ماري کلېير کېنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ماري کلېير کېنګ
ماري کلېير کېنګ
ماري کلېير کېنګ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ فبروري ۱۹۴۶[۱]
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)
د بشري حقوقو فعال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه جنتیک   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه[۲]  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ماري کلېير کېنګ (د ۱۹۴۶ کال د فبرورۍ په ۲۷مه زېږېدلې) د جنتیک یوه امریکایۍ متخصصه ده. هغه لومړنۍ کس وه چې ویې ښوده د تیو سرطان کېدای شي په هغه جین کې د ناڅاپي بدلون له امله چې نوموړې BRCA1 ونوماوه ارثي وي. هغه د انسانانو جنتیک مطالعه کوي او په ځانګړي ډول له جنتیکي نابرارۍ او پېچلو اوصافو سره مینه لري. هغه د جنتیک دوه اړخیزه اغېزې او پر انساني شرایطو لکه د تیو او تخمدانونو سرطان، ارثي کوڼوالی، شېزوفرینیا، HIV، سیستمیک لوپس ارېتماتوزېس او رروماتویئد ارترایتېس چاپیریالي اغیزې مطالعه کوي. هغه له ۱۹۹۵ کال راهیسې د واشنګټن پوهنتون په طب پوهنځۍ کې د جينوم علومو او طبي جنتیک په څانګه کې د سرطان د امریکایي ټولنې پروفیسوره/استاده پاتې شوې.[۳][۴][۵][۶][۷]

کېنګ د تیو د سرطان د جینونو پر پېژندنه کې د خپل بریالیتوب سربېره د دې د روښانه کولو لپاره هم خورا شهرت تر لاسه کړ چې شامپانزاګانې (د بیزو ګانو یو ډول) له جنتیکي پلوه ۹۹سلنه انسانانو ته ورته‌والی لري او د بشري حقونو څخه د سرغړونې پر قربانیانو د جینومیک ترتیب د پلي کولو لپاره هم پېژندل شوې. هغې په ۱۹۸۴ کال کې په ارجنټاین کې د هغو ماشومانو پر پېژندنه کار وکړ چې د ناپاکې جګړې په بهیر کې(۱۹۷۶- ۱۹۸۳) له خپلو کورنیو څخه تښتول شوي وو او د پوځي دېکتاتورۍ له مخې په ناقانونه ډول په زوی‌ولۍ نیول شوي وو. هغې ډېرې جایزې تر لاسه کړې چې له ډلې یې د لاسکر اېوارډ او د پوهې ملي مډال یادولی شو. په ۲۰۲۲ کال کې ډېسکور مجلې کېنک د علم په ډګر کې له ۵۰ مهمو ښځو څخه یوه یاده کړه.[۸]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ماري - کلېير کېنګ د ۱۹۴۶ کال د فبرورۍ په ۲۷مه د هاروي او کلاریس کېنګ په کورنۍ کې چیکاګو ته څېرمه د وېلمیټ په ایلینوی کې نړۍ ته راغی. پلار یې د اندیانا په نوم د ستندرد غوړیو کمپنۍ ته کار کاوه. کله چې کېنګ ۱۵ کلنه وه د هغې د ماشومتوب نږدې ملګرې د سرطان ناروغۍ له امله ومړه. کېنګ د دغه ډول ناروغیو د مخنیوي په هیله د ډېر څه پوهېدلو لپاره له ساینس سره مینه پیدا کړه.[۹]

زده کړې[سمول]

کېنګ خپله لیسانس درجه د في بېتا کپا له کالرټون کالج څخه د ریاضیاتو په څانګه (په ممتازه او ویاړلې درجه) کې ترلاسه کړه.[۱۰][۱۱]

کېنګ په برکلي کې د کالفورینیا پوهنتون د بشپړوونکو زده کړې برنامې ته ومنل شوه او له سیاسي پلوه ډېره فعاله شوه. هغې په۱۹۷۰ کال کې د ویتنام په جګړه کې د متحده ایالاتو د ښکېلتیا پر وړاندې لاریونونو په تنظیم کې مرسته وکړه. هغه وایي: "یوازینی ډېر اغېزمن کار چې موږ وکړ پر کمبوډيا د متحده ایالاتو د برید تر ورځې یوه ورځ وروسته موږ خپلې کرتۍ او جاکټونه او بلوز کمیسونه له خپلو جامو څخه لرې کړل او یو هم په خپلو هغو جامو کې نه وو چې بلک بېري ته په کې راغلي وو او کنیسو او کلیساګانو ته ولاړو چې د یکشنبې ورځې تر پای پورې مو د دې ګام خلاف ۳۰۰۰۰ لیکونه ترلاسه کړل."هغې وروسته له دې چې د معترضو زده کوونکو پر وړاندې ملي‌ګارد ولېږل شو د لنډې مودې لپاره پوهنتون پرېښود.[۱۲][۱۳][۱۴]

هغې یو کال د رالف نادر د مصرف کوونکو په ملاتړ کې تېر کړ او د افت وژونکو د کارونې او پر کروندګرو یې د اغېزو په اړه څېړنه وکړه.[۱۳][۱۴]

وروسته له دې چې برکلي ته راوګرځېده د هغې سلاکار الن وېلسون هغې ته قناعت ورکړ چې خپل مسیر له ریاضي څخه جنتیک ته بدل کړي. کېنګ د پروفیسور کورت سټرن له خوا چې له  تقاعد څخه مخکې یې د وروستي ټولګي  په توګه په کې تدریس وکړ له جنتیک سره اشنا شوه. کېنګ په برکلي کې د خپلې دوکتورا په کار کې د پروتینو د مقایسې له تجزیې او تحلیل څخه دا روښانه کړه چې شامپانزې د جنتیکي پلوه ۹۹ سلنه له انسانانو سره  ورته دي. د کېنګ کار د الن وېلسن له هغې نظریې څخه ملاتړ وکړ چې شامپانزې او انسانان یوازې پنځه میلیون کاله مخکې له یو بل څخه بېل شوي، کېنګ او وېلسن وړاندیز وکړ چې د جینونو تنظیم په احتمالي ډول د ډولونو تر منځ د پام وړ توپیرونو مسؤل دی. کېنګ په ۱۹۷۲ کال کې خپل تېزېس بشپړ کړ او په ۱۹۷۳ کال کې يې په  برکلي کې له کالفورینیا پوهنتون څخه د جنتیک په برخه کې خپله دوکتورا تر لاسه کړه.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

کېنګ وروسته د شیلي سانتیاګو ته لاړه تر څو د شیلي پوهنتون او د کلفورېنیا پوهنتون د تبادلې برنامې د یوې برخې په توګه تدریس وکړي. په هغه ځای کې د هغې موده هغه مهال لنډه شوه کله چې په شیلي کې د سلواډور النده دولت د ۱۹۷۳ کال د سېپټمبر په ۱۱مه د CIA (د مرکزي اطلاعاتو سازمان) په مشرۍ د یوې پوځي کودتا په بهیر کې نسکور شو. کېنګ او د هغې خاوند رابرت کولوېل د ډېسمبر په وروستیو کې برکولي ته راوګرځېدل. هغه وروسته وپوهېده چې د هغې یو شمېر همکاران یا مړه شوي یا ورک شوي دي.[۲۰][۲۱]

کېنګ د سانفرانسیسکو په کلفورېنیا پوهنتون (UCSF) کې له نیکولاس اېل. پېتراکېس سره د همکارۍ لپاره تر ډوکتورا پورته موقف ومانه. کېنګ د ۱۹۷۴ کال د جنوري په لومړۍ نېټه پر دې ستونزې کار پیل کړ چې ولې په کورنیو کې د تیو سرطان راڅرګندیږي. [۲۲][۲۳]

کورنۍ[سمول]

د کېنګ کشری ورور ریاضي پوه او سوداګریز سلاکار پاول کېنګ د واشېنګټن په وانکوور کې د وېنالکوعملیاتي مدیر و.[۲۴]

کېنګ په ۱۹۷۳ کال کې د ایکولوژۍ له متخصص رابرټ کې. کولوېل سره واده وکړ. هغوی د اېملي کېنګ کولوېل په نوم یو ماشوم لري چې په ۱۹۷۵ کال کې زېږدلی. اېملي په بروان پوهنتون کې د ژب‌پېژندنې پوهنځۍ د ژبو د تکامل په څانګه کې تر لیسانس کچې زده کړې وکړې. کېنګ او کولوېل په ۱۹۸۳ کال کې له یو بل څخه طلاق واخیست.[۲۵][۲۶]

دنده[سمول]

کېنګ په ۱۹۷۶ کال کې د برکلي په کلفورېنیا پوهنتون کې د بیولوژي او اپیدیمیولوژي د استادې په توګه د علمي هئيت انتصاب ومانه. هغې همدارنګه په ۲۰۱۵ کال کې د ژوند پوهنې په جوري  هئيت کې د [2]انفوسای/ Infosys جایزې لپاره خدمت وکړ.[۲۷]

څېړنه[سمول]

د تي سرطان[سمول]

کېنګ له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۹۰ کال پورې په کلونو له کړاو سره مل څېړنه تر سره کړه او د یو جنتیکي نښګر او د جنتیکي موادو د یوې ټوټې  په لټه کې وه چې په کورنیو کې يې د تیو د سرطان موجودیت څرګنداوه. هغه مهال تر ډېره غالبه نظریه دا وه چې سرطان ویروسي دی. ډېری پوهان د هغې له نظریې سره مخالف وو یا یې د هغې پر نظریو برید وکړ. دا نظریه چې کولی شو جنتیکي بېلګې د پېچلو ناروغیو له پیدایښت سره ونښلوو یوه لرې بعیده لار بلل کېده. جنتیک د ساده جنتیکي اړیکو لرونکو ناروغیو لکه هانتینګټون، سیستیک فېبروزېس او لور/داسي ډوله کم خونۍ کې د پام وړ تشخیص شوی و، خو څېړونکي د ډېرو عامو پېچلیو ناروغیو په مطالعه کې چې څو ګوني جنتیکي  او محیطي دواړه اغېزې په کې شاملېدې د جنتیک پر ګټورتیا شکمن وو. کېنګ ځینې وختونه اندېښنه ښوده چې هغه د یوې پېچلې انساني ناروغۍ د جنتیکي مداخلې د مطالعې لپاره په یوه ړنده لاره روانه ده.[۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]


[1]  د پوځي قطعې نوم، ژباړن

[2]  د هندي الاصله څېړونکو او پوهانو لپاره کلنی اېوارډ، ژباړن

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sc9qq8 — subject named as: Mary-Claire King — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. French Academy of Sciences member ID: http://www.academie-sciences.fr/fr/Liste-des-membres-de-l-Academie-des-sciences-/-K/mary-claire-king.html
  3. Yount, Lisa (2008). "Mary-Claire King" (PDF). A to Z of women in science and math. New York: Facts On File. د کتاب پاڼي 153–156. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0816066957. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Mary-Claire King Professor of Genome Sciences and of Medicine (Medical Genetics)". UW Genome Sciences. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په April 27, 1993 باندې). SCIENTIST AT WORK: Mary-Claire King; Quest for Genes and Lost Children. The New York Times.
  6. (په May 19, 2016 باندې). The plan of all plans: Mary-Claire King and her team explore secrets of DNA. Pacific NW Magazine.
  7. "Mary-Claire King, PhD". Division of Medical Genetics, University of Washington. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ فبروري ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 13 November 2002 باندې). The 50 Most Important Women in Science. Discover
  9. (په February 9, 2015 باندې). A Never-Ending Genetic Quest. The New York Times.
  10. "Life and Science". Carleton College Voice. 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Distinguished Achievement Award Mary-Claire King" (PDF). Carleton College. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Jaffe, Sam (March 15, 2004). "Mary-Claire King". The Scientist. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Zhu, Meilin (2017-08-23). "Mary-Claire King (1946– )". The Embryo Project Encyclopedia. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ "Mary-Claire King (1946), USA". Royal Netherlands Academy of Arts and Sciences (KNAW). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ فبروري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Elliott, Ellen. "Women in Science: Mary-Claire King". The Jackson Laboratory. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Autobiography of Mary-Claire King". The Shaw Prize. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ فبروري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. King, M.; Wilson, A. (1975). "Evolution at two levels in humans and chimpanzees". Science. 188 (4184): 107–116. Bibcode:1975Sci...188..107K. doi:10.1126/science.1090005. PMID 1090005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Gilad, Y.; Oshlack, A.; Smyth, G. K.; Speed, T. P.; White, K. P. (2006). "Expression profiling in primates reveals a rapid evolution of human transcription factors". Nature. 440 (7081): 242–245. Bibcode:2006Natur.440..242G. doi:10.1038/nature04559. PMID 16525476. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Mary-Claire King, Protein polymorphisms in chimpanzee and human evolution, Doctoral dissertation, University of California, Berkeley (1973).
  20. "Q&A With Dr. Mary-Claire King". Breast Cancer Research Foundation (BCRF). July 7, 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "KATHOLIEKE UNIVERSITEIT LEUVEN Laudatio for Professor Mary-Claire King Pronounced in Leuven on 2 February 2006 by Professor Dr. Gert Matthijs, promoter" (PDF). Katholieke Universiteit. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Q&A With Dr. Mary-Claire King". Breast Cancer Research Foundation (BCRF). July 7, 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Elliott, Ellen. "Women in Science: Mary-Claire King". The Jackson Laboratory. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 1996 باندې). Putting the Puzzle Together. Columns: The University of Washington Alumni Magazine.
  25. "Robert K. Colwell Homepage". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Entine, Jon (2007). Abraham's children : race, identity, and the DNA of the chosen people (الطبعة 1st). New York: Grand Central Pub. د کتاب پاڼي 270–289. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0446580632. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Mary-Claire King, PhD". Division of Medical Genetics, University of Washington. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ فبروري ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Mary-Claire King Genetic Breast Cancer Detection". Lemelson-MIT Program. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Entine, Jon (2007). Abraham's children : race, identity, and the DNA of the chosen people (الطبعة 1st). New York: Grand Central Pub. د کتاب پاڼي 270–289. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0446580632. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)