قیس بن الملوح (مجنون)
| قیس بن الملوح | |
|---|---|
| [[language|]]: قيس بن الملوح، او[[language|]]: قيس بن الملّوح بن مزاحم العامري[۱] | |
| د شخص معلومات | |
| پيدايښت | ۰۶۴۴ يمن |
| مړینه | 68 هـ - {{{۳}}} جنوري سکريپټ تېروتنه: "convert_template" چاره شتون نه لري٫ (اصطلاحي تېروتنه: نااټکله < چارنگر. کلن) |
| استوګنځای | د عربستان ټاپووزمه |
| تابعیت | اموي خلافت |
| نسل | عرب |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | شاعر [۱]، ليکوال |
| کاروونکې ژبه(ي) | عربي ژبه |
| سمول |
|
قیس بن الملوح ، مشهوره په مجنون ( ۲۴ هـ ق / ۶۴۵ م - ۶۸ هـ ق / ۶۸۸ )، د اوسني عربستان د نجد سیمي یو غزل ويوونکی عرب شاعر و . نوموړی د هجرت په لومړۍ پېړۍ کې د اموي واکمنی پرمهال د مروان بن الحکم او عبد الملک بن مروان د خلافت په زمانه کې د عربو په صحرا کې ژوند کاوه.
قیس لکه د یوشمېر خلکو د خبرو پر بنسټ لیونی نه و، بلکې مجنون ځکه ورته ویل کېده، چې له لیلا عامري سره یې ډېره مینه درلوده او دغه مینه یې تر ځوانۍ پورې ورسره کوله، خو کورنۍ یې له هغې سره له واده کولو انکار وکړ او ددې غم له کبله نوموړی شاعر شو، چې وروسته یې د مینې شعرونه ویل او خوند یې ترې اخیست. قیس به د خپلې ورېښمینې مینې سندرې په نجد او کله کله د حجاز په دښتو کې ویلې.
قیس په ۶۸۸ زېږدیز کال کې وفات او مړی یې چېرته لېرې د تېږو په منځ کي پیدا شو چي په غالب ګومان د لیلا له غمه مړ شوی و.
نسب
[سمول]قيس بن الملوّح بن مزاحم بن عدس بن ربيعة بن جعدة بن كعب بن ربيعة بن عامر بن صعصعة بن معاوية بن بكر بن هوازن بن منصور بن عكرمة بن خصفة بن قيس عيلان بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان، العامري الهوازني.
په ادبياتو کې د قيس يادونه
[سمول]
د ليلی مجنون د مينې کيسه نه يوازې په عربي ادب کې ځای لري، بلکې د اردو، فارسي، تورکي او پښتو ژبې ادب کې هم ډېر محبوبه او منل شوې کيسه ده چې شاعران يې په خپلو شعرونو کې د خپلې مينې د پيمانه کولو په پار کاروي.
لومړنی پښتو فلم لیلا او مجنون نومیده چې په هماغه کال کې جوړ شو او بیا په ۱۹۴۲ زېږدیزکال کې په پېښور، کوېټې او کلکتې کې دسینماګانو پر پردو وښودل شو.ددغه فلم لارښود(ډایرکټر) حمزه بابا واو دفلم کمپوزر عبد الکریم و.
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د ټولټال کار کتنه په: https://archive.org/details/ZIR2002ARAR، https://shamela.ws/book/12286، https://waqfeya.net/book.php?bid=596 او https://app.turath.io/book/12286 — ليکوال: Khayr al-Din al-Zirikli — سرليک: الأعلام — : نسخه15 — ورځپاڼه: 5 — پاڼه: 208 — خپروونکی: Dar El-Ilm Lilmalayin
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- مخونه د غیر شمېريزو فارمیټینم دلایلو سره
- ليکنې چې ويوکي په عربي
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- صفحات تستخدم قالب:صندوق معلومات كاتب مع وسائط غير معروفة
- مخونه بي پښتو
