Jump to content

مرجاني ډبرې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مرجاني ډبرې یو ځمک‌لاندې ایکوسیستم دی چې په ډبره جوړوونکو مرجانونو سره پېژندل کېږي. ډبرې د هغو مرجاني پولیپونو له مستعمراتو څخه جوړې دي چې د کلسیم کاربونېټ په مرسته سره چسپېدلي دي. ډېری مرجاني ډبرې له هغو ډبرینو مرجانونو څخه جوړې دي چې پولیپونه یې په ډله‌ييز ډول راټولېږي یا کلسټر کېږي.[۱]

مرجان د نېش وهونکو یا نایډریا په کورنۍ کې له انتوزوا طبقې سره تړاو لري چې سمندري شقایق او سمندري کب هم په کې شاملېږي. د سمندري شقایقونو پر خلاف مرجانونه څه ناڅه کلک کاربونېټي سکلېټونه ترشح کوي چې له مرجان سره مرسته کوي او خوندي یې ساتي. اکثره ډبرې په ګرمو، کم‌عمقه، رڼو، لمرینو او څپاندو اوبو کې ښه وده کوي. مرجاني ډبرې د لومړي ځل لپاره ۴۸۵ میلیونه کاله مخکې د ارډویسین دورې په لومړیو وختونو کې را څرګندې شوې او د کامبرین دورې د میکروبي او سفنجي ډبرو ځای یې ونیو.[۲]

کم‌عمقه مرجاني ډبرې چې کله ناکله د سمندر باراني ځنګلونه هم نومول کېږي، د ځمکې یو شمېر رنګارنګ یا متنوع ایکوسیستمونه جوړوي. دا ایکوسیستمونه د نړۍ د سمندرونو څه کم ۰.۱ سلنه مساحت اشغالوي چې د فرانسې د مساحت شاوخوا نیمايي برخه کېږي، له دې سره سره د ټولو سمندري نوعو لږ تر لږه ۲۵ سلنه نوعو ته مېشت‌ځایونه برابروي چې کبان، تن پوستي، چینجیان، کلک پوستي، خار پوستي، سفنجونه، ټیونیکېټونه او د نایډریا د کورنۍ نور حیوانات په کې شاملېږي. مرجاني ډبرې په هغو سمندري اوبو کې وده کوي چې کم مغذي مواد لري. مرجاني ډبرې معمولاً د ګرمو اوبو په کمو اعماقو یا ژورو کې موندل کېږي، خو ژورې اوبه او د سړو اوبو مرجاني ډبرې په کوچنیو کچو په نورو سیمو کې هم موجودې دي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]

مرجاني ډبرې له ۱۹۵۰ کال راهیسې په دې خاطر ۵۰ سلنه کمې شوې دي چې د اوبو له شرایطو سره حساسې دي. دغه ډبرې د ګڼو عواملو له خطر سره مخ دي چې اضافي مغذي مواد (نایتروجن او فاسفورس)، د سمندرونو د ګرمۍ کچه لوړېدل او اسیدي کېدل، له حد ډېره کب‌نیونه (مثلاً د چاودنې په مرسته کب نیونه، ساینایډ کب نیونه، د نیزې په مرسته کب نیونه)، د لمر ضد کریمونو استفاده او د ځمکې د کارولو مضرې طریقې دي چې جاري اوبه او زیمونه ایستل (مثلاً د ترزیق د څاه‌ګانو یا د بدرفت د څاه‌ګانو له لارې) یې بېلګې دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

مرجاني ډبرې سیاحت، کب نیونې او د ساحلې کرښو ساتنې ته ایکوسیستي خدمتونه وړاندې کوي. د مرجاني ډبرو کلنی نړیوال اقتصادي ارزښت (د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۳ کلونو د اټکل له مخې) له ۳۰ څخه تر ۳۷۵ میلیارده ډالرو؛ (د ۲۰۲۰ کال د اټکل له مخې) تر ۲.۷ ټریلیونه ډالرو؛ او (د ۲۰۱۴ کال د اټکل له مخې) تر ۹.۹ ټریلیونه امریکايي ډالرو پورې اټکل شوی دی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

جوړښت[سمول]

ډېری مرجاني ډبرې د کنګل تر وروستۍ دورې وروسته هغه مهال جوړې شوې چې د کنګل د ویلې کېدو له امله د سمندر سطحه پورته راغله او د لویو وچو په رپونو کې سېلابونه وبهېدل. ډېری مرجاني ډبرې تر ۱۰۰۰۰ کلونو کم عمر لري. کله چې ټولنو ځانونه تثبیت کړل، ډبرو پورته لوري ته وده وکړه او د سمندرونو سطحه یې لوړه کړه. هغه ډبرې چې ډېرې ورو ورو پورته ځي، ښايي تر کافي رڼا پرته غرقې شي. مرجاني ډبرې د لویو وچو له رپونو لرې د سمندر په ژورو کې، د سمندري ټاپوګانو په شاوخوا او په مرجاني ټاپوګانو کې هم موندل کېږي. ډېری دغه ټاپوګان اتشفشاني منشا لري. د ځینو نورو منشا ټکټونیکي ده چې په هغو کې د ټکټونیکي تختو حرکت د سمندر تل راپورته کړی دی.[۱۸]

موقعیتونه[سمول]

اټکل کېږي چې مرجاني ډبرې ۲۸۴۳۰۰ کیلومتره مربع (۱۰۹۸۰۰ مایل مربع) ساحه رانغاړي چې د سمندرونو د سطحې ۰.۱ سلنه کېږي. د هند-ارام سمندر سیمه (چې سره بحیره، د هند سمندر، سوېل‌ختیځه اسیا او ارام سمندر په کې شاملېږي) د دغه ټولټال ساحې ۹۱.۹ سلنه برخه جوړوي. په سوېل‌ختیځه اسیا کې د دغه شمېر ۳۲.۳ سلنه برخه شاملېږي، په داسې حال کې چې د استرالیا په ګډون ارام سمندر بیا د دغه شمېر ۴۰.۸ سلنه برخه رانغاړي. د اتلانتیک او کارایيب سمندرونو مرجاني ډبرې د دغه شمېر ۷.۶ سلنه برخه جوړوي.[۱۹][۲۰]

که څه هم مرجانونه هم په معتدلو او هم په ګرمو اوبو کې موجود دي، د کم‌عمقه اوبو ډبرې یوازې په هغه ساحه کې جوړېږي چې د استوا کرښې له شاوخوا ۳۰ شمالي درجو څخه تر ۳۰ جنوبي درجو پورې امتداد لري. د ګرمو اوبو مرجانونه تر ۵۰ مترو (۱۶۰ فوټو) په ډېرو ژورو یا اعماقو کې وده نه کوي. د اکثرو مرجاني ډبرو لپاره حد اکثر تودوخه ۲۶ تر ۲۷ درجې سانتي ګراد (۷۹ تر ۸۱ درجې فارنهایټ) ده او کم شمېر ډبرې تر ۱۸ درجې سانتي ګراد (۶۴ درجې فارنهایټ) په ټيټو اوبو کې موجودې دي. له دې سره سره، د فارس خلیج ډبرې په ژمي کې له ۱۳ درجې سانتي ګراد (۵۵ درجې فارنهایټ) او په اوړي کې له ۳۸ درجې سانتي ګراد (۱۰۰ درجې فارنهایټ) تودوخې سره سازګارې شوې دي. د لارک ټاپو په شاوخوا کې ۳۷ سکلراکټیني مرجاني نوعې په دغسې چاپېریال کې ژوند کوي.[۲۱][۲۲][۲۳]

ژواک بېلابېلوالی[سمول]

اوبړۍ[سمول]

ډبرې په دوامدار ډول د اوبړیو د تېري له خطر سره مخ دي. له حده ډېره کب نیونه او له وچې څخه سمندر ته د ډېرو مغذي موادو تګ کولای شي اوبړیو ته د مرجانونو د رقابت او وژلو وړتیا ورکړي. د مغذي موادو کچه ښايي د فاضلابو د اوبو یا کیمیاوي سرو په پایله کې ډېره شي. جاري اوبه کولای شي نایتروجن او فاسفورس ولېږدوي چې د اوبړیو د ډېرې ودې لامل کېږي. اوبړۍ کله ناکله د فضا لپاره له مرجانونو سره سیالي یا رقابت کولی شي. وروسته بیا اوبړۍ کولای شي مرجانونه د اکسیجن د کمولو له لارې په ډبرو کې تربت یا ساه‌بندي کړي. د اکسیجن کمښت کولای شي د تحجر یا تیږه کېدو سرعت کم کړي، مرجان کمزوری کړي او په ناروغۍ د اخته کېدو او ویجاړۍ لپاره یې لا ډېر زیان‌منونکی کړي. اوبړۍ په ګڼو سروې شویو مرجاني ځایونو کې ژوند کوي. د اوبړیو په نفوس یا جمعیت کې چمني اوبړۍ، مرجاني اوبړۍ او ماکرو اوبړۍ شاملېږي. ځینې سمندري چیژګیان دغه اوبړۍ خوري او په دې توګه د اوبړیو د تېري خطر کمولی شي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سفنجونه[سمول]

سفنجونه د سیستم د مرجاني ډبرو د فعالیت لپاره اړین دي. اوبړۍ او مرجانونه په مرجاني ډبرو کې عضوي مواد تولیدوي. دا ماده د هغو سنفجونو له لارې فېلتر کېږي چې دغه عضوي ماده پر کوچنیو ذراتو بدلوي او په وار سره د اوبړیو او مرجانونو له‌خوا جذبېږي.[۲۹]

ایکوسیستمي خدمتونه[سمول]

مرجاني ډبرې سیاحت، کب نیونې او د ساحلي کرښو ساتنې ته ایکوسیستمي خدمتونه وړاندې کوي. د مرجاني ډبرو نړیوال اقتصادي ارزښت په هر کال کې له ۲۹.۸ څخه تر ۳۷۵ میلیارده ډالرو پورې اټکل شوی دی. شاوخوا ۵۰۰ میلیونه کسان له هغو ایکوسیستمي خدمتونو څخه ګټه‌من دي چې مرجاني ډبرې یې وړاندې کوي.[۳۰][۳۱][۳۲]

د یو کلیومتر مرجاني ډبرو د له منځه وړلو د یوې ۲۵ کلنې دورې په جریان کې اقتصادي لګښت د ۱۳۷۰۰۰ او ۱۲۰۰۰۰۰ تر منځ ډالره اټکل شوی دی.[۳۳]

د «سرکیس» او د هغه د همکارانو په وینا، د برموډا مرجاني ډبرې د شپږو مهمو ایکوسیستمي خدمتونو پر بنسټ په متوسط ډول هر کال دغه ټاپو ته ۷۲۲ میلیونه ډالره اقتصادي ګټه اړوي.[۳۴][۳۵][۳۶]

ګواښونه[سمول]

مرجاني ډبرې ۴۸۵ میلیونه کاله مخکې تر پیدایښت را وروسته له ګڼو ګواښونو سره مخ دي چې ناروغۍ، ښکار، مهاجمې نوعې، اوبړۍ او د جیولوژۍ اړوند خطرونه یې د بېلګې په توګه یادولی شو. وروستي انساني فعالیتونه هم جدي ګواښونه له ځان سره لري. له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې په ټوله نړۍ کې مرجاني ډبرې ۱۴ سلنه کمې شوې دي.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د ګلخانه‌يي ګازونو انتشار یا خپرښت د سمندر د تودوخې د ډېرېدو او همدا راز د سمندر د سطحې د لوړېدو له لارې یو پراخ خطر رامنځته کوي، که څه هم چې مرجانونه د سمندري اوبو د پي.اېچ او کاربونېټي کچو په بدلولو سره خپل مایعات سازګاروي او د سمندرونو د اسیدي کېدو تر مستقیم خطر لاندې نه راځي. د انسان له‌خوا د جوړو شویو او اتشفشاني ایروسلونو ککړتیا هم کولای شي د سمندر د تودوخې کچه بدله کړي.[۴۱][۴۲][۴۳]

په ۲۰۱۱ کال کې دوو څېړونکو وړاندیز وکړ چې سمندري بې‌شمزۍ یا غیر فقاریه حیوانات د هغو عواملو له اغېزو سره مخ دي چې د پرمین دورې په پای کې د انهدام یا ټولیز له منځه تګ په جریان کې پېښ شول؛ او په دې برخه کې هغه جنسونه ډېر زیان‌منونکي دي چې کمزورې تنفسي فیزیولوژي او کمزوري پوستکي لري چې مرجانونه یې د بېلګې په توګه یادولی شو.[۴۴][۴۵][۴۶]

سرچينې[سمول]

  1. "How Reefs Are Made". Coral Reef Alliance. 2021. خونديځ د اصلي څخه ۰۳ نومبر ۲۰۲۱. لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Lee, Jeong-Hyun; Chen, Jitao; Chough, Sung Kwun (1 June 2015). "The middle–late Cambrian reef transition and related geological events: A review and new view". Earth-Science Reviews. 145: 66–84. Bibcode:2015ESRv..145...66L. doi:10.1016/j.earscirev.2015.03.002. ISSN 0012-8252. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Coral reefs NOAA National Ocean Service. Accessed: 10 January 2020.
  4. Spalding MD, Grenfell AM (1997). "New estimates of global and regional coral reef areas". Coral Reefs. 16 (4): 225–230. doi:10.1007/s003380050078. S2CID 46114284. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Spalding, Mark, Corinna Ravilious, and Edmund Green (2001). World Atlas of Coral Reefs. Berkeley, CA: University of California Press and UNEP/WCMC ISBN 0520232550.
  6. Mulhall, M. (Spring 2009). "Saving rainforests of the sea: An analysis of international efforts to conserve coral reefs". Duke Environmental Law and Policy Forum. 19: 321–351. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جنوري ۲۰۱۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archiveurl= و |archive-url= منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archivedate= و |archive-date= منځګړی (لارښود)
  7. "Where are Corals Found?". NOAA. 13 May 2011. لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Hoover, John (November 2007). [[[:کينډۍ:Google books]] Hawaiʻi's Sea Creatures] تحقق من قيمة |url= (لارښود). Mutual. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56647-220-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. "Corals reveal impact of land use". ARC Centre of Excellence for Coral Reef Studies. لاسرسي‌نېټه September 21, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Minato, Charissa (جولای 1, 2002). "Urban runoff and coastal water quality being researched for effects on coral reefs" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر جون 10, 2010 باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Coastal Watershed Factsheets – Coral Reefs and Your Coastal Watershed". Environmental Protection Agency Office of Water. July 1998. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Danovaro, Roberto; Bongiorni, Lucia; Corinaldesi, Cinzia; Giovannelli, Donato; Damiani, Elisabetta; Astolfi, Paola; Greci, Lucedio; Pusceddu, Antonio (April 2008). "Sunscreens Cause Coral Bleaching by Promoting Viral Infections". Environmental Health Perspectives. 116 (4): 441–447. doi:10.1289/ehp.10966. PMC 2291018. PMID 18414624. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Cesar, H.J.S.; Burke, L.; Pet-Soede, L. (2003). [[[:کينډۍ:Google books]] The Economics of Worldwide Coral Reef Degradation] تحقق من قيمة |url= (لارښود). The Netherlands: Cesar Environmental Economics Consulting. مخونه 4. (pdf: link). لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Costanza, Robert; Ralph d'Arge; Rudolf de Groot; Stephen Farber; Monica Grasso; Bruce Hannon; Karin Limburg; Shahid Naeem; Robert V. O'Neill; Jose Paruelo; Robert G. Raskin; Paul Sutton; Marjan van den Belt (15 May 1997). "The value of the world's ecosystem services and natural capital". Nature. 387 (6630): 253–260. Bibcode:1997Natur.387..253C. doi:10.1038/387253a0. S2CID 672256. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Costanza, Robert; de Groot, Rudolph; Sutton, Paul (2014). "Changes in the global value of ecosystem services". Global Environmental Change. 26 (1): 152–158. doi:10.1016/j.gloenvcha.2014.04.002. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Kleypas, Joanie (2010). "Coral reef". The Encyclopedia of Earth. د اصلي آرشيف څخه پر August 15, 2010 باندې. لاسرسي‌نېټه April 4, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Darwin, Charles (1843). "The Structure and Distribution of Coral Reefs. Being the first part of the geology of the voyage of the Beagle, under the command of Capt. Fitzroy, R.N. during the years 1832 to 1836". London: Smith Elder and Co. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود)
  20. Chancellor, Gordon (2008). "Introduction to Coral reefs". Darwin Online. لاسرسي‌نېټه January 20, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود)
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. Webster, Jody M.; Braga, Juan Carlos; Clague, David A.; Gallup, Christina; Hein, James R.; Potts, Donald C.; Renema, Willem; Riding, Robert; Riker-Coleman, Kristin; Silver, Eli; Wallace, Laura M. (1 March 2009). "Coral reef evolution on rapidly subsiding margins". Global and Planetary Change. 66 (1–2): 129–148. Bibcode:2009GPC....66..129W. doi:10.1016/j.gloplacha.2008.07.010. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: أسماء متعددة: ليکوالانو نوملړ (link)
  23. Webster, Jody M.; Clague, David A.; Riker-Coleman, Kristin; Gallup, Christina; Braga, Juan C.; Potts, Donald; Moore, James G.; Winterer, Edward L.; Paull, Charles K. (1 January 2004). "Drowning of the −150 m reef off Hawaii: A casualty of global meltwater pulse 1A?". Geology. 32 (3): 249. Bibcode:2004Geo....32..249W. doi:10.1130/G20170.1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "Coral Reef Biology". NOAA. د اصلي آرشيف څخه پر سيپټمبر 27, 2011 باندې. لاسرسي‌نېټه اپریل 6, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Glynn, P.W. (1990). Dubinsky, Z. (سمونګر). Ecosystems of the World v. 25-Coral Reefs. New York, NY: Elsevier Science. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-444-87392-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. "THE EFFECTS OF TERRESTRIAL RUNOFF OF SEDIMENTS, NUTRIENTS AND OTHER POLLUTANTS ON CORAL REEFS" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 4, 2016 باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Vroom, Peter S.; Page, Kimberly N.; Kenyon, Jean C.; Brainard, Russell E. (2006). "Algae-Dominated Reefs". American Scientist. 94 (5): 430–437. doi:10.1511/2006.61.1004. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Kaplan, Matt (2009). "How the sponge stays slim". Nature. doi:10.1038/news.2009.1088. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Cesar, H.J.S.; Burke, L.; Pet-Soede, L. (2003). [[[:کينډۍ:Google books]] The Economics of Worldwide Coral Reef Degradation] تحقق من قيمة |url= (لارښود). The Netherlands: Cesar Environmental Economics Consulting. مخونه 4. (pdf: link). لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Costanza, Robert; Ralph d'Arge; Rudolf de Groot; Stephen Farber; Monica Grasso; Bruce Hannon; Karin Limburg; Shahid Naeem; Robert V. O'Neill; Jose Paruelo; Robert G. Raskin; Paul Sutton; Marjan van den Belt (15 May 1997). "The value of the world's ecosystem services and natural capital". Nature. 387 (6630): 253–260. Bibcode:1997Natur.387..253C. doi:10.1038/387253a0. S2CID 672256. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Doney, Scott C.; Busch, D. Shallin; Cooley, Sarah R.; Kroeker, Kristy J. (2020). "The Impacts of Ocean Acidification on Marine Ecosystems and Reliant Human Communities". Annual Review of Environment and Resources. 45: 83–112. doi:10.1146/annurev-environ-012320-083019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. "The Importance of Coral to People". World Wildlife Fund. لاسرسي‌نېټه April 7, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Cooper, Emily; Burke, Lauretta; Bood, Nadia (2008). "Coastal Capital: Belize: The Economic Contribution of Belize's Coral Reefs and Mangroves" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲. لاسرسي‌نېټه April 6, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. "Coastal Capital: Economic Valuation of Coastal Ecosystems in the Caribbean". World Resources Institute. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Sarkis, Samia; van Beukering, Pieter J.H.; McKenzie, Emily (2010). "Total Economic Value of Bermuda's Coral Reefs. Valuation of ecosystem Services" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲. لاسرسي‌نېټه May 29, 2015. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  38. Hutchings, P.A. (1986). "Biological destruction of coral reefs". Coral Reefs. 12 (1): 1–17. Bibcode:1986CorRe...4..239H. doi:10.1007/BF00298083. S2CID 34046524. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. Bradbury, R. H.; Hammond, L. S.; Moran, P. J.; Reichelt, R. E. (7 March 1985). "Coral reef communities and the crown-of-thorns starfish: Evidence for qualitatively stable cycles". Journal of Theoretical Biology. 113 (1): 69–80. Bibcode:1985JThBi.113...69B. doi:10.1016/S0022-5193(85)80076-X. ISSN 0022-5193. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  41. "Caribbean coral reefs may disappear within 20 years: Report". IANS. news.biharprabha.com. لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  42. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  43. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  44. Clapham ME and Payne (2011). "Acidification, anoxia, and extinction: A multiple logistic regression analysis of extinction selectivity during the Middle and Late Permian". Geology. 39 (11): 1059–1062. Bibcode:2011Geo....39.1059C. doi:10.1130/G32230.1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  45. Payne JL, Clapham ME (2012). "End-Permian Mass Extinction in the Oceans: An Ancient Analog for the Twenty-First Century?". Annual Review of Earth and Planetary Sciences. 40 (1): 89–111. Bibcode:2012AREPS..40...89P. doi:10.1146/annurev-earth-042711-105329. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  46. Life in the Sea Found Its Fate in a Paroxysm of Extinction New York Times, April 30, 2012.