ماشيندار مادل ٦١

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اشکورپیون و.زت.۶۱
Škorpion vz. 61
د ماشيندار مادل ٦١ لومړی ماډل

ډول سټانټ تپانچه
جوړونکی هيواد چکسلواکی
د کار نیټه
د کار موده ۱۹۶۱ تراوسه
جنګونه د انګولا کورنۍ جګړه
د افغانستان کورنۍ جګړه
د ویتنام جګړه
د چیچنیا لومړۍ جګړه
د چيچنيا دويمه جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
صنعتي تاریخ
ډیزاینر میرسلاو ریبار
جوړونکی جنگ‌افزار زاستاوا[۱]
د جوړېدو مقدار پیرامون ۲۰۰زره[۲]
پيژندنه
وزن ۱٫۳۰ kغ (۲٫۸۷ رطل) (vz. 61)
۱٫۲۸ kغ (۴۵ أونصة) (vz. 61 E)
۱٫۴۴ kغ (۵۱ أونصة) (vz. 82, vz. 83)
اوږدوالي ۵۱۷ mم (۲۰٫۴ انچه) stock extended / ۲۷۰ mم (۰٫۹ فوټه) stock folded
پلنوالی ۴۳ mم (۰٫۱ فوټه) (vz. 61, vz. 61 E)
۴۹ mم (۰٫۲ فوټه) (vz. 82, vz. 83)

شاټ ۹×۱۹ مرمی  د (P739) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ماشیندار مادل ۶۱ ( په چیکی ژبې کې:Samopal vzor 61 )چی د لړم ماشیندار په نوم یاد شوي دي یو مشهور چېکوسلواکی او چېکي ماشیندار دی چی د۱۹۶۱ کال څخه تر ۱۹۹۴ کال پورې په چېکړسلواکیا (چېک جمهوریت) کی د Uherský Brod په ښار کی او په یوگوسلاویا کی د لایسنس په اساس جوړېده. تر اوسه پورې ۲۱۰،۰۰۰ ماشیندارونه جوړ شوی دی چی په ځانگړي ډول افریقا او آسیا ته صادر شوی دی.[۳]

پېژندنه

ماشیندار مادل ۶۱ یوه خپل کاري (خود کاري)، په خپله چارجېدونکي لاسی وسله ده چی غیر قفل شوي گلنگدان او کت کېدونکی قنداغ لرِی او لویه یی شپږ درکونه لري. دغه ماشیندار د گاز د فشار په مرسته چی باروت تر چاودنو وروسته رامنځ ته کېږی، ویشتل کېږی[۴] دغه وسله یو یو گولۍ یا جرعه ویشتلای سی.

تاريخ

ماشیندار مادل ۶۱ په ۱۹۶۰ کال کی د چېکوسلواکیا دفاع وزارت د غوښتنو په اساس د مهندس Miroslav Rybář لخوا طرح شو.نوموړي وسله په ځانگړي ډول د پولیسو او وسله ولالو ځواکونو لپاره طرح او جوړه شوه خو په اوس وخت کی دغه وسله د مخالفینو ځواکونو او نورو ترهگرو ډلو په لاس کی هم شته. [۵]

د ماشیندار توصیف

ماشیندار مادل ۶۱ یو کوچنی وسله ده چې د لرگی او پولاد څخه جوړېږی. هغه ماشیندار د گاز د فشار په مرسته چی باروت تر چاودنو وروسته رامنځ ته کېږی، ویشتل کېږی. هغه ماشیندار کت کېدونکی قنداغ لری. ماشیندار کولای سی په جاغور کې ۱۰ یا ۲۰ گولی ولری.

د ماشیدار ډولونه

  • ماشیندار مادل ۶۱ اساسی ماډل دی چی د۱۹۶۱ کال څخه تر۱۹۹۰ کال پورې جوړېده. د مرمی کالیبریی ۷،۶۵
  • ماشیندار مادل ۶۴ دغه ماډل د ۱ ۹۶۴ کال څخه تر ۲۰۰۰ کال پورې جوړېده. د مرمی کالیبر یی ۹ م.م. برونینگ وو.
  • ماشیندار مادل ۶۵ دغه ماډل د ۱۹۶۵ کال څخه تر۲۰۰۵ کال پورې جوړېده. د مرمی کالیبر یی۹ م.م. وو
  • ماشیندار مادل ۶۸ دغه ماډل د ۱۹۶۸ کال څخه جوړېږی.
  • ماشیندار مادل ۸۳ دغه ماډل د ۱۹۸۳ کال څخه جوړېږی او مرمی کالیبر یی ۹ م.م. ماکاروف
  • ماشیندار مادل ۹۱ یو نیمه خود کاري ماشیندار دی چی د ۱۹۹۱ کال څخه تر ۱۹۹۴ کال پورې جوړېده.

سرچینې

  1. [۱] کينډۍ:Wayback
  2. https://cs.wikipedia.org/wiki/Samopal_vzor_61
  3. http://www.youtube.com/watch?v=-YZutf6heI4
  4. http://world.guns.ru/smg/chex/skorpion-vz61-e.html

دا هم وگورﺉ

ماشیندار اېوو - ۳