مادر جونز
| مادر جونز | |
|---|---|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱ می ۱۸۳۰[۱] |
| مړینه | 30 نومبر 1930 (100 کاله)[۲][۳] |
| تابعیت | |
| ګوند | د امریکا سوسیالېست ګوند (۱۹۰۱–) |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | ښوونکی ، د بشري حقونو فعال ، ليکوال [۴] |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۵] |
| سمول |
|
ماري جي. هریس جونز ( ۱۸۳۷زکال (تعمید شوې) – ۳۰ نومبر ۱۹۳۰ زکال) چې له ۱۸۹۷ زکال وروسته په مادر جونز پېژندل کېده، په ایرلنډ کې زېږېدلې امریکايي ښوونکې او درزي(خیاطه) وه چې په مخکښې فعالې او د اتحادیې او ټولنې په سازمان کوونکې واوښته. هغې د لویو اعتصابونو په همغږي کولو کې مرسته وکړه او د نړۍ د صنعتي کارګرانو د ټولنې بنسټ یې کېښود.
وروسته له هغې چې د جونز مېړه او څلور ماشومان په ۱۸۶۷ زکال کې د زېړې تبې د وبا له امله مړه شول، په ۱۸۷۱ زکال کې یې د جامو پلورنځۍ د شیکاګو د لویې اورلګېدنې پر مهال له منځه لاړ، هغې د Knights of Labor او د کانونو د کارګرانو د متحدې ټولنې مدیریت پر غاړه واخیست. په ۱۹۰۲ زکال کې هغه مهال چې نوموړې په بریالیتوب سره د کانونو کارګران او د هغو کورنۍ د کانونو د صاحبانو پر ضد مدیریت کړل، هغه د «متحده ایالاتو د خطرناکې مېرمنې» په نوم ونومول شوه. په ۱۹۰۳ زکال کې یې د پنسلوانیا په کانونو او د ورېښمو په کارخونو کې د ماشومانو د کار کولو اړوند قوانینو د کمزورې اجرا په اعتراض کې له فیلادلفیا څخه په نیویارک د ولسمشر تئودور روزولت تر کوره د ماشومانو لاریون مدیریت کړ.
لومړی ژوند
[سمول]ماري جي. هریس جونز د رومن کاتولیک اجاره کوونکي بزګر ریچارډ هریس او ایلن هریس (کورنی نوم یې کارتر) په کورنۍ کې د کورک په شمالي څنډه کې وزېږېده. د هغې د زیږون کره نېټه نه ده معلومه، خو د تعمید غسل ورته د ۱۸۳۷ زکال د اګست په لومړی نېټه ورکړل شو. هریس او کورنۍ یې د ګڼ شمېر ایرلنډي کورنیو په څېر د لویې قحطۍ قرباني شول. دغې قحطۍ د هریس د کورنۍ په ګډون چې هغه مهال هریس ۱۰ کلنه وه؛ له یو میلیون څخه زیاتې کورنۍ شمالي امریکا ته کډې کولو ته اړ کړې.[۶][۷][۸][۹]
د بدلون کلونه
[سمول]ماري هغه مهال چې کورنۍ یې کاناډا ته کډه شوه، نوې ځوانه و. په کاناډا (او وروسته په متحده ایالاتو کې) د هریس کورنۍ د دوی د کډوالۍ د وضعیت، کاتولیکې عقیدې او ایرلنډي میراث له امله د تبعیض قرباني شوه. ماري په تورنټو کې د تورنټو په عادي ښوونځي کې زده کړې وکړې چې فیس یې نه اخیست او ان د هر سمستر په پوره کېدو به یې د اونۍ په حساب له زده کوونکي سره یو ډالر مرسته کوله. ماري له دغه ښوونځي فارغه نشوه، خو وه یې کولای شو د ۱۸۵۹ زکال د اګست په ۳۱ مه د ۲۳ کلونو په عمر د کافي زده کړو کولو د ترلاسه کولو پر بنسټ د میشیګان په مونرو کې تدریس وکړی. هغې د میاشتې اته ډالر معاش اخیست، خو دغه ښوونځي د یو «ستړي کوونکي ځای» په توګه توصیف شو. له خپل مسلک څخه په ستړي کېډو هغې لومړی شیکاګو او بیا یې ممفیس ته کډه وکړه چېرې چې یې بیا په ۱۸۶۱ زکال کې د وسپنې ویلې کولو د ملي اتحادیې له غړي او سازمان کوونکي جورج اې جونز سره واده وکړ؛ هغه اتحادیه چې وروسته په شمالي امریکا کې د اوسپنې د قالب کوونکو او ویلې کوونکو په نړیواله اتحادیه واوښته او د هغو کارګرانو استازولي یې کوله چې د بخار د ماشینونو، ژرندو او نورو ټولو تولیدي توکو په جوړولو او بېرته رغولو کې یې تخصص درلود. دې ته په پام چې د هغه مېړه د کور د لګښتونو د پوره کولو په موخه په کافي کچه عاید درلود، هغې خپل کار د کور په کار واړاوه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
په ۱۸۶۷ زکال کې د ژېړې تبې د وبا له امله په ممفیس کې د خپل مېړه او درې لوڼو او یو زوی له لاسه ورکول (ټول له پنځه کلنۍ نه کوچنیان و) د هغې په ژوند کې د عطف نقطه وه. له دغې غمیزې وروسته هغه شیکاګو ته راوګرځېده څو د خیاطۍ نوې سوداګري پیل کړي. د ۱۸۷۰ مې او ۱۸۸۰ مې لسیزې پر مهال هغې د شیکاګو د لوړې کچې کسانو ته کار کوه. له دې څلور کاله وروسته هغې خپل کور، هټۍ او خپله شتمني په ۱۸۷۱ زکال کې د شیکاګو په لویه اور لګېدنه کې له لاسه ورکړل. دغې لویې اورلګېدنې ګڼ شمېر کورونه او هټۍ له منځه یووړې. جونز د ډېر کسانو په څېر د ښار په بېرته رغونه کې مرسته کړه. د هغې ژوند لیک ته په پام دغې چارې هغه په Knights of Labor ډله کې شامله کړه. هغې د اعتصبانو په طراحۍ لاس پورې کړ. په پیل کې د هغې اعتصابونه او اعتراضونه له ناکامۍ سره مخ شول چې حتي ځینې مهال به دغه اعتصابونه او اعتراضونه د پولیسو په ډزو او د اعتراض کوونکو په وژنې پای ته رسېدل. Knights of Labor تر ډېره نارینه کسان جذب کول چې د لسیزې په نیمايي کې یې د غړو شمېر له یو میلیون څخه زیاتو کسانو ته ورسېد او په نړۍ کې په لوی کارګري سازمان واوښت.[۱۴]
په ۱۸۸۶ زکال کې د های مارکېټ پېښې، له انارشېزم څخه ویره او هغه ټولنیز بدلونونه چې د اتحادیه یي بنسټونو څخه یې سرچینه اخیسته هغه مهال د Knights of Labor د زوال لامل وګرځېدل چې یو نامعلوم کس د شیکاګو د پولیسو او اعتصابي کارکوونکو ترمنځ په شخړه کې لاسي بم وغورځاوه. هغه مهال چې نور یادې ډلې شتون نه درلود، ماري جونز تر ډېره د کانونکو د کارګرانو له متحدې ټولنې سره ښکېل شوه. هغه څو ځله د یادې ټولنې اعتصابونه رهبري کړل او اعتصابي کارګران یې هڅول تر هغه مهاله خپل اعتصاب پای ته وه نه رسوي؛ څو چې مدیریت؛ اعتصاب ماتوونکي او ملیشه ډلې اعتصاب ته نه وي دننه کړې. هغې باور درلود چې «نارینه کارګران د دومره معاش مستحق دي څو خپلو مېرمنو ته اجازه ورکړي په کور کې پاتې شي او له خپلو ماشومانو پالنه وکړي». ورته مهال د اعتصابونو تنظیم هم ښه کېده چې کارګرانو ته یې د ښه معاش ورکولو په څېر لوی نتایج یې له ځانه سره لرل.[۱۵][۱۶][۱۷]
د بیوګرافي لیکونکي الیوت ګورن په خبره، په یو سازمان کوونکي باندې د هغې د اوښتو بله سرچینه د هغې رومن کاتولېزم باور او همدارنګه یې له خپل ورور، فادر ویلیام ریچارډ هریس سره اړیکه وه. ورور یې رومن کاتولیک ښوونکی، لیکوال، کشیش او د تورنټو د سقف مېشتو ترمنځ د نیګارا د ټاپووزمې (د انتاریو په سنت کانترینس کې) کشیش او د رومن کاتولیک مشر و، «هغه چې په ټوله انتاریو کې یو له مشهورو روحانیونو څخه و»، خو د راپورنو له مخې له ترې پردی شوی و. کېدای شي سیاسي نظریات یې په ۱۸۷۷ زکال کې د وسپنۍ پتلې د اعتصاب، د شیکاګو کارګري خوځښت، های مارکېټ له جنجالونو او په ۱۸۶۶ زکال د اقتصادي ناورین تر اغېز لاندې راغلي وي. [۱۸][۱۹]
نوموړې هغه مهال چې په ټول هېواد کې د اعتصابونو فعاله سازمان کوونکې او لارښوونکې وه په ځانګړي توګه له UMW او د امریکا د سوسیالیست ګوند سره ښکېل وه. د اتحادیې د سازمان کوونکې په توګه، په لاریونونو کې یې د اعتصابي کارګرانو د مېرمنو او بچیانو په سازمان کولو سره شهرت وموند. په ۱۹۰۲ زکال کې د لویدیځې ویرجینیا په محکمه کې لوی څارنوال، ریس بلیزارد، د کانونو د اعتصابي کارګرانو د راغونډېدو په اړه ممنوعیتونه ته په نه پام هغه «د امریکا خطرناکه مېرمن» وبلله. بلیزارد وویل: «د امریکا خطرناکه مېرمن هلته ناسته ده». «هغه داسې حالت ته رسېدلې چې سوله او آرامښت ټینګ دی... خو کله یې چې خپله ګوته وښوروله ۲۰ زره داوطلبه کسان خپل کاري وسایل په ځمکه اېږدي او بیرون ته راوځي».[۲۰]
مړینه
[سمول]ماري هریس جونز د ۱۹۳۰ زکال د نومبر په ۳۰ مه نېټه د مریلینډ د سېلور سپرېنګ سیمې په برګریس کروندې کې چې اوس د مریلنډ اډلفی ته اړونده ده مړه شوه. د هغې د جنازې مراسم د واشنګټن ډی سي په په سنت ګابریل کې ترسره شول.[۲۱][۲۲][۲۳]
نوموړې د ایلینوی په اولیو غره کې د متحده کان ویستونکو په هدیره کې د هغو کان ویستونکو په خوا کې چې د ۱۸۹۸ زکال په ویرډن جګړه که یې ژوند له لاسه ورکړی و خښه شوه. هغې دغه کان ویستونکي چې له اعتصاب څخه د سرچینې اخیستونکو تاوتریخوالو له امله وژل شوي و «خپل زامن» بلل. په ۱۹۳۲ زکال کې د ایلینوی ایالت نږدې ۱۵۰۰۰ کان ویستونکي په اولیو غره کې راغونډ شول، څو د متحدو کان اېستونکو پر وړاندې اعتراض وکړي، چې بیا ډېر ژر د امریکا د کانونو په مترقي کارګرانو واوښتل. هغه کان ویستونکي چې متقاعد شوي و د مادر جونز په ارواح عمل وکړي، پرېکړه یې وکړه چې یوه مناسبه د قبر ډبره د هغې پر قبر کېږدي. تر ۱۹۳۶ زکال پورې دغو کان ویستونکو نږدې ۱۶۰۰۰ امریکايي ډالر راغونډ کړي و او وه یې کولای شول «یوه اتیا ټنه مینسوتايي ګرانیست ډبره او د دوه کان ویستونکو برونزي مجسمې چې په منځ کې یې د ډبرو ۲۰ فوټي ستون شتون لري او د هغو په مرکز کې د مادر جونز انځور راغلی وپیري». د ۱۹۳۶ زکال د اکتوبر په ۱۱ مه چې د کان ویستونکو د ورځې په توګه پېژندل کېږي، نږدې ۵۰۰۰۰ تنه د مادر جونز د زیارت او د هغې د قبر د ډبرې لیدو لپاره راغلي و. له دې نیټې وروسته ۱۱ اکتوبر نه یوازې چې د کان ویستونکو د ورځې په توګه پېژندل کږي بلکې د «مادر جونز» د ورځې په نوم هم یادېږي او په اولیو غره کې لمانځل کېږي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Mother-Jones-American-labour-leader — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ سکالو پېژند: Mother Jones — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Jones, Mother (01 August 1837–30 November 1930), labor organizer — خپور کړی: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.1500372
- ↑ سکالو پېژند: Mary Harris Jones (Mother Jones) — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=14845 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ سرليک: American Women Writers
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11908979j — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ Day by Day in Cork, Sean Beecher, Collins Press, Cork, 1992کينډۍ:ISBN?کينډۍ:Page?
- ↑ "Mary Harris Jones". Mother Jones Commemorative committee. March 7, 2012. ترلاسهکېدو نېټه November 30, 2012.
... This plaque will be erected near the famous Cork Butter Market and will be unveiled on 1st August 2012 which is the 175th Anniversary of her baptism in the North Cathedral [St. Mary's Cathedral] (we have not been able to ascertain her actual date of birth but it would most likely have been a few days before this date). Her parents were Ellen Cotter, a native of Inchigeela and Richard Harris from Cork city. Few details of her life in Cork have been uncovered to date, though it is thought by some that she was born on Blarney Street and may have attended the North Presentation Schools nearby. She and her family emigrated to Canada soon after the Famine, probably in the early 1850s. ...
- ↑ "Mother Jones (1837–1930)". AFL–CIO. ترلاسهکېدو نېټه November 30, 2012.
- ↑ Risjord, Norman K. (2005). Populists and progressives. Rowman & Littlefield. ISBN 0742521702. OCLC 494143478.
- ↑ Religion and Radical Politics: An Alternative Christian Tradition in the United States, Robert H. Craig, Temple University Press, Philadelphia, 1992کينډۍ:ISBN?کينډۍ:Page?
- ↑ Russell E. Smith, "March of the Mill Children", The Social Service Review 41, no. 3 (1967): 299
- ↑ Risjord, Norman K. (2005). Populists and progressives. Rowman & Littlefield. ISBN 0742521702. OCLC 494143478.
- ↑ Arnesen, Eric. "A Tarnished Icon", Reviews in American History 30, no. 1 (2002): 89
- ↑ Gorn 2002، م. 45.
- ↑ Dreher, Rod (June 5, 2006) All-American Anarchists Archived April 29, 2011, at the Wayback Machine., The American Conservative
- ↑ Russell E. Smith, "March of the Mill Children", The Social Service Review 41, no. 3 (1967): 299
- ↑ Gorn 2002، م. 97.
- ↑ Arnesen, Eric. "A Tarnished Icon", Reviews in American History 30, no. 1 (2002): 89
- ↑ Gorn 2002.
- ↑ Sandra L. Ballard; Patricia L. Hudson (2013). Listen Here: Women Writing in Appalachia. University Press of Kentucky. ISBN 978-0813143583. ترلاسهکېدو نېټه September 26, 2013.
- ↑ Obituary for Mother Mary Jones, The Washington Post, December 2, 1930, p. 3.
- ↑ "Mother Jones Dies. Led Mine Workers". New York Times. Associated Press. December 1, 1930. ترلاسهکېدو نېټه November 30, 2012.
100-Year-Old [sic] Crusader in Her Time Had Headed Many All Night Marches of Strikers. Often Went To President. Lost All Her Family in Memphis Epidemic of 1867. Miners Became Her "Children." Idolized by Workers. Celebrates 100th [sic] Birthday. Mary (Mother) Jones, militant crusader for the rights of the laboring man, died at 11:55 last night at her home in near-by Maryland. She was 100 [sic] years old....
- ↑ "Service Tomorrow for Mother Jones," The Washington Post, December 2, 1930, p. 12.
- ↑ Gravesite: ۳۹°۰۴′۵۰″شمال ۸۹°۴۴′۰۰″لويديځ / 39.080686°شمال 89.733286°لويديځ
- ↑ Biggers, Jeff. "Battle of Virden". Zinn Education Project. ترلاسهکېدو نېټه July 8, 2019.[مړه لينکونه]
- ↑ "United States Department of Labor – Labor Hall of Fame: Mary Harris "Mother" Jones". Dol.gov. خوندي شوی له the original on February 17, 2011. ترلاسهکېدو نېټه September 6, 2010.
- ↑ Gorn 2002، م. 297.
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1930ز مړينې
- 30 نومبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري
