لیلا عامری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیلا عامری ( په عربی لیلة الامریه) (په 28 هجري قمري کال کي په نجد کې زیږیدلې) د هوازین له قبیلې څخه یوه عربي شاعره او د قیس بن الملوح (مجنون) د تره لور وه چي له هغې سره یې مینه درلوده. لیلا د خلیفه عثمان بن عفانؓ په دوره کي زیږیدلې او د اموی دولت د منځ ته راتګ شاهده وه. هغه په 687 میلادي کال کي د 39 کلونو په عمر په داسي حال کي مړه سول چي د خپل مین مجنون وصال یې هیڅکله نصیب نه سو.