Jump to content

ماري سومروېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ماري سومروېل
Mary Somerville (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
Jedburgh (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۶ ډيسمبر ۱۷۸۰[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
۲۸ نومبر ۱۸۷۲[۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې ځای
د ښخولو ځای
ژبې
دنده
نامتو زده‌کوونکی
عامه معلومات
عمومي معلومات
غړی د
جوړښت
جایزې

ماري سومروېل (زوکړه: د ۱۷۸۰ زکال د ډسمبر ۲۶مه – مړینه: د ۱۸۷۲ زکال د نومبر ۲۹مه نېټه) سکاټلنډۍ ساینس پوهه، لیکواله او نابغه وه. هغې د ریاضیاتو او ستورپوهنې په برخو کې زدکړې کړې وې او په ۱۸۳۵ زکال کې له کارولین هرشل سره یوځای د ستورپوهنې د سلطنتي ټولنې لومړنۍ افتخاري ښځینه غړې وټاکل شوه. [۱۴]

هغه مهال چې جان ستورات میل د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې په موخه پارلمان ته لوی غوښتنلیک چمتو کړ، له دې څخه یې ځان ډاډمن کړ چې په دغه غوښتنلیک کې به لومړی لاسلیک د سومروېل وي.

وروسته له هغه چې نوموړې په ۱۸۷۲ زکال کې مړه شوه، د مارنېنګ پوسټ په نامه ورځپاڼې د هغې د مړینې له امله د خواشینۍ په پیغام کې ولیکل چې «دا به ډېره ستونزمنه وي چې وکولای شو د ۱۹مې پېړۍ په نیمايي کې د علومو پاچا وټاکلی شو، خو د علومو د ملکې اړوند بیا هېڅ پوښتنه شتون نه لري». [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په اکسفورډ پوهنتون کې د سومروېل کالج د هغې په نوم نومول شوی او د داسې لیبرال فضایلو او تحصیلي بریاوو منعکس کوونکی دی چې کالج غوښتل هغه وړاندې کړي. په ۲۰۱۷ زکال کې د سکاټلنډ د مرکزي بانک له خوا د لسګون په پولیمري لوټ باندې د هغې انځور کښل شوی او د فزیکي علومو سره د اړیکې (On the Connection of the Physical Sciences) تر عنوان لاندې اثر څخه یې یوه جمله هم پرې لیکل شوې ده. [۱۹][۲۰]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

سومروېل د مرستیال اډمیرال ویلیام جورج فیرفکس لور وه او د خپلې مور مارګاریت چارترز له لوري هم څو مخکښو سکاټلنډي کورنیو ته اړوند وه. هغه په جېډبورګ کې د خپلې خاله او کشیش ډاکټر توماس سومروېل (۱۷۴۱ – ۱۸۳۰ زکال؛ د زما ژوند او مهال « My Own Life and Times» په نامه اثر لیکوال) په کور کې وزیږېده. د ماشومتوب دوره یې په برنټیسلنډ فایف کې تېره کړه ځکه چې مور یې د همدغې سیمې وه. [۲۱][۲۲][۲۳]

سومروېل د خپلې کورنۍ له څلورو ژوندیو پاتې شوو ماشومانو څخه دویمه ماشومه وه (درې خویندې او وروڼه یې په ماشومتوب کې مړه شوي وو). دې په ځانګړې توګه له خپل مشر ورور سام سره ډېره مینه لرله. کورنۍ یې په منځنۍ کچه بېوزلۍ کې ژوند کاوه، ځکه د پوځي پلار معاش یې د لوړې رتبې لرلو سربېره هم زیات نه و. مور یې په کور کې سبزیجات کرل، د بڼ پالنه یې کوله او د لبنیاتو لپاره یې غوا ساتلې وه چې په دې سره یې د خپل کور لګښتونه پوره کول. مور یې هغه د بایبل او کالوینېستي لارښوونو زده کړې ته هڅوله. هغه مهال به یې چې د کور چارې پای ته ورسولې، بیا یې نو وخت درلود چې د الوتونکو مارغانو او په باغ کې له شته ګلونو سره خپل سات تېر کړي.

مور یې د ۱۳ کلنۍ په عمر په اډینبورګ کې د لیک زده کړې ښوونځي ته ولېږله، چېرې چې هغې د لیکلو مهارتونه او حساب زده کړل. ورته مهال یې په برنټیسلنډ کې د خپل کور په کتابتون کې د شته کتابونو په لوستلو سره په کافي کچه لاتین زده کړې وه. هغې په جېډبورګ کې د خپلې خاله د لیدنې پر مهال له ډاکټر توماس سومروېل سره هم ولیدل. هغې جرائت وکړ چې ورته ووايي غواړي لاتین زده کړي. ډاکټر سومروېل دغې چارې ته وهڅوله او ورته یې څرګنده کړه چې په تېر کې هم ګڼ شمېر ښځې مخکښې پوهانې پاتې شوې دي. سومروېل په داسې حال کې چې له خپل ماما ویلیام چارترز سره په اډینبورګ کې اوسېده د نڅا ښوونځي ته ولاړه، هلته یې سیمه ئیز آداب او نورو ته د درناوي لارې چارې زده کړې. هغې د لایل کورنۍ د لیدو په موخه کینوردي ته د خپل ماما او خاله ملتیا وکړه؛ له دغې کورنۍ څخه چارلز لایل بیا وروسته مخکښ ځمکپوه شو او د سومروېل یو له ملګرو څخه و. [۲۴][۲۵]

پلار یې محافظه کاره و، خو هغه د لیبرال ګوند ملاتړې وه. دې خپل دغه فکري بدلون «د لیبرال ګوند سره د ناعادلانه چلن او ناوړه ګټنې له امله باله. له هماغه لومړنیو کلونو څخه مې فکر د ظلم پر ضد و او د هغو اړوند مې چرت واهه؛ همدارنګه ښځو ته د کمو تحصیلي امتیازاتو له ورکړې څخه په غصه وم چې نارینه وو ته یې بیا په سخاوتمندانه ډول شتون درلود». دغه مهال غلامو کارګرانو د لویدیځ هند د بورې په کارخونو کې کار کاوه، د همدغې چارې پر ضد سومروېل او مشر ورور یې سام په چایو کې د بورې له خوړلو ډډه کوله.

د ۱۷۹۷ زکال په مني کې هغه مهال چې پلار یې د اډمیرال ډانکن تر قوماندې لاندې په اچ ام اس ونریبل بېړۍ کې بیرغ اوچت کوونکی (علمبردار) و له پاڅون سره مخ شو. د دغه پاڅون سربېره د کمپرډون جګړه بریتانویانو وګټله. له همدې امله پلار یې شوالیه او د سمندري ځواکونو ډګروال شو. ورور یې د ۲۱ کلنۍ په عمر هغه مهال چې د ختیځ هند په شرکت کې یې د عسکرۍ خدمت ترسره کاوه ومړ. کورنۍ یې تمه لرله چې هغه به په څو کلونو کې ځانته په کافي کچه شتمني جوړه کړي او بېرته به کور ته ستون شي.

علمي چارې او لیکنې[سمول]

سومروېل د نور او مقناطیسیت ترمنځ د اړیکې موندلو په موخه یو لړ ازموینې ترسره کړې. د هغې لومړنۍ مقاله د ماورا بنفش لمرینو وړانګو د مقناطیسي ځانګړنو ترعنوان لاندې وه چې په ۱۸۲۶ زکال کې د سلطنتي ټولنې د مقالو په ټولګه کې خپره شوه. په داسې حال کې چې پایلې یې ناسمې وې، خو موضوع یې د ټولو پام ځانته واړوه او په علمي غونډو کې ورته پاملرنه وشوه. سومروېل د سپینو زرو د نایترېت له بېلګو څخه په ګټنې چې مایکل فارادي وړاندې کړې وې د لمر د وړانګو د تور کوونکي اغېز اړوند ازموینې ترسره کړې، هغه غبرګون چې د انځور اخیستنې په لومړنیو ازموینو کې ترې ګټنه کېدله. هغې بیا وروسته خپل دغه تخنیک ته له نوري منشور او نباتي رنګونو څخه په ګټنې پراختیا ورکړه او د نوري طیف سنجوونکي لومړنۍ بېلګه یې تولید کړه. د کالیدوسکوپ مخترع ډیوېډ بروسټر په ۱۸۲۹ زکال کې ولیکل چې ماري سومروېل «په رښتیا سره په اروپا کې یوه بې سارې مېرمن وه – داسې مېرمن چې د ټولو ښځینه لطافتونو په لرلو سره له لومړۍ درجې ریاضي پوهانو څخه وه». [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

لارډ بروګهام له سومروېل څخه وغوښتل څو د اسماني میخانیک په نامه د پیر سیمون لاپلاس کتاب، د ګټمنو زده کړو د خپراوي د ټولنې لپاره وژباړي. لاپلاس په خپل دغه پنځه ټوکیز کتاب کې د جاذبوي ریاضیاتو اوسنی حالت بیان کړی و. د اسماني میخانیک په نامه دغه اثر د پرېنسیپا اثر له مهال څخه راوروسته تر ټولو لویه فکري لاسته راوړنه بلل کېده. سومروېل نه یوازې دغه اثر وژباړه، بلکې د هغو د لومړنیو دوه ټوکو پراختیا موندلې نسخه یې هم تولید کړه. هغې د لمریز نظام تر شا د ریاضیاتو اړوند یوه خپلواکه توضېح ولیکله او په هغې کې یې څرګنده کړه، «ما د لاپلاس اثر د الجبري ژبې څخه رایجې ژبې ته وژباړه». دغه اثر په ۱۸۳۱ زکال کې د اسماني میخانیک تر عنوان لاندې خپور شو او په ډېر لږ مهال کې یې پریمانه شهرت وموند. همدا و چې تر ۱۸۸۰مې لسیزې پورې یې د کمبرېج پوهنتون د لیسانس زده کړو درسي نصاب ته لار ومونده. [۳۰]

هغه مهال چې د دغه اثر یوه نسخه شاعرې جوانابیلي ته په لاس ورغله سومروېل ته یې په یو لیک کې ولیکل، «ماته د ویاړ ځای دی چې داسې یو څه مې له داسې چا ترلاسه کړي چې د ښځو د وړتیاوو نه لرلو هغه ارزونه یې له ماتې سره مخ کړې چې د ټولو شاعرانو او ناول لیکونو نجونو اړوند ترسره شوې ده». وروسته له هغه چې یاد اثر د کمبرېج پوهنتون د ښوونکي جورج پیکوک له خوا وستایل شو؛ د چاپ شوو ۷۵۰ نسخو څخه یې ګڼ شمېر نسخې کمبرېج پوهنتون وپېرلې. په دغه اثر کې مطلوبې پایلې وړاندې شوې وې او له همدې امله سومروېل له ګڼ شمېر ساینس پوهانو څخه د مبارکۍ پیغامونه ترلاسه کړل. نوموړې په ۱۸۳۴ زکال کې د ایرلنډ د سلطنتي اکاډمۍ، د بریسټول فلسفي ټولنې او په جینوا کې د فیزیک او طبیعي تاریخ د ټولنې افتخاري غړیتوب ترلاسه کړ. د بریتانیا ولیعهد هم ورته د ساینس او ادبیاتو په برخه کې د پام وړ ونډې لرلو له امله د کال ۲۰۰ پونډه امتیازي معاش وټاکه. [۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Stated in: The Feminist Companion to Literature in English. Page(s): 1006. ليکوال: Virginia Blain. اثر ژبه: انګليسي ژبه. د خپرولو نیټه: ۱۹۹۰.
  2. Stated in: MacTutor History of Mathematics archive. Retrieved: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Stated in: SNAC. SNAC ARK ID: w62j6qzg. Subject named as: Mary Somerville. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Stated in: A historical dictionary of British women. د خپرولو نیټه: ۱۷ ډيسمبر ۲۰۰۳. Publisher: Routledge.
  5. Stated in: The Feminist Companion to Literature in English. Page(s): 1007. ليکوال: Virginia Blain. اثر ژبه: انګليسي ژبه. د خپرولو نیټه: ۱۹۹۰.
  6. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  7. Stated in: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: ntk2015886840. Retrieved: ۱ مارچ ۲۰۲۲.
  8. Stated in: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: ntk2015886840. Retrieved: ۲ جنوري ۲۰۲۳.
  9. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  10. ليکوال: Elisabetta Strickland. ISBN-10: 978-3-319-49192-9. Page(s): 67. عنوان: The Ascent of MarySomerville in 19th Century Society.
  11. "Mister Mary Somerville: Husband and Secretary". ۳ اگسټ ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |date= (لارښود)
  12. "Mister Mary Somerville: Husband and Secretary (English)". ۳ اگسټ ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |date= (لارښود)
  13. Stated in: Gold Medal Recipients. ليکوال: Royal Geographical Society. Publisher: Royal Geographical Society. اثر ژبه: انګليسي ژبه. د خپرولو نیټه: ۲۰۲۲.
  14. "Mary Somerville | Biography, Writings, & Facts". Encyclopedia Britannica. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Boreham, Ruth (8 March 2017). "Mary Somerville: Queen of Science". Dangerous Women. لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. (په 2 December 1872 باندې). Mrs. Somerville (Obituary). The Morning Post from London.
  17. کينډۍ:Cite ODNB
  18. Secord, James (2018-01-01). "Mary Somerville's vision of science". Physics Today. 71 (1): 46–52. Bibcode:2018PhT....71a..46S. doi:10.1063/PT.3.3817. ISSN 0031-9228. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "Royal Bank of Scotland – £10 Polymer". www.scotbanks.org.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Batson 2008، م. 23.
  21. Mary T Brück (1996). "Mary Somerville, mathematician and astronomer of underused talents". Journal of the British Astronomical Association. 206 (4): 201. Bibcode:1996JBAA..106..201B. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Somerville, Mary Fairfax Greig. 11 & 12. New York: Charles Scribner's Sons. 1981. مخونه 521–522. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. "Mary Somerville's Family". Burntisland Heritage Trust. لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Somerville, Mary Fairfax Greig. 11 & 12. New York: Charles Scribner's Sons. 1981. مخونه 521–522. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Mary T Brück (1996). "Mary Somerville, mathematician and astronomer of underused talents". Journal of the British Astronomical Association. 206 (4): 201. Bibcode:1996JBAA..106..201B. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. (په 2 December 1872 باندې). [{{{url}}} Mrs. Somerville]. The Times.
  27. کينډۍ:Cite ODNB
  28. John Holmes; Sharon Ruston (2017). The Routledge Research Companion to Nineteenth-Century British Literature and Science. Routledge. مخونه 59. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317042334. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. کينډۍ:Mactutor
  30. Baraniuk, Chris (1 July 2017). "The queen of science". New Scientist (3132): 40–41. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Baillie, Joanna (2010). McLean, Thomas (سمونګر). Further Letters of Joanna Baillie. Madison, NJ: Fairleigh Dickinson Univ Press. مخونه 144. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8386-4149-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)