ماکسين واټرس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ماکسين واټرس
(انګلیسي: Maxine Waters د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ماکسين واټرس
ماکسين واټرس

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Maxine Moore Carr د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۵ اگسټ ۱۹۳۸[۱]
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی [۲][۳]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب عيسويت [۴]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ښوونکی
ميوزيشن [۵]
سندرغاړي [۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ټنګټکور [۵]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )[۶]  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ماکسين مور واټرس چې کورنی نوم يې کار “Carr” دی او د ۱۹۳۸ ز کال د اګسټ پر ۱۵ نېټه زېږېدلې ده، يوه امريکايۍ سياستپوه ده، چې له ۱۹۹۱ ز کال راهيسې د کليفورنيا د ۴۳ پارلماني سيمې لپاره د متحده ايالتونو د استازې په توګه خدمت کوي. ياده سيمه له ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۹۳ ز کال پورې د ۲۹ ټاکنيزې سېمې او له ۱۹۹۳ څخه تر ۲۰۱۳ ز کال پورې د ۳۵ ټاکنيزې حوزې يا سيمې په توګه ګڼل کېږي، د د سويلي لاس انجلس زياته برخه او همدارنګه د ګاردينا “Gardena”، انګلووډ “Inglewood” او تورنس “Torrance” ځينې برخې رانغاړي.

واټرس د ديموکراتيک ګوند د غړې په توګه په خپله ۱۵ پارلماني دوره کې ده. نوموړې د هغو دولس تور پوستو ښځو تر ټولو مشره ده، چې په کانګرس کې خدمت کوي او له ۱۹۹۷ څخه تر ۱۹۹۹ ز کال پورې يې د کانګرس د تور پوستو ډلې مشري وکړه. هغه له نانسي پلوسي “Nancy Pelosi” څخه وروسته د کليفورنيا د پارلماني استازولۍ دويمه لوړ پوړې غړې ده. ماکسين د جرګې د مالي خدمتونو کمېټې مشري کوي. [۷]

واټرس د متحده ايالتونو له استازې کېدلو څخه مخکې د کليفورنيا په ايالتي جرګه “California state Assembly” کې خدمت وکړ، چې په لومړي ځل ورته په ۱۹۷۶ ز کال کې وټاکل شوه. د جرګې د ښځينه غړې په توګه يې د سويلي افريقا له توکمپال نظام څخه د پانګونې د کمښت ګټندويي يا ننګه وکړه. نوموړې په کانګرس کې د عراق جګړې ښکاره مخالفه وه او پر ولسمشر جورج ايچ ډبليو بوش “George H. W. Bush"، جورج ډبليو بوش “George W. Bush” ، بارک اوباما “Barack Obama” او ډونالډ ټرمپ “’Donald Trump” باندې يې سختې نيوکې وکړې. [۸][۹]

واټرس د ټايم “Time” مجلې د ۲۰۱۸ ز کال د ۱۰۰ تر ټولو اغېزناکو خلکو په لېست کې وه. [۱۰]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

ماکسين واټرز په ۱۹۳۸ ز کال د ميسوري په سينټ لويس “Saint Louis, Missouri” کې زېږېدلې ده، چې د ريمس کار “Remus Carr” او ويلما لي “Velma Lee” (کورنی نوم: مور “Moore”) لور ده. واټرز د ۱۳ ماشومانو له ډلې پينځمه ماشومه وه، چې د دوه کلنۍ په عمر يې پلار د دوی کورنۍ پرېښوده او يوازينۍ مور يې پالنه وکړه. نوموړې په ۱۹۶۱ ز کال کې لاس انجلس ته د خپل کورنۍ له تګ څخه وړاندې، په سينټ لويس کې له واشون عالي ښوونځي “Vashon High School” څخه فارغه شوه. ماکسين مخکې له دې چې په ۱۹۶۶ ز کال په واټس “Watts” کې له “Head Start” خپرونې سره د مرستيال ښوونکې په توګه وګومارل شي، د جامو په يوه چارځای (فابریکه) کې او د ټيليفون اداره کوونکې په توګه يې کار وکړ. نوموړې وروسته د لاس انجلس په دولتي پوهنځي (چې اوس د لاس انجلس د کليفورنيا دولتي پوهنتون دی) کې شامله شوه، چې په ۱۹۷۱ ز کال يې په ټولنپوهنه کې ترېنه د لېسانس بری ليک تر لاسه کړ. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ښاري جرګې د غړ[سمول]

واټرس په ۱۹۷۳ ز کال کې د ښاري جرګې د غړي مشر ډيويډ اس کنينګم “David s. Cunningham, Jr” د مرستيال رئيسې په توګه کار کولو ته لاړه. نوموړې په ۱۹۷۶ زکال د کليفورنيا ايالتي جرګې ته وټاکل شوه. په جرګه کې يې په سويلي افريقا کې له هر ډول فعالو سوداګريو څخه د دولتي تقاعد د مالي پانګو د پانګونې د کمښت لپاره کار وکړ او د پانګونې د کمښت مبارزې د سليوان اصولو “Sullivan Principles” په لارښوونو کې يې د قانون په تصويب کې مرسته وکړه. سويلي افريقا هغه هېواد و، چې هغه وخت يې د نژاد يا توکمپالنې سياست پلی کاوه. ماکسين واټرس د جرګې لپاره د ديموکراتيک ګوند د غړو رئيسه شوه. [۱۵][۱۶]

د متحده ايالتونو د استازو مجلس[سمول]

ټاکنې[سمول]

په ۱۹۹۰ ز کال کې د اګسټس اف هاوکېنس “Augustus F. Hawkins” له تقاعد څخه وروسته ماکسين واټرس له ٪۷۹ څخه د زياتې رايې په درلودلو سره د کليفورنيا د ۲۹ پارلماني سيمې لپاره د متحده ايالتونو د استازو مجلس ته وټاکل شوه. نوموړې د لږ تر لږه ٪۷۰ رايې په درلودلو سره له دې سيمې څخه په پرله پسې ډول د استازې په توګه وټاکل شوه، چې په ۱۹۹۲ ز کال کې د سيمې نوم ۳۵ تاکنيزې حوزې يا سيمې او په ۲۰۱۲ کې ۴۳ ټاکنيزې سيمې ته بدل شو.

واټرس د سويلي مرکزي لاس انجلس د لويې برخې او د لاس انجلس د ويستچيسټر “Westchester” او پلايا ډيل ري “Playa Del Rey” ساحلي ټولنو او همدرانګه د ټورنس “Torrance”، ګاردينا “Gardena”، هاوتورن “Hawthorne”، انګلووډ “Inglewood” او لاونډېل “Lawndale” ښارونو استازيتوب کړی دی.

کاري دوره[سمول]

ماکسين د ۱۹۹۴ ز کال د جولای پر ۲۹ نېټه هغه مهال د خلکو پاملرنه ځانته کړه، چې په پرله پسې ډول يې د استازي پيټر کېنګ “Peter King” وينا پرې کړه. لوړپوړي مشر کاري ميک “Carrie Meek” د نوموړې چلند د «ناقانونه او سرکښه» په توګه ډلبندي کړ او ګواښ يې وکړ، چې د په لښکري خدمت کې ډلګی مشر دې هغه د استازو د جرګې واک ته وړاندې کړي (کټ مټ د لاس اخېستنې په موخه د يوې رسمې خبرتيا غوندې). تر ۲۰۱۷ ز کال پورې دا د استازو جرګې د واک تر ټولو وروستۍ بېلګه ده، چې د انضباطي موخې لپاره ګومارل کېږي. په پای کې د ورځې د پاتې برخې لپاره مجلس ته د واټرس تګ وځنډول شو. له کېنګ سره شخړې له تېرې ورځې څخه راپورته شو. دوی دواړه د مجلس د بانکدارۍ کمېټه کې وو او د وايټ واتر د شخړې “Whitewater controversy” په اړه يې اورېدل. واټرس احساس وکړ چې له کېنګ څخه د ماګي ويليمس “Maggie Williams” (د هيلري کلېنټن د کاري ډلې مشر) په اړه پوښتل خورا سخت وو او وروسته يې د يو بل پر وړاندې دښمنانه الفاظ وکارول. [۱۷][۱۸][۱۹]

واټرس له ۱۹۹۷ څخه تر ۱۹۹۸ ز کال پورې د کانګرس د تورپوستو استازو د مشرې په توګه خدمت وکړ. نوموړې په ۲۰۱۵ ز کال کې «د ګټې لپاره زده کړو کې د درغلۍ ضد فدرالي قوانينو د پلي کولو:Enforcement of Federal Anti-Fraud Laws in  For-Profit Education» په اړه د زده کړې او کاري ځواک په اړه د متحده ايالتونو د مجلس کمېټې “U. S. House Committee on Education and the Workforce” په ناستو کې ګواهي ورکړه او د طبي ټيکنالوژۍ امريکايي پوهنځی “American College of Medical Technology” يې د خپلې سيمې د «ستونزه ښوونځي» په توګه ياد کړ. ماکسين واټرس په ۲۰۰۶ ز کال کې د پاچا ډريو طبي مرکز “King Drew Medical Center” پر سر بحث کې هم ښکېل وه. نوموړې د روغتون په اړه د رسنۍ پوښښ باندې نيوکه وکړه او د فدرالي اړيکو (مخابراتو) له کمېسېون “Federal Communications Commission “FCC”” څخه يې وغوښتل، چې د صليب ملکيت د بنديز تېرېدنه يا ابراء ليک او په همدې دليل د KTLA تلوېزيوني تمځای يا سټېشن (چې د لاس انجلس ټايمز ملکيت دی) د کاري جواز له نوي کولو څخه ډډه وکړي. نوموړې وويل چې لاس انجلس ټايمز پر عامه نظر باندې نابرابره يا افراطي اغېزه لرلې ده او له همدې څخه يې په ځانګړو بېلګو کې ځايي ټولنې ته د زيان رسولو په موخه ګټه اخېستې ده. هغې وړانديز وکړ، چې “FCC” دې ورځپاڼه اړ کړي، چې خپل تلوېزيوني تمځای وپلوري او يا دې د دوی د خپرونې حق له ګواښ سره مخامخ کړي. د “Broadcasting & Cable” په وينا «يادې ننګونې د سټېشن درلودلو څخه د دفاع په موخه د لوړ بيه حقوقي شخړو بڼه غوره کړه. لږ تر لږه د يو پر وړاندې دفاع به د وکيلانو په مزد يا فيسونو کې لس ګونه زره لګښت ولري او ښايي د جواز نوي کول نږدې درې مياشتې وځنډېږي». د واټرس غوښتنه بريالۍ نه وه. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

واټرس په کانګرس کې د ديموکراتيک استازې په توګه د ۲۰۰۸ ز کال د ديموکراتيک ملي کنوانسيون لپاره يوه غوره استازې وه. نوموړې د ۲۰۰۸ ز کال د جنوري په وروستيو کې د ګوند د نوماندۍ لپاره د متحده ايالتونو ديموکرات سناتوره هيلري کلېنټن تاييد کړه او په ملي کچه يې د هغې ملاتړ وکړ، چې ځينو وړانديز وکړ چې «[دا ملاتړ به] لويې څپې جوړې کړي». کله چې د لومړنيو رايو ورکولو پر وروستۍ ورځ د ژمن استازي په شمېر کې د متحده ايالتونو د سناتور بارک اوباما مشري نه لاندې کېدونکې (بريالۍ) شوه، ماکسين واټرس خپل تاييد هغه ته واړوه. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

واټرس په ۲۰۰۹ ز کال کې د متحده ايالتونو د تخصيص په کمېټه کې د يوې ځانګړې اندازې په اړه له استازي ډېو اوبي “Dave Obey” سره مخالفت درلود. د تمويل غوښتنه په لاس انجلس کې د يو دولتي ښوونځي د ګورمانې روزنيز مرکز لپاره وه، چې د ماکسين واټرس په نوم نومول شوی و. نوموړې په ۲۰۱۱ ز کال کې د ۲۰۱۲ مالي کال لپاره د ملي دفاعي واک ورکولو قانون په خلاف رايه وکاروله. ياد قانون په هغه کړکېچې مقررې پورې اړه درلوده، چې حکومت او فوځ ته له محکمې څخه پرته په نامعلوم ډول د امريکايي اتباعو د نيولو اجازه ورکوي. [۲۸][۲۹]

په ۲۰۱۲ ز کال کې له دندې څخه د بارني فرانک “Barney Frank” په لاس اخېستنې سره، واټرس د مجلس د مالي خدمتونو کمېټې د رتبې غړې شوه. د ۲۰۱۳ ز کال د جولای پر ۲۴ نېټه يې د ۲۰۱۴ ز کال د دفاعي تخصيصونو قانون په H.R 2397 څانګه کې د ۱۰۰ سمون يا تعديل په ګټه رايه وکاروله. ياد سمون د کورنۍ څارنې اوړ په ځانګړي ډول هغه فعاليتونه په نښه کړل، چې د ملي امنيت استازولۍ “National Security Agency” اړوند وو او ښايي د متحده ايالتونو د اتباعو په اړه د بنسټيزو يا پراخه معلوماتو په موخه به يې له قانون څخه د ناسا د ژباړې نرمي (د بدلون ځانګړتيا) محدوده کړې وي. ۱۰۰ سمون ۲۰۵ – ۲۱۷ ونه منل شو.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې[سمول]

  1. subject named as: Maxine Waters — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=28355 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Maxine Waters gets real about COVID-19, reveals she lost sister to virus — د نشر نېټه: ۱۶ مې ۲۰۲۰ — د خپرولو نیټه: ۷ مې ۲۰۲۰
  3. Maxine Waters gets real about COVID-19, reveals she lost sister to virus — دوتنه: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
  4. congress-legislators — نشرونه لخوا د: GitHub
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0205386 — د نشر نېټه: ۴ اکتوبر ۲۰۲۳
  6. https://github.com/unitedstates/congress-legislators
  7. "Membership". Congressional Black Caucus. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Gstalter, Morgan (2019-05-29). "Maxine Waters: Trump should resign and 'free us' from impeachment proceedings". The Hill. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Williams, Joseph Williams (October 20, 2011), " Obama learns perils of roiling Waters", Politico, October 20, 2011.
  10. "Maxine Waters: The World's 100 Most Influential People". Time (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په November 19, 2010 باندې). Next up for House Ethics trial: St. Louis native Maxine Waters. stltoday.
  12. "Waters, Maxine". Contemporary Black Biography. Encyclopedia.com. 2008. د لاسرسي‌نېټه February 7, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Brownstein, Ronald (March 5, 1989). "The Two Worlds of Maxine Waters". Los Angeles Times Magazine. د لاسرسي‌نېټه December 18, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Public Affairs Office - Who's Who of Cal State L.A. Alumni". Cal State LA. October 22, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په February 9, 1987 باندې). Slash Ties, Apartheid Foes Urge. The New York Times.
  16. "About Congresswoman Maxine Waters: Representing the 35th District of California". د اصلي آرشيف څخه پر March 1, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2009. During 14 years in the California State Assembly, she rose to the powerful position of Democratic Caucus Chair. She was responsible for some of the boldest legislation California has ever seen: the largest divestment of state pension funds from South Africa; landmark affirmative action legislation; the nation's first statewide Child Abuse Prevention Training Program; the prohibition of police strip searches for nonviolent misdemeanors; and the introduction of the nation's first plant closure law. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په July 30, 1994 باندې). Sometimes the Order of the Day Is Just Maintaining Order. The New York Times.
  18. Hawthorne, California; C-SPAN [۱] What is the staff with an eagle on top they keep moving around in the House? What is it used for? March 5, 2000 Archived May 9, 2008, at the Wayback Machine.
  19. "Whitewater Controversy House Floor, Jul 29 1994 | Video | C-SPAN.org". www.c-span.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Testimony of the Honorable Maxine Waters". House. د اصلي آرشيف څخه پر دسمبر 13, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه مارچ 1, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Station Search Details". Federal Communications Commission. د اصلي آرشيف څخه پر April 7, 2022 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2009. Call Sign: KTLA... Channel: 5... Lic Expir: 12/01/2014 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په September 19, 2004 باندې). Your Money or Your License. Broadcasting & Cable.
  23. Waters, Maxine (November 1, 2006). "Petition to Deny Request for Renewal of Broadcast License". د اصلي آرشيف څخه پر March 3, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2009. Tribune influenced public opinion in the Los Angeles DMA to harm its residents and one of its most critical public health facilities – the Martin Luther King/Drew Medical Center (King/Drew). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The endorsements that would make huge waves". The Hill. December 6, 2007. د اصلي آرشيف څخه پر December 16, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2009. Rep. Maxine Waters (D-Calif.). The outspoken anti-war liberal, who campaigned for Ned Lamont (D) over U.S. Senator Joe Lieberman (I) from Connecticut last year, has not picked a favorite. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په January 29, 2008 باندې). Maxine Waters for Clinton – 2008 Presidential Campaign Blog – Political Intelligence. Boston Globe.
  26. (په January 29, 2008 باندې). Maxine Waters for Clinton. The Boston Globe.
  27. (په June 3, 2008 باندې). The Superdelegate Tally. The New York Times.
  28. (په June 25, 2009 باندې). Obey, Waters in noisy floor fight. The Hill.
  29. Sheets, Connor. "NDAA Bill: How Did Your Congress Member Vote?". International Business Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په November 28, 2011 باندې). Maxine Waters in line to take over from Frank on Financial Services Committee. The Hill.
  31. (په December 4, 2012 باندې). Maxine Waters to Succeed Barney Frank on Banking Panel. WSJ Blog Washington Wire.
  32. "Final Vote Results For Roll Call 412". US House of Representatives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Why The NSA and President Bush Got The FISA Court to Reinterpret The Law in Order To Collect Tons Of Data". Tech Dirt. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)