Jump to content

مارتین ډیلاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارتین ډیلاني
مارتین ډیلاني
مارتین ډیلاني

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل نری رنځ   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
نسل
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
روغتيايي څرنګوالی نری رنځ   ويکيډاټا کې (P1050) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ

مارتین روبیسن ډیلاني (د ۱۸۱۲ م کال د مۍ د شپـږمې نیټې څخه د ۱۸۸۵ م کال د جنورۍ تر څلورویشتمې نیټې پورې ژوند وکړ) یو داسې شخص و،  چې  د غلامۍ خلاف، خبریال، ډاکټر، سرتېری او لیکوال و. او د تورپوستو د ملت پالنې پلوی و. ډيلاني د (افریقا د افریقایانو ده) شعار باندې پېژندل کېـږي. [۱][۲][۳]

هغه د ویرجینیا په چارلس ښار کې د یوه ازاد وګړي په توګه وزېـږيد، چې اوسنۍ لویدیځه ویرجینیا ده (بلکې چارلسټون نه ده، لویدیځه ویرجینیا ده) او په چمبرزبورګ، پیستبورګ او پینیسلونیا کې را لوی شو. ډیلاني د ډاکټر د مرستیال په توګه زده کړې وکړي. په پیتسبورګ کې د ۱۸۳۳ م کال او ۱۸۵۴ م کال د ساري وباوو په اوږدو کې هغه وخت کله چې حتی ډيری ډاکټران او خلک په دې ناروغي د اخته کېدو له ډاره له ښار څخه وتښتېدل ډیلاني د نارغانو علاج کاوه. په دې دوره کې، خلک نه پوهېدل چې څنګه دا ناروغۍ ولېـږدول شوه. 

ډیلاني په ۱۸۳۹ م کال کې سویلي لورته ته سفر وکړ تر څو د غلامي د وضعیت څخه مستقیما لیدنه وکړي. د ۱۸۴۷ م کال په لومړیو کې، هغه د نیویارک په لوچسټر کې د فراډریک ډوګلس سره یوځای کار وکړ تر څو د شمالي ستوري ورځپانه ( د غلامۍ خلاف ورځپانه ) خپاره کړي. په ۱۸۵۰ م کال کې، ډیلاني یو له هغه دریو لومړنیو تورپوستو سړیو څخه و چې د هاروارډ په طبي ښوونځي کې ومنل شول، خو له یو څو اوونیو وروسته د سپین پوستو د پراخو لاریونونو له امله رد شول.  [۴][۵]

ډیلاني هیله درلوده چې په لوېدیځه افریقا کې استوګنځای جوړ کړي. هغه له لایبریا څخه لیدنه وکړه، د متحده ایالتونو یو مستعمره چې د امریکا د استعماري ټولنې لخوا جوړه شوي وه. ډیلاني د یو څو کلونو لپاره په کاناډا کې ژوند وکړ خو کله چې د امریکا داخلي جګړه پیل شوه، هغه بیرته امریکا ته لاړ. په ۱۸۶۳ م کال کې هغه وخت کله چې د متحده ایالتونو رنګه ځواکونو جوړ شول ډیلاني هم په دې ځواکونو کې استخدام شو. د ۱۸۶۵ م کال په فبرورۍ میاشت ډېر د ویاړ ځای و کله چې ډیلاني د لومړني افریقايي ــ امریکايي په توګه د متحده ایالتو په ځواکونو کې د لومړۍ درجې قومندان په توګه وټاکل شو.

د داخلي جګړې وروسته، ډیلاني سویلي لور ته لاړ او په سویلي کرولینا کې مېشت شو. هغه د رنګه کنوانسیونونو د خوځښت په ګډون  د ازادو وګړو په دفتر کې کار وکړ او په سیاسي توګه فعاله شو، ډیلاني د خپلواکه جمهوري پلوي په توګه ډګرمن والي ته ناکامه شو. هغه د محاکمې د قاضي په توګه هم ګمارل شوي و، خو هغه د یوې رسوایۍ له امله له دې دندې لیرې کړل شو. ډیلاني وروسته  خپل ګوندي تړاو بند کړ. هغه د درېیم دیموکرات وایډ همپټون لپاره کمپاین کاوه، چا چې د ۱۸۷۶ م کال د ټاکنو په یوو پـړاو کې د والي لپاره انتخابات وګټل، چې په دې ټاکنو کې د تورپوستو جمهوریت د رایه ورکوونکو د تاوتریخوالي مخنیوي په سور رنګ کمیسونو ښودل شوي وه او په ټاکنو کې درغلۍ په ګوته شوه.  

د ژوند لومړي کلونه او تعلیم

[سمول]

ډيلاني په ویرجینیا، چارلسټون کې ( چې د نن ورځې د لوېديځي ویرجینیا چارلسټون نه بلکې د چارلس ښار دي) د پيټي او سمویل په کورنۍ کې د یوه ازاد انسان په توګه وزېـږيد. که څه هم د هغه پلارغلام و خو د هغه مور یو ازاده ښځه وه. د ویرجینیا د غلامونو د قانون په اساس، ماشومان د هغوی د مورګانو په ټولنیز حالت پورې تړل کېدل ( یو لړ قوانین چې د ماشومانو ټولنیز حالت یې ښودل ). د ډیلاني ټول نیکونو او نیاګاني په افریقا کې زېـږيدلي و. د هغه پلرني والدین د ګولو د قوم څخه و ( د ننۍ ورځې د لیبریا څخه )، چې د جګړې په اوږدو کې بندیان او د غلامانو په توګه د ویرجینیا مستعمرې ته راوړل شول. د دوی د کورنۍ تاریخ د دې شفاهي ورکوي چې د دوی نیکه یو قومي مشر و، څوک چې د یو څه وخت لپاره کاناډا ته وتښتېد، او د غلامۍ د ځورونو پر خلاف د مقاومت له امله مړ شو.  [۶]

د ډیلاني د مور پیټي والدین د نیجر په دره کې په لوېدیځه افریقا کې زېـږيدلي و او د میندینکا د قوم څخه و. داسې ویل کېـږي چې د هغې پلار چې  نوم یې شانګو و،  یو شهزاده و، او د هغه د کوژدنې ګریسی سره د غلامانو په توګه امریکا ته راوستل شول. له یو څخه وخت وروسته، د دوي بادار په ویرجینیا کې دوی ازاد کړل چې ښايي دا د دوی د اصیل په توګه د پیداېښت له امله وي. شانګو بېرته افریقا ته لاړ، خو ګریسی د خپلې یوازیني لور پیټي سره په دې مستعمره کې پاتې شوه. کله چې ډیلاني یوازې د څو کلونو و، هڅې وشوي تر څو هغه او د هغه ورور د غلامانو په توګه ونیسي. نو د دوي مور پیټي خپل دوه کوچني اولادونه ۲۰ میله لېري په وینچسټر کې محکمې ته بوتلل تر څو په بریالېتوب سره د هغې د خپلواک پيداښت په اساس د خپلې کورنۍ د ازادۍ په اړه بحث وکړي. [۷]

لکه څنګه چې دوی لوی شول، ډیلاني او د هغه ورور د نیویارک د حجا او ابتدایه کتابونو په لوستلو سره لوستل او لیکل زده کړل چې د یو لاس پلورنکي لخوا ورکړل شوی و. په وایرجینیا کې د تورپوستو وګړو لپاره تعلیم منع  و. کله چې دا کتاب په ۱۸۲۲ م کال په سپټمبر کې کشف شو پیټي د خپل اولادنو سره د چمبرزبورګ سره نژدې د پنسیلوانیا خپلواک ایالت ته لاړه تر څو د خپلو اولادنو په ازادۍ ډاډمنه شي. دوی باید خپل پلار سمویل هلته پريښي واي، خو یو کال وروسته هغه ته اجازه ورکړل شو چې خپله ازادۍ تر لاسه کړي او هغه په چمبرزبورګ کې د خپلې کورنۍ سره یوځای شو. [۸]

په چمبرزبورګ کې، ځوان مارتین خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، خو ځینې وختونه به یې ښوونځۍ پرېښود هغه وخت کله چې به د هغه کورنۍ د مالي ستونزو له کبله نشوای کولای تر څو د هغه زده کړو ته دوام ورکړي. په پنسیلوانیا کې، تورپوسته وګړو یوازې د ابتدایه ټولګیو له لارې زده کړې کولي، نو ډیلاني د کتابونه په لوستلو سره خپلې زده کړي ته دوام ورکړ. په ۱۸۳۱ م کال کې، د ۱۹ کلونو په عمر کې هغه د لویدیځ مخ پر ودې ښار پیستبورګ ته سفر وکړ، چېرته چې هغه د افریقا د میټوډیسټ د عیسویت د کلیسا د ښکته پوړ په ښوونځي کې زده کړي وکړي. هغه د یوه سپین پوستې ډاکټر سره شاګرد شو.    [۹]

ډیلاني او درې نور تور پوستي سړي وروسته د هاروارډ په طبي ښوونځي کې ومنل شول. خو دوی بیرته د سپین پوستو د احتجاجونه څخه وروسته دې ته اړ کړل شول چې بیرته دا ښوونځي پرېـږدي. د راپورونو له مخې، سپین پوستو ښوونځي ته عریضه وکړه چې د رنګه پوست لرونکو غوښتنې دې لغوه کړي.[۱۰]

واده او کورنۍ

[سمول]

په داسې حال کې چې په پیستبورګ کې یې ژوند کاوه، په ۱۸۴۳ م کال کې ډیلاني د کاترین.ای. ریچارډ سره ولیدل او واده یې ورسره وکړ. هغه د خوړو د یو بریالي برابرونکي لور وه، چې په ښار کې یو د بډای کورنیو څخه شمېرل کېدل. دې جوړې یوولس اولادونه درلودل، چې د هغه له جملې څخه اووه دانې تر ځواني ژوندي پاتې شول. د دوي والدینو دوی ته په زده کړه ټينګار کاوه او د دوی ځينې اولادونه د کالج څخه هم فارغ شول.[۱۱][۱۲]

پیتسبورګ

[سمول]

‌ډیلاني د تثلیث سره د افریقا د میټوډیسټ د عیسویت په کلیسا کې چې د وېلي په لار کې موقعیت درلود شامل شو چې پکې د ځوانانو لپاره هم ټولګي و . دا کلیسا په متحده ایالتونو کې د تورپوستو د طبقي د نوم ایښودنې د لومړۍ خپلواکۍ یوه برخه وه. چې د نوولسمې پېـړۍ په اوږدو کې په فیلادفیا کې جوړه شوه. لږه موده وروسته، ډیلاني  کلاسیک، لاتینې او یوناني ژبې د مولیسټوم. ایم. کلارک سره چا چې د جیفورسن په کالج کې یې زده کړي کړي وي، زده کړي. په ۱۸۳۲ م کال کې د ساري وبا په اوږدو کې، ډیلاني د ډاکټر انډریو. این. میکډول سره شاګرد و. چېرته چې هغه طبي مهارتونه  لکه وینه اخېستنه او حجامه زده کړه ، بیا یې د لومړنیو مهارتونو په زده کولو پیل وکړ چې د له ډېرو ناروغیو درملنه وکړي. ډیلاني د ډاکټر میکډول یا نورو غلامۍ پر خلاف ډاکټرانو لکه ډاکټر ایف. جیولیوس لیمیون او د پیستبورګ ډاکټر في. ګاززم تر مشرۍ لاندې د درملو زده کړو ته دوام ورکړ. [۱۳]

ډیلاني په سیاسي مسایلو کې نور هم فعاله شو. او په ۱۸۳۵ م کال کې، هغه د تور پوستو په خپل لومړي کنواسیون کې ګډون وکړ چې د ۱۸۳۱ م کال څخه را وروسته په کلنۍ ډول په فیلادفیا کې جوړېده. ډيلاني داسې تشویق شوی و چې داسې پلان تصور کړي چې د افریقا په ختیځ ساحل کې (تور اسرایل) چمتو کړي.  [۱۴][۱۵]

په پیستبورګ کې، ډیلاني په عمومي مسایلو باندې لیکل پیل کړل. په ۱۸۴۳ م کال کې، هغه د راز په نوم د یوې ورځپاڼې چې د تورپوستو تر کنټرول لاندې وه خپرول پیل کړل. د هغه مقالې او ځينې نورې لیکنې په نورو ځایونو کې هم چاپ شول. لکه د غلامۍ خلاف د ویلیم لوید ګاریسون په ورځپانه کې هم چاپ شول. په ۱۸۴۷ م کال کې چې ډيلاني کومې خبرې رایو. فایټ ډیوس ته وړاندې کړي په پراخه کچه خپرې شوي. [۱۶][۱۷]

سرچينې

[سمول]
  1. "Archived copy". خوندي شوی له the original on April 25, 2009. بياځلي په June 21, 2009.{{cite web}}: CS1 maint: archived copy as title (link) Profile] Libraries.wvu.edu; accessed August 29, 2015. - Stanford, E. Martin R. Delany (1812–1885). (2014, August 6). Encyclopedia Virginia
  2. "Martin Robison Delany (1812-1885) •" (in American English). 2007-03-03. بياځلي په 2022-03-06.
  3. Carlisle, Rodney P., (con. Sage Publications, Thomson Gale (Firm)), Encyclopedia of Politics, SAGE, (2005), page 811, ISBN 9781412904094 [۱] (last retrieved 9 December 2018)
  4. "Martin R. Delany (1812–1885) – Encyclopedia Virginia" (in American English). بياځلي په 2022-03-06.
  5. Wilkinson, Doris Y. (Fall 1992). "The 1850 Harvard Medical School dispute and the admission of African American students". Harvard Library Bulletin (in American English). 3 (3): 13–27. ISSN 0017-8136. PMID 11612967.
  6. Frank A. Rollins, Life and Public Services of Martin R. Delany, 1883, reprint 1969, Arno Press, pp. 14–17; accessed February 21, 2011.
  7. Glasco (2004), p. 56
  8. Gates Jr, Henry Louis, Emmanuel Akyeampong, and Steven J. Niven. Dictionary of African Biography. Vol. 6. Oxford University Press, USA, 2012. pp. 177-179
  9. Blowers, Diana (February 22, 1995). "Delany made his mark as a doctor, writer, black nationalist, officer". Dayton Daily News (Dayton, Ohio). p. 25 – via newspapers.com.
  10. Biography of Martin Robison Delany, biography.com; accessed November 4, 2015.
  11. Neil A. Hamilton, American Social Leaders and Activists, Infobase Publishing, 2002, pp. 103–04, accessed February 24, 2011.
  12. "Martin R. Delany (1812–1885) – Encyclopedia Virginia" (in American English). بياځلي په 2022-03-06.
  13. Levine (editor) and Delany (2003) p487
  14. "This Week In Black History 5-29-13". New Pittsburgh Courier. خوندي شوی له the original on July 8, 2013. بياځلي په August 13, 2015.- "National Negro Convention Movement (1831-1864) - The Black Past: Remembered and Reclaimed". blackpast.org. April 2011. بياځلي په August 13, 2015.
  15. Gates Jr, Henry Louis, Emmanuel Akyeampong, and Steven J. Niven. Dictionary of African Biography. Vol. 6. Oxford University Press, USA, 2012. pp. 177-179
  16. Levine (editor) and Delany (2003) p29
  17. Levine (editor) and Delany (2003) p27