخه يې له دې امله مننه وکړه، چې د انرژۍ او برېښنا اړوند د مجلس د يوې فرعي کميټې د مشر په توګه يې امريکا ته د واردو شويو تيلو څخه د خلاصون په موخه هېڅ ونه کړل. په دې اړوند د نيوکو په غبرګون کې د پنس مبارزې وويل چې دا اعلان د عربانو په اړه نه و؛ بلکې موخه يې د شارپ د رهبرۍ نيمګړتيا ته اشاره وه.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
سرچينې[سمول]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ Vice President Mike Pence — د نشر نېټه: ۲۰ جنوري ۲۰۱۷ — آرشيف اصل — د خپرولو نیټه: ۲۰ جنوري ۲۰۱۷ — منښتلیک: public domain او Creative Commons Attribution 3.0 United States
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ دوتنه: Library of Congress
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Tim Kaine v Mike Pence: what to know about the vice-presidential candidates — د نشر نېټه: ۷ جنوري ۲۰۱۷ — آرشيف اصل په ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۶ — دوتنه: David Richard Smith — خپرونکی: ګارډيان — د خپرولو نیټه: ۴ اکتوبر ۲۰۱۶
- ↑ سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ https://www.govtrack.us/congress/members/mike_pence/400315 — د نشر نېټه: ۱۲ مې ۲۰۲۰
- ↑ (په November 19, 2008 باندې). U.S. Rep. Mike Pence of Indiana to get House GOP's No. 3 leadership job.
- ↑ (په November 11, 2016 باندې). Mike Pence Emerging as a Commanding Figure in Trump Administration.
- ↑ (په July 15, 2016 باندې). 5 faith facts on "Mike Pence: A 'born-again, evangelical Catholic. Also published the same date in the National Catholic Reporter.
- ↑ Stidman, Eric (April 20, 2015). "John Gregg eyes governor's seat for 2016". WTHITV.com. د اصلي آرشيف څخه پر June 13, 2015 باندې. د لاسرسينېټه June 13, 2015. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "DOUG ROSS: Gregg gearing up for second gubernatorial run". Nwitimes.com. February 15, 2015. د لاسرسينېټه June 13, 2015. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په March 24, 2016 باندې). Indiana Governor Signs Abortion Bill With Added Restrictions.
- ↑ (په November 5, 2020 باندې). Trump's Election Lawsuits: Where the Court Fights Are Playing Out. Bloomberg.com.
- ↑ Herb, Jeremy. "As Trump refuses to concede, his agencies awkwardly prepare what they can for a Biden transition". CNN. د لاسرسينېټه November 14, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Groppe, Maureen (September 2, 2019). "Mike Pence has a deep affection for Ireland. It's not completely reciprocated". USA Today. د لاسرسينېټه July 9, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "The Republic from Columbus, Indiana · Page 1". د لاسرسينېټه November 17, 2016. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په April 5, 1956 باندې). Wedding Bells Ring Out For 3 S. Side Couples. Chicago Daily Tribune.
- ↑ de la Cuetara, Ines (July 14, 2016). "Mike Pence: Everything You Need to Know". ABC News. د لاسرسينېټه July 15, 2016. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په April 15, 2017 باندې). 5 things to know about US Vice President Mike Pence.
- ↑ Neal, Andrea (July 11, 2018). Pence: The Path to Power (په انګلیسي ژبه کي). Indiana University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-68435-038-4. د لاسرسينېټه August 5, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Mayer, Jane (October 23, 2017). "The Danger of President Pence; Trump's critics yearn for his exit. But Mike Pence, the corporate right's inside man, poses his own risks". Newyorker.com. د لاسرسينېټه October 26, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په August 29, 2006 باندې). Star of the Right Loses His Base at the Border.
- ↑ (په March 16, 2017 باندې). Mike Pence tried with extraordinary speech about Irish heritage—but Hillary Clinton wins the biggest cheer of the night.
- ↑ (په July 20, 2016 باندې). Mike Pence's Journey: Catholic Democrat to Evangelical Republican. The New York Times.
- ↑ (په January 9, 2018 باندې). How 'chain migration' brought us the Trump White House.
- ↑ Carswell, Simon (March 21, 2013). "Mike Pence and Donald Trump's Irish connection: Doonbeg". The Irish Times. د لاسرسينېټه July 15, 2016. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ McMahon, Páraic (July 15, 2016). "Doonbeg links aplenty in US Presidential race". ClareHerald.com. د لاسرسينېټه October 1, 2016. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Biography". Office of U.S. Representative Mike Pence. د اصلي آرشيف څخه پر مارچ 6, 2012 باندې. د لاسرسينېټه جولای 2, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په February 10, 2016 باندې). Pence pegs Holcomb for state's No. 2 post.
- ↑ (په May 31, 2014 باندې). Is Gov. Mike Pence moving to the center amid talk of presidential run?.
- ↑ Eason, Rrian (November 9, 2016). "Next VP: 10 things to know about Indiana Gov. Mike Pence". IndyStar. د لاسرسينېټه December 4, 2016. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Burton, Danielle (November 15, 2006). "What You Didn't Know About Rep. Mike Pence of Indiana". U.S. News & World Report. د اصلي آرشيف څخه پر February 17, 2010 باندې. د لاسرسينېټه March 31, 2015. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Eason, Rrian (November 9, 2016). "Next VP: 10 things to know about Indiana Gov. Mike Pence". IndyStar. د لاسرسينېټه December 4, 2016. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په September 9, 2016 باندې). Mike Pence Explains How Ronald Reagan Made Him a Republican.
- ↑ (په July 20, 2016 باندې). Mike Pence's Journey: Catholic Democrat to Evangelical Republican. The New York Times.
- ↑ . Here's what you should know about Mike Pence. Huffington Post.
- ↑ Sager, R. (2006). The Elephant in the Room: Evangelicals, Libertarians, and the Battle to Control the Republican Party. Wiley. د کتاب پاڼې 82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-471-79332-8. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په June 15, 2016 باندې). Mike Pence used campaign funds to pay his mortgage—and it cost him an election.
- ↑ (په June 15, 2016 باندې). Mike Pence used campaign funds to pay his mortgage—and it cost him an election.
- ↑ (په October 12, 1990 باندې). [{{{url}}} Arab Group Says Pence TV Ad Is Offensive]. Post-Tribune.
- ↑ "Mike Pence Fast Facts—CNN Politics". CNN (په انګلیسي ژبه کي). 2016-07-14. د لاسرسينېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په July 14, 2016 باندې). 5 Things To Know About Mike Pence. NPR
- ↑ (په June 15, 2016 باندې). Mike Pence used campaign funds to pay his mortgage—and it cost him an election.
- ↑ Pence, Mike (Summer 1991). "Confessions of a negative campaigner". Indiana Policy Review. د کتاب پاڼي 5–6. د اصلي آرشيف څخه پر March 5, 2001 باندې. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P856
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- 1959 زېږېدنې
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د برطانوی انگریزی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کي چي د انګلیسي (en) ژبې سرچينې موجودې دي