لیوی پی مارټن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لیوی پی مارټن
(انګلیسي: Levi P. Morton د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لیوی پی مارټن
لیوی پی مارټن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۶ مې ۱۸۲۴[۱][۲][۳]
مړینه 16 مې 1920 (96 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 6   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
ډیپلوماټ  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۵]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
لیوی پی مارټن
لیوی پی مارټن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لیوی پارسن مارټن له ۱۸۹ نه  تر ۱۸۹۳ز پورې د متحده ایالاتو ۲۲م مرستیال ولسمشر و. هغه په فرانسه کې د متحده ایالاتو سفیر، په نیویارک کې د متحده ایالاتو د استازي په توګه او د نیوریارک ۳۱م والي په توګه دندې ترسره کړې دي.

مارټن د یوه پروتستانت روحاني کشیش زوی و، چې د مساچوستس په ورمونټ کې زېږېدلی و او بیا یې د همغې سیمې په عامه ښوونځیو کې زده کړې وکړې. هغه په پلورنځیو کې د کتابت په ترسره کولو او په سوداګریزو بنسټنو کې کار کولو له لارې سوداګریزه روزنه د مساچوستس او نیوهمپشایر په ایالتونو کې ترلاسه کړې. کله چې مارټن د نیویارک ښار ته لاړ، نو مارټن یو بریالی سوداګر، د مالوچو دلال او بانکي پانګوال شو.

مارټن په سیاست کې د جمهوري غوښتونکي په توګه پاتې شوی او د روسکو کونکلینګ یو متحد و. نوموړی دوه ځله د متحده ایالاتو د استازو مجلس ته وټاکل شو، چې لومړۍ دوره یې بشپړه او دویمه دوره یې نیمګړې (د ۱۸۸۹ ز کال د مارچ له ۴ مې– د ۱۸۸۱ ز کال دمارچ تر ۲۱مې) ترسره کړه. په ۱۸۸۰ ز کې ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند جیمز ګارفیلډ، د کانکینګ د پلویانو پر وړاندې د ګټلو په هڅه کې مارټن ته د مرستیال ولسمشر لپاره د نوماندۍ وړاندیز وکړ. د کانکینګ پلویان د اولسیس له نوماندۍ نه چې ګارفیلډ ته یې ټاکنې بایللې وې، مایوسه شوي وو. کانکلینګ مارټن ته مشوره ورکړه چې له نوماندۍ په شا شي، چې نوموړي یې په غوښتنه عمل وکړ. ګارفیلډ بیا د کانکلینګ بل ملګری چیسټر ای ارتور ته د نوماندۍ وړانديز مخته کړ چې د نوموړي له خوا ومنل شو.

وروسته له هغه چې ګارفیلډ او آرتر وټاکل شول، ګارفیلډ د فرانسې په چارو کې مارټن د بشپر واک لرونکي وزیر په توګه وټاکه او مارټن تر ۱۸۸۵ز کال پورې په پاریس کې دنده ترسره کړه. په ۱۸۸۸ ز کال کې مارټن د جمهوري غوښتونکو د نوماند بنجیامین هاریسون د مرستیال ولسمشر په توګه ډګر ته راغی. دوی ټاکنې و ګټلې او نوموړی له ۱۸۸۹ ز کال نه تر ۱۸۹۳ز کال پورې د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. په ۱۸۹۴ ز کال کې مارټن د نيویارک د والي په توګه د جمهوري غوښتونکو بریالی نوماند و، چې له ۱۸۹۵ ز کال نه تر ۱۸۹۶ ز کال پورې یې یوه دوره دنده ترسره کړه.

مارټن د تقاعد په موده کې، د نیویارک په ښار او راینبیک کې اوسېده. هغه په ۱۹۲۰ ز کال کې د خپل عمر ۹۶ کلیزې په ورځ مړ شو او د راینبیک هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

مارټن د ورمونټ په شورهام کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او هغه د ریورند دانیل اولیور (۱۷۸۸ – ۱۸۵۲)، د یو پروتستانت روحاني کشیش او لوکرتیا پارسن (۱۷۸۹- ۱۸۶۲ز) د شپږو ماشومانو له ډلې نه و. مارټن په بشپړ ډول له انګلیسی پښت نه و، د هغه نیکونو د پیوریتان کډوالۍ پر مهال له انګلستان نه شمالي امریکا ته را کډه شوي وو. د هغه په پلرنیو نیکونو کې، د پلیموث مسعمېرې کیپټان ناتانیل ماټن هم راځي. مارټن د خپل ماما ریورنډ لیوی پارسنز (۱۷۹۲- ۱۸۲۲) د نوم پر بنسټ ونومول شو، چې یو عیسوي روحاني و او په فلسطین کې د متحده ایالاتو لومړنی مامور تېر شوی دی. بل پلو د هغه مشر ورور ډانیل اولیور مارټن (۱۸۱۵ – ۱۸۵۹ز)  له ۱۸۴۹ ز کال نه تر ۱۸۵۰ ز کال پورې د اوهایو د ټولیدو سیمې د ښاروال په توګه دنده ترسره کړه. د هغه کوچنۍ خور ماري مارټن له ویلیام ایف ګرینیل سره واده وکړ او د ویلیام مارټن ګرینیل مور وه، چې مارټن د مرستیال ولسمشر د دورې په اوږدو کې یې د بهرنیو چارو د درېیم مرستیال په توګه دنده ترسره کړه.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د مارټن کورنۍ په ۱۸۳۲ ز کال کې د ورمونټ سپرینګفیلډ ته هغه وخت کډه شوه، چې پلار يې هلته د کلیسا کشیش شو. ریومارټن په مېن سټريټ کې د استعمار د دورې په بڼه د مذهبي-احیا د یوې کلیسا په ودانولو کې د یوې مذهبي ډلي مشري کوله، چې نوموړي کلیسا لاهم کارول کېږي. لیوی مارټن د پسرلیفیلډ سیمې د ملګرو له خوا په ټولو چارو کې چې د ښوونځي هلکانو به معمولاً په کې ښکېل وو، مشر ګڼل کېده. وروسته د لیوی مارټن کورنۍ د ماساچوستس ایالت ونچهندان سیمې ته  کډه وکړه. په ۱۸۳۸ ز کال کې لیوی مارټن، د ورمونټ شورهام اکاډمۍ نه فارغ شو.  [۱۲][۱۳][۱۴]

مسلک[سمول]

د سوداګر په توګه[سمول]

لیوی مارټن د سوداګرۍ د پیل په اړه پرېکړه وکړه او په ۱۸۳۸ ز کال کې یې د ماساچوستس په اینفیلډ کې د یوه پلورنځي د عمومي کاتب په توګه دنده پیل کړه. وروسته یې د نیوهیمپشایر په بوسکاوین کې په سوداګریزو چارو کې بوخت شو او نوموړی وروسته بوستون ته لاړ، تر څو د بی بی شرکت د وارداتو په سوداګرۍ کې کار وکړي. هغه په پای کې په نیویارک ښار کې مېشت شو، چې په دې ځای کې نوموړې د جورج بلیک ګرینیل سره په ملګرتیا کې د وچو توکو سوداګري پیل کړه او د مالوچو د یوه بریالي دلال په توګه یې شهرت ترلاسه کړ. هغه په خپل وروستي ګام کې د مارټن بلیس شرکت تر نامه لاندې، چې وروسته مارټن ټرست د کمپنۍ په نوم یادېده، د هېواد په کچه د پانګونې د یوې نومتي کمپنۍ بنسټ کېښود. [۱۵]

د امریکا د کورنۍ جګړې په ترڅ کې، مارټن د یووالي ملاتړ وکړ. د یووالي د نه شتون له امله د سویلي ایالتونو نه يې د مالوچو ترلاسه کولو توان نه درلود، مارټن د مالوچو سواګري د جګړې په ترڅ کې وځنډوله. له جګړې وروسته، مارټن او د هغه بریتانوي ملګري ښاغلي جان روز خپل مالی توان بېرته ترلاسه کړ او د الاباما غرامت د حل لپاره یې د متحده ایالاتو او انګلستان سره د مرستې لپاره د خپلو اړیکو په کارولو سره خپل سیاسي برخلیک ښه کړ. کله چې انګلستان د ۱۵ میلیونه ډالرو ( په ۲۰۲۰ز کې شاوخوا ۳۰۷ میلیون ډالر) د تصفیه کولو هوکړه وکړه، نو د مارټن بانک په متحده ایالاتو کې د پیسو رسولو د اسانتیا برابرولو لپاره غوره شو.   [۱۶]

نوموړي د مارټن پر او بلیس شرکت د چارو په مدیرت سربېره، په څو نورو سوداګریو کې کارنده ونډه درلوده. په دې کې د نیویارک وایاډکټ اورګادي شرکت، د تضمین ټرسټ شرکت، د واشنګټن د ژوند بیمې شرکت، د کور د بیمې شرکت او د برابر ژوند د ضمانت ټولنه شامل وو. له بل لوري، هغه په ډېریو معاملاتو، لکه: د ریوګرانډ، سیرا ماډری او پیسفک ریل ګاډی، د ویرجینیا اوسپنې کمپنۍ، د ډبرو سکرو او کوک شرکت او د انترکانټینینټل ربړ شرکت کې پانګوال و. مارټن په خپله ځمکه کې یوه کرونده هم ساتلې وه، چې به هلته نوموړي جایزه ګټونکي. آسونه او څاروي روزل.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په ۱۹۰۹ ز کال کې مارټن له جي پی مورګن نه یو وړاندیز ترلاسه کړ، چې د مارټن شرکت د مورګن تضمین ټرسټ شرکت سره یوځای کړي. هغه ومنله، وروسته یې له ډېرو سوداګریزو بوختياوو نه تقاعد وکړ.[۲۶]

د جمهوري غوښتونکي  فعال په توګه   [سمول]

د سیاست په ډګر کې مارټن د جمهوري غوښتونکي ګوند یو فعال و، په ۱۸۷۶ ز کې هغه د جمهوري غوښتونکي ګوند د ملي کمېټې د مالي چارو د رئیس په توګه وټاکل شو. مارټن په ۱۸۷۶ ز کال کې د کانګرس د ۴۵مې دورې د ټاکنو لپاره ناکام نوماند و. ګوند ته د هغه د خدمت په ویاړ، ولسمشر روترفورډ بي هایس مارټن، د ۱۸۷۸ ز کال د پاریس د نندارتون لپاره د افتخاري کمیشنر په توګه وټاکه.[۲۷]

د مدني مشر په توګه[سمول]

مارټن په ډېری مدني او خیرښېګنو چارو کې ښکېل و. په ۱۸۸۳ ز کال کې هغه د میټروپولیټان اوپرا د بنست ايښودونکو نه و. په ۱۸۸۶ ز کال کې هغه د هوبارټ کالج د مشرتابه پلاوي غړی وټاکل شو. نوموړي د یوې دورې لپاره د بورډ د ریاست په ګډون، څو کاله دنده ترسره کړه. له بل پلوه، هغه د امریکا د طبیعی تاریخ د موزیم د مشرتابه په بورډ کې هم دنده ترسره کړه.[۲۸][۲۹][۳۰]

د کانګرس غړي په توګه[سمول]

مارټن  چې د روسکوکنکلینګ په مشرۍ د جمهوري غوښتونکو د سټالوارت ډلې سره پیژندل شوې څېره وه، په ۱۸۷۸ز کال کې د ګانګرس په ۴۶مه دوره کې د منهانټن په  استازیتوب وټاکل شو. مارټن په ۱۸۸۰ز کال کې د ۴۸ دورې لپاره بیا ځلې وټاکل شو، چې د ۱۸۷۹ ز کال مارچ له ۴ مې نه د ۱۸۸۱ ز کال مارچ تر ۲۱ مې پورې یې خدمت ترسره او وروسته یې استعفا ورکړه. مارټن د خپل خدمت په دوره کې، د بهرنیو اړیکو د کمېټې د غړي په توګه هم دنده ترسره کوله. د پیسو د خپرولو او د هغو اړوند ستونزو، چې د څو لسیزو راهیسې، د متحده ایالاتو په اقتصادي پالیسۍ کې روان بحثونه وو، مارټن په پرله پسې توګه د سرو زرو د معیار غوښتنه کوله.[۳۱]

په ۱۸۸۰ ز کال کې د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیون، د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره د جیمز جی بلین د کرغېړنو پلویانو او د اولیسس ایس ګرانټ د ځواکمنو ملاتړو (سټالوارت) له لوري تر ولکې لاندې راغلی و. جیمز اې ګارفیلډ، چې له کومې ډلې سره تړاو نه درلود، خو د بلین ملګری و، نوماندي یې وګټله او مارټن نه یې وغوښتل چې، د اولیسس د پلویانو وړاندې د ګټلو په هڅه کې د نوموړي د مرستیال ولسمشر په توګه نوماند شي. کانګلینګ چې د اولیسس اس ګرنټ ټاکنیزې هلې ځلې یې اداره کولې، مارټن ته یې د کارفیلډ د غوښتنې د ردولو مشوره ورکړه، چې مارټن و منله. د کارفیلډ پلویانو بیا چیسټر اې آرتور ته د مرستې لاس اوږد کړ، چې د سټالوارټ ډلې او د کانکلینګ نږدې ملګری پاتې شوی و. کانکلینګ هم آرتور ته مشوره ورکړه چې، له نوماندۍ په شا شي، خو آرتور ومنله. ګارفیلډ او هغه په لږ توپیر سره، د دوی د دیموکراټیکو مخالفینو په وړاندې بریالي شول.  [۳۲][۳۳]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Levi-Parsons-Morton — subject named as: Levi Morton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w61v63wx — subject named as: Levi P. Morton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2432 — subject named as: Levi Parsons Morton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mzk2016929526 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  5. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mzk2016929526 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  6. Emery, Samuel Hopkins (1893). History of Taunton, Massachusetts: From Its Settlement to the Present Time. D. Mason & Company. د کتاب پاڼي 62–65. د لاسرسي‌نېټه May 14, 2019 – عبر HathiTrust. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. The Mayflower Descendant: Volume 27 1925 - Page 136; George W. Bowman
  8. of 1880, Harvard College (1780-) Class (1912). Harvard College Class of 1880 Secretary's Report. Plimpton Press. د کتاب پاڼې 55. د لاسرسي‌نېټه March 5, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Partial Genealogy of the Mortons of New York, Plymouth, and Ohio" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Murlin, Edgar L. (1897). The New York Red Book. Albany, NY: James B. Lyon. د کتاب پاڼي 85-90. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Memoranda relating to the ancestry and family of Hon. Levi Parsons Morton, vice-president of the United States (1889-1893)
  12. Hubbard, C. Horace; Dartt, Justus (1895). History of the Town of Springfield, Vermont. Boston, MA: Geo H. Walker & Co. د کتاب پاڼې 75 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. National Park Service (July 14, 1983). "National Register of Historic Places Inventory: Springfield Downtown Historic District". NPS.gov. Washington, DC: US Department of the Interior. د کتاب پاڼې 14. د لاسرسي‌نېټه May 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Brown, Roscoe C. E.; Smith, Ray B. (1922). Political and Governmental History of the State of New York. III. Syracuse Press: Syracuse, NY. د کتاب پاڼې 408 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Murlin, Edgar L. (1897). The New York Red Book. Albany, NY: James B. Lyon. د کتاب پاڼي 85-90. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Historian of the United States Senate. "Levi Parsons Morton, 22nd Vice President (1889-1893)". Senate.gov. Washington, DC: U.S. Senate. د لاسرسي‌نېټه May 15, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "The New-York Viaduct Railway Company". Appletons' Journal. New York, NY: D. Appleton & Company. July 15, 1871. د کتاب پاڼې iv – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The Trust Company Merger". Trust Companies. New York, NY. January 1910. د کتاب پاڼي 49–50 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. The Washington Life Insurance Company: Historical, Actuarial and Medical Statistics. New York, NY: Washington Life Insurance Company. 1889. د کتاب پاڼې 7 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Strong Statement of the Home Insurance Company". The Insurance Age. New York, NY: Matthew Griffin. January 1905. د کتاب پاڼې 14 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Equitable Life Assurance Society". The Insurance Year Book. New York, NY: The Spectator Company. 1909. د کتاب پاڼې 216 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Powell, Fred Wilbur (1921). The Railroads of Mexico. Boston, MA: The Stratford Co. د کتاب پاڼې 157 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Virginia Iron, Coal and Coke Company". The Age of Steel. St. Louis, MO: Journal of Commerce Co. August 30, 1902. د کتاب پاڼې 17 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Intercontinental Rubber Company". The Ticker and Investment Digest. New York, NY: Ticker Publishing Company. August 1910. د کتاب پاڼې 179 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Vice-President Morton's Farm". The Illustrated American. New York, NY: The Illustrated American Publishing Company. November 5, 1892. د کتاب پاڼې 431 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Historian of the United States Senate. "Levi Parsons Morton, 22nd Vice President (1889-1893)". Senate.gov. Washington, DC: U.S. Senate. د لاسرسي‌نېټه May 15, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Historian of the United States Senate. "Levi Parsons Morton, 22nd Vice President (1889-1893)". Senate.gov. Washington, DC: U.S. Senate. د لاسرسي‌نېټه May 15, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Hood, Clifton (2017). In Pursuit of Privilege. New York, NY: Columbia University Press. د کتاب پاڼې 237. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-54295-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Pierson, Henry R., Chancellor (1889). Report of the Regents of the University of the State of New York. 102. Albany, NY: Troy Press Company. د کتاب پاڼې 462 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. AMNH Board of Trustees (1890). Annual Report. New York, NY: Press of Wm. C. Martin. د کتاب پاڼې 3 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Miller Center: U.S. Presidents (2019). "Levi P. Morton". US Presidents: Benjamin Harrison. Charlottesville, VA: University of Virginia. د لاسرسي‌نېټه May 18, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Doenecke, Justus (2019). "Campaigns and Elections". U.S. Presidents: James A. Garfield. Charlottesville, VA: University of Virginia. د لاسرسي‌نېټه May 18, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Miller Center: U.S. Presidents (2019). "Levi P. Morton". US Presidents: Benjamin Harrison. Charlottesville, VA: University of Virginia. د لاسرسي‌نېټه May 18, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)