مایکل فوټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مایکل فوټ
(انګلیسي: Michael Foot د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مایکل فوټ
مایکل فوټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۳ جولای ۱۹۱۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 3 مارچ 2010 (97 کاله)[۱۱][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ناروغي   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱۲]
خبريال
سکرين ليکوال
ليکوال [۱۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۴][۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست [۱۶]
خبريالي [۱۶]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مایکل مېکینتاش فوټ د انګلیستان شاهۍ د ادبیاتو د مجلس غړی (FRSL)(زوکړه د ۱۹۱۳ز د جولای ۲۳ مه نېټه —مړینه د ۲۰۱۰ز کال د مارچ ۳ مه نېټه) د برتانیې کارګر ګوند سیاستوال و چې د ۱۹۸۰ز کال څخه تر ۱۹۸۳ز کال پورې یې د کارګر ګوند د مشر په توګه خدمت وکړ. فوټ په ټریبون (Tribune ) مجله او ایوینیګ سټنډرډ (Evening Standard) ورځپاڼه کې د ژورنالېست په توګه خپل حرفوي ژوند پیل کړ. هغه په ۱۹۴۰ز کال په یوه مستعار نوم، د اډولف هیټلر د امتیاز (appeasement ) په مقابل کې د ګناهګار سړي تر عنوان لاندې یو ناندریز کتاب ولیکه.  

فوټ د پارلمان د غړي (MP) په توګه له ۱۹۴۵ز کال څخه تر ۱۹۵۵ز کال پورې او بیا ځلي له ۱۹۶۰ز کال څخه په ۱۹۹۲ز کال کې د هغه تر متقاعد کېدو پورې خدمت وکړ. نوموړی یو پر جوشه خطیب و او د خپل حرفوي ژوند ډېر وخت د کارګر ګوند له کیڼ اړخ سره مل و، فوټ د هستوي وسلې د خلع کولو لپاره د هلو ځلو او د اروپا اقتصادي اتحادیې (EEC) څخه د برتانیې د بېلېدلو قوي ملاتړی و. هغه د هېرولډ وېلسن د واک په دوره کې (هغه وخت چې هېرولډ وېلسن لومړی وزیر و) په ۱۹۷۴ز کال کې په کابینه کې د استخدام لپاره د دولت وزیر په توګه وګومارل شو او هغه وروسته د جېمس کالېګن د واک په دوره کې د عوامو د جرګې د مشر (له ۱۹۷۶ز کال څخه تر ۱۹۷۹ز کال پورې) په توګه چوپړ وکړ. نوموړی همدارنګه د کالېګن د واک په دوره کې له ۱۹۷۶ز کال څخه تر ۱۹۸۰ز کال پورې د کارګر ګوند مرستیال و.    

فوټ چې د کامپرومایز کانديد (هغه کانديد چې دواړو خواوو ورباندې موافقه کړې وي) په توګه انتخاب شوی و، له ۱۹۸۰ز کال څخه تر ۱۹۸۳ز کال پورې یې د کارګر ګوند د مشر او د اپوزیسیون د مشر په توګه دنده ترسره کړه. د هغه غښتلو کیڼ اړخو نظریو او د هغه په مردد یا دوه زړي مشرتابه انتقادونو هغه یو منفور مشر جوړ کړ. هغه ته د ده د مذبذب ظاهر، په ځانګړې توګه د تلویزیوني پروګرامونو لپاره د نامناسبوالي په خاطر د "ورزیل ګومیج" (ډارونکي څلي) لقب ورکړل شو. په ۱۹۸۱ز کال کې د ګوند څخه یو برخه بیله شوه ترڅو سوسیال دېموکرات ګوند (SDP) جوړ کړي. فوټ ۱۹۸۳ز کال په عمومي ټاکنو کې د کارګر ګوند مشري کوله، د نوموړي د مشرتابه په دوره کې یاد ګوند د ۱۹۱۸ز کال د عمومي ټاکنو راهیسې ترټولو لږ رایې او له ۱۹۴۵ز کال را په دېخوا په پارلمان کې ترټولو کمې څوکۍ ترلاسه کړې، چې د ۲۰۱۹ز کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند تر ماتې پورې دا حالت بیا تکرار نه شو. هغه له ټاکنو وروسته د ګوند له مشرتابه څخه استعفا ورکړه او نیل کیناک د هغه ځای ناستی شو.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د مایکل فوټ لیکلي کتابونه ګنهګار سړي (د ۱۹۴۰ز کال چاپ)؛ قلم او توره (د ۱۹۵۷ز کال چاپ)، د جاناتان سویفټ ژوند لیک؛ او د انیورین بیوېن ژوند لیک دي.          

کورنۍ[سمول]

فوټ د ډیون کاونټي د پولیماوت ښار په لبپسن ټرېس سیمه کې زېږېدلی دی، نوموړی د اسحاق فوټ (زوکړه ۱۸۸۰ز کال — مړینه ۱۹۶۰ ز کال) او سکاټسومېن ايوا (کورنی نوم یې مېکینتوش، مړینه د ۱۹۴۶ز کال د مې میاشتې ۱۷ مه نېټه) په اوه اولادونو کې پنځم او په پنځه زامنو کې څلورم زوی و. اسحاق فوټ یو وکیل او د پوليماوټ د فوټ او باوډین د حقوقي شرکت تاسیس کوونکی و (چې له بل شرکت سره یوځای شو ترڅو فوټ انسټي رامنځته کړي). اسحاق فوټ چې د لیبرال ګوند یو فعال غړی و، د کورنوال کاونټي د بوډمین د انتخاباتي حوزې لپاره په پارلمان کې د لیبرال ګوند د غړي په توګه له ۱۹۲۲ز کال څخه تر ۱۰۲۴ز کال پورې او بیا ځلي له ۱۹۲۹ز کال څخه تر ۱۹۳۵ز کال پورې او د پولیماوت د ښاروال په توګه خدمت کړی.[۲۲][۲۳][۲۴]

د مایکل فوټ وروڼه او خویندې عبارت دي له: سر ډینګل فوټ (زوکړه ۱۹۰۵ز — مړینه ۱۹۷۸ز) د لیبرال ګوند د پارلمان غړی و چې په پای کې د کارګر ګوند د پارلمان غړی شو؛ هیو فوټ، بېرون کارېډون (زوکړه ۱۹۰۷ز — مړینه ۱۹۹۰ز) د سایپرس والي (له ۱۹۵۷ز کال څخه تر ۱۹۶۰ز کال پورې) او له ۱۹۶۴ز کال څخه تر ۱۹۷۰ز کال پورې په ملګرو ملتونو کې د برتانیې استازی؛ لیبرال سیاستوال جان فوټ، وروسته بېرون فوټ (زوکړه ۱۹۰۹ز کال — مړینه ۱۹۹۹ز کال)؛ مارګارېټ الیزابېت فوټ (زوکړه ۱۹۱۱ز کال — مړینه ۱۹۶۵ز کال)؛ جینیفر مېکینتاش هایټ[سرچینې ته اړتیا لري] (زوکړه ۱۹۱۶ز کال — مړینه ۲۰۰۲ز کال)؛ او کریستوفر اسحاق فوټ (زوکړه ۱۹۱۷ز کال — مړینه ۱۹۸۴ز کال). [سرچینې ته اړتیا لري]  مایکل فوټ د مبارز ژورنالیست پاول فوټ (زوکړه ۱۹۳۷ز کال — مړینه ۲۰۰۴ز کال) او د خیره بنسټ چلوونکي اولیور فوټ (زوکړه ۱۹۴۶ز کال — مړینه ۲۰۰۸ز کال) تره و.      [۲۵]

د ژوند لومړني وختونه[سمول]

فوټ د پولیماوت کالج په لومړني ښوونځي، په سوېنېج کې په فوریس ښوونځي او په ریډینګ کې د لېټن پارک ښوونځي کې زده کړې وکړې. کله چې هغه د فوریس ښوونځی پرېښود، د ښوونخي مدیر د هغه پلار ته یو لیک ولېږه چې په کې لیکلي یې وو: "هغه په ښوونځي کې له هر لحاظه مخکښ هلک و". هغه له دې وروسته د د فلسفې سیاست او اقتصاد لوستلو لپاره د اکسفورډ وېدېم کالج ته ولاړ. فوټ د آکسفورډ د اتحادیې مشر و. هغه د امریکا متحده ایالاتو ته د ESU په سفر کې برخه اخیستې وه ( متحده ایالاتو ته د مناظرې سفر چې د انګلیسي-ویونکو اتحادیې (ESU) لخوا په لاره اچول شوی و). په ۱۹۳۴ز کال کې د دویمې-تحصلي درجې سند سره فوټ په بریکینهیډ کې د حمل او نقل د منشي په توګه دنده پیل کړه. فوټ د هغو بیکاریو او مالي ستونزو په واسطه چې ده په لیورپول کې ولیدې ډېر اغېزمن شو، چې د هر هغه شي څخه چې ده په پولیماوت کې لیدلي وو په بیله کچه وې. فوټ چې تر دې مهاله لیبرال و، د اکسفورډ پوهنتون د کارګر ډلې د مشر ډېویډ لیوس له خوا، چې یو کاناډایي و چې په روډ سکالرشیپ یې په اکپورډ کې زده کړې کولې، او نورو په واسطه سوسیالیزم ته راواړول شو: "... ما هغه پېژنده [په اکسفورډ کې] کله چې زه لیبرال وم [او لیوس] سوسیالیزم ته زما په را اړولو کې لاس درلود". فوټ د کارګر ګوند سره یوځای شو او به ۲۲ کلنۍ کې د ۱۹۳۵ز کال په عمومي ټاکنو کې د لومړي ځل لپاره پارلمان ته کاندید شو، چې په دې ټاکنو کې یې رقیب مونماوت و. د ټاکنو به بهیر کې یې، د بیا مسلح کولو د هڅې لپاره په لومړي وزیر سټېنلي بېلډوین نیوکه وکړه. فوټ د ده د ټاکنو په وینا کې، ادعا وکړه چې "اوس باید په اروپا کې د وسلو سیالي ودرول شي". فوټ همدارنګه وروسته له هغې چې په ۱۹۳۳ز کال کې د جنیوا د بې وسلې کولو څو اړخیزه خبرې اترې ناکامې شوې، د یو طرفه خلع سلاح کېدلو ملاتړ وکړ.          [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

فوټ د کیڼ اړخ ټریبون اونیزې مجلې سره له یوځای کېدو وړاندې، کله چې یاده مجله د ۱۹۳۷ز کال په لومړیو کې د یووالي د هلو ځلو څخه د ملاتړ لپاره، د کارګر او نورو کیڼ اړخو ګوندونو ترمنځ د فاشېست-ضد یوې متحدې جبهې د رامنځته کولو په هڅه کې تاسیس شوه، د لنډ وخت لپاره له نیو سټېټسمن مجلې سره په کار کولو سره، یو ژورنالېست شو. د مبارزې غړي د سټېفورډ کریپس (د کارګر-اړوند) سوسیالیست ډله، خپلواک کارګر ګوند او د سترې برتانیې کمونیست ګوند (CP) وو. فوټ په ۱۹۳۸ز کال کې، د غیر-سوسیالېست ګوندونو په ګډون د ملي جبهې (د کیڼ اړخو او معتدله ګوندونو یووالی) په ملاتړ د فاشیزم او امتیاز په وړاندې د کمونېست ګوند د نوې پالیسۍ د غوره کولو څخه د انکار له امله د د ورځپاڼې د لومړي خپروونکي ویلیم مور له لرې کولو وروسته، استعفا ورکړه. د ۱۹۵۵ز کال په یوه مرکه کې، فوټ په نظري ډول د یو آزادي پاله سوسیالېست په توګه ځان معرفي کړ.   [۳۲]

هغه د امپریالېزم کلک مخالف و او د هند په لیګ کې یې ډېر لاس درلود. د اکسفورډ د یوه فارغ التحصیل په توګه، د هند د لیګ تاسیس کوونکي کریشنا مینون څخه ډېر اغېزمن و. د هند لیګ یو برتانوي بنسټه غورځنګ و چې د هند دبشپړې خپلواکۍ لپاره یې هلې ځلې کولې. د هند له خپلواکۍ وروسته، فوټ د هند سره نږدې اړیکې لرلې او په پای کې د هند لیګ رییس شو.  [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

ژورنالیزم[سمول]

د انیورین بیوان په وړاندیز، فوټ ډېر ژر د بیوربروک لخوا د ده په ایوینینګ سټنډرډ ورځپاڼه کې د لیکوال په توګه وګومارل شو. (بیوېن به ښایي بیوربروک ته په ټلیفون ویلي وي: "ما دلته یو زړور لار ورکی شهسوار موندلی دی. هغوی د ده رییس له دندې ګوښه کړ، ده هم ځکه استعفا ورکړه. دی یوځل ووینئ.") د دویمې نړیوالې جګړې په ګرمېدو سره، د نظامي خدمت لپاره داوطلب شو، خو د نوموړي د مزمنې نفس تنګۍ له امله و نه منل شو. په ۲۰۰۹ز کال ښکاره شوه چې هغه د پټو مرستندویو واحدونو غړی و.   [۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11932685X  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12730298c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Michael-Foot — subject named as: Michael Foot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6251wvh — subject named as: Michael Foot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?21078 — subject named as: Michael Foot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/854494 — subject named as: Michael Foot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p23646.htm#i236452 — subject named as: Rt. Hon. Michael Mackintosh Foot — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  8. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/586 — subject named as: Michael Mackintosh Foot — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000004504 — subject named as: Michael Foot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ UK Parliament ID: https://beta.parliament.uk/people/ZZJIyNt5
  11. Former Labour Leader Michael Foot Dies — خپرونکی: Sky News — د خپرولو نیټه: ۳ مارچ ۲۰۱۰
  12. پیوستون : 11932685X  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  13. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990002343 — د نشر نېټه: ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۲
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12730298c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990002343 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  16. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990002343 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  17. (په 10 November 1980 باندې). 1980: Michael Foot is new Labour leader. BBC News.
  18. BBC News Archived 29 July 2017 at the Wayback Machine., 3 March 2010, Michael Foot reflects on his infamous jacket
  19. Daily Telegraph Archived 27 March 2016 at the Wayback Machine., Michael Foot – The best British political insults and putdowns
  20. The Independent, 11 April 1994, Book Review / How Worzel came to save the Labour Party: 'Michael Foot' – Mervyn Jones: Victor Gollancz, 20 pounds, by John Torode.
  21. (په 4 June 2013 باندې). 1983 election: Alliance and skirmish. Total Politics.
  22. Harrington, Illytd (28 December 2006). "Extraordinary life of Apostle of England". Camden New Journal. مؤرشف من الأصل في ۱۶ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Moore, Jonathan (3 March 2010). "Obituary: Michael Foot". politics.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  24. Foot, John (1998). "Isaac Foot". In Duncan Brack (المحرر). Dictionary of Liberal Biography. Malcolm Baines, Katie Hall, Graham Lippiatt, Tony Little, Mark Pack, Geoffrey Sell, Jen Tankard (الطبعة 1st). Artillery Row, London: Politico's Publishing. د کتاب پاڼي 109–112. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-902301-09-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 9 February 2008 باندې). Oliver Foot.
  26. fsmschool Michael Foot Tribute Archived 28 December 2014 at the Wayback Machine.. Retrieved 6 April 2014
  27. Hurley, Catherine, المحرر (2003). Could do Better. Simon & Schuster UK Pocket Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0743450256. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 3 March 2010 باندې). Michael Foot. The Telegraph.
  29. Jones, Mervyn (1995). Michael Foot. Weidenfeld & Nicolson. د کتاب پاڼې 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-575-05933-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Smith, Cameron (1989). Unfinished Journey: The Lewis Family. Toronto: Summerhill Press. د کتاب پاڼي 161–162. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-929091-04-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Foot in an interview with the author in 1985
  31. Jones, p. 30.
  32. Labour's Old Romantic: A Film Portrait of Michael Foot Archived 20 December 2014 at the Wayback Machine. (1997). BBC TV. ftvdb.bfi.org.uk Archived 12 January 2012 at the Wayback Machine. Alison Cahn (Producer). Anne Tyerman (Series editor). Michael Cockerell (Reporter). Retrieved 5 December 2010.
  33. (په 2010 باندې). Michael Foot loved old India, backed the new. Hindustan Times.
  34. Nasta, Susheila. "Michael Foot". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Nasta, Susheila, المحرر (2013). India in Britain: South Asian networks and connections, 1858-1950. New York: Palgrave Macmillan. OCLC 802321049. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-230-39271-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 2017 باندې). India League in a league of its own.
  37. (په 10 December 2009 باندې). QI Series 7 'G', Episode 3 Games. QItransscripts.