لو کوربوزیه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لو کوربوزیه
(فرانسیسی: Le Corbusier د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لو کوربوزیه
لو کوربوزیه

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: Charles-Édouard Jeanneret د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۶ اکتوبر ۱۸۸۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
مړینه 27 اگسټ 1965 (78 کاله)[۱][۳][۱۸][۴][۵][۶][۱۹][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۵][۱۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سويس (۱۸۸۷–۱۹۶۵)[۱۶]
فرانسه (۱۹۳۰–)[۲۰][۱۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي[۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه معماري  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
لو کوربوزیه
لو کوربوزیه

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چارلز اداوارد ژانرت ( زوکړه  د ۱۸۸۷ز کال د اکتوبر ۶مه- مړینه د ۱۹۶۵ز کال د اګسټ ۲۷مه)، چې پر لو کوربوزیه مشهور و، (په برتانوي انګلیسي: /lə kɔːrˈbjuːzieɪ/ lə kor-BEW-zee-ay، په امریکایي انګلیسي: /lə ˌkɔːrbuːˈzjeɪ, -ˈsjeɪ/ lə KOR-boo-ZYAY, -⁠SYAY، په فرانسوي:  [lə kɔʁbyzje])، سویسي الاصله فرانسوی معمار، طرح کوونکی، ښاري پلان جوړونکی، لیکوال او د مډرنو ودانیزو چارو له سرلارو څخه یو و، نوموړی په سویس کې زیږېدلی دی او په ۱۹۳۰زېږدیز کال یې د فرانسې تابعیت واخیست، نوموړي  د خپل مسلکي ژوند په بهیر کې د پنځو لسیزو لپاره په اروپا، جاپان، شمالي او جنوبي امریکا کې بېلابېلې ودانیزې پروژې طرحه او تطبیق کړې. لوکوربوزیه د ګڼ مېشته ښارونو د اوسېدونکو د ژوند د هوساینې لپاره ځانګړې پاملرنه درلوده، او د دغسې ښارونو لپاره یې طرحې اغېرمنې وې، نوموړی د نړیوالې نوښتګرې معمارۍ د ټولنې (Congrès International d'Architecture Moderne (CIAM)) له بنسټګرو څخه و. کروبوزیه د هند چندي ګړ ښار ماستر پلان، او په ځانګړي ډول د څو ودانیو چې ډېری یې دولتي ودانۍ وې، طرحه چمتو کړه.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د ۲۰۱۶ز کال د جنورۍ په ۱۷مه یونیسکو د لو کوربوزیه ۱۷ پروژې چې په اووو بېلابېلو هېوادونو کې یې ترسره کړې وې د یونیسکو د نړیوال میراث په ساحو کې د لو کوربوزیه د مهندسي اثارو په توګه ثبت کړې، کومو پروژو چې د عصري نوښتګرې معمارۍ په خوځښت کې فعاله ونډه واخیسته.[۲۷]

لو کوربوزیه جنجالي شخصیت پاتې شوی دی، د بېلګې په ډول د ښاري طرحو جوړونې پر مهال یې له مخکې موجودو کلتوري ودانیو او آثارو پر وړاندې بې پروایي، د هغه ټولنیز بیانونه او مساوات، او له فاشېزم سره یې اړیکې، د یهودانو او یوژنیک ( د انساني نسل د بدلون څېړنې علم ته وایي) لږکیو ضد افکار، او د د یکتاتور بنیتو موسولیني په وړاندې دریځونه یې تر انتقاد لاندې راغلي او د زیات شمېر اوږد مهاله جنجالي بحثونو لامل شوي دي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د ژوند لومړني کلونه (۱۸۸۷ز کال ــ ۱۹۰۴ز کال)[سمول]

چارلز ادوارد ژانرت د ۱۸۸۷ز کال د اکتوبر پر ۶مه  په (La Chaux-de-Fonds­ـ لاشو-دو فوندز) د کانتون نوشاتل په یو کوچني ښار کې چې اوسېدونکي یې فرانسوي ژبي دي زیږېدلی دی، دغه ښار د سویس شمال لوېدیځ لور ته د ژورا غرونو په لړۍ کې، چې له فرانسې هېواد سره د پولې په اوږدو کې په ۵ کیلومتره ( ۳.۱ میله) واټن کې غځېدلي دي، پروت دی. یاد ښار یو صنعتي ښار و او د ساعتونو تولید صنعت پکې خورا وده کړې وه.

د لا شو-دو فونډس (La Chaux-de-Fonds) ښار د ښۍ زاویې د سمبولیکو نښو د لیکدود (رښتینوالي) او قطب نما (کټ مټ والي) په ګډون د فرانسوي ژبو فراماسونیانو د اخلاقي، ټولنیزو، فلسفي نظریو لپاره  د پټو غونډو ځای و. لو کوربوزیه وروسته دغه نظریې د "زما لارښود، زما انتخاب"، او د هغه "د لمانځنې وړ نظریو" په توګه کومې چې په عقل کې د تلقین شویو کلیسایي شفاهي ښوونو په څېر کلکې او ژورې رېښې لري، تشرېح کړې. ( هغه خپل مستعار نوم لو کوربوزیه په ۱۹۲۰ز کال کې اختیار کړ). پلار یې صنعت کار و، چې صندوقونو او ساعتونو ته به یې ځلا او رنګ ورکاوه، مور یې پیانو تدریسوله، مشر ورور یې البرت، سرینده غږوله، لو کوربوزیه په یوه وړکتون کې چې د فریدریک فروبل مېتودونه پکې کارېدل، شامل شو.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

لو کوربوزیه د خپلو نورو هم عصرو "فرانک لوید رایټ "او "میس ون در روهه" په څېر په ودانیزو چارو کې مسلکي زده کړې نه درلودې، لومړی یې تجسمي هنرونه ولوستل، په پنځلس کلنۍ کې یې د ځایي ښاروالۍ (لاشو دو- فوندز ) له لوري د ساعت جوړولو کورس ولوست، درې کاله وروسته یې د “چارلز ایل پلاتینر” له لوري جوړ شوي د تزیین عالي ښوونځی ولوست، چارلز په “بوداپست” (هنګري) او پاریس کې زده کړې ترلاسه کړې وې، لو کوربوزیه لیکلي د ي چې، (L'Eplattenier) ترې ( د ځنګل سړی) جوړ کړ، او د طبیعت څخه الهام اخیستونکې نقاشي یې وروښوده. پلار به یې هرکله ځان سره له ښاره لرې غرونو ته بوه، خپله یې وروسته لیکلي دي چې: " موږ به ډېری وخت د غرونو په لوړو څوکو کې وو، او له پراخه افق سره بیخي عادي شوي وو". لکه مخکې چې یاده شوه د نوموړي د هنر او معمارۍ استاد چارلز و چې د لو کوبوزیه د لومړنیو طرحو پر طراحي کولو یې خورا اغېز ښندلی و، هغه ویلي چاپلز مجبور کړ د معمارۍ زده کړې ته مخه کړي، دی وایي له معماري یې زړه کې یو ډول وېره لرله خو دا چې نوموړی زده کړیال و د خپل ښوونکي امر یې ومانه، او لا شپاړس کلن و چې معمارۍ ته یې مخه کړه.[۳۷][۳۸][۳۹]

لو کوربوزیه لدې وروسته کتابتونونو ته مخه کړه او د ودانیزو او فلسفي مسایلو په هکله یې د خپلو معلوماتو د لوړولو هڅه وکړه، موزیمونو ته ولاړ، ودانۍ یې طرح او جوړې کړې. په ۱۹۰۵ز کال کې یې د خپلو دوه نورو ټولګیوالو په مرسته د خپل استاد د یو حکاک لپاره چې د هغه د استاد چارلس لوپلاتینه ملګری و د "ویلا فال" په نامه خپل لومړنی کور ډیزاین کړ، دغه ودانۍ د لاشو-دو-فوندز ښار د ځنګلي غوندۍ بیخ ته پرته وه، یاده ودانۍ د ښکلي ډېزاین لرونکي چت سره چې د غرني سبک سره یې سمون درلود جوړه شوې وه، پرې رسم شوي هندسي شکلونه په خورا ځيرکۍ ښکلي رنګکاري شوي وو. د دې ودانۍ د طرحې له بریالیتوب سره سم یې د  ژاکمت ( د اوړي یا ګرمۍ لپاره د تعمیر ځانګړې بڼه ده) او ستوتزر په نومونو سره د دوه نورو ویلاوو د جوړولو سپارښتنې ترلاسه کړې.[۴۰]

نوموړي له سویس بهر خپل لومړی سفر د ۱۹۰۷ز کال په سپټمبر کې اېټالیا ته وکړ، له هغه ځایه بوداپست او بیا ویانا( د اتریش پلازمینې ) ته ولاړ، په ویانا کې یې له مشهور اتریشي نقاش ګوستاو کلیمت سره ولیدل، د بل مشهور ودانیز طراح جوزیف هافمن لیدل یې غوښتل مګر ورباندې بریالی نشو. د اېټالیا په فلورانس کې له یوې ځایي مشهورې ودانۍ ګالوزو څخه لیدنې د نوموړي په مسلکي ژوند تلپاتی اغېز وښيند، هغه په خپل کتاب کې لیکلي دي، "غوښتل مې په یوه کوچنۍ برخه کې یې چې هغوی حجره بلله، ژوند غوره کړم. دا د کار کوونکو  د کور یوه بې ساري بېلګه وه، حتی د ځمکې پر سر یې جنت بللی شو.

له دې وروسته هغه پاریس ته سفر وکړ، او د اګوسټ پيریټ سره یې د څوارلس میاشتو لپاره د نقشه کښوونکي په توګه د ۱۹۰۸ز  څخه تر ۱۹۱۰ز کلونو پورې  کار وکړ،  پیریټ په استوګنیزو ودانیو کې د استحکامي کانکریټ اچولو له مخکښانو څخه، او د دېکو هنر (Art Deco) د څلي تاریخي تیاتر د ودانیزو چارو معمار یا مهندس و .  لو کوربوزیه دوه کاله وروسته جرمني ته مخه کړه، هلته یې د ۱۹۱۰ز کال  د اکتوبر او ۱۹۱۱ز کال  مارچ ترمنځ د څلورو میاشتو په مخه د پیټر بیرینس  سره کار پیل کړ، چېرته چې د نوښتګرو ودانیزو چارو ( عصري مهندسۍ) دوه مخکښان میس ون در روه (Mies van der Rohe) او  والټر ګروپیوس (Walter Gropius) هم په کار او زده کړو بوخت وو.[۴۱][۴۲][۴۳]

په ۱۹۱۱ز کال کې یې د یو ملګري اګوسټ کلیپسټین (August Klipstein) په ملتیا د بالکان د هېوادونو پنځه میاشتني سفر ته مخه کړه، هغه په دغه سفر کې د صربستان، بلغاریې، ترکیې، یونان او (د اېټالیا د ناپل ښار ته څېرمه) د  پومپیو لرغوني ښار او روم څخه لیدنې درلودې، هغه د ودانیزو چارو د طراحۍ ۸۰ کتابونه وکښل، هغه په یونان کې د پنځمې زېږدیزې پېړۍ د اتنا الهې له معبد پارتنون ډېرې مجسمې او نقاشۍ ولیدې خورا ډېرې یې خوښې شوې، چې وروسته یې د یوې معمارۍ په لور (د ۱۹۲۳ز کال اثر) په نامه په خپل اثر کې د هغې ستاینه کړېده. هغه د هغه څه په اړه چې د سفر پر مهال یې لیدلي وو، په خپلو کتابونو کې یادونه کړې ده او د خپل وروستي کتاب د ختیځ لور سفر موضوع یې په بشپړ ډول د همدې معبد پر ودانیز جوړښت راڅرخولې ده. په ۱۹۱۲ز کال کې یې په لاشو دو فوندز ښارګوټي کې د خپلې لوړ خیالیزې پروژې (Jeanneret-Perret) په نامه کور د خپل مور و پلار لپاره طرحه کړ، (دغه ښارګوټی د فرانسې سوېل لور ته په پنځه مترۍ کې په سویس هېواد کې د ننه د ژورا غرونو په لړۍ کې د سمندر له سطحې څخه په ۱۰۰۰متره ارتفاع کې پروت دی).[۴۴][۴۳]

دغه ودانۍ له ځایي نورو هغو نه ستره او په نوښتیز سبک جوړه شوه، د ودانۍ سطحې د الپ غرونو په څنډو کې د نورو ودانیو سره ښکاره توپیر درلود، دیوالونه یې یوازې په سپین رنګ باندې رنګ وو، د رسامي او نقاشۍ نشتوالی یې له ځایي ودانیو سره نور ښکاره توپیرونه وو، د کور د ننه فضا په مرکز کې د سالون د څلورو ستنو په شاوخوا کې تنظیم شوې وه ، چې د کور د ننه فضا یې خورا ازاده برېښوله، چې نوموړي دغه ودانیزه بڼه په خپلو راتلوونکو ودانیزو کارونو کې ډېره وکاروله.[۴۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118676873  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118676873  — د خپرولو نیټه: ۱۱ جولای ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Le Corbusier
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Le Corbusier — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6mw2g9z — subject named as: Le Corbusier — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa2189/le-corbusier — subject named as: Le Corbusier — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Itaú Cultural — خپرونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6759 — subject named as: Le Corbusier — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ subject named as: Le Corbusier — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/d69296154e5f4a63bb1429d629e1b2fc — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Structurae person ID: https://structurae.net/persons/1000671 — subject named as: Le Corbusier — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/le-corbusier — subject named as: Le Corbusier — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Médias 19 ID: http://www.medias19.org/index.php?id=20622 — subject named as: Charles-Édouard Le Corbusier — دوتنه: Guillaume Pinson او Marie-Ève Thérenty — سرليک: Médias 19 — منښتلیک: Creative Commons Attribution-NonCommercial-NoDerivatives
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=charles+edouard;n=jeanneret+gris — subject named as: Charles Edouard Jeanneret-Gris
  13. Le Delarge artist ID: https://www.ledelarge.fr/11759_artiste_LE_CORBUSIER_ — subject named as: ( Charles-Édouard Jeanneret, dit ) LE CORBUSIER — دوتنه: Jean-Pierre Delarge — خپرونکی: Gründ او Jean-Pierre Delarge — ISBN 978-2-7000-3055-6
  14. Léonore ID: http://www.culture.gouv.fr/public/mistral/leonore_fr?ACTION=CHERCHER&FIELD_1=COTE&VALUE_1=19800035/646/74525 — subject named as: Charles Jeanneret-gris — خپرونکی: Ministry of Culture
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ https://cs.isabart.org/person/13469 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ SIKART ID: https://www.sikart.ch/KuenstlerInnen.aspx?id=4000293&lng=en — subject named as: Le Corbusier — د نشر نېټه: ۱۸ جون ۲۰۲۱
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001278 — subject named as: Le Corbusier — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  18. Charles-Edouard; Jeanneret-Gris, Charles-Edouard Le Corbusier [Jeanneret]
  19. NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/le-corbusier — subject named as: Le Corbusier — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  20. Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/3426 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  21. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7864931
  22. کينډۍ:Cite dictionary
  23. کينډۍ:Cite American Heritage Dictionary
  24. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  25. "Steve Rose on Le Corbusier, one of the most iconic architects of the 20th century". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2008-07-16. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Birksted, Ian (2009). Le Corbusier and the Occult. Cambridge, Mass.: MIT Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780262026482. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "The Architectural Work of Le Corbusier, an Outstanding Contribution to the Modern Movement". د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. López-Durán, Fabiola (2018-12-11). Eugenics in the Garden Transatlantic Architecture and the Crafting of Modernity By Fabiola López-Durán (په انګلیسي ژبه کي). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4773-1495-1. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اگسټ ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "BBC Four – A History of Art in Three Colours, White". BBC (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. . The profound anti-Semitism of Le Corbusier.
  31. (په 2015-07-12 باندې). Le Corbusier's Architecture and His Politics Are Revisited. The New York Times.
  32. Antliff, Mark, "Avant-Garde Fascism: The Mobilization of Myth, Art, and Culture in France, 1909–1939"
  33. Birksted, Ian (2009). Le Corbusier and the Occult. Cambridge, Mass.: MIT Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780262026482. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Marc Solitaire, Le Corbusier et l'urbain – la rectification du damier froebelien, pp. 93–117.
  35. Actes du colloque La ville et l'urbanisme après Le Corbusier, éditions d'en Haut 1993 – کينډۍ:ISBN.
  36. Marc Solitaire, Le Corbusier entre Raphael et Fröbel, pp. 9–27, Journal d'histoire de l'architecture N°1, Presses universitaires de Grenoble 1988 – کينډۍ:ISBN.
  37. ۳۷٫۰ ۳۷٫۱ Journel 2015، ص. 32.
  38. Le Corbusier, L'Art décoratif d'aujourdhui (1925), p. 198.
  39. Cited by Jean Petit, Le Corbusier lui-meme, Rousseau, Geneva 1970, p. 28.
  40. Journel 2015، ص. 49.
  41. Letter to Eplattenier in Dumont, Le Corbusier, Lettres a ses maitres, vol. 2, pp. 82–83.
  42. Journel 2015، ص. 48.
  43. ۴۳٫۰ ۴۳٫۱ Journel 2015، صص. 32–33.
  44. Žaknić, Ivan (2019). Klip and Corb on the road. Zürich: Scheidegger & Spiess. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-85881-817-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Journel 2015، صص. 48–9.