لوی مرجاني دېوال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لوی مرجاني دېوال د نړۍ د مرجاني ډبرو تر ټولو لوی سیستم دی چې له څه باندې ۲۹۰۰ انفرادي ډبرو او ۹۰۰ ټاپوګانو څخه جوړ دی چې اوږدوالی یې څه باندې ۲۳۰۰ کیلومتره (۱۴۰۰ مایله) او مساحت یې کابو ۳۴۴۴۰۰ کیومتره مربع (۱۳۳۰۰۰ مایله مربع) دی. دغه ډبرین دېوال د استرالیا د کویینزلنډ ساحلونو په مرجاني سمندر کې واقع دی او د یوه ۱۰۰ مایله پلن او ۲۰۰ فوټه ژور کانال په مرسته له ساحل څخه جلا شوی دی. لوی مرجاني دېوال له بیرونۍ فضا څخه لیدل کېدای شي او د نړۍ تر ټولو لوی واحد جوړښت دی چې ژوندیو ارګانېزمونو جوړ کړی دی. دغه ډبرین جوړښت له میلیاردونو کوچنیو ارګانېزمونو څخه چې مرجاني پولیپونه بلل کېږي، جوړ شوی دی. په دغه ځای کې د ژوند بېلابېلوالی پراخ دی او په ۱۹۸۱ کال کې د نړیوال میراث په توګه وټاکل شو. سي.ان.ان په ۱۹۹۷ کال کې دغه ځای د نړۍ د اوو طبیعي عجایبو په ډله کې شمېر کړ. د استرالیا د نړیوال میراث ځایونو یا مکانونو هم دغه دېوال په ۲۰۰۷ کال کې په خپل نوملړ کې شامل کړ.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د مرجاني ډبرو لویه برخه د لوی مرجاني دېوال د سمندري پارک په مرسته ساتل کېږي چې د کب نیونې او سیاحت په ګډون د انساني اغېزو له محدودولو سره مرسته کوي. پر مرجاني دېوال او ایکوسیستم نور چاپېریالي فشارونه جاري اوبه، اقلیمي بدلونونه او د مرجانونو سپينېدل او د سیند د خټو پاکول دي. د هغې څېړنې له مخې چې د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر میاشت کې د امریکا د علومو اکاډمۍ په مقالو کې خپره شوه، دغه مرجاني دېوال له ۱۹۸۵ کال را وروسته تر نیمايي زیات مرجاني پوښ له لاسه ورکړی او دغه موندنې په ۲۰۲۰ کال کې یوې بلې څېړنې هم تایید کړې چې ویې ښوده د دغه مرجاني دېوال تر نیمايي زیات پوښ د ۱۹۹۵ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ له منځه تللی، د دې تر څنګ په ۲۰۲۰ کال کې د مرجانونو د سپينېدو یوې بلې پېښې هم اغېزې پرې وښندلې چې کمیت یې تر اوسه مشخص شوی نه دی.[۱۲][۱۳][۱۴]

لوی مرجاني دېوال له ډېره وخته راهیسې د استرالیا ځايي اوسېدونکو او ټاپو مېشتو پېژندلی او کاروي یې او د ځايي ډلو د کتلور او معنویت یوه مهمه برخه ده. دغه ځای د سیلانیانو لپاره په ځانګړي ډول په ویټسانډي ټاپوګانو او کرینز سیمو کې یوه ډېره مشهوره موخه یا د سفر ځای دی. سیاحت د دغې سیمې لپاره یو مهم اقتصادي فعالیت دی چې څه باندې ۳ میلیارده استرالیايي ډالره کلنی عاید لري. د ۲۰۱۴ کال په نومبر میاشت کې ګوګل د لوی مرجاني دېوال «د ګوګل د اوبو لاندې واټ منظر» په درې اړخیز یا تري ډي بڼه پرلیکه کړ.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

چاپېریالي ګواښونه[سمول]

اقلیمي بدلونونه، ککړتیا او کب نیونه د مرجاني ډبرو د دغه سیستم روغتیا ته لوی ګواښونه دي. په نورو ګواښونو کې د کښتیو ټکرونه، نفتي ککړتیا او استوايي توپانونه شاملېږي. د سکلېټ ویجاړي د مرجانونو یوه ناروغي ده چې د «هالوفولیکولینا کورالازیا» پروتوزوا له امله رامنځته کېږي او ۳۱ مرجاني نوعې تر اغېز لاندې راولي. په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا د علومو اکاډمۍ یوې څېړنې وښوده چې له ۱۹۸۵ کال راهیسې لوی مرجاني دېوال تر نیمايي زیات مرجانونه له لاسه ورکړي دي چې له درېیو څخه دوې برخې یې له ۱۹۸۸ کال را وروسته د پورته یادو شویو عواملو پایله ده.[۱۹][۲۰][۲۱]

اقلیمي بدلون[سمول]

د لوی مرجاني دېوال د سمندري پارک اداره د لوی مرجاني دېوال لپاره تر ټولو لوی ګواښ اقلیمي بدلون ګڼي، ځکه چې اقلیمي بدلون د سمندر د ګرمېدو لامل کېږي او د مرجانونو سپینېدل ورسره زیاتېږي. د سمندري ګرمۍ د څپو له امله د مرجانونو د ډله‌ييزې سپینېدنې پېښې د ۱۹۹۸، ۲۰۰۲، ۲۰۰۶، ۲۰۱۶، ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰ کلونو د اوړي په موسمونو کې وشوې او تمه ده چې د مرجانونو سپينېدل به پر کلنۍ پېښه بدل شي. په ۲۰۲۰ کال کې یوې څېړنې وښوده چې لوی مرجاني دېوال له ۱۹۹۵ کال را وروسته د اقلیمي بدلونونو له امله د سمندرونو د ګرمېدو په دلیل تر نیمايي زیات مرجانونه له لاسه ورکړي دي. د نړیوالې ګرمۍ په دوام سره مرجانونه نه‌شي کولای چې د سمندر د تودوخې له ډېرېدو سره مقابله وکړي. د مرجانونو د سپينېدو پېښې له ناروغیو سره د مرجانونو حساسیت ډېروي چې په پایله کې یې پر ډبرینو ټولنو ناوړه ایکولوژيکي اغېزې پرېوځي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د ۲۰۱۷ کال په جولای میاشت کې یونسکو سازمان یوه تسویدي پرېکړه خپره کړه چې په هغې کې يې پر لوی مرجاني دېوال د مرجانونو د سپینېدو د اغېز په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه. دغې تسویدي پرېکړې استرالیا ته خبرداری ورکړ چې د اوبو د کیفیت ښه کولو ته له پام وړ کار پرته به د ۲۰۵۰ کال د ریف د راپور موخو ته ونه رسېدای شي.[۲۹]

اقلیمي بدلونونه د نورو سمندري ارګانېزمونو پر ژوند هم اغېز لري – د ځینو کبانو د مطلوبې تودوخې محدوده هغوی د نویو مېشت‌ځایونو د لټون خوا ته کشوي او له دې امله په څیروونکو سمندري مرغانو کې د چیچیو یا کوچنیو مرغانو د مړینې کچه لوړېږي. اقلیمي بدلونونه د سمندري کیشپو پر نفوس او شته مېشت‌ځایونو هم اغېز کوي.[۳۰][۳۱]

ککړتیا[سمول]

یو بل مهم ګواښ چې لوی مرجاني دېوال ورسره مخ دی، د اوبو ککړتیا او ټیټ کیفیت دی. د استرالیا شمال ختیځ سیندونه د استوايي سېلابونو په جریان کې ریف ککړوي. د دغې ککړتیا څه باندې ۹۰ سلنه لامل د فارمونو یا کښتونو جاري اوبه دي. د لوی مرجاني دېوال د ګاونډ ۸۰ سلنه ځمکې د فارمونو لپاره کارېږي چې د ګنیو یا نیشکرو کرنه او د غوښې د غوایانو څړځایونه په کې شاملېږي. د فارمدارۍ طریقې ریف یا سمندري ارګانېزمونو ته زیان رسوي او دلیل یې تر حد ډېره څرونه، د کرنیزو رسوباتو د جاري اوبه ډېرېدنه، مغذي مواد او کیمیاوي مواد لکه سرې، واښه وژونکي او افت وژونکي دي چې د مرجانونو روغتیا او د ډبرو ژواک بېلابېلوالي ته لوی خطر دی.[۳۲][۳۳]

د ۲۰۱۶ کال د یوه راپور له مخې که څه هم د مقرراتو په پایله کې «د صنعتي، کاني، بندر جوړونې، سیند پاکولو او ښاري پراختیا په څېر د ځمکې د نورو استفادو» له امله ټولیزه ککړتیا کمه شوې ده، خو دغه موارد لا هم ښايي په ځايي یا محلي کچه د پام وړ وي. د مسو او نورو درنو فلزاتو د لوړو کچو لرونکي رسوبات چې په پاپو نیو ګینه کې له «اوک ټېډي» کان څخه ترلاسه کېږي، د لوی مرجاني دېوال او تورس سیمو لپاره د ککړتیا بالقوه خطر دی.[۳۴][۳۵]

د مرجاني ډبرو د څېړنو لپاره د اې.ار.سي مرکز راپور وویل چې د ریف په شمالي برخه کې شاوخوا ۶۷ سلنه مرجانونه مړه شوي دي.[۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. UNEP World Conservation Monitoring Centre (1980). "Protected Areas and World Heritage – Great Barrier Reef World Heritage Area". Department of the Environment and Heritage. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مې ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Great Barrier Reef World Heritage Values". مؤرشف من الأصل في ۰۹ مې ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. The Great Barrier Reef World Heritage Area, which is 348,000 km squared, has 2900 reefs. However, this does not include the reefs found in the Torres Strait, which has an estimated area of 37,000 km squared and with a possible 750 reefs and shoals. Hopley, Smithers & Parnell 2007, p. 1
  4. Fodor's. "Great Barrier Reef Travel Guide". مؤرشف من الأصل في ۱۴ مې ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Department of the Environment and Heritage. "Review of the Great Barrier Reef Marine Park Act 1975". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Leong, Goh Cheng (1995-10-27). Certificate Physics And Human Geography; Indian Edition (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-562816-6. مؤرشف من الأصل في ۲۰ جون ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sarah Belfield (8 February 2002). "Great Barrier Reef: no buried treasure". Geoscience Australia (Australian Government). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Sharon Guynup (په 4 September 2000 باندې). Australia's Great Barrier Reef. Science World.
  9. . The Seven Natural Wonders of the World. CNN
  10. "National Heritage List: The Great Barrier Reef, Queensland". Department of Agriculture, Water and the Environment. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. National Trust Queensland. "Queensland Icons". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ ډيسمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 20 February 2019 باندې). Great Barrier Reef authority gives green light to dump dredging sludge. The Guardian.
  13. (په 1 October 2012 باندې). Great Barrier Reef has lost half its corals since 1985, new study says.
  14. Amy Woodyatt. "The Great Barrier Reef has lost half its corals within 3 decades". CNN (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Access Economics Pty Ltd (2005). "Measuring the economic and financial value of the Great Barrier Reef Marine Park" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۹ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Google Launches Underwater Street View". 16 November 2014. مؤرشف من الأصل في ۲۹ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 31 March 2016 باندې). Great Barrier Reef coral bleaching more widespread than first thought. The Sydney Morning Herald.
  18. Jacobsen, Rowan (11 October 2016). "Obituary: Great Barrier Reef (25 Million BC–2016)". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Harriott, V.J. (2002). "Marine tourism impacts and their management on the Great Barrier Reef" (PDF). CRC Reef Research Centre Technical Report No. 46. CRC Reef Research Centre. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "AIMS Longterm Monitoring – Coral Diseases on the Great Barrier Reef – Skeletal Eroding Band". aims.gov.au. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Eilperin, Juliet (په 2 October 2012 باندې). Great Barrier Reef has 'lost half its coral since 1985'.
  22. (په 19 November 2004 باندې). Global climate change, the Great Barrier Reef and our obligations. The National Forum
  23. Great Barrier Reef Marine Park Authority. "Our changing climate". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Great Barrier Reef Marine Park Authority. "Coral Bleaching and Mass Bleaching Events". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اپرېل ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 1 October 2012 باندې). Great Barrier Reef has lost half its corals since 1985, new study says.
  26. (په 2020-10-14 باندې). Great Barrier Reef has lost half of its corals since 1995. BBC News.
  27. (په 30 January 2007 باندې). Online version.
  28. Littman, Raechel; Willis, Bette L.; Bourne, David G. (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Metagenomic analysis of the coral holobiont during a natural bleaching event on the Great Barrier Reef"]. Environmental Microbiology Reports 3 (6): 651–660. doi:10.1111/j.1758-2229.2010.00234.x. PMID 23761353. 
  29. Great Barrier Reef: Australia must act urgently on water quality, says Unesco. Archived 3 June 2017 at the Wayback Machine. The Guardian. Retrieved 3 June 2017
  30. Great Barrier Reef Marine Park Authority. "Climate change and the Great Barrier Reef". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Schmidt, C.; Heinz, P.; Kucera, M.; Uthicke, Sven (2011). "Temperature-induced stress leads to bleaching in larger benthic foraminifera hosting endosymbiotic diatoms". Limnology and Oceanography 56 (5): 1587–1602. doi:10.4319/lo.2011.56.5.1587. Bibcode2011LimOc..56.1587S. Archived from the original on 4 March 2016. https://web.archive.org/web/20160304034652/http://wap.aslo.org/lo/toc/vol_56/issue_5/1587.pdf. Retrieved 20 October 2022. 
  32. "Coastal water quality" (PDF). The State of the Environment Report Queensland 2003. Environment Protection Agency Queensland. 2003. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ جون ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Human Impact on the Great Barrier Reef". University of Michigan. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Harris, P.T., 2001. Environmental Management of Torres Strait: a Marine Geologist’s Perspective, in: Gostin, V.A. (Ed.), Gondwana to Greenhouse: environmental geoscience – an Australian perspective. Geological Society of Australia Special Publication, Adelaide, pp. 317–328
  35. "Final Report - Great Barrier Reef Water Science Taskforce" (PDF). qld.gov.au. Queensland Government. May 2016. د کتاب پاڼې 16. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۱ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 28 November 2016 باندې). Great Barrier Reef suffered worst bleaching on record in 2016, report finds. BBC News.