لېوي کوفین
لېوي کوفین | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
لېوي کوفین (په انګلیسي: Levi Coffin؛ ۲۸-اکټوبر-۱۷۹۸ تر ۱۶-سپټمبر-۱۸۷۷ز کال) یو امریکایي کواکر (د پروتستانت مذهب یوې بېلې شوې ډلې غړی)، جمهوريپال، د تورپوستو د غلامۍ لهمنځهوړلو غوښتونکی، کروندګر، سوداګر او بشرپال ؤ. کوفین په اېندیانا او اوهایو کې د ځمکې لاندې اورګاډي فعال مشر ؤ چې د ځینو لهخوا «د ځمکې لاندې اورګاډي واکمن» په نامه یادېده او اټکل کېږي چې کابو درې زره فراري غلامان د هغه له څارنې څخه برخمن شوي دي. د اېندیانا د واین کاونټي په فونټاین سیټي کې د کوفین کور اوسمهال یو موزیم دی، چې ځینې وخت ورته د ځمکې لاندې اورګاډي «ستر مرکزي تمځای» ویل کېږي.
کوفین د شمالي کارولینا په ګرینزبورو کې زېږېدلی او په ماشومتوب کې غلامۍ سره مخ شو چې د دغه رسم مخالف ؤ. کورنۍ یې په ۱۸۲۶ز کې اېندیانا ته کډه وکړه او د کواکرانو پر وړاندې د غلامساتونکو له زور زیاتي څخه یې مخنیوی کاوه، ځکه چې د عقیدې لهمخې هغوی ځان ته اجازه نهورکوله غلامان وساتي او سربېره پر دې له فراري غلامانو سره یې مرسته کوله. په اېندیانا کې، کوفین له نورو کواکرانو سره د اوهایو پولې په غاړه د اېندیانا په واین کاونټي کې د ملي واټ تر څېرمه استوګن شو. هغه به کروندګري کوله او کرار، کرار سیمهییز سوداګر او د سوداګرۍ مشر شو. کوفین د خپل بېلابېلو سوداګریو لهلارې، چې په مهم ترانزیتي دهلېز کې یې له ګاونډیو او مسافرانو سره مرسته کوله، شتمن شو. په ۱۸۳۰ز لسیزه کې د اېندیانا د دوهیم ایالتي بانک د ریچموند سیمهییزې څانګې مدیر او لوی پانګوال شو، چې ریچموند د واین کانټی مرکز ؤ. همدا راز، مالي وضعیت او په ټولنه کې د هغه موقف، په سیمه کې د ځمکې لاندې اورګاډي عملیاتو ته د خوراکي توکو، پوښاک او ترانسپورټ تامینولو لپاره مرسته وکړه.
د غلامۍ ضد غورځنګ ملګرو په ټینګار سره، کوفین په ۱۸۴۷ز کې سویل خوا ته د اوهایو سیند د سينسيناتي مهم بندري ښار ته ولاړ او هلته یې یو ګُدام پرانېسته چې یوازې د ازاد کار لپاره توکي پهکې پلورل کېدل. که څه هم سوداګري یې د پاموړ پرمختګ وکړ، خو د ازاد کار پانګونه یې بېګټې جوته شوه؛ کوفین وروسته له یوې لسیزې دغه کسب او کار پرېښود. په ضمن کې، له ۱۸۴۷ څخه تر ۱۸۵۷ز پورې کوفین له سلهاوو تښتېدلو غلامونو سره مرسته وکړه، ډېریو ته یې په اوهایو کې، له کنتاکي څخه د سیند پورې غاړه او او ویرجینا ته نږدې، په خپل کور کې ځای ورکړ. نوموړو دواړو ایالتونو کې غلامان ساتل کېدل تر هغو چې د امریکا مدني جګړه رامنځته شوه او په ترڅ کې یې د غلامۍ دود لهمنځه ولاړ.
کوفین د خپل ژوند په وروستۍ لسیزه کې د متحده ایالاتو منځني لوېدیځ ایالتونو او همدا راز له هېواده بهر، فرانسې او لویې بریتانیا ته سفرونه وکړل او هلته یې د پخوانیو غلامانو لپاره د خوراکي توکو، پوښاک، بودجې او د تعلیمي اسانتیاوو چمتو کولو په موخه د مرستندویه ټولنو په جوړولو کې ونډه واخېسته. کوفین په ۱۸۷۰ز لسیزه کې له ټولنیز او سیاسي ژوند څخه څنګ ته شو او «د لېوې کوفین یادښتونو» تر سرلیک لاندې یې خپل ژوندلیک ولیکه چې له مړینې څخه یو کال دمخه، په ۱۸۷۶ز کې خپور شو.
د ژوند لومړي کلونه او زدهکړې
[سمول]کوفین په ۲۸-اکټوبر-۱۷۹۸ز کال کې، د شمالي کارولینا د ګیلفورډ کاونټي په یوې کرونده کې وزېږېده. هغه د پرودنس او لېوي کوفین سینیور یوازینی زوی ؤ او شپږ خویندې یې درلودې. مور او پلار یې دواړه عقیدتي کواکران وو او د «New Garden Friends» په تاریخي غونډه کې یې ګډون کړی ؤ. د کوفین پلار په ۱۷۶۰ز لسیزه کې، په ماساچوست کې زېږېدلی او له نانتاکت څخه شمالي کارولینا ته کډوال شوی ؤ او هلته له نورو کواکرانو سره د «New Garden» په ټولنه کې په کروندګرۍ بوخت ؤ. [۳][۴][۵]
څرنګه چې کوفین کلونه وروسته په خپل ژوند لیک «د لېوي کوفین یادښتونه» (۱۸۷۶ز کال) کې څرګندوي، هغه ته د غلامۍ ضد لېدلوري له خپل والدینو او نیکونو څخه په میراث پاتې دي او هغو هېڅ کله هم غلام نهساته. د جان وولمن ښوونې (چې غلامساتنه یې غوره عمل نهګڼه) د کوفین پر کورنۍ اغېزناکې تمامې شوې. د کوفین مور او پلار، په ډېر احتمال، په ۱۷۶۷ز کال کې، د هغو مذهبي غونډو په ترڅ کې له وولمن سره پېژندګلوي پيدا کړې وه چې په «New Garden» کې له د غلامساتنې ضد کواکر کورنیو سره نیول کېدلې. د هغه تره زوی «وېستل کوفین»، په احتمال سره، په دغو غونډو کې ګډون درلود او د ۱۸۱۹ز کال په لومړیو کې د لومړنیو کواکرانو له ډلې څخه ؤ چې غلامانو سره یې مرسته کوله ترڅو له شمالي کارولینا څخه وتښتي.[۶][۷][۸]
کوفین په خپل کلي، کور کې زدهکړې کړې وې، او هومره رسمي تعلیم یې نهدرلود. کوفین په اووه کلنۍ کې له هغې وروسته د غلامساتنې مخالف شو چې له یوه غلام څخه یې وپوښتل: «ولې په ځنځیرونو تړل شوی یې»؟ غلام ځواب ورکړ چې، «غوښتل مې وتښتم او مېرمن او ماشومان ته ستون شم». کوفین ډېر خواشینی شو او پوهېده چې په کورنۍ کې د پلار نهشتون څومره ګران تمامېږي.[۷][۸][۹]
کوفین تر هغو چې پنځلس کلنۍ ته رسېده، خپلې کورنۍ سره یې مرسته کوله ترڅو په خپله کرونده کې تښتېدلو غلامانو ته په پناه ورکولو او هغو ته ډوډۍ ورکړي. له هغه ځایه چې د ۱۷۹۳ز کال د تښتېدلو غلامانو ځپنې قانون په لا جدي توګه اجرا کېده، د کوفین کورنۍ اړتیا درلوده ترڅو د غلامانو تېښتې ته په لا محرمانه ډول خپلې مرستې روانې وساتي او ډېري دغه غیرقانوني فعالیتونه به یې د شپې لهخوا ترسره کول. په شمالي کارولینا کې د ۱۸۰۴ز کال «تورو قوانینو» په تصویب سره، چې لهمخې یې له د غلامۍ ضد پېژندل شویو څېرو څخه پلتڼې ترسره کېدې، وضعیت لا خراب شو. د ۱۸۲۰ز لسیزې په لومړیو کې، په شمالي کارولینا کې هغه کواکران، چې د غلامانو له تېښتې سره یې مرسته کوله، په ښکاره توګه ځپل کېدل. سره لهدې، په ۱۸۲۱ز کال کې کوفین او تره زوی یې، وېستل، د «یکشنبې ښوونځی» پرانېسته تر څو غلامانو ته د انجیل لوستل وښیي. دغه برنامه لنډمهاله وه؛ ښوونځی ډېر ژر د غلامساتونکو لهخوا وتړل شو.[۱۰][۱۱][۱۲]
د کوفین د ماشومتوب پر مهال، د ځپنې په زیاتېدو سره، زرګونو کواکرانو شمالي کارولینا د شماللوېدیځې سیمې په موخه پرېښوده، چېرې چې د هېواد له تاسیس راهیسې غلامساتنه منعه وه او وروسته بیا د ایالتونو په رامنځته کېدو سره دغه قانون تایید شوی ؤ. د دې ترڅنګ، ځمکې لا ارزانه وې (د کواکرانو ټولنې یوه لویه برخه چې پخوا په اوهایو او اېندیانا کې مېشت وو، پر غلامساتنې باندې د سیمهییز بندیز لګولو په برخه کې اغېزناکه وه). په ۱۸۲۲ز کال کې کوفین د بنجامین وایټ په ملتیا اېندیانا ته لاړ. هغه کابو د یوه کال لپاره له سپینپوستو سره پاتې شو. کوفین، شمالي کارولینا ته د ستنېدو پر مهال، په اېندیانا کې د سوکالۍ په هکله وویل. کوفین ته جوته شوه چې کواکران او غلامساتونکي سره یوځای ژوند کولای نهشي، نو اېندیانا ته یې د تګ تصمیم ونیوه.[۱۳]
واده او کورنۍ
[سمول]کوفین د ۱۸۲۴ز کال د اکټوبر پر ۲۸مه نېټه له خپلې د اوږدې مودې ملګرې «کاترین وایټ» سره د شمالي کارولینا د «Hopewell Friends» په عبادتځای کې واده وکړ. ګومان کېږي چې د کاترین کورنۍ هم د غلامانو په تېښته کې مرسته کوله او کېدای شي هغې له کوفین سره د دغه فعالیتونو لهلارې اشنا شوې وي.[۱۳]
کله چې کاترین په «جېسې» امېدواره شوه، مېرمنې او خاوند اېندیانا ته خپل سفر وځنډوه. جېسې د هغو د شپږو ماشومانو تر ټولو مشر ؤ چې په ۱۸۲۵ز کې وزېږېده. د کوفین مور او پلار په ۱۸۲۵ز کې اېندیانا ته لاړل؛ لېوي، کاترین او ماشوم یې یو کال وروسته اېندیانا ته کډه وکړه. په ۱۸۲۶ز کې هغو د اېندیانا د واین کانټي په نیوپورټ کې (اوسمهال، فونتین سیټي) استوګن شول.[۱۴][۱۵]
کاترین، د خپل خاوند په څېر، په فعاله توګه له تښتېدلو غلامانو سره مرسته وکړه، هغو ته یې ډوډۍ او کالي ورکول او د کوفین په کور کې یې خوندي ساتل؛ لکه څنګه چې لېوي د خپلې مېرمنې د بشرپالنې فعالیت په هکله لیکي: «هغه له هغو غلامانو سره له خواخوږۍ څخه نهستړې کېږي چې په مصیبت کې ګیر دي او د هغو لپاره یې هلېځلې هېڅکله ونهسپمولې. کاترین وایټ د غلامانو په منځ کې د ‹کاتي ترور› په نامه مشهوره شوه».[۱۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62c0q4q — subject named as: Levi Coffin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/212 — subject named as: Levi Coffin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ "Marker: J-75". www.ncmarkers.com. بياځلي په 2022-06-16.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Mary Ann Yannessa (2001). Levi Coffin, Quaker: Breaking the Bonds of Slavery in Ohio and Indiana. Friends United Press. p. 1. ISBN 0-944350-54-2.
- ↑ "Notable Hoosier: Levi and Catharine Coffin" (PDF). Indiana Historical Society. خوندي شوی له اصلي څخه په 2016-08-30. بياځلي په 2016-08-20.
- ↑ Linda C. Gugin and James E. St. Clair, ed. (2015). Indiana's 200: The People Who Shaped the Hoosier State. Indianapolis: Indiana Historical Society Press. p. 66. ISBN 978-0-87195-387-2.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Yannessa, p. 3.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Yannessa, p. 2.
- ↑ Nelson Price (1997). Indiana Legends: Famous Hoosier From Johnny Appleseed to David Letterman. Carmel, IN: Guild Press of Indiana. p. 37. ISBN 1-57860-006-5.
- ↑ Yannessa, p. 4.
- ↑ Yannessa, p. 7.
- ↑ Yannessa, p. 10.
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Yannessa, p. 11.
- ↑ Yannessa, p.12.
- ↑ Gugin and St. Clair, eds., p. 65.
- ↑ Linda C. Gugin and James E. St. Clair, ed. (2015). Indiana's 200: The People Who Shaped the Hoosier State. Indianapolis: Indiana Historical Society Press. p. 66. ISBN 978-0-87195-387-2.